دانځر ونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

تــــــاريـــــخــــــچه: د انځر ونه يو پخواني ونه ده.دا ونه د دوهم دوران په اخير کي ليدل شويده . او په څلورم دوران د مديتراني بحر شا او خوا کرل کيده . داسي ويل کيږي چي د انځر کرنه ٤٠٠٠ کاله مخکي له ميلاد څخه مروجه وه. او په يويان کي له طبي او غذائئ پلوه خاص اهميت لري. او د ژمي غذا په ډول حسابيدله . انځر د تنفسي سيسټم، ستوني او د توخي لپاره ډيره ګټور وؤ.

دانځر منــــــــــشـــــــا[سمول]

د انځر اصلي ټاټوبي وړوکي اسيا ده چي دا د وړکي اسيا يو پخواني بوټي دي . داسي تصور کيږي چي په هسپانيه، فرانسه، پرتګال، هندوستان، هالينډ، يونان، ترکيه او داسي چي په دغه هيوادونو کښي ډيره ښه روزل کيږي. د انځر په باره کښي داسي فکر کيدو چي دا د عربي ممالکو د جنوبي برخو او د ايټاليا اصلي يا بومي دي . په هندوستان کښي په لکناو، کرناتاکا او ګجرات کښي روزل کيږي .

اقتصادي او غذائي ارزښت[سمول]

اوس هم د دنيا په ځينو وچو کښي د داخلي مصرف او د يو صادراتي محصول په حيث روزل کيږي . د انځر د ډير کښت لاندي ځمکي د مديتراني حوزي اود سري بحري او د فارس خليج دي چي ډير انځر په وچ ډول صادريږي. امريکا تنها هغه ناحيه ده چي د مديتراني بحيري ته په ډيره پيمانه انځر پروسيس کوي. او د ٥٧ فيصد داخلي مصارف د حارج څخه واردوي. په ١٩٦٩ کال د انځر توليد کوونکو عوائيد په امريکا کښي د ٣ ميلونه ډالره او په ١٩٧٨ کال کښي د ١٦ ميلونو ډالرو په شا او خوا کښي وؤ . په امريکا کښي اوس مهال د کښت لاندي ځمکه او د اقتصادي ارزښت له نظره ٢٢ درجه لري. او په امريکا کښـي د انځر په ونه باندي ډيري څيړني شوي چي وروسته ئي يوه نوي ورايټي (Condrru ) معرفي شوه. د انځر توليدونکي هيوادونه عبارت دي له : هسپانيه، ترکيه، پرتګال، ايټاليا، يونان، ايران، ټونس، الجزاير، مراکش، سوريه، مصر، استرليا، فلسطين، روسيه، فرانسه، کبرس او امريکا کښي توليديږي .

دانځر. دتـــــخم راټــــــــولول[سمول]

د تخم د لاس ته راوړلو لپاره ميوي ته فشار ورکوو تر څو چي د هغي مغز بهر ته راوځي او هغه په غلبيلو کښي چي واړه واړه سوري ولري، او وروسته ئي تر اوبو لاندي ږدو او بيا د اوبو د فشار په واسطه د ميوي غوښينه برخه د غلبيلو د سوريو څخه تيريږي او تخمونه ئي پاته کيږي او لاس ته راغلي تخم په سوري کښي وچوؤ .

محيـــــــطي شرايط[سمول]

د اب و هوا له لحاظه انځر له ځانه ښه توافق کوي. او په استوائي او نيمه استوائي منطقو کښي کرل کيږي. په وچه او لمده هوا کي ميوه ورکوي خوند او مقدار په مختلفومنطقو کي فرق کوي . د ډيرو لويو او خوندورو ميوو د توليد لپاره بهترين اب و هوا وچه او ګرمه هوا ده. چي د اب او هوا اړتيا پوره شي نو ميوه توليدوي . په استوائي منطقو کي چي هوا ئي څه پو دوبي کي او څه په ژمي کي ګرمه وي د ګل کولو اندازه او محصول ورکول ډير ټيټ راځي . د انځرو بايد نهائي ګرم دوبي او نهائي معتدل ژمي ولري تر څو زيات حاصل ورکړي . مثلاً د سوماترا په جزيره د استوا په کرښه پرته ده په ټيټو ارتفاعاتو کي کم محصول ورکوي ولي په لوړو ارتفاعاتو کي چي هوا ئي معتدله ده ډير حاصل ورکوي . له لوړو ارتفاعاتو کي بايد متوجي شو چي په ژمي کي هوا د سانتي ګريډ له صفر درجي څخه کښته نشي . او اقليم چي دي ډير تاثير لري په انځرو باندي نسبت خاوري ته د انځر هغه نيالګي چي هغه ډيري ساقي يا تني ولري هغه د منۍ د يخ وهني څخه په امان کي ده . هغه وني چي هغه د استراحت په حال کي وي ولي رسيدلي وني وي هغه د ١٫٥ تر ٤٫٥ سانتي ګريډ پوري يخ متضرره کوي که چيري د استراحت دوره کي وي تر منفي ١٢ درجو پوري د يخ مقاومت لري . د انځرو مناسبه د حرارت درجه له ١٦ څخه تر ٢١ سانتي ګراډو پوري ده. د انځرو ميوي سايز، بڼه او غوټي او رنګ، کميت، او پوستکې نرموالي او داسي نور دا ټول د اقليم پوري اړه لري . او د انځرو ونه د منفي ٤ څخه تر منفي ٤٥ سانتي ګراد پوري ژوندي پاتي کيږي. ولي که چيرته له ٣٨ ساتني ګراډ نه لوړه شي بيا د ميوي پخوالي او انکشاف پوستکي متاثره کوي. د اوړي سخته ګرمي د انځر د ميوي د پوستکي د سوځيدو سبب ګرځي . ژمي د بدني نمو لپاره او اوړي د ميوي د کيفيت لپاره ډير ضروري دي .

دانځر نيــــــالګويو توليـــــــد او تکثير[سمول]

انځر په دوه ډول تکثير کيږي . ١- زوجي ٢- غير زوجي

زوجي تکثير[سمول]

د تخم په واسطه تکثير يوازي هغه انځر نه ممکن بريښي چي وروسته له ګرده افشاني څخه د هغوي ميوي تخم ورکوي. يعني هغه انځر چي د خوراک په وخت کي تخمونه ئي د غاښو لاندي راځي او د تخم په واسطه تکثير د نسل اخيستني لپاره ښه دي د نسل اخستني لپاره هغه ميوي چي انتخاب کيږي د لاندي په ښودل شوي دي . ١- د ميوي شکل، رنګ او مزه اصلي انځر ته ورتوالي ولري . ٢- ډير پوښ شوؤ وي او په وني کي وي . ٣- د کوم وني څخه چي ميوه اخيستل کيږي هغه ونه بايد سالم او صحتمند وي ښه ورايټي او ښه حاصل ورکونکي ونه وي . زوجي تکثير هغه وخت ضروري دي چي د کوم وني څخه ميوه او د ميوي څخه تخم د تکثير لپاره اخلو ورڅخه د Root stock لپاره استفاده وکړو. او يا د نوي ورايټي لاس ته راړولو لپاره له تخم څخه استفاده کيږي د تخم په واسطه د باغ جوړولو لپاره استفاده نکيږي.

غير زوجي تکثير[سمول]

غير زوجي تکثير د انځرو د ورايټيو د ساتلو د باغو جوړول، باکيفيت او ډير حاصل لپاره يو ښه لاره بريښي چي په لاندي ډول دي .

تکثير د قملي په واسطه[سمول]

د انځر دوه کلني يا دري کلني ښاخونه يا هغه يو کلني ښاخونه چي ښه رسيدلي وي د ٢٠ سانتي مټرو په اندازه باندي په ژمي کي پس هغه له څخه چي پاڼي وريژدلي قطع کوو او بيا ئي دسته بندي کوو او تر راتولونکي اوړي پوري ئي په مرطوبه خاوري کي ساتو او په اوړي کي ئي کړو د کرلو په وخت کي يوازي اخريني غوټي ( پندک ) د خاوري څخه د باندي پرکوو. قلمه ډير ژر او په اساني سره ريښه راباسي. يو کال وروسته تر ټول قوي او ښۀ وعده کونکي قلمي انتخاب کوو او بيا ئي اصلي ځاي ته يعني باغ ته د کرلو لپاره انتقال کوو.

د سکر Sucker په واسطه تکثير[سمول]

د انځر وني ډير زياد سکر توليد کوي نو دا د انځر د تکثير لپاره يو ښه لاره ده . په دي ډول کله چي هغه د مورني وني څخه جدا شول نو په لومړي ځل په مني کي کرل کيږي. تر حوت مياشتي پوري په کافي اندازه ريښه توليد کوي وروسته له هغه څخه د يوازي د هغو له ډلي څخه قوي سالم او صحتمند باغ ته د کرلو لپاره انتقال کوو.

د پيوند په واسطه تکثير[سمول]

ځيني وخت انځر د پيوند په واسطه هم تکثير کيږي د دي کار تر سره کولو لپاره د Ficus caica کلټيوار کرو او د مورني پايه يا روټ سټاک لپاره ور څخه کار اخلو. او هر ډول ورايټي ورباندي پيوند کوو

د لايرنګ Layering په واسطه تکثير[سمول]

د لايرنګ په واسطه باندي دښاخونه بي له دي چي د وني څخه قطع شي خاوري لاندي کيږي اود يو څه وخت وروسته ريښه توليدوي .د ښاخ له هر بند څخه يو نيالګي منځ ته راځي . خو د انځر د وني ښاخونو او د انځر د لرګي د کم مقاومت لرلو له کبله له دي طريقي څخه د تکثير لپاره کم استفاده کيږي.

دانځر خـــــــــړوبونه او د ســــــري استعمال[سمول]

د انځر ونه د اوبو د کمښت په وړاندي مقاوم دي او په کومو ځايونوکي چي اوبه کمي وي او وچ وي ډير کرل کيږي . د يادولو وړ دي چي د اوبو کمښت په پرله پسي ډول د طبيعي ودي مانع کيږي او د انځر د وني حاصل هم کميږي. د انځر د وني د ضرورت وړ اوبه په يو کال کي ٥٠٠ ملي مټره دي . يو مياشت د حاصل له راټولوني څخه د مخي خړوبونه يا اوبه کول ډير غوره رول لري چي د ميوي په غټوالي او خوند باندي ډير زياد اثر لري . سره له دي بايد د ډير اوبه ورکولو يا خړوبولو څخه هم مخ نيولي وشي دا ځکه چي د ميوي پر خوند باندي بد اغيزه لري نو له دي کبله بايد وويل شي چي په يو کافي او منظم ډول باندي ئي د انځر وني اوبه يا خړوبه شي . اوپه Sandy loam خاوره کي چي د اوبو ساتلو ځواک د ډير وخت لپاره نلري ډير اوبو ته ضرورت دي . او هغه خاوره چي اوبه په کي په ښه ډول حرکت نشي کولي لکه Clay او هغه خاوري چي ډير زياد لنده بل ولري د انځر په خوند باندي بد اغيز لري سره له دي د انځر ميوه په دي خاوري کي چوئي چي دا هم بد اغيز دي . د نيالګو يوه له کرلو څخه وروسته سمدستي اوبه کول ډي زياد ضروري او لازمي ده دا ځکه چي ريښه په دي وتوانيږي چي خپل غذائي مواد او معدني مواد له ځمکي څخه په ارتباط پيدا کولو سره ډير ژر په لاس کړلي . اوپه دي توګه نيالګي پ وعده پيل کوي . او د حرارت درجه په ژمي کي د انځر وني لپاره بايد د صفر څخه تر ١٢ سانتي ګراد وي او انځر کولاي شو چي په شنو خونو کي هم توليد کړو په نامناسب محيط کي خو بايد د شاخبري څخه تر کار واخولو او په شنو خونو کي ټول هغه طبيعي درخواستونه لنده بل او د حرارت درجه دقيق کنټرول لاندي وي. د انځر ونه د ميوي پخيدولو په وخت کي مستقيم لمرته او ګرمي هوا ته ضرورت لري . او په هغي وخت کي د انځر ميوه خوند ښه کيږي او قند ئي هم زياتيږي. خو له بله پلوه مستقيم لمر د انځر د ميوي پر مخ باند لکي پيدا کوي . نو له دي کبله په اوړي کي د حرارت درجه انځر لپاره بايد ٤٠ سانتي ګراد څخه پورته نشي . انځر سري ته هم ضرورت لري نايټروجن لرونکي سري د انځر حاصل زياتوي . تر دي سره، سره د انځر وني فاسفورس لرونکي او پتاشيم لرونکي سرو ته هم زياد ضرورت لري . هغه انځر چي په تازه ډول استعماليږي يا وروسته له راټولوني څخه په تازه ډول بازار ته يوړل کيږئ په دي بايد زياد اندازه نياتروجن لرونکي سري استعمال شي . خو د وچ انځر په توليد کي يا هغه انځر چي د وچ کول لپاره استعمال کيږي له حده زياد نايتروجن لرونکي سري ور نکړو. د سري لازمه اندازه په يو هکتار کي نايتروجن له خالص ډول ٨٠ کيلو ګرامه، فاسفورس په خالص ډول ٥٠ کيلوګرامه، پتاشيم ٥٠ کيلوګرامه په خالص ډول بايد ور کړل شي . د انځر ونه زياد اندازه کلسيم او په نسبتاً زياد اندازه مګنيزيم ته هم اړه لري .

دانځر شـــــاخـــــــــــــبري[سمول]

د شاخبري څخه زمونږ غوره او مهم هدف دا دي چي ونه تقويه شي او حاصل ئي ډير شي او له بله پلوه فزيالوژيکي تعادل په وين کي منځ ته راشي دا په دي معناً چي د وني جسمي نموي او د ميوي توليد تر منځ يو شانوالي را شي . په شاخبري کي د روان کال شاخونه د څو سانتي متر په اندازه باندي قطع کوو دا شاخونه کال ته مونږ ته څو نوي شاخونه په جانبي ډول توليدوي. اوپه همدهغه جانبي ښاخونو باندي ګلان وروسته ميوي تشکيلوي. د انځر په هر وني کي د ٣ څخه تر ٤ اصلي ښاخونه پريږدو او نور ورځيني قطع کوو. د انځر د وني د اصلي تنه ئي لوړوالي د ٣٠ څخه تر ٩٠ سانتي متر پوري بايد وي له ځمکي څخه تر لومړي شاخ پوري بايد وي . د يادولو وړ دي چي اولي انځر په وني کي د تير کال په شاخونو باندي او وروستني انځر ره روان کال په ښاخونو باندي توليد کيږي سره له دي هم بدي وويل شي چي ډير ميوه د انځر په وني کي د تير کال په شاخونوکي د جانبي په ډول توليديږي . هغه شاخونه چي ميوه لري يا ميوه لرونکي شاخونه د دي شاخونو کي د يو سانتي مت رپه اندازه چي پري شي . نو دي شاخونو ميوي به ډير ژر او په يو شانوالي سره پاخه شي . نو هر څومره چي دا کار ژر تر سره شي په همغه اندازه ژر په ميوه باندي به ښه ډول اثر وکړي . هير دي نه وي بادي وويل شي چي د انځر د وني شاخبري لکه نورو ميوو په شان يو خاصل شکل وني ته ورکوو. وچ مرضي او نږدي شاخونه تر قطع کوو تر څو د لمر وړانګي د وني ټول برخو ته ورسيږي شاخبري لپاره د استراحت دوره يا ژمي دي .

دانځر باغ جــــــــــــــــــــــــوړول[سمول]

د انځر د باغ جوړولو لپاره يا د انځر دوني کرولو لپاره کله چي سره د ځمکي پر سره باندي وشيندله وروسته له دي بايد ښۀ ژور قلبه بشد وشي تر قلبه څخه وروسته د نيالګيو لپاره کندي وويستل شي د دي کندي طول عرض او ژوروالي بايد ٥٠ يا ٥٠ * ٥٠ * ٥٠ سانتي متره وي او دا کندي د نيالګيو د کښينولو په وخت کي په دي کندي کي بايد د فاسفورس سره هم واچول شي د خاوري سره يد يو ځاي شي . د وني تر منځ فاصله د وني د قوت او ورايتي پوري اړه لري کله ونه قوي وي نو فاصله د وني تر منځ بايد ١٢ متره او که ونه ضغيفه وي نو فاصله تر ٦ مترو پوري هم رسيږي. د نيالګيو د کرولو څخه وروسته په لومړي مياشتي کي بايد کوښښ وشي چي خاوره مرطوب وي او سهر له دي د انځر نيالګي په اول کال کي چي وکرل شول بادشکن ته ضرورت لري . دا ځکه چي د انځر د نيالګيو ساقي په لومړيو کالونو کي نرم وي او ژر مات کيږئ د انځر په استوايي نيمه استوائي او معتدلو ځايونو کي کرل کيږئ. هير دي نه وي چي انځر په وچ او مرطوب هوا کي ميوه ورکوي خو ډير ښه هوا د انځر د ميوي ورکولو لپاره ګرمه او وچه هوا ده چي په دي هوا کي بآ کيفيته او خوند ور ميوه ورکوي. په استوائي ځايوو کي چي په اوړي او ژمي کي هوا ګرمه وي د انځر حاصل کم وي . د انځر ونه د لوړ حاصل لپاره بايد ګرم اوړي او معتدل ژمي ولري. سره له دي د انځر لپاره هر دول خاوري څخه کار اخستي شوي خو هغه خاوري چي ژور وي د انځر لپاره ښۀ دي . او تر ټولو ښه خاوره د انځر لپاره Sand loam ده انځر په هغو خاوروکي چي بل ونه کولي نشي لکه کانيز خاوري کي هم په کاُي اندازه حاصل ورکوي. خو له مالګي لرونکي خاوري سر ډير زياد حساس دي او نمو نشي کولي . د انځر لپاره پي ايچ بايد د ٦ څخه تر ٨ پوري وي. او په القلي ځمکي نسبتاً ښۀ کوي ؟ بايد وويل شي چپ مخکي له کرولو څخه ځمکي ډير ښۀ زهکشي شوي وي تر څو ريښۀ په ښۀ دول سره وکړاي شي د ډير حاصل لپاره بايد څو ځل ځمکه د ١٠ سانتي متر تر ١٥ مترو په ژوروالي زهکشي شي د Rotivator ماشين سره بايد زهکشي شي د خو ژوره زهکشي سطحي ريښي ته تاوان کوي خو له بله پلوه هرزه ګياه وي له منځه وړي.

دانځر حاصل ټولول او وچول[سمول]

د انځر ونه وروسته له دوه يا دري کلونو څخه په حاصل باندي راځي او د پنځه ت ر٧ کلني پوري ډير زياد حاصل ورکوي . خو د حاصل ورکولو مقدار د هر وني په معين اندهزه باندي معلوم نه دي دا ځکه چي مختلفو ورايټي او مختلفو ځاينو پوري اړه لري خو سره له دي هم د يو هکتار باغ حاصل چي وني ئي ډير ښۀ حاصل ورکونکي وي . نو د ١٥ څخه تر ٢٠ ټنو انځر په تازه ډول به وي چي دا مقدار په وچ ډول ٤ څخه تر ٥ تنو پوري انځر ته رسيږي . بايد وويل شي چي د انځر ټولونه د لاندني اهدافو لپاره کيږئ ١- وروسته له هغه څخه چي انځر مو له وني څخه راټول کړ که د تازه مصرف لپاره ئي کاروه نو په دي صورت کي بايد انځر هغه وخت له وني څخه راټول شي چي خپل رنګ ئي غوره کړلي وي خو بايد دا هم په پام کي ونيول شي . چي يو اندازه سخت وي دا ځکه چي انځر يو ډير نازکه ميوه ده او ډير ژر خراب کيږئ . نو له دي لپاره چي بازار ته په تازه ډول يوړل شي ښه به دا وي چي يو اندازه سخت وي تر څو د انتقال په وخت کښي خراب نشي او مقاومت ولري . هير دي نشي چي انځر د تازه مصرف لپاره د راټولوني څڅه ډير ژر بازار ته يوړل شي تر څو ميوه ضايع نشي . ٢- که انځر د وچولو لپاره په کار کوو نو په دي صورت کي بايد تر هغه وخت پوري په وني کي وي تر څو په پوره توکه وچ شي . سره له دي کولي شوه چي د لمر په واسطه او هغه ماشينونه چي هوا توده وي انځر وچ کړلو او بيا ئي بازار ته وړاندي کړو. د انځر ساتلو لپاره د زيرمتون د حرارت درجه که تر ٤ پوري وي نو د څو هفتو لپاره به په سالم توګه وساتل شي . سره له دي جي انځر په تازه او کنسرو په ډول استعماليږي په وچ ډول ډير زيات استعماليږي د دي لپاره چي وچ انځر راټول کړو نو انځر هغه وخت پوري په وني کي پرکيدو تر څو چي نيمه وچ شي . وروسته له هغه څخه لمر ته ئي اچوو او يا دا چي د ماشين په واسطه باندي ئي وچ کوو. وروسته له وچيدو څخه هغه دسته بندي کوو او بيا ئي بازار ته وړاندي کوو. سره له دي کولي شو چي انځر مخکي له دي چي وچ کړو مالګي سره ئي مينځو تر څو ميوه ئي ځان ته ښه رنګ ونيسي او سره له دي ډير زيات اوبه له لاسه ورکړي . او ژر وچ شي او انځر پس له ٣ تر ٥ ورځو څخه وچيږي. سره له دي که انځر د د سلفر ډاي اکسايد ګازه سره د څلورو ساعتو لپاره وي نو د ساتلو عمر ئي زيات شي .

مرضونه او افتونه[سمول]

د انځر ونه د يو تعداد مرضونو او افتونو په وړاندي حساس وي چي له هغه څخه ځيني په لاندي توګه دي .

امراض[سمول]

Leaf spot: دا مرض لومړي ځل لپاره په کال ١٩٧٤ ئي د هندوستان له خوا راپور ورکړل شو. چي په دي مرض اخته پاڼي قهوئ نقطي سر پيل کيږي چي وروسته په لوي زخم قهوي رنګ چپ ورته والي سور رنګ ته لري سره له دي د پاڼي څوکي تياره کيږي ، دا مرض د ٠٫٢ فيصده Dithane z-78 او ٠٫١ فيصده Benlat سپري شي له منځه خو هغه وخت کله چي د مرض علايم په سترګو شي Fig Rust: دا يو نوي مرض دي چي د قهوئي خالونو په شکل د پاني په لاندني برخه کي را منځ ته کيږي په سترګو کيږي. او د پاڼي د ريږيدو او د لمر سوزيدو عامل کيږي . په نبات کي اود بوريکس په سپري کولو باندي له مينځه نه ځي. خو يو ګرام Zineb، دوه ګرامه د سلفر مايع او يا يو ګرام Biferfano په يو ليتر اوبو کي واچول شي او بياد ډسمبر په مياشت کي سپري يا وپاشل شي نو په دي صورت ډير زيات تاثير لري او دا سپري کول فنګس له مينځه نه وړي بلکه د هغه د انتشار څخه مخ نيوي کوي.

دانځر افتـــــــونـــــــــــــــه[سمول]

Stem Borers: بوردونه د انځر په وني باندي ډير فعال دي. يو ډول ئي د حشري چنجي په شان دي او بل ډول يي پښي چنجيپه شان يد چي په ترتيب سره د وني پوستکي او ساقو ته زيان او يا تاوان رسوي . حشره خپل تخمونه د پوستکي په درز کي اچوي وروسته له هغه څخه ځوان Bores ورڅخه راوځي او په پوستکي کي مستقيم، زيکزاک او مارپيچ سوري جوړوي چي وروسته له هغه د نبات اصلي تنه له منځه وړي.

دانځرو بوتانيـــــــــــکي خـــــــــــواص[سمول]

د انځر ونه د يخ په مقابل کي مقاومت نلري او د ګرمو او معتدلو منطقو ميوه ده . او د انځر ونه پاڼه ريژه ونکي ده چي په ژمي بانه ئي ريژيږي خو په ګرم او مساعد شرائـطو کي کولي شي تمام کال پاني ولري د وني عمر له ٥٠ کالو څخه تر ٧٠ کالو پوري دي خو که شرايط مساعد وي تر ١٠٠ کالو پوري هم رسيږي. او پاڼي ئي بريدګي لري خو د ځيني انواع ئي پاڼي يي بريدګي نه لري. د هر پاڼي په بغل کي يوه دانه پندګ ليدل کيږي چي وروسته همدغه پندګ يا خوبه په پاڼه او يا په ګل باندي تبديليږي. د انځر ريښي له ٨ تر ١٠ مترو فاصلي پوري نفوذ کيو د انځر په وني کي شپينه شيره ليدل کيږي او هر کله چي دا شيره د انسان په بدن باندي توئي شي او بدن يي خارښ نيسي. او دا شيره د ني په ټول اندام کښي جريان لري او کله چي د وني شاخ يا پاڼي پري شي نوله پري شوي ځاي دا شيره خارجيږي او د انځر د وني لوړوالي تر ١٠ مترو هم رسيږي. خو له اقتصادي پلوه ډيره لوړه ونه ښۀ نه ده. دا ځکه چي د ميوي د راټولو په وخت کي مشکلات پيدا کوي او که چيري ونه ټيته وي نو ميوه به اسان توګه راټوله شي . د انځر د ميوي قطر ٥ سانتي مټره او د اوږدوالي ئي ٣ تر ١٠ سانتي مترو پوري دي . په مختلف رنګونو لري لکه شين،ژيړ بنفش او ميوي دي د پاڼو او يا د ښاخو چي د روان کال يا تير کال کي يو ځل حاصل ورکوي . خو ځيني ورايټي ګاني هم شته د اوړي په دري مياشتو کي دري ځل حاصل ورکوي. او وروسته له څلور کال په حاصل راځي او ٨٥ تر فيصده د انځر محصول په وچ توګه بازار ته وړاندي کيږي دا ځکه چي د انځر ميوه ډير نازکه ده او په تازه ډول ژر خرابيږي. ١- Fig scales : دا مرض يا افت عامل ئي Lepidosaphes fici دي او د دي کنترول لپاره هغه تنکي شاخونه چي په دي افت اخته وي بايد پري شي او که مصابيت له حده ډير وي ٠٫٥ فيصده کلورو فاسفورس په دوه ملي ليتره په يو ليټر اوکي واچول شي او بيا سپري شي. ٢- Gall markers: دوه اورګانيزمونه دي مرض پوري ارتباط لري . • Udumberia- naimiemsis: دا اروګانيزم د اګست او اکتوبر او مارچ مي په مياشتو کي فعاليت کيو او د ګل پندګ ته زيان رسوي . د دوه لاروا د ګل د غټي څخه تغذئه کوي اود بي رنګي سبب ګرڅيه اود ميوي شکل غنج او بد شکل کيږي او بد رنګه کيږي. • Anjcerodiplosis. Peshawarensis: دا اورګانيزم د ميوه د مغز څخه تغذيه کوي او د کال په اوږدو کي بدون اپريل او جوړول مياشتو څخه پرته په نورو مياشتو کي تکثير کوي پدي مرض اخته شوي ميوي درزونه کيو او غنجيږي هم چي بالاخره مخکي له پخيدو د وني څخه راوليږي د دي مخنيوي لپاره د ميوه هغه چي په دي افت باندي اخته وي بايد لري شي او د حشري چنجي چي دوه ملي ليتره وي په يو ليتر اوبو کي اچوو او سپري کوو. Sanbarn افت : دا افت په تاتزه کينول شوو ونو کي په خاص ډول د ژمي په اوږدو کي د لمر وړانکو په مقابل کي حساس دي او د نيالګيو تنه په دي افت اخته شي پوټکي ور څخه جدا کيږي او حشراتو او فنګسو لپاره د ښه حملي زمينه برابروي. د دي افت د کنترول لپاره د وني د ډډو سپينول يا رنګول د چوني پواسطه کيږي.

سرچینې[سمول]

راټولوونکی بهير مومند کابل پوهنتون کرنې پوهنځی بڼوالۍ څانګه 1-Adam,C.R;Bamford,K.M;and Early,MP.24 may, 1993. Principles of Horticulture. Second Edition. Butterworth- Heinemann Ltd. British. Page (1) 2-Bell,A.D. 23 June, 1993, Flower plant Morphology oxford university press, British, Page(2)

3- Bowes, B.G. 11March, 1993, Plant propagation and conservation, Manson publish Ltd. USA. Page(3-5)

4- Brickell,C ,24-Augest- 1994, Pruning.The RHS, Encyclopedia of Pracrical, British, Page(6-8) 5- Childera,N.F;12- May 2000, Modern Fruit Science.USA, Page(8) 6- Williams Rice, L and P.Rice,JR.R.22-July-2004 Practical Horticulture, Third Edition. Prentice Hall, Inc. USA. Page(9) 7- Gallentta, G.J; and Himelrick, D.G. 20- June-1990. Small Fruit Crop Management. Prentice- Hall,Inc.Franche. Page(10