Jump to content

دانيال اوکونل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
دانيال اوکونل
دانيال اوکونل
دانيال اوکونل

د شخص مالومات
پيدايښت
مړینه
استوګنځای ډبلن   ويکيډاټا کې (P551) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت آيرلينډ

د برېتانيا او ايرلينډ متحده پاچايي   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ

عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه
لاسليک
دانيال اوکونل
دانيال اوکونل

  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

دانيال اوکونل (۶ اګست، ۱۷۷۵ – ۱۵ مۍ ۱۸۴۷)، څوک چې په خپل وخت کې د ازادي غوښتونکي په توګه ستايل کېدو، د نولسمې پېړۍ په لومړۍ نيمايي کې د ايرلينډ د رومي کاتولیک اکثريت له خوا منل شوی سياسي رهبر و. د هغه له خوا د کرايه دارو کروندګرو د بې وزله طبقې په مټ د کاتولیک ايرلينډ په خوځښت راوستلو سره په ۱۸۲۹ز کال کې د کاتولیک خپلواکۍ د خوندي کولو سره مرسته وشوه او هغه ته د انګلستان په پارلمان کې د غړيتوب تر لاسه کولو اجازه تر لاسه شوه، کومې چوکۍ ته چې هغه دوه ځلې ټاکل شوی و. په «ويسټ مينيټر» کې «اوکونل» د ليبرال او اصلاحي هڅو ملاتړ وکړ (په نړیواله کچه نوموړی د مريتوب د ختمولو د پلوي په توګه پېژندل شوی و)، خو د ايرلينډ لپاره د خپلې اعلان کړې موخې په تر لاسه کولو کې ناکام شو، کومه چې د ۱۸۰۰ز کال د اتحاديې د قانون د منسوخ کولو په مټ د جلا ايرلينډي پارلمان بيا منځ ته راوړل و. د مخ پر وده کرنيز بحران په شالېد کې، د ستر ايرلينډي قحط پر مهال په خپلو وروستیو کلونو کې، «اوکونل» په خپل کور کې له مخالفتونو سره مخ شو. د هغه په سياسي جوړجاړيو او د سرپرستۍ پر نظام د نيوکو له امله، په هغه ملي خوځښت کې درز پيدا شو، د کوم مشري چې هغه په یواځې ځان کوله.[۲]

د ژوند لومړي کلونه او مسلکي ژوند

[سمول]

کيري او فرانس

[سمول]

«اوکونل» د کيري ولسوالۍ د «کاهيرسوين» سره نږدې په «کارهان» کې د «ډيرينين» د «اوکونل» په کورنۍ کې زېږېدلی و، کومه چې يوه شتمنه کاتولیکه کورنۍ وه، د جزايي قوانينو تر مخې دې کورنۍ د دې وړتيا درلوده چې يواځې د پروټسټانت معتمدينو له لارې او د دوی د پروټسټان ګاونډيانو په زغم سره وکولای شي ځمکه ولري. د پلار نوم يې «مورګن اوکونل» اود مور نوم يې «کاترين او مولان» و. شاعره « Eibhlín Dubh Ní Chonaill» يې يوه ترور وه، د فرانسې د پاچا په خدمت کې د ايرلينډ د يو کنډک افسر «کاونټ اوکونل» (چې دولس کاله د ناپيليون بندي و) يې کاکا و. اوکونل د «ډيرينين» په کور کې ستر شو، کوم چې د هغه مجرد کاکا «موريل اوکونل» "هنټنګ کيپ" کور و (د ځمکې څښتن، قاچاقبر او د سولې قاضي و)، چا چې ځوان اوکونل خپل وارث وټاکه.[۳]

په ۱۷۹۱ز کال کې، د خپل اکا په سرپرستۍ کې، اوکانيل او د هغه مشر ورور «موريس» دواړه د خپلو زده کړو د پر مخ وړلو لپاره فرانسې ته واستول شول، کوم چې اوس «ډاونسايډ» ښوونځی دی. انقلابي پارېدنې، د ځوانو پادريانو او کوچنيو اشرافيه طبقې د اړوندانو په توګه د دوی له خوا د پاڅون د غندنې له کبله دوی د ۱۷۹۳ز کال په جنورۍ کې په «دوايي» کې له خپل «جيسوټ» کالج څخه تېښتې ته اړ شول. دوی له خپلو وروڼو «جان» او «هنري شير» سره يو ځای له انګليسي کانال څخه تېر شول او هغه دستمال يې وښود چې د اعدام شوي پاچا شپاړسم لويس په وينو ککړ و. ويل کېږي چې دې تجربې له اوکونل سره د غوغا له واکمنۍ او تاوتریخوالي څخه د ټول ژوند لپاره کرکه پيدا کړه.[۴][۵]

۱۷۹۸ او حقوقي دنده

[سمول]

په لندن کې د زياتې قانوني زده کړې څخه وروسته چې د «لينکولين اين» کې يې هم د شاګردۍ وخت تېر کړ، اوکونل په ۱۷۹۵ز کال کې بېرته ايرلينډ ته ستون شو. په داسې حال کې چې «هينري ګريټن» له پارلمان، قضايي او دولت د لوړې کچې دفترونو څخه د کاتوليکانو د ايستلو د لوړې واکمني لا هم پر ځای ساتلې وه، بيا هم په ۱۷۹۳ز کال کې د «هنري ګريټن» درېیم کاتولیک مرستې قانون، دوی ته د ځينو محدودو شرايطو پر بنسټ د پروټسټانټ په توګه د رايې حق ورکړی و او د دوی د مسلکي ودې په لاره کې ډيری خنډونه يې لرې کړي وو. په هر حال، اوکونل په دې اند و چې په ايرلينډ کې د ايرلنډي پارلمان او د لندن له خوا ټاکل شوی «ډبلن کاسټل» اجرائيه قوې ټوله تګلاره، يواځې د دې لپاره وه چې خلک وځپي او له امتياز څخه د برخمنو فاسدو لږکيو واکمني پر ځای وساتي.[۶]

د ۱۷۹۸ز کال د مۍ مياشتې په ۱۹ نېټه، اوکونل د ايرلينډ د وکيلانو ټولنې ته وغوښتل شو. څلور ورځې وروسته، متحده ايرلينډيانو د خپل بدمرغه بغاوت پيل وکړ. اوکونل د خپل ژوند تر وروستيو پورې ادعا کوله چې يو متحد ايرلنډی و. په دې اړوند له هغه څخه د دې پوښتنې په کولو سره چې د حکومت د رضاکارانو «يومنری» (د وکيلانو توپخانې قول اردو) کې د هغه غړيتوب سره د هغه دا ادعا څه ډول يو ځای کېدای شي، هغه په ځواب کې وويل چې په ۹۸ کې، «مشهور ګوند په بشپړ ډ‌ول دومره ځپل شوی و چې د خلکو لپاره د يو څه ښه کار کولو يواځینی فرصت د زياتې وفادارۍ په اغېزمن کولو سره ممکن و».[۷]

داسې ښکاري چې اوکونل د متحده ايرلنيډي د دسيسې يا د فرانسې د مداخلې په هيلو ډېر کم باوري و. هغه په خپل اصلي ټاټوبي «کيري» کې بغاوت راپورته کړ. کله چې په ۱۸۰۳ز کال کې، «رابرټ ايميټ» په «ډبلن» کې د بغاوت د هڅې له امله له اعدام سره مخ شو، نو اوکونل د دې غندنه وکړه: ځکه چې د دومره زياتې وينې تويدنې له ماله «ايميټ» د «خواخوږۍ» هره ادعا له لاسه ورکړې وه.[۸]

له دې وروسته لسيزو کې، اوکونل په شخصي ډول قانوني دنده پر مخ يوړه او سره له دې چې د تل لپاره پوروړی و، مشهوره دا ده چې د هر ايرلينډي وکيل څخه زيات عايد يې درلود. په محکمه کې له هر ډول درناوي کولو څخه په انکار کولو، د قاضي د ذاتي او فکري کمزوريو په مطالعې سره او له هغې څخه په ګټې اخستنې هغه د هېڅ راز عيب احساس نه کاوه او په دې ډول يې د بريا هڅه کوله. هغه د اوږدې مودې لپاره د لږې بريالۍ ملکې د سلاکارانو څخه ښکته درجه درلوده، دا هغه حيثيت و چې د کاتولیکانو لپاره د هغه د دندې تر وروستيو پورې نه و پرانيستل شوی. خو کله چې هغه ته وړانديز وشو، نو هغه د لوړ پوړي قضايي مشر دنده رد کړه. [۹][۱۰]

کورنۍ

[سمول]

په ۱۸۰۲ز کال کې، اوکونل د خپلې لرې ترلې (چې نسب يې د پلار په نېکه کې سره یو ځای شوی وي) «ميري اوکونل» سره واده وکړ. هغه د خپل سرپرست خپل کاکا «موريس» په مخالفت کې دا کار وکړ، چا چې باور درلود چې د هغه وراره بايد د خپل وارث په لټون کې شي. دوی څلور لوڼې درلودې (درې يې ژوندۍ پاتې شوې)، ايلين (۱۸۰۵-۱۸۸۳)، کاترين (۱۸۰۸-۱۸۹۱)، اليزابت (۱۸۱۰-۱۸۸۳) او ريکارډا (۱۸۱۵-۱۸۱۷) او څلور زامن يې درلودل. موريس (۱۸۰۳-۱۸۵۳)، مورګن (۱۸۰۴-۱۸۸۵)، جان (۱۸۱۰-۱۸۵۸) او دانيال (۱۸۱۶-۱۸۹۷)، دوی ټول د خپل پلار سره د پارلمان د غړيو په توګه يو ځای شول. د اوکونل د لومړيو بې وفاييو سره سره، دا واده له خوښيو ډک و او په ۱۸۳۷ز کال کې د «ميري» مړينه يوه ضربه وه چې ويل کېږي د هغې مېړه له دې ضربې کله هم ونه رغېد.[۱۱][۱۲][۱۳]

سياسي باورونه

[سمول]

کليسا او دولت

[سمول]

د اوکونل خپل شخصي اصول د روڼ اندۍ او سخت دريځۍ او جمهوري انديالانو د اغېزو ښودنه کوي چې د داسې افکارو لرونکو يو شمېر سره هغه په لندن او ماسوني محفلونو کې مخ شوی و. هغه د سياسي انصاف په اړوند تر ډېره بريده د «وليام ګاډون» د تفتيش تر اغېز لاندې و (ولسي نظر د ټول ځواک رېښې، مدني ازادي او مساوات د ټولنيز ثبات بنسټ)، او د «توماس پين» د «د استدلال عصر» د مطالعې له امله د يو څه وخت لپاره «ډي ايزم» ته اوښتی و (ډي ايزم يوه مذهبي عقيده ده).  له ۱۸۲۰ز لسيزې راهيسې اوکونل د «يو عقل پلوي ګټه اخستونکي انګريز» يو «بينټامينټ» (د جرمي بينتم د افکارو پلوی) په توګه تعريف شوی دی. د يو څه وخت لپاره «جرمي بينتم» او اوکونل شخصي ملګري شول، تر څنګ يې سياسي متحدين هم وو.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

اوکونل په ۱۸۳۲ز کال کې په «ويسټ منيسټر» کې د سمون د قانون د تصويب او مريتوب (۱۸۳۳) د پای ته رسولو په برخه کې مهمه ونډه درلوده (يو هدف چې هغه خپلې هلې ځلې پکې جاري وساتلې). هغه په بلجيم او فرانسه کې د ۱۸۳۰ ز کال د اوښتونونو هرکلی وکړ او له دولت څخه د کليسا د بشپړې جلا کېدو ملاتړ يې وکړ. دا ډول ازادخيالۍ اوکونل لپاره دا تور لا زيات د نه منلو وړ وګرځاوه چې د پاپ د يو پلوي په توګه په هغه او د هغه په هم مذهبو باندې د قانوني ازاديو د دفاع په برخه کې باور نه شي کېدای. [۱۹][۲۰]

سرچينې

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118786695  — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. "O'Connell, Daniel – Irish Cultural Society of the Garden City Area". irish-society.org. Archived from the original on 22 November 2020. نه اخيستل شوی 30 April 2011.
  3. McCarthy, John Huntly (1887). Ireland since the Union. London: Chatto & Windus. p. 86.
  4. Igoe, Brian. "Daniel O'Connell's Childhood". The Irish Story. Archived from the original on 26 September 2020. نه اخيستل شوی 31 July 2020.
  5. MacDonagh, Oliver (1991). O'Connell: The Life of Daniel O'Connell. london: Weidenfeld and Nicolson. p. 26. ISBN 9780297820178.
  6. Dennis Gywnn, Daniel O'Connell The Irish Liberator, Hutchinson & Co. Ltd pp 138–145
  7. Woods, C.J. (2006). "Historical Revision: Was O'Connell a United Irishman?". Irish Historical Studies. 35 (138): 179. doi:10.1017/S0021121400004879. JSTOR 20547427. S2CID 163825007.
  8. O'Connell Correspondence, Vol I, Letter No. 97
  9. Bew, Paul; Maune, Patrick (July 2020). "The Great Advocate". Dublin Review of Books. No. 124. Archived from the original on 4 August 2020. نه اخيستل شوی 7 August 2020.
  10. Geoghegan, Patrick (2008). King Dan: the Rise of Daniel O'Connell, 1775-1829. Dublin: Gill & Macmillan. ISBN 978-0717143931.
  11. Geoghegan, King Dan pp.94–7
  12. Macdonald, Henry (16 November 2008). "Duels, debts and love affairs - the real Daniel O'Connell". The Observer. Archived from the original on 11 November 2020. نه اخيستل شوی 8 August 2020.
  13. O'Faoláin p.87
  14. MacDonagh, Oliver (1989). The Emancipist: Daniel O'Connell, 1830-1847. New York: St Martin's Press. p. 19. ISBN 9780297796374.
  15. Hachey, Thomas; McCaffrey, Lawrence (1989). Perspectives on Irish Nationalism. Lexington: University Press of Kentucky. p. 105. ISBN 9780813101880.
  16. Clifford, Brendan (1997). Spotlights on Irish History. Millstreet, Cork: Aubane Historical Society. p. 90. ISBN 0952108151.
  17. McCaffrey, Lawrence J. (1968). The Irish Question 1800-1920. Lexingtson: University of Kentucky. p. 37. ISBN 9780813108551. Archived from the original on 16 September 2020. نه اخيستل شوی 16 September 2020.
  18. Crimmins, James E. (1997). "Jeremy Bentham and Daniel O'Connell: Their Correspondence and Radical Alliance, 1828-1831". The Historical Journal. 40 (2): 361. doi:10.1017/S0018246X97007206. JSTOR 2640071. Archived from the original on 17 September 2020. نه اخيستل شوی 16 September 2020.
  19. Kinealy, Christine (12 December 2007). "The Liberator: Daniel O'Connell and Anti-Slavery". History Today. 57 (12).
  20. O'Farrell, Fegus (1986). "Daniel O'Connell and Henry Cooke: The Conflict of Civil and Religious Liberty in Modern Ireland". Irish Review. no 1 (1): 20–27, 24–25. doi:10.2307/29735245. JSTOR 29735245.