دانفلاسيون تقربي عوامل
انفلاسيون يو خطرناک او وژونکي مرض دي اوپه هغي صورت کي که کنترول نشي نو داجتماعي تعادل دله مينځه وړلو سبب ګرځي اوجامعه تباه کوي ، پدي معنۍ چي انفلاسيون په يو هيوادکي د بي ثباتي او يا هم دسياسي بدلونو سبب کيږي .
هيڅ حکومت نه غواړي چي خپل ځان د انفلاسيون مسول وګڼي او کو ښښ کوي چي نور لکه ګټه غوښتونکي اوحريص متصديان ، دکارګرانو اتحادي ، فضول خرچه مصرف کونکي ، عربي شيخان ، نابرابره اقليم اوداسي نور مسالونه د انفلاسيون مسول وګڼي ، امکان لري چي بعضي دهغو څخه صحيح ادعا وکړي ، يعني کارګران فضول خرچه دي ، دکارګرانو اتحادي حريصي دي اود تصديو خاوندان ګټه غوښتونکي دي ، ليکين دوي يوا ځي دخاصو اجناسو قيمتونه اونه دټولو اجناسو قيمتونه په عمومي ډول پورته بيايي ، دبعضي خاضو اجناسو دقيمتونو تغير دنورو اجناسو دقيمتونو دلوړيدو اوټيټدلو سبب ګرځي ، چي هغه هم موقتي وي ، اوپدي ډول انفلاسيون نه پيداکيږي ، ځکه دذکر شوو عواملو څخه يوهم دپيسو په چاپ باندي مسول اوقادر نه دي اوپه مرکزي بانک کي دتجارتي بانکونو حيسابونه نه زياتيږي ، همدارنګه انفلاسيون په عصري نړي کي دپيسو د چاپ يوه پديده ده .
دا چي انفلاسيون دايمآ يوه پولي پديده ده دهغي درامينځته کيدو اوعواملواثراتو درک او دحل لاره شته ، کچيرته دپيسو مقدار داجناسو اوخدماتو توليد سره په اقتصاد کي په متبادله توګه زيات شي ، قيمتونه ثابت په تي کيږي اوحتى نزول کوي ، نو انفلاسيون په هغه صورت کي واقع کيږي چي دپيسو مقدار دهر توليدي واحد په پرتله ډير زيات شي ، هيڅ يوه نظريه ددي څخه انفلا سيون په مورد کي قايمه نده .
په تاريخ کي مونږ داسي مثال نلروچي چي دوامداره انفلاسيون دپيسو دمقدار د زياتوالي څخه پرته صورت نيولي وي ، ليکن ، ايا دپيسو دمقدار ډير زياتوالي قيمتونه لوړوي اوکه دقيمتونو لوړيدل دپيسو دمقدار دزياتوالي سبب ګرځي ؟
ډيرو احصايو شاهدو ښودلي ده چي اول دپيسو مقدارزيات شوي اوقيمتونو دهغي څخه پيروي کړي ده ، ليکن بعضي اقتصاد پوهان ، چي دهغي دجملي څخه Fried man هم دي دوي کاګري اتحادي د انفلاسيون په رامينځته کيدو کي ملامتوي ، څرنګه چي مخکي يادونه وشوه چي اتحادي ډير نورمزدونه غواړي چي پدي ډول دتوليد مصارف اوقيمتونه لوړيږي اوحتۍ ديو لاس کيدلو نظريه چي مختلفو هيوادونو دکارګرانو داتحاديو ترمينځ موجوده ده ، دمزدونو زياتوالي ديو ملک څخه بل ملک ته ثرايت کوي اوپه بل هيواد کي دانفلاسيون سبب ګرځي (( وارداتي انفلاسيون )) ليکن په انګلستان اوجرمني کي چي اتحادي ډيرقدرت لري وي نشو کړاي چي انفلاسيون رامينځته کړي ، په داسي حال کي چي په برازيل کي اتحادي دحکومت دسخت کنترول لاندي قرار لري ، شديد انفلاسيون پکي زيات وو .ليکن دغه اتحادي په هيڅ صورت دانفلاسيون سبب نه ګرځي ، دتوليداتو څخه دمزد ډير زياتوالي دانفلاسيون نتيجه ده ، نه علت يي دتصديو حريص څښتنان هم دانفلاسيون د عامل په توګه پيژندل هم دروست کارندي ، ځکه هغه قيمتونه چي دوي ي خپلو اجناسو ته غواړي وټاکي ، دنورو عواملوانعکاس دي .
دبلي خوانه بايد ووايو چي دتصديو خاوندان نظر يو ځاي څخه بل ځاي ته ډير ياکم حريصان نه دي ، بلکي ټول حريص او دګټي غوښتونکي دي ، ددي څخه علاوه ، دتصديوخاوندان په هر وخت کي حريص دي نه په يو خاص وخت کي ، نو پس ولي په بعضي ځايونو او بعضي وختونو کي نظر ځايونو اووختونو ته انفلاسيون زيات وي ؟
ددولتي مامورينو پواسطه يو بله توضيح د وارداتي انفلاسيون څخه عبارت ده ، ممکن کله چي پيسي د طلاميعار پوري تړلي وي ، دغه توضيح صحيح وه .
په هغه وخت کي انفلاسيون يو نړيواله پديده وه ، ځکه چي ټولو هيوادو يو خاص جنس دپيسو په حيث استعمالوه او دنوموړي جنس دمقدار زياتوالي دتوليد دثابت والي سره دقيمتونو دلوړوالي سبب ګرځيده ، مګر نن ورځ دغه رابطه نه لري ، اوکچيرته دغه رابطه دروسته هم وي پس ولي انفلاسيون په مختلفوهيوادونوکي فرق کوي ؟ مسلا جاپان او برتاني د ٧٠ لسيزي په اويالوکي ٣٠% انفلاسيون درلود ه ، مګر په امريکا او جرمني کي ١٥ % او ٥ % دانفلاسيون نيسبت وه ، په نړيوال يا په يو وخت کي په څوهيوآدونوکي دانفلاسيون علت ددولتي بوديجي دکسر له کبله دي ، ليکن حکومت کولي شي چي خپل دبويجي کسر دانفلاسيون په اثر کنترول کړي .
نوبايد بيا تکرار کړو چي انفلاسيون يو پولي پديد ه ده او دهغي علت د پيسو په مقدار کي زياتولي دي ، په انفلاسيون کي دپيسو دمقدارونډه ديو لوي شريک اودتوليد ونډه د يو کوچني شريک پشان ده .نولدي امله ډير عوامل دقيمتونو اوانفلاسيون دلوړوالي سبب کيږي ، ليکن انفلاسيون په هغه وخت کي دوام کوي چي دپيسو مقدار اضافه شي ، نو ځکه دپيسو دمقدارزياتوالي دانفلاسيون او دپيسو مقدارکنترول دقيمتونو په سطحه کي داستقرار سبب ګرځي ، نوپدي اساس مونږ ته دهغي دحل لاري اسانه کوي .
مأخذ
[سمول]اقتصاد کلان، جان پرکنز