دالمانولسمشر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

دالمان ولسمشر، په رسمي توګه دالمان د فدرالي جمهوریت فدرال ولسمشر (په الماني: Bundespräsident der Bundesrepublik Deutschland) دالمان د دولت رئیس دی. [۱]

المان، د ۱۹۴۹ ز کال اساسي قانون (بنسټیز قانون) پر بنسټ، د حکومتولۍ پارلماني نظام لري، چې لومړی وزیر یا صدراعظم په کې (په نورو پارلماني ډیموکراتیک هېوادونو کې د لومړي وزیر یا رئیس الوزرا په څېر) د حکومت رئیس دی. ولسمشر پراخ رسمی مکلفیتونه لری، خو دا حق او دنده هم لری چې په سیاسی ډول عمل وکړی. دوی کولای شي، عمومي سیاسي او ټولنیز بحثونه اداره کړي او د سیاسي بې ثباتۍ، (لکه: څرنګه چې په اساسي قانون کې چې د ۸۱ مادې له خوا اټکل شوی) په حالت کې ځینې مهم " د بېرته اخیستلو واکونه " لري. ولسمشر هم د فدراسیون په استازیتوب د بښنې اختیار په لاس کې لري. دالمان هغه ولسمشران چې وکولای شي، د دوو پرله پسې پنځه کلنو پړاوونو لپاره وټاکل شي، د خپلو رسمي دندو د ترسره کولو د څرنګوالي لپاره پراخ واکونه لري.  [۲][۳][۴]

د بنسټیز قانون (دالمان اساسي قانون) د ۵۹ (۱) مادې پر اساس، ولسمشر د نړیوالو حقونو په موضوعاتو کې دالمان د فدرالي جمهوریت استازیتوب کوي، په استازیتوب یې له بهرنیو هېوادونو سره تړونونه کوي او دیپلوماتانو ته باورلیکونه ورکوي. سربېره پردې، ټول فدرالي قوانین مخکې له دې چې عملي شي، باید د ولسمشر له لوري لاسلیک شي، خو دوی معمولاً یوازې په هغه حالت کې یو قانون ردوي چې، باور ولري، له اساسي قانون نه سرغړونه کوي.   [۵]

د ولسمشر ګامونه او عامه حضور په خپله د دولت، د هغه د شته والي، مشروعیت او یووالي استازیتوب کوي. ولسمشر په رسمي دندو کې د لومړی وزیر په پرتله د لوړې رتبې نه برخمن دی. د ولسمشر ونډه بشپړه ده او د قانون او اساسي قانون د ساتلو د کنټرول دنده په کې شامله ده. دا د قانوني محدودیتونو نه، بلکې د سیاسي دودونو مسئله ده چې ولسمشر په عمومي توګه په خبرونو کې د مسئلو په اړه عادي تبصرې نه کوي، په ځانګړې توګه، کله چې د سیاسي ګوندونو ترمنځ څه لانجې وي. له ورځني سیاست او ورځنیو دولتي مسائلو نه  واټن، ولسمشر ته د دې اجازه ورکوي چې د روښانتیا سرچینه وي، په عامه بحثونو اغېزه ولري، نیوکې څرګندې کړي، مشوره ورکړي او وړاندیزونه وکړي. د دې لپاره چې د دې واک نه کار واخلي، په دودیز ډول د ګوندي سیاست نه لوړ اجراات کوي.  [۶][۷]

د مقام اوسنی مسؤل فرانک والټر شټاینمایر دی چې د ۲۰۱۷ ز کال د فبرورۍ په ۱۲مه نېټه وټاکل شو او خپله لومړۍ پنځه کلنه دوره يې د ۲۰۱۷ ز کال د مارچ په ۱۹ مه پیل کړه.

ټاکنه[سمول]

ولسمشر پرته له بحث نه د پنځو کلونو لپاره د پټې رایې ورکولو له لارې د فدرالي کنوانسیون د ځانګړې غونډې له لوري ټاکل کېږي چې په بوندستاګ (فدرالي پارلمان) او دالمان د ۱۶ ایالتونو په پارلمانونو کې د ټول اکثریت د درېځ ښکارندوی دی. په دې کنوانسیون کې د بوندستاګ ټول غړي، هغه په برابر شمېر ټاکونکو کې شامل دي چې د خپل اړوند نفوس په تناسب د ایالتي مقننوي جرګې له خوا ټاکل کېږي. ټول فدرالي کنوانسیونونه، د بیاځلي یووالي راهیسې، له ۱۲۰۰ ز نه ډېر غړي لري، ځکه چې بوندستاګ له هغه وخت راهیسې، تل له ۶۰۰ نه ډېر د پارلمان غړي لرل. اړینه نه ده چې ایالتي ټاکونکي د ایالتي مقننوي جرګې له غړو نه غوره شي؛ زیاتره ځینې وتلي ښاریان غوره کېږي.  

دالمان اساسي قانون، بنسټیز قانون غواړي چې کنوانسیون د ولسمشر د ټاکل شوي مودې له پای ته رسېدو نه ۳۰ ورځې وړاندې یا د ولسمشر دورې، له وخته وړاندې ختمېدو نه ۳۰ ورځې وروسته غونډه وکړي. دا پلاوی د بوندستاګ د ولسمشر له خوا رابلل کېږي او مشري يې په غاړه لري. له ۱۹۷۹ کال نه تر ۲۰۰۹ ز کال پورې، دا ټول کنوانسیونونه د مې په ۲۳ مه نېټه، چې په ۱۹۴۹ز کال کې د فدرالي جمهوریت د جوړېدو کلېزه ده، ترسره کېدل، خو د ۲۰۱۷ ز کال نه وړاندې، وروسته له هغه چې اوسني ولسمشران هورست کوهلر او کریسټین وولف په ترتیب سره په ۲۰۱۰  او ۲۰۱۲ ز کلونو کې د خپلو دورو له پای ته رسېدو نه مخکې ګوښه شول، دوې وروستۍ ټولټاکنې په مختلفو نېټو ترسره شوې. 

د ټاکنو په لومړیو دوو پړاوونو کې هغه نوماند چې مطلق اکثریت ترلاسه کړي، ټاکل کېږي. که له دوو رایه اچونو وروسته، هېڅ یو نوماند په دې کچه ملاتړ ترلاسه نه کړي، په درېیمه او وروستۍ رایه اچونه کې، هغه نوماند ټاکل کېږې چې د اچول شوو رایو اکثریت وګټي. 

د ټاکنو پایله زیاتره د ګوندي سیاست له خوا ټاکل کېږي. په ډېرو حالاتو، په بوندستاګ کې د اکثریت ګوند یا ائتلاف نوماند، احتمالي ګټونکی ګڼل کېږي، خو لکه څنګه چې د فدرالي کنوانسیون غړي د پټو ټاکنو له لارې رایه ورکوي او آزاد دي، چې د خپل ګوند نوماند پرضد رایه ورکړي، د ولسمشرۍ ځینې ټاکنې د څه نا څه متوازن اکثریت د موقفونو یا د حکومتي ائتلافي ګوندونو له امله چې په یوه نوماند یې موافقه نه کوله او د مختلفو کسانو ملاتړ یې کاوه، مخکې له مخکې څرګندې یا ډېر نږدې ښکارېدې، چې اعلان شي، لکه څنګه چې په ۱۹۶۹ ز کال کې یې دا کار وکړ، چې ګوستاف هاینمن په درېیمه رایه اچونه کې یوازې د شپږو رایو ګټونکی شو. په نورو حالاتو کې، ټاکنې د تمې اخلاف ډېر نږدې څرګند کېږي. د بېلګې په توګه: تمه کېده چې ولف په ۲۰۱۰ ز کال کې د لومړۍ رایه اچونې ګټونکی شي، ځکه چې د هغه ملاتړي ګوندونو (CDU، CSU او FDP)  په فدرالي کنوانسیون کې ثابت مطلق اکثریت درلود. سره له دې، هغه په لومړۍ او دویمه رایه اچونه کې ونه شوی کولای، چې اکثریت وګټي، په داسې حال کې چې د هغه اصلي سیال یوآخیم گاوک د تمې خلاف پياوړې پایلې درلودې. په پای کې، ولف په درېیمه رایه اچونه کې اکثریت ترلاسه کړ. که چېرې اپوزیسیون په ایالتي ټاکنو کې پیاوړې پایلې لاسته راوړي، نو احتمالاً د لومړی وزیر د ګوند نوماند ته د ماتې ورکولو لپاره کافي ملاتړ لري؛ دا د ۱۹۷۹ ز کال او ۲۰۰۴ ز کال په ټولټاکنو کې پېښ شو. له دې امله، ولسمشریزې ټاکنې، د راتلونکو ټولټاکنو پایلې څرګندولی شي. دالمان په سیاست کې د یوه پخواني متل له مخې: "که تاسو وکولی شو، ولسمشر رامنځته کړئ، نو تاسو کولای شئ، یو حکومت جوړ کړئ."

حالات[سمول]

د ولسمشر مقام د هغو ټولو آلمانانو لپاره پرانیستی دی، چې د بوندستاګ په ټاکنو کې د رایې ورکولو حق لري او ۴۰ کلنۍ ته رسېدلي وي، خو هېڅوک نه شي کولای، د دوو پرله پسې پنځه کلونو دورو نه زیات خدمت وکړي. تر اوسه پورې (۲۰۱۷ز) یوازې څلور ولسمشران (هئوس، لوبک، وون ویزساکر او کوهلر) د دویمې دورې لپاره ټاکل شوي دي او یوازې دوو (هئوس او وون ویزساکر) دا دورې پاۍ ته رسولې دي، په داسې حال کې چې لوبک او کوهلر، د خپلې دویمې دورې په ترڅ کې ګوښه شول. ولسمشر باید د فدرالي حکومت یا په فدرالي یا ایالتي کچه د تقنیني مجلس غړی نه وي. 

سرچینې[سمول]

  1. The official title within Germany is Bundespräsident, with der Bundesrepublik Deutschland being added in international correspondence; the official English title is President of the Federal Republic of Germany Foreign Office of the Federal Republic of Germany (1990). German Institutions. 3. de Gruyter. د کتاب پاڼې 28. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-89925-584-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Court ruling of the German Supreme Court: BVerfG, Urteil des Zweiten Senats vom 10. Juni 2014 - 2 BvE 4/13 - Rn. (1-33) [Link https://www.bundesverfassungsgericht.de/e/es20140610_2bve000413.html], retrieved May 30th, 2019
  3. "Basic Law for the Federal Republic of Germany". Gesetze-im-internet.de. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ نومبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. German constitutional court: BVerfG, – 2 BvE 4/13–10 June 2014, No. 28
  5. Website of the President of Germany [۱] Retrieved 28 April 2014
  6. Official website of the President of Germany: Constitutional basis [۲] Retrieved 29 April 2014
  7. Official Website of the President of Germany [۳] Retrieved 28 April 2014