دافغانستان ځينې وحشي ژوي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

تاريخچه (History) تراوسه پورې دافغانستان دوحشي حيواناتو په باره کې کوم علمي تحقيقات نه دي ترسره شوي.همدارنګه په مخکنيو کلونوکې چې دانګلستان نظامي پرسونل په افغانستان کې کار کاوو.ديو شمير وحشي حيواناتو په باره کې معلومات راټول کړي وو. تراوسه پورې دافغانستان دوحشي حيواناتو دثبوت تاريخ نشته په ۱۹۳۰کال کې جې ،ال.چاروث.متر اولين عالم وو چې په يو زولوژيکي سفر افغانستان ته راغلی وو.او ديو تعداد وحشي حيواناتو په باره کې يې معلومات راتول کړل. په۱۹۴۸-۱۹۴۹کال کې دريم سفر باندې يو ډنمارکي عالم منځنۍ اسيا ته راغی نو هغه داسې وويل چې دافغانستان وحشي حيوانات مشخص سرحد نه لري چې په کوم تاريخ له کومه ځايه افغانستان ته راغلل اوڅومره وخت کيږي چې دلته پاتې دي وحشې حيوانات کولاي شي چې دنورو هيوادونو څخه افغانستان ته راشې تراوسه پوري په افغانستان کې ۱۵۵نوعې وحشې حيوانات پيژندل شوي دي.

ببر[سمول]

علمي نوم panthera tigris virgata انګليسي نوم: tiger

ځانګړتياوې[سمول]

بير د پيشوګانو د کورنۍ يو ترټولو لوی غړی دی چې تخته شوی سر،لنډپوز ،اوږود او نرۍ تاؤ شوی بدن لري د بدن ويښتان يې نارنجي سور رنګ لري. په بدن باندې يې تور ،متقاطع خطونه شتون لري چې ددغه خطونو پلنوالی او اوږدوالی په هر يو حيوان کې سره توپير لري ببر قوي پښې لري چې مخکنۍ پښې يې د وروستيو په پرتله ډيرې قوي پياوړې وې. پلنې پنجې يې د پټيدونکيو نوکانو لرونکو وي دوی د لوی بدن او په پوستکې باندې د تورو عمودي خطونو له امله د پيشوګانو د کورنۍ له نورو حيواناتو څخه په اسانۍ سره توپير کيدای شي.مرۍ او خيټه يې سپينه وي د لکۍ اوږدوالی يې د ۹۰ څخه تر ۱۰۰ سانتي مترو پورې رسيږي چې د بدن د اوږدوالې نيمايي برخه جوړوي په لکۍ باندې يې تور داغونه ليدل کيږي نارينه يې د ښځينه په پرتله لوي وي.

خپرښت او استوګنځايونه[سمول]

د ۱۶۰۰ متره څخه په نيټه ارتفاع کې په غرنيو څړځايونو ،جبو او بيلابيلو ځنګلونو کې چې سيندونه ورڅخه تيريږي او همدارنګه د نسبتا ګرمو سيمو په ځنګلونو کې ژوند کوي. تاريخي شواهد په ډاګه کوي چې ببر د افغانستان په ټولو سيندنيو سيمو کې ژوند کړی دی په بابر د ببر په ليدلو سره خپلو عسکرو ته امر وکړ چې هغه تعقيب او ښکار کړي داپيښه د ۱۵۱۹ م کال د مارچ حمل په مياشت کې هغه وخت رامنځته شوه کله چې بابر له خپلو ملګرو سره يوځای له کابل څخه بګرام ته پر لاره و داد هاغه وخت د پاچاهانود ښکار يوډول و له پخوانيو کيسو څخه داسې څرګنديږي چې ببر د اموسيند او د مرغاب سيند په حوزه کې ژوندکاوه خو اوس ددې خيوان نسل په ټول افغانستان کې له منځه تلل دی د ۱۹۵۰ څخه وړاندې په افغانستان کې ددې حيوان د شتون راپور د هيواد په شمال کې د درقاد او امام صاحب له ټاپوګانو څخه ورکړل شوی و د وروستي ځل لپاره ۷۰کاله وړاندې د ببر وژنه د درقاد څخه ثبت شوې وه خو تراوسه پورې چا په دغه سيمو کې د ببر له شتون څخه خبرورکی ندی .همدارنګه د ايران په شمال کې د کسپين بحيرې له څنډو څخه ددې حيوان د موندل کېدو راپور ورکړل شوي دی.

خوي او عادتونه:[سمول]

ببر په ګڼو ونو کې يواځې ژوند کوي او په يواځې توګه ښکار کوي د لمر د پريوتلو څخه تر راختلو پورې خپل ښکار ته ادامه ورکړي.دا هغه وخت دی چې نور حيوانات په کې معمولا فعال وي .ددې حيوان د ښکار ترتيب داسې دی چې د خپل د استراحت د ځای څخه راوخي او کله چې بل حيوان وګوري،په کراره کراره يې خواته ورخي او هغه ښکار کوي .نارينه ببر د هر ډول بالغې ښځينه سره نژدې کيږي چې دغه ښځينه ښايي د همدې سيمي او ياهم د بلي سيمې استوګنه وي ببر د خپلې استوګنې په لويو سيمو کې د تګ راتګ پرمهال د بيلابيلو غږونو او بدني حرکتونو څخه په استفادې سره له یوبل سره مفاهمه کوي.نارينه او ښځينه ببر د خپلې استوګنې ساحه د ادرار د شيندلو او ځانګړي بوی په مرسته ټاکي او خپلې ډکې متيازې په ښکار ډول پريږدي.د خپل درانده او لوړ غږ څخه تر ليرې فاصلو پورې د خبرو اترو د وسيلې په ډول استفاده کوي او د جنګ پرمهال پرې مقابل لوری هم ګواښي ددې ترڅنګ دوی د خپلو سيالانو د ګواښلو په موخه خپل غاښونه هم لوڅوي.

د خونديتوب حالت او ورپيښ ګواښونه[سمول]

د زيات ارزښت لرونکې پوستکې له امله ددې حيوان پرله پسې ښکار په افغانستان کې ددې نوعې د شمير د کموالي سبب شوي همدارنګه خلکو په خپلو څارويو ته دځايونو د برابرولو په منظور د سيندونو د غاړه ځنګلونه سوځولې او په دې توګه يې ددې حيوان د استوګنې ځايونه ويجاړ کړيدي. په افغانستان کې د ببر نسل اوس په بشپړه توګه له منځه تلل دی په ۱۹۶۷م کال کې د درقاد د سيند په غاړه ددې حيوان د پښتو نښې له شک پرته ليدل شوې وې،داسې ګومان موجود و چې دغه حيوان ښايي د تاجکستان له پولو څخه دې خواته راغلي وي .په وروستيو ۷۰ کلونو کې ددې حيوان کومه نښه نه چا ليدلې اونه يې هم راپور ورکړی دی پورته يادشوې دوه ټکي يعنې پرله پسې ښکار او د استوګنې د ځايونو ويجاړي په افغانستان کې ددې حيوان د نسل د له منځه تګ سبب شوی.

واورين پړانګ[سمول]

علمي نوم unica unciq انګليسي نوم: snow leopared

ځانګړتياوې[سمول]

د پيشوګانو د کورنۍ اړوند منځنی سايز لرونکی ښايسته حيوان دی چې ډېر ښايسته ګلالی پوستکي لري دغه پوستکي د ګڼو وړينو،اوږدو ساتونکو ويښتانو((خيټې او مخکنيو دوه پښو ترمنځ) او ډېرو نرمو تخته شوو ويښتانو پواسطه پوښل شوي دي.څرنګه چې د واورين پړانګ استوګنځايونه لوړې غرنۍ او سړي ساحې دي،د ګڼو ويښتانو ياد شوي خواص د ژمي د سختي يخنۍ څخه ددې حيوان ساتنه کوي واورين پړانګ خاورين او پيکه ژيړ رنګ لري او نورو داغونو يې ټول بدن پوښلی وي.دغه داغونه له پښو څخه پيل کېږی او په کراره کراره پورته خواته د بدن اړخونو او شا لوري ته په لويو ګل ته ورته حلقو بدليږي لکۍ يې اوږده ،پنډه ،پياوړې او ويښتانو ډکه وي.چې د ۸۰ څخه تر ۱۰۰سانتي مترو پوې اوږدوالی لري او اوږدوالی يې د بدن د اوږدوالي سره برابروي د لکۍشاتنی مخ يې د ګل ته ورته د حلقو د دوه ليکوپواسطه پوښل شوي وي چې دغه حلقې د لکۍ وروسته خواته په کراره کراره په تورو داغونو او خالونو بدليږي. د خيټې او سينې ويښتان يې اوږده وي چې تور داغونه په کې په ښه توګه په تيت شکل ليدل کيدای شي .پوزه يې پلنه او اوږده او ډير حاشيه ليدل کېږي .د اوږو په برخه کې يې لوړوالی ۵۰ نه تر ۶۰ سانتي مترو ته رسيږي چې مخکنۍ دوه پښې يې لنډې دي.غټي پنجې يې د بدن په پرتله ډېري لويې ښکاري او په واوړو کې دې حيوان ته د ګرځيدو وړتيا بخښي.

خپرښت او استوګنځايونه[سمول]

د بحر له سطحې څخه د ۳۰۰۰ او ۵۰۰۰ متره لوړوالی ترمنځ په لوړو درو،څړځايونو او د مخروطيانو په ځنګلونو او غرنيو سيمو کې ژوند کوي. واورين پړانګان په افغانستان کې د هندوکش د غرونو په شمال ختيځي او مرکزي حوزې او همدارنګه د پآمير په غرونو او درو کې موندل کېږي .ددې ترڅنګ دا حيوان په لوي پامير،کوچني پامير او د واخان په دهليز کې موندل کيږي.سيمه ييزو خلکو د د لغمان او نورستان له واورينو سيمو څخه ددې حيوان د شتون راپور ورکړی دی .همدارنګه د بدوخشان په جنوبي برخه کې سيمه ييزه خلکو د زيباک د غره په لوړو برخو کې دا حيوان ليدلی دی په مرکزي افغانستان کې له اجر درې څځه ددې حيوان شتون ثبت شوی دی د افغانستان څخه دباندې د واورين پړانګ شتو د چترال څخه نيولې تر بوتانه پورې د قراقرم او هماليا له غرونو څخه ثبت شوی دی د تاجکستان سره افغانستان د پولو اوهم د پامير له غرونو څخه ددې حيوان د شتون راپور ورکړل شویدی.

خوی او عادتونه[سمول]

واورين پړانګ ګوښی ژوند کوي او د غذا د ښکار کولو لپاره زيات مزلونه کوي د ايبيکس مار خور،يورال او د قراقرم او لداخ يورال په څير حيواناتو له غوښې څخه د غذا په منظور استفاده کوي واورين پړانګ د استوګنې په سيمو کې د اهلي حيواناتو په رمو باندې د يرغل کولو ،د هغې د وژلو او يا زخمي کولو عادت لري.دا حيوان يواځې دشپې له پلوه ښکار نه کوي بلکې د ورځې هم د حيواناتو په ښکار پسي ګرخي.ښايي سوۍ او مرموت هم ښکار کړي .د واورين پړانګ يوهوښيار غرنی حيوان دی چې په لويو ډبرينو غونډيو کې له يو ځای څخه بل ځای ته اوږد ټوپ وهلی شي .دا حيوان په طبعي سمڅو او د لويو راوتلو تيږدو لاندې استراحت کوي.همدارنګه په ليرې پرتو سيمو کې په هوارو تيږو ويده کيږي او د لمر له وړانګو څخه خوند اخلي. انځورونه : ښځينه واورين پړانګ له بچي سره يوځای

دخونديتوب حالت او ورپيښ ګواښونه[سمول]

په افغانستان کې واورين پړانګان د ارزښتناکه پوستکو او د کورنيو حيواناتو د داړلو په غچ کې په زياته پيمانه ښکارکيږي دا حيوان په افغانستان کې د تهديد شوو انواعو په ډله کې راځي او شمير يې ورځ تر بلې کموالی کوي سره له دې چې ښکار کول يې د قانون له مخې منع ګڼل شوي خو سره لدې اوس هم د ارزښتنمن پوستکي په منظور په عادي توګه ښکار کيږي . د رودنبرګ د راپور له مخې په ۱۹۷۰ م په لسيزه کې هرکال ۶۰ څخه تر ۷۰ پورې واورين پړانګان په هيواد کې ښکار کيدل او پوستکي يې د امريکا او اروپا بازارونو کې پلورل کيدل خو په دې وروستيو کلونو کې په کابل کې د وحشي حيواناتو د پوستکو يو غير عادي ګټور بازار رواج موندلی دی دکابل په دغه بازارونو کې د واورين پړانګ په شمول د نورو وحشي حيواناتو زيات شمير پوستکي پلورل کيږي په واخان کې چې دا حيوان کله د سيمه ييزو خلکو په رمو حمله وکړي ،سيمه ييز خلک په ښکار پسې ګرځي . د واورين پړانګ په ښکار باندې د بنديز سره سره ددې حيوان پوستکي د پاکستان په دوکانونو پلورل کيږي .دوکانداران ادعا کوي چې دغه پوستکي له افغانستان څخه پاکستان کې هم زيات رواج لري.واورین پړانګ د تهديد شوو انواعو له ډلې څخه دی او د زيآت ښکار له امله يې د نسل د له منځه تګ وړاندوينه په اسانۍ سره کيدای شي.واورين پړانګ هم د افغانستان د چاپيریال ساتنې د ملي ادارې لخوا د ساتل شوو حيواناتو په لست کې ځای پرځای شوی او د IUCN لخوا د Endanger په لست کې راوستل شوې ده .

ځنګلي پيشو[سمول]

علمي نوم felis chaus Schreber,1777 انګليسي نوم:jungle cat

ځانګړتياوې[سمول]

کوچني وحشي پيشو دی چې د بدن اندازه يې له ۶۰ څخه تر ۷۰ سانتي مترو پورې رسيږي لکۍ يې د بدن د دريمې برخې په اندازه اوږدوالی لري چې د لکۍ په اخر کې يې دوه يا درې پورې حلقې ليدل کيږي غوږونه يې اوږده دي او په څوکه کې يې د تورو ويښتانو يو زونډی ليدل کيږي د بدن رنګ يې خاورين يا ايرو ته ورته ژيړ يا قهوه يې سوروي اوکوم خلک يا داغ ورباندې نه ليدل کيږ .د خيټې ويښتان يې سپين نخودي رنګ لري چې د بدن د نورو برخو د ويښتانو په پرتله اوږده وي په ملاباندې يې په اوږدو يو رنګ نصواري خط ليدل کيږي دا حيوان اوږدې پښې لري چې د قهوه يې رنګ څلور يا پنځه حلقې ورباندې ليدل کيږي پوزې ،مرۍ او خيټې ويښتان يې سپين رنګ لري.

خپرښت او استوګنځايونه[سمول]

د ۴۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ متره لوړوالی پورې په نيمه دښتي سيمو،هموارو دښتو ،د روانو اوبو غاړو ،څړځايونو او کروندو کې ژوند کوي. حيوان د سيندونو د غاړې په استيپونو ،سیندنيو حوزو او اوبنيونکو سيمو کې موندل کيږي د راپورونو له مخې دا حيوان میمنې ته نژدې ،د هريرود د سیند حوزې ،کندهار او ننګرهار کې موندل کېږي د افغانستان څخه دباندې د شمالي افريقا څخه نيولې تر جنوب لويديځې اسيا،هندوستان او چين پورې موندل کيدای شي

خوي او عادتونه[سمول]

ځنګلې پيشو يواخې د شپې له پلوه فعاليت نه کوي او که هوا يوڅه سړه وي.د مازديګر په وروستيو کې هم په ښکار کولو پسې ځي.دا حيوان کولای شي چې ځمکه راوکني،د ځمکې لاندې ځانته غار جوړ کړي او ورځ همغلته تيره کړي.ځنګلي پيشو غلی غلی پټ په ښکار پسې ځي خو سره لدې هم په اثبات رسيدلې چې دا حيوان ډير ګړندی دی او په يوساعت کې ۳۲ کيلومتره فاصله وهلی شي. ځنګلي پيشو معمولا کوچني مرغان ،موږکان او نور ژوونکي حيوانات او ماران ښکار کوي هر کال ۳ يا ۴ بچيان زيږوي او د بلاربښت موده يې تقريبا ۵۶ ورځې اوږدوالی کوي.

د خونديتوب حالت او ورپيښ ګواښونه[سمول]

ځنګلي پيشو د تهديد شوو حيواناتو له ډلې څخه دی که په هيواد کې د ښکار د بنديز قانون ته پاملرنه ونه شي .زيات او پرله پسې ښکار ښايي ددې حيوان د نسل له منځه تګ ته لار هواره کړي.د وحشي حيواناتو د پوستکو د احصايي پروخت ددې حيوان پوستکي د نورو ټولو څخه زيات د کابل د پوست پلورنې په پلورنځيو کې ليدل شويدي.

قره قل پيشو[سمول]

علمي نوم caracal caracal Schreber,1776 انګليسي نوم caracal

ځانګړتياوې[سمول]

منځنی سايز لرونکی پيشو دی چې لوړ او نری بدن کې د ويښتانو رنګ يې همبڼه سور نصواري دی او اوږدې پښې لري د بدن ويښتان يې لنډ او ګڼ دي او د پښو د د ننه برخو او خيټې رنګ يې نخودي ژيړدی اوږده غوږونه يې له يوبل سره نژدې وي چې په څوکو کې يې د تورو ويښتانو زونډی ليدل کيږي د سترګو دپاسه يې دوه پلن عمودي خطونه شتون لري د لکۍ اوږدوالی يې ۲۵ سانتي مترو ته رسيږي چې د بدن د اوږدوالي دريمه برخه تشکيلوي د اوږو په برخه کې يې د ځمکې څخه لوړوالی ۴۰ يا ۴۶ سانتي مترو ته رسيږي.

خپرښت او استوګنځايونه[سمول]

د ۵۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ مترو لوړوالی پورې په نيمه دښتي سيمو،غرنيو اسټيپونو او وچو غرونو کې ژوند کوي. قره قل پيشو په افغانستان کې ډیر کم موندل کيږي خو د هيواد په شمالي اسټيپونو کې يې شتون تاييد شوی د راپورونو له مخې دا حيوان په سرپل ،هرات،هريرود،مرغاب او په ترکستان کې د اموسيند په حزه کې موندل کيدی شي يعنې داسې ښکاري چې دا حيوان په اوس وخت کې د افغانستان په شمالي سيمو کې موندل کيږي د افغانستان څخه دباندې قره قل پيشو د ايران او ترکمنستان ترمنځ پولو او جنوب لوري ته په بلوچستان او سند کې موندل کيدای شي ددې ترڅنګ دا حيوان د هندوستان په شمال لويديځو او مرکزي سيمو کې هم موندل کيدای شي په عمومي ډول داحيوان له ترکمنستان ،ايران او عربستان څخه نيولي د شمالي افريقا تر نسبتا وچو سيمو پورې ليدل کيدای شي.

خوی او عادتونه[سمول]

قره قل يو ډير هوښيار او زيرکه حيوان دی چې له ځانه لوی حيوانات ښکار کولای شي همدارنګه دا حيوان د مار د وژلو وړتيا هم لري خو ښکار يې معمولا صحرايي کوتره او وحشي زرکان دي دا نری اندام لرونکی پيشو په کراره کراره په پټه توګه د مرغانو د يو ګروپ خواته ورځي او کله چې ښه ورنژدي شي ،ناڅاپه ورباندې حمله کوي او په چټکۍ سره يوه يا دوه مرغۍ په خپلو پنجو سره وهي.قره قل پيشو کولای شي چې د خپلو اوږدو پښو او نري بدن له امله اوچت ټوپ ووهي او په هوا کې مرغۍ ښکار کړي ددې حيوان د بلاريښت موده شاوخوا ۷۰ ورخې دوام کوي او د بچيانو شمير يې له ۲ څخه تر ۶ پورې رسيږي.

د خونديتوب حالت او ورپيښ ګواښونه[سمول]

ددې حيوان نسل د خطر سره مخ دی او د استوګنځايونو د ويجاړۍ له امله يې شمير د افغانستان په شمال کې دکموالي سره مخ دی ددې کموالی ستر لامل پرله پسې ښکار او په کروندو باندې د طبعي ځمکو بدلول ګنل کيږي کوم چې ددې حيوان د استوګني د طبعي سيمو د ويجاړۍ او له منځه تګ سبب کيږي.

تورغوږی[سمول]

علمي نوم:lynxlynx (Linnaeus,1758) انګليسی نو:lynx

ځانګړتياوې[سمول]

منځنی سايز او لنډه لکۍ لرونکی پيشو دی چې د لکۍ وروستۍ برخه يې په تورې پلنې څوکې پای ته رسيږي د لکۍ اوږدوالی يې ۲۰ سانتي مترو ته رسيږي او د بدن اوږدوالی يې د پوزې د څوکې څخه نيولې د لکۍ تر پيل پورې شاوخوا ۱۰۰ سانتي مترو ته رسيږي .بدن يې د اوږو په برخه کې له ځمکې څخه ۵۰ سانتي مترو لوړوالی لري.پښې يې پياوړی او ډبلې وي.دا حيوان ډیره غټه او همواره کوپړۍ لري.د غوږونو په څوکه کې يې د تورو ويښتانو يوه غونچه د زونډي په شکل معلوميږي چې له همدې امله ورته تور غوږی ويل کيږي .ددې وحشي پيشو ژمني ويښتان زرين خاورين رنګ لري او د لاندينيو ويښتانو رنګ يې ژيړ نخودي سونډ ته ورته دی .په اوړي کې يې ويښتان لنډ وي او رنګ يې نخودي ژيړ رنګ سوروي.ددې حيوان د بدن لاندينۍ برخې په کم رنګه ژيړو ويښتانو پوښل شوې وي.د شمالي سيمو د تور غوږو برعکس هماليايي تورغوږی کم رنګ وي او هغه ځانګړي خالونه نه لري کوم چې په روسي او کاناډا يې تورغوږي کې ليدل کيږي.

خپرښت او استوګنځايونه:[سمول]

د ۵۰۰ او ۴۵۰۰ متره لوړوالی ترمنځ په بيلابيلو ساحو لکه لوړو څړځايونو ،ځنګلونو او ډیرو سختو غرونو کې چې تيريدل ورڅخه ستونزمن وي،ژوند کوي. دا حيوان په غرونو کې ژوند کوي او د هندوکش د غرونو په لړۍ کې موندل کيدای شي.په واخان کې داحيوان د کوچني او لوي پامير ترمنځ په پولو کې موندل کيږي .همدرانګه د زيباک په دره کې هم موندل کيږي چې د استوګنې ساحه يې جنوب لوري ته تر شمالي نورستانه پورې عځيږي .ددې ترڅنګ په غوربند کې هم موندل کيدای شي .د تورغوږي د موندل کيدو سيمي ډیري پراخه دي چې په اسيا کې د هماليا څخه نيولې د منګوليا تر باندينيو پولو پورې ادامه مومي.لويديځ لوري ته د شمال قطب ،اروپا او د سايبريا د ځينو برخو څخه نيولې ترشمالي امريکا پورې ددې حيوان د استوګنې سيمي موندل کیدای شي.

او عادتونه:[سمول]

تور غوږی يواځې دشپې له پلوه فعاليت نه کوي او د ورځې هم د غرمې وروسته ناوخته په ښکار پسې ځي ښکار يې معمولا مرموټ.کوچني موږک ډوله حيوانات ،صحرايي سوۍ،افغان پيکا او د ايبيکس بچيان تشکيلوي همدارنګه له مار خور ،مارکوپولو،سرې هوسۍ او مرغانو لکه غرنی زرکې،واورين چرګ او غرنی کوترې هم ښکار کوي. دا حيوان په يواځې شکل ژوند کوي او خپل ښکار د بوي په مرسته داسې پيداکوي چې پوزه يې ځمکې ته نژدي نيولې وي او په خپل ښکار پسې ځي.د بلاربښت موده يې د ۶۰ څخه تر ۶۳ ورځو پورې دوام کوي چې تقريبا ۲ يا ۳ بچيان زيږوي .د تورو اوږدو د زونډيو حرکتونه ورسره نورو تور غوږو ته د خبرداري په ورکولو کې مرسته کوي

د خونديتوب حالت او ورپيښ ګواښونه[سمول]

دا حيوان د تهديد شوو حيواناتو له ډلې څخه دی له پوستکې څخه يې د تجارت په منظور استفاده کيږي او له همدې امله په پرله پسې توګه ښکار کيږي چې شمير يې په هيواد کې ورځ تر بلې ډیر کموالي کوي.د باندينيو او کورنيو جګړو د پيل څخه مخکې ددې حيوان د ۲۰۰ څخه نيولې تر ۲۵۰ پورې پوستکې د افغانستان د پوست پلورنې په پلورنځايونو کې پلورل کيدل.په ښکار باندې يې د قانوني بنديز سره سره د افغانستان د ترو غوږو پوستکي د پاکستان په بازارونو کې په ازادانه توګه پلورل کيږي.

سره ګيدړه=[سمول]

علمي نوم:vulpes vulpes Linnaeus 1758 انګليسي نوم: Red Fox

ځانګړتياوې[سمول]

دا حيوان ګڼ اوږده ويښتان لري او رنګ يې عموما سور نصواري دی خو په افغانستان کې موندل کيدونکې سره ګيدړه د اروپايي سرو ګيدړو په پرتله ژيړ رنګ لري او يو اوږدو خط يې په ملاليدل کيږي لکۍ يې سور قهوه يې رنګ لري په ژمي کې يې ويښتان ګڼ او روښانه ژيړ رنګ لري. ددې حيوان کوچنی بدن او لکۍ شغال ته ورته دي خو کوچنی پوزه او غټ غوږونه يې مهمې ځانګړتياوې دي چې په شغال کې نه ليدل کيږي د غوږونو شاتنۍ برخه يې قهوه يې رنګ لري او دوه تورې لکې يې د سترګو په منځ کې د پوزې دپاسه وجود لري د بدن اوږدوالی يې ۶۰ سانتي متره دی او د لکۍ اوږدوالی يې تر ۴۵-۳۵ سانتي مترو پورې رسيږي.

خپرښت او استوګنځايونه[سمول]

دا حيوان د ۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ مترو پورې لوړوالی کې په غرنيو درو ،دښتو ،د سيندونو او جهيلونو غاړو ،کرنيزو ځمکو او په هغه ساحو کې ژوند کوي کومې چې انسانانو د خپلې ګټه اخيستنې لپاره ابادي کړې دي. سره ګيدړه د افغانستان په ټولو سيمو کې موندل کيږي ددې حيوان د استوګنې ساحه له جنوبي دښتو څخه د پامير تر بې ونو يخو دښتو پورې غځيږي .د حبيبي ۱۹۷۷ په وينا نوموړی د اجر درې د سيمي د مطالعې پرمهال د سري ګيدړې يو جسد موندلی و چې د يو شبونکې سپي وژلی و دا حيوان د هيواد په شمال کې د پامير په لوړو ارتفاعاتو او همدرانګه د زيباک په درو کې موندل کيږي ددې ترڅنګ دا حيوان د ترکستان په دښتو او د هزاره جاتو په غرونو کې هم وخت په وخت د ځايي خلکو لخوا ليدل شوی نيت هايمر ليکلي چې په ۱۹۶۷ م کال کې نوموړي د غزني په ولاړو اوبو کې د لمر تر پريوتلو وروسته د نيم ساعت موتر چلونې په ترڅ کې له دوه درجنو زياتې سرې ګيدړې وليدلې .همدارنګه دا حيوان لويديځ لورې ته د هرات د سيستان څخه د ابريز تر حوزې او تربکوا دښتې پورې موندل کيدای شي سره ګيدړه د اروپا او اسيا په شمالي برخو کې يو عادي حيوان ګڼل کيږي او د افريقا د نيل په وادۍ کې هو موندل کيدای شي.

عادت:[سمول]

سره ګيدړه دشپې له پلوه فعاليت کوي او له کوچنيو حيواناتو لکه خزنده ګانو ،کوچنيو او الوتونکو او همدارنګه د حشراتو او ميوو څخه هم د خوراک په منظور استفاده کوي د بلاربښت موده يې د ۵۰ څخه تر ۵۳ ورځو پورې دوام کوي د ستورن ۱۹۶۴ په وينا ددې حيوان د بچيانو شمير د ۶-۴ پورې رسيږي دا حيوان د خپلې استوګنې ځای يا قلمرو د ادرار په واسطه په نښه کوي.

د خونديتوب حالت او ورپيښ ګواښونه[سمول]

بې رويې ښکار او د ښکار د قوانينو نه شتون د سرې ګيدړې نسل په جدي توګه له ګواښ سره مخ کړی .څرنګه چې ددې حيوان پوستکی تجارتي ارزښت لري نو له همدې امله په زياتره سيمو کې د پوستکو دلاسته راوړلو په منظور ښکار کيږي.ددې ترڅنګ سره ګيدړه په کليو او بانډو کې په کورنيو مرغانو حمله کوي او ورته زيان رسوي چې سيمه ييز خلک يې د همدغه خطر د لمنځه وړلو په منظور ښکار کوي.

قرسک ګيدړه[سمول]

علمي نومvulpes corsac: Linnaeus,1758 انګليسي نوم corsac fox:

ځانګړتياوې[سمول]

دا حيوان اوږده ،نرم او ګڼ ويښتان لري.د ويښتانو رنګ يې تيز نصواري او د خاورينو شعاعو لرونکي دی د اوږدو او ملا رنګ يې د پښو په پرتله تور ښکاري او د بدن ښکتنۍ برخه يې سپين رنګ لري ددې حيوان ژمني ويښتان ګڼ او خاورين رنګ لري لکۍ يې زيات ويښتان لري او رنګ يې د ملارنګ ته ورته دی چې وروستۍ برخه يې توره ده .د بدن اوږدوالی يې د ۲۵ څځه تر ۳۰ سانتي مترو پورې رسيږي.

خپرښت او استوګنځايونه[سمول]

قرسک ګيدړه د ۱۰۰۰ متره څخه په ټيټه ارتفاع کې ژوند کوي .دا حيوان د افغانستان په ټيټو غونډيو او د ترکمنستان په دښتو کې موندل کيږي . د کولمن په وينا قرسک ګيدړه په ۱۹۶۵ م کال کې د فارياب ولايت په مرکز ميمنه کې ليدل شوې وه .نوموړي زياته کړې چې پخپله يې دا حيوان په دغه سيمه کې ليدلی ندی او وايي چې د سيمه ييزو خلکو د راپور له مخې دغه حيوان د ليلې په دښته کې سپيو ښکار کړی وو .د افغانستان څخه دباندې دا حيوان په قزاقستان ،د بيکال په جهیل او د ايران د کسپين د بحيرې په شاوخوا کې هم موندل کيږي.

خوي او عادتونه[سمول]

د قرسک ګيدړې د بيولوژي په اړه کافي معلومات په لاس کې نشته خو داسې ويل کيږي چې دا حيوان د ځمکې لاندې په سمڅو کې ژوند کوي او دشپې لخوا کوچني حيوانات لکه موږکان ،صحرايي سوۍ او کوچني الوتونکې ښکار کوي ددغه حيوان د جفت ګيرۍ او بچي زيږوني په اړه کافي معلومات په لاس کې نشته خو ويل کيږي چې د پسرلي په لومړيو کې بچيان زيږوي نارينه او ښځينه يې په جوړه يې شکل ژوند کوي د جوړه کيدو وخت يې د جنورۍ او مارچ ترمنځ دی او د بلاربښت موده يې د ۶۰-۵۰ ورځو پورې ده .د ۶-۲ پورې بچيان زيږوي چې تر يوولسو پورې يې هم راپور ورکړل شوی دی فکر کيږي چې نارينه يې د ښځينه سره د بچيانو په روزنه کې مرسته کوي خوداخبره لاتائيد شوې نه ده .

د خونديتوب حالت او ورپيښ ګواښونه[سمول]

سره له دې چې د قرسک ګيدړې په اړه کافي معلومات په لاس کې نشته خو ويل کيږي چې په دې ورستيو وختونو کې يې شمير ډير زيات کموالی کړی دی چې له امله يې دا حيوان د تهديد شوو حيواناتو په ډله کې شميرل کيږي .قرسک ګيدړې د ښايسته او پشم لرونکي پوستکي د لرلو له امله ډير زيات شهرت درلود او د نولسمې ميلادي پيړۍ په وروستيو کې يې د سايبريا په بازارونو کې د ۱۰۰۰ څخه زيات پوستکي پلورل کيږي. د انسانانو زيات نفوس ددوي غټ ګروپونه له منځه وړي چې له امله يې دوی دشپې له پلوه فعاليت کولو ته اړشوي دزيآت ښکار ترڅنګ د کرنيزو عمليو په منظور د ځمکې قلبه کولو هم ددې حيوان نفوس راکم کړی دی او له همدې په زياتره ساحو کې نه ترسترګو کيږي.

نصواري يږه[سمول]

علمي نوم:ursus arctos Linnaeus 1758 انګليسي نوم: brown bear نصواري يږه په افغانستان کې د غوښه خوړونکو حيواناتو تر ټولو غټه نوعه ده .په اوس وختونو کې د نصواري يږي د شتون راپور يواخې د بدخشان ولايت او په ځانګړې توګه د پامير له غرونو څخه ورکړل شوی دی دا نوعه په سيمه ييزه توګه د بې توپيره ښکار او د استوګنځايونو د ويجاړی له ګواښونو سره مخ ده .نصوراي يږه د IUCN لخوا د Data deficient په لست کې ځای پر ځای شوي او په هيواد کې هم د چاپيريال ساتنې د ملي ادارې لخوا د ساتل شوو انواعو په لست کې شامله شوې چې په هر ډول ښکار يې بنديز لګول شوی دی.

توره يږه[سمول]

علمي نوم:ursus thibetanus G,baron,cuvier,1823)) انګليسي نوم: blck bear توره يږه نسبتا کوچنی سايز لرونکې يږه ده چې نارينه يې تقريبا د ۱۱۰-۱۱۵ کيلوګرامه پورې وزن لري.توره يږه د افغانستان د ختيځو ولايتونو په ځنګلي استوګنځايونو کې موندل کيږي او اصلي کلايې ښايي د نورستان مرکزي برخه وي څرنګه چې دا نوعه فصلونو او مچيو خالو ته د زيآن اړولو له مخې شهرت لري،نو ځکه خو يې ښکار هم زيات دی .به پاکستان کې يې د ميندو تر وژلو وروسته بچې د کورينو يا نڅا کوونکو حيواناتو په توګه پلورل کيږي چې دا کار هم د تورو يږو د نفوس کموالي ته لاره هواروي .دا نوعه په هيواد کې د چاپيريال ساتنې د ملې ادارې لخوا د ساتل شوو انواعو په لست کې راوستل شوې او په هرډول ښکار يې بنديز لګول شوی او د IUCN لخوا د Endangered په لست کې ځای پر ځای شوې. سيمه يز خلک دتورې يږي بچيان نيسي او پاکستان ته يې ليږدوي چې هلته د نڅا لپاره روزل کيږي.

غرنی تولمی[سمول]

علمي نوم:martes foina Erxleben 1777 انګليسي نوم: stone marten

ځانګړتياوې[سمول]

دا حيوان ډير نرم ويښتان لري ساتونکي ويښتان يې اوږده او ځلا لرونکې وي پداسې حال کې چې لانديني ويښتان يې ډېر ګڼ وي. د بدن ويښتان يې خاورين يا خاورین نصواري رنګه دي همدارنګه د مخ لنډ ويښتان يې نصواري رنګ لري خو د پښو رنګ يې د ملا د رنګ په پرتله تور رنګه وي د اورميږ لاندې يا مرۍ رنګ يې سوچه سپين او ياهم ډیر کم رنګه معلوميږي. نصواري شکله داغونه يې د مرۍ رنګ سره پرې کوي .سپين رنګ يې د مرۍ لاندې ډیره کمه سطحه احاطه کړې ده .ددې حيوان اوړنې ويښتان لنډ ،سخت او تور رنګ وي لکۍ يې ګڼو او اوږدو ويښتانو پوښلي وي چې رنګ يې د ملا د رنګ په پرتله ډیر توروي د بدن اوږدوالی يې له سر څځه د لکۍ تر پيل پورې د ۴۰ څخه تر ۵۵ سانتي مترو پورې وي .د ځمکې څخه د اوږو ترپاسنۍ برخې پورې يې لوړوالی تر ۱۳ سانتي مترو پورې وي لنډ او ګرد غوږونه يې د پلن سره په دواړو لورو کې قرار لري ددې حيوان مخکنۍ پښې په غير عادي توګه پياوړې وي او بدن يې کمزوری او تاؤ ښکاري غير قابل انقباض پنجې يې تور رنګه نصواري رنګ لري.ښځينه حيوان يې په عمومي توګه د نارينه په پرتله کوچني وي.

خپرښت او استوګنځآيونه[سمول]

د ۱۰۰۰ څخه تر ۳۵۰۰ متره لوړوالي پورې په غرنيو درو ،نريو او تنګو او د بوټو پوسيله پوښل شوو غرنيو ميلانونو کې ژوند کوي. تور لمی په مرکزي غرنيو سيمو کې موندل کيدای شي.د موندل کيدو سيمې يې له اجر درې څخه پيل او شمال لوري ته تر بدخشانه پورې غځيږي په واخان کې هم موندل کيږي د پيتوزپه وينا د نورستان د وايګل په بازار کې يې پوستکي ليدل شوې دي.تور لمی د اروپا او اسيا په ټولو سيمو کې موندل کيدای شي چې د موندل کيدو ساحه يې له هسپانيي څخه نيولي تر شمالي چين پورې غځيږي .

خوي او عادت[سمول]

تورلمی په يواځې توګه ژوند کوي دغذا لټولو لپاره د ورځې له پلوه فعال وي خود کليو او ښارونو په خوا کې دشپې له پلوه په ښکار پسي ځي دا حيوان هرشي خوړونکی دی او د ميوو سره ځانګړې علاقه لري.خو سره لدې هم ددې حيوان اصلي خوراک موږکان،صحرايي سوۍ،پيکا،مرغان او د هغوي هګۍ او خزنده ګان تشکيلوي دا حيوان بيلابيليی وړتياوي لري چي کولای شي ونو ته پورته خيژي ،د تيږو په درزونو او سوريو او همداراز د زړوونو په ډډونو کې ژوند کوي تورلمی يو تکړه لامبوزن دی او د ورخې له پلوه خپل بدن ته لمر ورکولو څخه خوند اخلي بچيان يې د زيږون پرمهال ړانده او بې ويښتان وي چې د حرکت کولو وړتيا نه لري دا حيوان اوچت غږ لري او کله چې احساساتي لوړې چيغې او اوازونه وباسي .

دخونديتوب حالت او ورپيښ ګواښونه[سمول]

تورلمی هم تهديد شوو حيواناتو له ډلې څخه دی څرنګه چې دا حيوان په بيلابيلو سيمو کې د ژوند کولو وړتيا لري،هڅه کوي چې په هغه لوړو سيمو کې استوګنه وکړي چيرې چې انسانان ډیر کم وختونه ژوند کوي. که د ښکار د بنديز قانون په پام کې ونه نيول شي او دګران قيمته پوستکي له امله يې پرله پسې وژنه دوام ومومي.دنسل د له منځه تګ وړاندوينه يې کیدای شي د دې حيوان پوستکې د پاکستان او افغانستان د پوست پلورنې په پلورنځايونو کې په ازاد ډول پلورل کيږي.

زيړه غاړه لرونکي تورلمی[سمول]

علمي نوم:martes flavigula Boddaert,1785 انګليسي نوم: yello-throated marten ځانګړتياوې د عادې تورلمي څخه لوی دی چې لکۍ يې د بدن د ۳/۴ په اندازه اوږدوالی لري د بدن ويښتان يې سخت ،لنډ او ځلالرونکي وي د ملا ويښتان يې ژيړ نصواري رنګه دې چې دملا د وروستۍ برخې لوري ته په کراره کراره نصواري رنګ اوړي .ملايې په نصواري ،تورو او ژيړو رنګونو ښايسته شوي ده د پښتو او ورميږ رنګ يې تور رنګه خطونه يې د څټ په اوږدو غځيدلي دي پاتې لاندينۍ برخه يې ژيړ کريمي رنګ لري او د لکۍ رنګ يې په غير عادي توګه توروي خو د لکۍ ويښتان يې ډیر ګڼ نه وي ګرد او لنډ غوږونه يې له يوبل څخه ليري واقع وي پښې يې تيره نوکان لري چې ددې حيوان سره په ونو باندې ختلو کې مرسته کوي د بدن اندازه يې له سر څخه د لکۍ تر پيل پورې ۶۰ يا ۷۵ سانتي مترو ته رسيږي او لکۍ يې ۴۰ څخه تر ۴۵ سانتي متره پوري اوږدوالی لري. خپرښت او استوګنځايونه له ۵۰۰ څخه تر ۲۵۰۰ متره لوړوالی پورې په مونسوني ځنګلونو ،ميلانونو او د ګړنګ وزمه غرونو په لاندينيو برخو په ژورو ساحو کې ژوند کوي. د نورستان تر لويځو سيمو پورې ددي حيوان د موندل کيدو ساحه رسيږي.همدرانګه په ګوزالک کې يې پوستکی ليدل شوی د افغانستان څخه دباندې دا حيوان په چترال،کشمير،هماليا او د اسام د غرونو په لړۍ کې موندل کيدای شيی. خوي او عادت ژيړه غاړه لرونکی تورلمی په عمومي توګه د ورځې له پلوه د ځمکې پرمخ او ياهم پاس په ونو کې په ښکارپسې ځي په ښکار کې يې سنجابونه،موږکان ،صحرايي موږکان ،مرغان او د هغوۍ هګۍ شاملې دي ددې ترڅنګ دا حيوان ميوې د ګلانو شيره او حشرات هم خوري د ځينو په وينا دا حيوان د شاتو سره هم زياته علاقه لري په ځمکه باندې تګ يې غرعادي او بدتر کيبه دی خوپه ونو باندې ډیر په چټکی سره پورته خيژي دا حيوان له کومې ستونزي پرته له يو ښاخ څخه بل ته د ټوپ وهلو وړتيا لري بچيان يې په پسرلي کې پيداکيږي چې تقريبا تر دوه يا دري دانو پورې رسيږي.


د خونديتوب حالت او ورپيښ ګواښونه دا حيوان د تهديد شوو حيواناتو له ډلې څخه دی د باورې اسنادو او د پوست پلورنې په بازارونو کې يې د پوستکو نشتوالی په ډاګه کوي چې دا حيوان په طبعيت کې ډیر کم موند کيږي. سايبريايي ايبکس وزه علمي نوم:capra(ibex)sibrica انګليسي نوم:ibex سايبريايي ايبکس دنورو وحشي وزو په پرتله غټ جسم لري .نارينه حيوا يې تر ۹۰ کيولو ګرامه او ښخينه يې تر ۵۵ کيلوګرامه پورې وزن لري ښکرونه يې په غرضاني مقطع کې په زيږه توګه درې ګوتيز دي چې ښايي تر ۱۴۰ سانتې مترو پورې وده وکړي د پاخه عمر لرونکي نارينه حيوانات يې په اوړي کې چاکليټ ته ورته قوې نصواري رنګ لري چې په ژمي کې يې د يوشمير نارينه و د څټ او اوږې پورتنۍ برخه ښايي په بشپړه توګه سپينه واوسي خو ښخينه او ځوان نارينه يې په اوړي کې لمروهلی سوررنګه يا نژدي طلايي رنګ لري دايبکس وزو لاندنۍ وړۍ د ډیرو نرمو او قيمتي وړيو د توليد له امله ارزښت لري چې پشم ورته ويل کيږي. نارينه او ښځينه جنسونه يې دواړه پنډه وړينه ږيره لري. د طبعي سرچينو د ساتنې د نړيوال سازمان (IUCN) له لوري دا نوعه اس مهال د کمې انديښنې وړ(Least concern) په کټګورۍ کې شامله شوې ده . ايبکس وزې د کورنيو وزو او پسونو او همدارنګه د غژګاو له لوري د غذايي سرچينو پرس د سيالۍ سره مخ دي خو سره لدې هم ويل کيږي چې په افغانستان کې ورته لوي ګواښ د غذا منظور ښکاردی.ددې ترڅنګ دا نوعه کورنيو څاروو سره د تماس له امله شهرت لري چې په همدې اساس ورته له کورنيو وزو څخه د ناروغۍ انتقال هم ښايي يوستر ګواښ وي.

==مارخوره وزه==‌ علمي نوم:(capra falconeri) (waner,1893) انګليسي نوم:(markhor) په پښتو،دري ،پنجابي،اردو او کشميري ژبو کې ورته مارخور ويل کيږي.

ځانګړتياوې[سمول]

مارخور يو منځنی سايز لرونکې وحشي وزه ده چې د نارينه و ښکرونه يې په څرګنده توګه تاو شوي او باندينۍ خواته له يوه بله سره جلاشوي وي د شمالي نژادونو په ښځينه و کې يې ښکرونه نري وي چې عموما د څوکې خواته يو ځل پيچل شوي وي او ښايي تر ۳۵ سانتي مترو پورې وده وکړي دواړه جنسونه يې سوربخن خړ رنګ لري چې په ژمي کې لازيات خربخن ګرځي خيټه او پښې يې سپين کريمي رنګ لري همدارنګه ږيره يې پنډه او اوږده ده د نارينه و په زنه،مرۍ ،څنګلو او پښو باندې اوږده او ګڼ سپين ويښتان هم منځته راځي .ښځينه يې سور رنګ لري چې لنډ ويښتان او لنډه توره ږيره لري خو په څټ باندې د نارينه و په څير اوږده ويښتان نه لري مارخور تيز بوی لري چې له کورنيو وزو څخه هم زيات وي. څخه تر ۱۱۰ کيلوګرامه پورې وزن لري او د اوږدو په برخه کې يې لوړوالی له ۱۰۰ سانتي مترو څخه زياتوالی کوي.ښکرونه يې له ۱۳۲ څخه تر ۱۶۵ سانتي مترو پورې اوږدوالی لري خو په ځينې حالاتو کې ښايي تر ۱۸۶ سانتي مترو پورې ورسيږي.

خپرښت او استوګنځايونه[سمول]

مارخور د افغانستان په شمال ختيځو سيمو،د پاکستان په شمالي او مرکزي سيمو ،د کشمير په ځينو سيمو او د تاجکستان او ازبکستان په جنوبي سيمو کې موندل کيږي. مارخور په زيات شمير غرنيو استوګنځايونو لکه په ګړنګ وزمه تنګيو ،ډبريونو سيمو،ځنګلونو او غرنيو (الپاين) وښياڼو کې چې د بحر د سطحې څخه د ۶۰۰ او ۳۶۰۰ متره ترمنځ لوړوالی ولري،ژوند کوي مارخور عموما د اوبختو او ريمه د بوټو ييزو ځنګلونو سره يوځای موندل کيږي خو له ايکولوژيکي پلوه د توافق کولو لوړه وړتيا لري .مارخور د ورخې له پلوه تغذيه کوي چې سهار وختي او ناوخته غرمه کې ډیر فعال وي د مارخور خوراک په موسمي توګه بدلون مومي د پسرلي او اوړي په مياشتو کې په پراخه پيماه دواښو له غونچو څخه څړ کوي خو په ژمي مې بيا د ونو او نورو بوټه ييزو نباتاتو د کوچنيو څانګو او پآڼو څخه خوراک کوي ددې ترڅنګ د څيړيو پاڼې او پرګې هم خوري.

خوي او عادتونه[سمول]

د مارخور ټولنيز حيوانات دي .بالغ ښځينه او بچيان يې په منظمه توګه په کوچنيو رمو کې سره راټوليږي په رمه کې يې د افراد شمير عموما ۹ ته رسيږي .د پسرلي په پيل کې نارينه او ښځينه ښايي په ځنګلونو ترمنځ په خلاصو واښينو ساحو او پاکو ميلانونو کې سره يوځای وموندل شي خو په اوړي کې نارينه په څنګ کې پاتې کيږي او ښځينه یې عموما لوړو ډبرينو غونډيو ته پورته کيږي بالغ نارينه يې تر ډیره ګوښه ژوند کوي.ماخور وزې له جنسې پلوه دوه شکلې دي او د غويمتوب موسم يې په ژمي کې واقع کيږي .په دې موسم کې بالغ نارينه له يوبل سره جنګ کوي. جنګونه يې سخت وي او معمولا له يوبل سره ښکرونه جنګوي او ډغرې وهي ترڅو خپل سيال له توازن څخه وباسي د جنګ ګټونکی نارينه بيا د ښځينه وله رمو سره يوځای کيږي .غويمتوب يې د دسمبر په لومړيو کې پيل او د میاشتې تر وروستيو پورې غځيږي د بلاربښت موده يې له ۱۳۵ څخه تر ۱۷۰ ورځو پورې رسيږي .عموما يويا دوه بچيان زيږوي خو کم وختونه ښايي تر دري و پورې بچيان وزيږوي .د خبرداري غږ يې کورنیو وزو ته ورته دی د فولکلور له مخې مارخور د مار د وژلو او خوړولو وړتيا لري.

د خونديتوب حالت او ورپيښ ګواښونه[سمول]

مارخور يو وخت د منځنی اسيا په غرنيو استوګنځايونو کې خپاره شوې و خود موندل کيدو ساحه يې اوس په زيات شمير کوچنيو نفوسونو (subpopulation) ويشل شوي چې له همدې امله له يول څخه جلا وي .باور کيږي چې په افغانستان کې يې عمده نفوس د لغمان او نورستان ولايتونو په مونسموني ځنګلونو کې شتون لري پداسې حال کې چې پاتې لږ غوندې نفوس يې ښايي اوس هم د بدخشان ،کاپيسا او کابل ولايتونو کې شتون ولري.خو اوس مهال يې شتون يواځې په مرکزی نورستان او شمالي بدخشان کې تاييد شوی دی. مارخور د خپلې استوګنې په ټوله ساحه کې د ګوزاره وي ښکار له ګواښ سره مخامخ دی ددې پرته زياتره استوګنځايونه يې د انساني فعالیتونو په ځانګړي توګه د چارتراشو د ايستلو له امله ويجاړه شوي په پايله کې يې پاتې استوګنځايونو ته د کورنيو حيواناتو سياليز ورتګ او د کوچنيو نفوسونو (subpopulation) ترمنځ د فزيکي خنډونو له امله د جينونو د انتقال زياتيدونک ستونزه ښايي دي نوعې ته وژونکې ثابت شي کومه چې وار له مخه په کوچنيو ساحو پورې محدود شوې ده مارخور د کورنيو حيواناو ته نژدي د څړکولو هڅه کوي چې له همدې امله ورته د تل د ناروغيو د انتقال ويره شتون لري د يوشمير ليکوالانو د اټکل له مخې مارخور د کورنيو وزو ديوشمير نسلونو نيکونه دي.د چارلس ډاروين د فرضيي پر بنست مارخور د وحشي وزو او مارخور ترمنځ د نسل ګيرۍ څخه رامنځته شوې دي. مارخور دطبعي سرچينو د ساتنې د نريوال سازمان(IUCN)له لوري د تهديد سره مخ(threatended) ښودل شوې ځکه چې د بالغه افرادو شمير يې له ۲۵۰۰ څخه راکم شوی.همدارنګه دا نوعه د (CITES) په ۱- اپنډکس کې ځای لري.په افغانستان کې هم دا نوعه د ساتل شوو انواعو په لست کې شامل شوې او په هرډول ښکار يې بنديز لګول شوی. بير د پيشوګانو د کورنۍ يو ترټولو لوی غړی دی چې تخته شوی سر،لنډپوز ،اوږود او نرۍ تاؤ شوی بدن لري د بدن ويښتان يې نارنجي سور رنګ لري. په بدن باندې يې تور ،متقاطع خطونه شتون لري چې ددغه خطونو پلنوالی او اوږدوالی په هر يو حيوان کې سره توپير لري د پيشوګانو د کورنۍ اړوند منځنی سايز لرونکی ښايسته حيوان دی چې ډېر ښايسته ګلالی پوستکي لري دغه پوستکي د ګڼو وړينو،اوږدو ساتونکو ويښتانو((خيټې او مخکنيو دوه پښو ترمنځ) او ډېرو نرمو تخته شوو ويښتانو پواسطه پوښل شوي دي.څرنګه چې د واورين پړانګ استوګنځايونه لوړې غرنۍ او سړي ساحې دي،د ګڼو ويښتانو ياد شوي خواص د ژمي د سختي يخنۍ څخه ددې حيوان ساتنه کوي واورين پړانګ خاورين او پيکه ژيړ رنګ لري کوچني وحشي پيشو دی چې د بدن اندازه يې له ۶۰ څخه تر ۷۰ سانتي مترو پورې رسيږي لکۍ يې د بدن د دريمې برخې په اندازه اوږدوالی لري چې د لکۍ په اخر کې يې دوه يا درې پورې حلقې ليدل کيږي غوږونه يې اوږده دي او په څوکه کې يې د تورو ويښتانو يو زونډی ليدل کيږي د بدن رنګ يې خاورين يا ايرو ته ورته ژيړ يا قهوه يې سوروي اوکوم خلک يا داغ ورباندې نه ليدل کيږ .د خيټې ويښتان يې سپين نخودي رنګ لري چې د بدن د نورو برخو د ويښتانو په پرتله اوږده وي په ملاباندې يې په اوږدو يو رنګ نصواري خط ليدل کيږي منځنی سايز لرونکی پيشو دی چې لوړ او نری بدن کې د ويښتانو رنګ يې همبڼه سور نصواري دی او اوږدې پښې لري د بدن ويښتان يې لنډ او ګڼ دي او د پښو د د ننه برخو او خيټې رنګ يې نخودي ژيړدی اوږده غوږونه يې له يوبل سره نژدې وي چې په څوکو کې يې د تورو ويښتانو زونډی ليدل کيږي د سترګو دپاسه يې دوه پلن عمودي خطونه شتون لري د لکۍ اوږدوالی يې ۲۵ سانتي مترو ته رسيږي چې د بدن د اوږدوالي دريمه برخه تشکيلوي د اوږو په برخه کې يې د ځمکې څخه لوړوالی ۴۰ يا ۴۶ سانتي مترو ته رسيږي. منځنی سايز او لنډه لکۍ لرونکی پيشو دی چې د لکۍ وروستۍ برخه يې په تورې پلنې څوکې پای ته رسيږي د لکۍ اوږدوالی يې ۲۰ سانتي مترو ته رسيږي او د بدن اوږدوالی يې د پوزې د څوکې څخه نيولې د لکۍ تر پيل پورې شاوخوا ۱۰۰ سانتي مترو ته رسيږي .بدن يې د اوږو په برخه کې له ځمکې څخه ۵۰ سانتي مترو لوړوالی لري.پښې يې پياوړی

سرچینې[سمول]

١• تڼيوال ، محمد ظريف، (۱۳۸۹هـ ش). دافغانستان عمومي جغرافيه. دمومند خپرندويه ټولنې تخنيکي څانګه کابل. ٢• ځلاند ، وسيم الله ،(۱۳۹۲هـ ش). د وحشي ژوند ليکچر نوټ .سيد جمال الدين افغاني پوهنتون.دکرنې پوهنځی. 3• Akbar, Ghulam & Anwar Maqsood . (2011). Wildlif of Western Himalayan Region of Pakistan. Instant print System . Islamabad. 4• Mammal Survey Report .(2007). Status of mammals in Wakhan Corridor, Afghanistan . wildlife Conservation Society . Accessed: 17.01.2013,18:34(6:34pm)