دافغانستان په ځنګلونو کی انساني ضررونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دځنکلونوتاريخچه[سمول]

انسانانو د پيدايښت سره سم د طبعي منابعو څخه استفاده کوله چې د ځنګل په اړه ئي دري مرحلي شاته پريښي. ۱ــــ انسانانو دلمړي ځل لپاره د خپل ژوند دبقا اوهوسايني لپاره يي دځنګلونو څخه ناوړاستفاده کړي او ځنګلونه يي په بي رحمانه ډول قطع کړل او دخپل ژوند د پرمختک لپاره يي استفاده تري کول .۲ــــ دوهمه مرحله دحيواناتو دڅيړ او د زراعتي ځمکود لاسته روړلوپه منظور په غيرعقلانه شکل ځنګلونه په قطع کولو ئي شروع وکړه چې ونو يي بي ځايه قطع کول او شړ ساحه به يي د زراعتي ځمکو لپاره اماده کول .۳ــــ کله چه پدي پوهه شول چه ځنګلونه د (الله ج ) له خوا انسانانو ته ورکړل شوي تحفه ده او د ځنګلونو د بي ځايه قطع کوني په نقصاناتو پوه شول نو د ځنګلونو دساتني لپاره هلي ځلي پيل کړل.پدي مرحله کي چه کله پوه شول بيرته دمخکني اشتباهاتو په پرځاي د نباتاتو او د ځنګلونو بيرته نوي کيدنه يي پر ځان جبران کړه او داقتصادي دليل په اساسي د ځنګلونو دبيا وداني په لور اقدام وکړه.زمونږ په ګران هيواد کي دونو کرنه تاريخي اثار لري دځنګلو نو په مربوط ازمايښت تقربيا ۲۳۰ کاله مخکي شروع شويدي او تقريبا ۵۰ کاله کيږي چه د ځنګلونو داحيا اوحداث په منظور دکار کيږي.

تر اوسه ۵۰۰ نوع  وني  چه ۴۰۰ نوع  اصلاح شويدي  چه له دي جملي څخه (۱۴۰) نوع  حداقل يو ځل د باکيفيت تخم توليد ونکي  په منظور تشخيص شويدي .او په حاضر وخت کي  په ټوله نړۍ کي ۱۰۰ ميلونه هکتاره څخه  زيات ځمکه  کې د با ارزښته  او اقتصادي وني تشخيص شويدي .او په  اينده  کي  (۲۰۰) ميليون هکتار ځمکه ته به ورسيږي چه  دا پوره اعظمي فعاليت ته ضرورت لري .

دځنګل تعريف ځنګل يا (Forest ) يو لاتني کلمِي furies څخه اخستل شويدي چې معني يي دکور څخه بهر دچاپيريال دشينوالي په معني دي د علمي لحاظه اوپه ساده ژبه ځنګل داسي تعريفوو. ځنګل عبارت له يو نباتي ټولني څخه دي کوم چه دونوtrees،ونکيو،بوټو،( lianas) پيچک څخه تشکيل شوي وي او يو معينه ساحه په معين وخت سره اشغال کړي وي او يايو ساحه چې وني او اونکي پکې شامل وي.هغه وخت ورته ځنګل ويل کيږي چه حداقل ۱۰٪ يي دلرګينونباتاتو په واسطه پوښل شوي وي ځنګل دژونديو موجوداتو ځاي دي خوصوصاً وني چه يو له بل سره روابط لري چه ددي روابطو په جريان کي خپل ژوند لپاره يوله بل سره ارتباطات لري او ددي ارتباطاتو په جريان سره يو ارامه فضا‌ء مينځته راوړي . چه په دي اساس نور ژوندي موجودات لکه حيوانات او نباتات ته زمينه برابروي.نو ويلاي شوو چه ځنګل هغه وخت تشکيليږې چه يو تعداد زياتو ونو دومره زياتوالي موندلي و ي چه يو له بل دپاسه يي اثر کړي وي او له دي طرقي څخه خپل محيط اوماحول او ظاهري شکل ته تغير ورکړي وي. پورتني ذکرشوي تعريفونو څخه کولي شو چه دځنګل تعريف په لاندي ډول خلاصه کړو. ځنګل دځنګلي ونوهغه مجموعي ته ويل کيږي چه وني نه يواځي دا چه يو پربل اثر کړي وي او ظاهري شکل ته ئي تغيرورکړي وي بلکه دخارو ي په ساتنه د فضا او قليم په ښه والي کې هم بدلونه را مينځته کړي وي.ځنګل داقتصاد ي پديدو او دلرګيو داستحصال ، داقليمي شرايط تنظيم ، اوبو ، هوا، خاوره ساتنه هم کوي دا چه دحرارت ضعيفه درجه ، دبادونو ا و طوفانونو مخنيوي ، دهوا زيات رطوبت دځنګل مشخصاتو له جملي څخه دي .لکه څنګه چي وني په يو داسي محيط کې (ځنګلي ساحاتو ) وده او نمو کوي دظاهري شکل له لحاظه دنورو ونو په نسبت تفاوت زيات لري . مثلاَ ځنګلي وني مستقيم ساقه او زياته ارتفاع لري او شاخه بري ئي په طبعي ډول صورت نسي او لرګي قوي (ډ ک لرګي ) وي او کوچني تاج او مخروطي شکله او باکيفيته او زيات حجم لرونکي وي. او بر عکس د ازادي فضا وني لڼد قدونه او پلن تاج لري.او چاوديدلي پوستکي او هرزه ګياوي لرونکي دي . لرګيو حجم ئي زيات او بي کيفيته دي دازاد ساحي وني ظاهري حالت کوم چي په ازاده ساحه کي وده کوي د اوبودکافي اندازي د نه موجوديت ،تيزطوفانونه ، زيات رڼا ، دحرارت د تغيرات درجه او نور ددي باعث کيږي . چه وني کې نقصانات رامنځته کړي . ضرر (اسيب ) څه دي او په څو ډوله ده ضرر دمجموعي ضررونواوصدماتوله جملي څخه عبارت دي کوم چې دهر زيروح لکه انسانانواويا حيواناتوله خوا په ځنګلونوکې ترسره کيږي او زيات منفي اثرات يي دځنګل په ايکو سيستم واريديږي که څه هم هغه سطحي وي که مجموعي ضرربلل کيږي.که چيرته په عمومي ډول د ضرر مفهوم تر نظر لا ندي ونيسو نوهرهغه شي چه نتيجه ئي منفي وي او منفي تاثيرات واردوي دضرر څخه عبارت دي . ضرر مختلف ډول اقسام لري چي په دوه ډوله تقسيم شوي دي .۱ـــــ انساني ضرر ۲ـــــ حيواني ضرر چي لمړي انساني ضررونه تر څيړني لاندي نيسو. انساني ضرررونه په دوه ډوله تقسيم شويدي ۱ــــ هغه ضررکوم چې په مستقيم ډول دانسانانو په واسطه صورت نيسي.۲ــــ هغه ضررکوم چې په غيرمستقيم ډول دانسانانو په واسطه صورت نيسي.

انساني ضررونه: 

انساني ضررونه هغه صدمات او خسارات دي کوم چه انسان په واسطه ځنګلونو ته رسيږي .هغه خسارات او صدمات کوم چه دانسان په واسطه ځنکلونو ته رسيږي . په مستقيم اوغيرمستقيم ډول دي . چي له بي ځايه اورلګوني په ځنګل کې دانسان په واسطه لوي سهم لري . ځکه چي د زياتو مواردو په منظور چه دانسان په واسطه صورت نيسي . انسان په واسطه ځنګلونو ته اقدام ( داخليدل ):د حيواناتو څړ لپاره دشرايطو په نه نظر کې نيولو سره او حفظ الحصه د نه مراعت کولوپه صورت کې دمختلفو امراضو يا قارچونو اويا حشراتو د رامنځته کيدو سبب ګرځي او مکمن په ځنګل باندي مختلف ضررونه را وارد کړي.او نورځيني اشتباهات چي د انسان په واسط صورت نيسي دځنګلونوبي موجبه قطع کونه چي تجديدي ډول سره مصنوعي نسل دمنځي تګ سبب کرځي دنړۍ په زياتو ممالکو کې ځنګلونو دحفاظت ، توسع او تفريګاه لپاره مهم تدابيرونه نيول شويدي .په ځنګلونو کې محيط او ماحول دانسانانو او ټولو ژونديو اورګانيزمونو لپاره برابرکړيدي .او زمونږ په ګران هيواد کې تر نن ورځې پورې کوم مثبت اقدام نيول شوي ندي کوم چې دځنګلونو د رشد ، بقا او حفاظت لپاره ګتور تمام شي چې تراوسه کوم لازمه تدابيرپدي اړه ترسره شوي ندي .هغه ځنګلونه کوم چې په طبعي ډول رامينځته شوي دي او زيات ساحې تر پوښښ لاندي نيولي دي . له بي ځايه قطع کوني او بغير د کوم کنترول څخه تر سره شوي. او بيلوژيکي اثرات ، داوبو تنظيم ، خاوري حفاظت ، دهوا دتصفي په واسطه متضرر شوي او يا هغه وني چې دعمر اخرنۍ مرحلي ته رسيدلي او کاملاً له مينځه تللې دي. د وني بي ځايه قطع کونه او دخلکو کم نظري په ځنګلاتو نه يواځي دا چې دمحيط او چاپيريال او دهواد ککړتيا سبب ګرځي بلکه دلرګيو کمبود هم له مهم نقصان او ضايعاتو سره مخ شوي هغه ضررکوم چې دځنګلي ونو په قطع کونه کې رامنځته کيږي په لاندي ډول دي. ۱ـــ دوني په قطعه کونه کې د وني د لويدو سمت معلوم نه وي . نو کيداي شي چې دچپه کيدو په صورت کې نور تازه نيالګي يا نورو ونو باندې ولويږي . هغوي هم متضرره او يا لمنځه لاړشي. ۲ـــ دځنګلي وني د (۰.۵ـ۱) متره په انداز د ځمکي دسطحي څخه پورته قطع او کوچني معيار (۲ــ۲.۵) دچارتراش په شکل (څلور اړخه ) وتراشل شي او غوله ترې جوړ شي . دلرګيو ضايعات ددي طرزالعمل په اساس کومه چې (يو متر دځمکي دسطحي ) او تراشيدلو کې صورت مومي . او چارتراش د لرګي په ډول جوړيږي . تقريباً (۵۰) سلنه حجم د وني دعمومي تني (بالغ) کيږي ددي نوع ضايعاتو په صورت کې د ځنګلونو د لرګيو ذخايرلمنځه ځي چې دا ضايعات۱۹۷۱ کېسهوليت سر تثبيت شوه . مثلاُ د لرګيو دتني د قطع اندازه (۱۱۱۷۰۰۰) متره مکعب دي او له دي څخه صرف (۶۰۴۰۰۰)متره مکعب بازار ته انتقال شويدي .د قطع شوو لرګيو اندازه کوم چې بازارته انتقاليږي مقايسه شي په صريح ډول په ملاحظه رسيږي چې تقريباً (۵۰) فيصده ضايعات دغير فني او ناپوهي له کبله چې د چارتراش په جوړونه کې صورت نيسي د بي مهارتي له کبله رامنځته شوي .۳ـــ دځنګلونو د قطع دغه عمليه نه يواځې دا جې د مثمرو او رسيدلو ونو متمرکز د ي. بلکه هغه وني په مختلف صنفونو او عمرونوکې قرار لري د قطع کولو تر اغيز لاندي راځې نو دا نوع طرزالعمل د ناوړه خساراتو او اقتصادي زيانونو له جملي څخه دي. چه دا ډول قطع کونه دځنګلونو کې يو نوع منفي تاثير رامنځ ته کوي.۴ـــ په ځنګلونو کې دبي لاري او دسرکونو دنه شتون له امله کومې وني چې قطع کيږي. او چارتراش تري جوړيږي او وروسته له دي حمل نقل لاري موجود نه وي لرګي د راغړو په صورت کې چې ونو سره د ټکر له کبله وني هم متضرره کيږي . او چارتراش هم متضرره کيږي چې دا هم دناوړه خساراتوله جملي څخه شميرل کيږي.ځنګل دځينو عواملو په مقابل کې دانسانانو کړنه ته ځيني وختونوه په ځاي ددي چې د ځنګل دګټې باعث وګرځي هغه کړنه په ضرر تماميږي چي په دي لړکې لږه بي پرواي هم ډير تاوانونه رامينځته کوي.چې له دي جملي څخه دونو له يوي مخي قطع کونه دي.چې په دي قطع کونه کې هغه نباتات کوم چي په مصنوعي ډول مينځته راغلي دي هغه هم له منځه ځي . چې د انسان سهوه يا غلطي دا دي کوم چې مصنوعي ونو په روزنه او حفاظت کې زيات مصارف تر سره کوي او طبعي ځنګلونه له يو مخي لمنځه وړي او قطع کوي. چې دا ډول قطع کونه کيداي شي زيات تاوانونه هم رامينځته شي .د قطع کوني په وخت کې دکار ګرانو بي مهارتي او بي سوادي کوم چې د قطع کوني په ميتود او رويشونو باندي پوهه ونلري نو نشي کولي چې کومي وني او په څه ډول ئي قطع کړي . دا هم لويه ستونزه او خسارات وارديږي. د بي ځايه څړ په صورت کې هم زيات ضررونه رامينځته کيږي . کوم چې نوي کينول شويو مصنوعي نيالګيو په ځنګل کې دحيواناتو څړ صورت ونيسي .او دځنګل حفاظت او مراقبت لپاره تعليم يافته کسان هغه چې مسلکي روزل شوي وي. لوي سهم لري .او هغه چې غير مسلکې کسان ګمارل شوي وي او يا بي تعليمه وي دا هم زيات ضررونه واردوي. مثلاً : کومي ناروغي وني يا هغه وني چې ښه لرګي نه ورکوي يا هغه وني چې فزيالوژيکي جوړښت ئي غير منظم وي او دي کې کوم خاص مهارت ونه لري نو زيات ضررونه وارديږي او د قطعه شو ونو په حمل نقل کې ديادو ونو په قطع کولوکې دځنګل نور نيالګيوته تاوانونه پيخيږي. نا څرګنده بايد پاتي نشي چې دهيواد دمختلفو ولا يتونو په ځنګلونو کې د بې توجو ئي او د مامورينو بي مهارتي په صورت کې ضررونه منځته راځي چي له دي جملي نه څو ولايتونه تر بحث لاندي نيسو .لکه : دتخار دولايت دپستي ځنګلونه چې د ينګي قـلعه د ولسوالۍ سره واقع دي. او د پستي (ګـز ) وله اوسنځلي وني په نوموړي ولسوالۍکې چې د آمو دسيند دواړه غاړه چې ۴ نه تر ۵ کيلومتره ددي ونو په واسطه پوښل شويدي .ددي سيند تغيرپه اساس کوم چې دتاجکستان او د درقد ولسوالي ترمنځ واقع دي . نوموړۍ ولسوالي يو برخه ځمکه يا خاوره ددي ځنګل د تاجکستان په مربوط شوي او د محلي خلکو اوسرحداتو وزارت دلوړ رتبه هيئت او ځينو نور محلي وګړوپه واسطه په دي وتوانيدل چې بيرته نوموړۍ ځمکه دافغانستان له خاوري سره وصل کړي چي ددي ولايت دپستو ځنګلونه د همدي محلي خلکو تر ساتني او حفاظت لاندې دي. تخار ولايت دزيات ځنګلونو لرونکي دي مثال : دفرخار ولسوالۍ کوم چې يو غرنۍ منطقه دي چې ځنګلونه ئي د مختلفو ونو په واسطه پوښل شويدي دا ځنګلونو شامل دځينو نورانواعو لکه، ارچه ،بشال ، زرنګ، بادام ،پسته ،ياسمين ،شکندي ،مڼي،الوچه ، ارغوان او داسې نور. او دپستي ونو دغره په لانديني برخوکې قرارلري .او ددي ولسوالۍ خلک خپل د ژوند د بقا لپاره خپل کلنۍ نيم احتياجات دپستې څخه لاسته راوړي او څو کاله مخکې چې دافغانستان امنيتي وضع خراب وو خلکو دځنګلو په قطع کول او خرابئ لاس پورې کړه .او د طالبانو د سقوط څخه وروسته ددي محلي مشران او حکومت پدي وتوانيدل ترڅو د ځنګلونو دقطع کولو مخه ونيسي اوس مهال د همدئ سيمې خلک دنوموړې ځنګل دوچولرګيوڅخه د سونګ موادو په توګه استفاده کوي .او د چارتراش (ارچه ) لرګي څخه دکور په چتونو کې استفاده کوي له د ي قرار چې دهمدي سيمي دخلکو څخه معلومات ترلاسه شوي دي چې چارتراش (ارچه ) ، بشال او د بادام وني دغرونوپه جګو ساحو کې قرار لري .چي پدي ځنګلونو کې څو ډوله نور وحشي حيوانات هم ژوند کوي چې عبارت دي له : زمري ، خفک ، ګيډړ، سولي او داسي نور.او د مختلف ولايتونو څخه خلک د تفريح او سياهت لپاره دي ځنګل ته راځي او ددي ولسوالي خلک ۳۰٪ په مالدارۍ او باغداري بوخت دي او همدارنګه د بغلان ولايت ځيني ځنګلونه لکه د پستي ، شنه او تازه ځنګلونه همدارنګه غرنۍ بادام د بغلان په ولايت کې لمينځه تللي چې ددي ځنګل د محافظانو په وينا چې د حيواناتو د بي ځايه څړ په صورت کې د پستي ، بادام ،چارتراش (ارچه) وني کوم چې تازه شنه شوي وي دحيواناتو څړ او دمحلي خلکو دبي پروائي له امله له منځه تللي دي .هغوي اضافه کړي چې تقريباً (۴۰)زره جريبه ځمکه د ځنګلونوتخريب شوي چې دوي نشي کولي چې ددي تخريب مخنيوي وکړي . طبعي ځنګلات د افغانستان په زياتو ساحاتو کې وجود لري چې د څو کاله مخکې د شديدو بهرانونو له امله په هيواد کې مثمره اوغير مثمر وني د ځنګلي ساحو د ټوپک سالارانو او زوراورله خوا په بي رحمانه ټوګه قطع او خپل د شخصي کټو په خاطرئي تر استفاده وکړي.. په همدې دليل د افغانستان ځنګلونه په کلي ا ويا نسبي ډول لمنځه لاړل او د حکومت په راتلو سره د دا ډول قطعه کولو مخه ترڅه حده ونيول شوه او ځنکلونه د بيرته شنه کيدو په مهال کې شول او تر دي حده رسيدلي دي که چيرته ئي حفاظت وشي لمنځه تللي ځنګلونه بيرته ودانيږي. عبدالوهاب د بغلان ولايت د ځنګلونو دمحافظ په توګه پدي مورد کې داسي ويلي دي .د يو نيم لک جريب ځمکي څخه زيات ځنګلي غرنۍ بادام او دپستي ځنګلونوپه لرلوسره چې تقريباُ (۴۵ ) زره جريبه ئي له منځه تللي .محمد نعيم رسولي د بغلان ولايت د کرهني او مالداري رياست معاون زياته کړي چې ددي ځنګلونو تخريب دحيواناتو د بي ځايه څړ په صورت کې تر سره شويدي .هغه وني چې قطع شوي وي بيرته راشنه شوي وي او د ميوي نيولو مرحلي ته رسيدلي او کوم ستونزي چي مونږ ئي لرو دځنګل په ساحه کې يو کلي موجود چې دنوموړۍ کلي حيوانات ځنګل کې څړ کوي خو اوس مهال د هغه مخنيوي هم شويدي .پسته او غرنۍ بادام دا چې د مهمو پيداوارو له جملي څخه شميرل کيږي او د با ارزښته محصولاتو له جملي څخه دي دهيواد څخه بهر با زارونو کې ښه ارزښت لري او صادراتي محصولاتو له جملي څخه حسابيږي چې څو کاله وړاندي صادرات کم وو. دزراعت د مسولانو په وينا. دپستي اوبادام محصولاتو د څوکلو وړاند ي په پرتله زياتوالي موندلي دي . ځکه چې صادرات ئي نورو هيوادونو ته زيات شوي . پدي ورستيو کې د وزارت زراعت له خوا يو مقدار پيسي هم د ځنګلو د احياء او انکشاف لپاره تخصيص شوي. مګر دا چې ځنګلونه په طبعي ډول احياء کيږي . پدي موضوعاتو باندي هم بحث تر سره شوي خو تر اوسه تثبيت شوي ندي.



دځنګلونو بي رويه قطع کولو ښکاره عوامل او د هغه د مخنيوي دحل لاري دځنګلونو بي ځايه قطع کول و په صورت کې د ځمکي د کلکيدو باعث ګرځي اونوموړۍ کلکيدنه د ځنګلي هيوموس لرونکي خاوره تخريبيږي . چې همدا عامل د هرزه ګياوو د زياتوالي او د ځنګلونو د يو طرفه قطع کولو په صورت کې يو نوع اخلال او ګډوډي په خاوره او اقليم ګې را پـــيــدا کـوي او اکثره ليدل شوي چې د نوموړي قطع کولو په صورت کې ساحات ټول شړ او وني نه تر سترګو کيږي . مونږ فـقـط له همدې طريقه څخه يو قـوانين دځنکل لپاره وضع کوو. د اطلاعاتو او فرهنګ له لاري ، دسمينار ورکولو له طريقه ، د مکتبونو د معلمينو له خوا ترڅو شاګردان پوهه کړي دکلي او مـحـلـي خلک وپوهول شي چې د ځنګل قطع کول زيات تاوانونه لري او په راتلونکي کې به زيات مشکلات سره مخ شوو.مثلاُ :يو سالم محيط کې چې کله ژوند کووهغه محيط کوم چې ځنګلونه هلته موجود وي دځنګل په واسته هوا ښه فلتر او تصفيه کيږي .که چيرته ځنګل موجود نه وي هوا هم ګردمنه ،ککړه او اقليم به هم زيات ګرم وي چه دي ته يو سالم سيمه نشو ويلي او بيلابيل نوري ستونزي هم رامنځته کوي.هيره ونه وي چه ځيني نور عوامل هم موجود دي چې د ځنګل په ساتنه کې مهم رول لري .۱ـــ د ځنګلي ساحاتو څخه د خلکـو ويستل. ۲ـــ د هغوځمکـو بيرته لاسته را وړل کومه چې ځنکل قـطع شوي او زراعتي ځمکو لپاره استفاده تري کوي .۳ـــ د سمينارونو ايجادول او د خلکو د پوهي د سطحي معيار لوړولو او د ځنګل نور حفاظت او مراقبت لپاره . ۴ـــ د ځنګلي ونو نيالګيو ساتنه او حفاظت د حيواناتو د څړ څخه . او په ځنګلي ساحه کې د حيواناتو د څړ مخنيوي



د بي ځايه قطع کولوتاثيرات د ځنګلاتو په وضع. څو لسيزو جنګونو په او ږدو کې د چاپيريال څخه د توليدي سرچيني په توګه استفاده شوي د ځنګلونوتخريب او د خالي ساحو شړ کيدل دزراعت لپاره يو عادي شکل ځانته اختيار کړيدي د ځنګلونو او د څړ ځايونوڅخه زياته او دوامداره استفاده د چاپيريال د تخريب سبب شوي بر علاو ددي هغه ورانکاري چه په جنګونو کې منځ ته راغلي او په غير معقوله تو ګه د طبعي سرچينو څخه استفاده ډيري اقتصادي ستونزي او د چاپيريال د تخريب سبب شوي دغذاي محصولاتو د توليد کموالي يعني بيکاري ، دغذاي موادو کمبود ، د نورو ضروري شيانو دنرخ لوړيدل او بلاخره دانرژي کمبود د هغه عواملو له جملي څخه دي کوم چې په لوړه رديف کې قرار لري . وزارت زراعت په عمومي ډول او علف څړ د ځنګلاتو رياست په خاص صورت ددي مشکل د حل لپاره کومه خاصه توجوه نه ده کړي. دا ډول کړني چې اوس مهال تر سترګو ګيږي خاص تاثيرات په ځنګلونو او ژوندي ژوي چې خپل د ژوند د بقاء لپاره ځنګلونو کې ژوند کوي ددي خساراتو په وجه ډيړ خنډو واردوي دا ډول بي نظمي نه يواځي دا چې په ځنګلاتو او د وحشي حيواناتو مهاجرت او اقتصادي مشکلات رامنخته کوي بلکه له دي سره سره اقليم او چاپيريال کې زيات بدلونونه رامنځته کيږي چې د انسانانو حفظ الصحي ته هم تاوانونه رامنځته کيږي .

د انسانانود غفلت اوبي احتياطي له وجي ځنګلونو کې اور لګيدنه : ځواني وني او نيالګي نازک پوستکي لرونکي دي نسبت هغه ځنګلي ونو ته چې ډبل پوستکي لرونکي دي ژر اور لګيدنه پکې صورت نيسي .ډيره کمه اور لګيدنه هم په نيالګيوکي غټ تاوانونه پيښوي .لکه : چوپانان ، او هغه کسان چې د تفريح لپاره ځنګل ته ځي د ځان ګرمولو پخاطر يا د پخلۍ لپاره اور لګوي مګر د نوموړي هدفونو د پوره کولو څخه وروسته اور صحيح نه ګلول داور پاتي شوني د باد په واسته د ځنګل نورو برخو ته سرايت کوي. حتا ځيني وختونه چې ښکاريان ښکار لپاره ګولي واروي د دوي د بي توجهي له وجه هم اور لګيدنه صورت نيسي . په قصدي ډول اور لګونه دا ډول اورلګونه بدون د انسانان له کوم مسوليت څخه د وحشي حيواناتو د ورکيدو په خاطر ترسره کوي چې دا ډول کار په افغانستان کې کومه سابقه نلري خو په ځينو هيوادونو کې له دي طريقي څخه استفاده کوي کوم چې ده آزاده تګ راتګ لپاره ساحه برابروي او ځنګل په (خرابه او وراني ) بدلوي .چې دا ډول اورلګونه د ازاده ساحي پخاطر يا د علفه جاتو دزيادښت پخاطر او يا د زراعتي ځمکو دهدف لپاره ئي تر سره کوي.دا ډول عمل خصوصاٌ هغه ساحاتو کې صورت نيسي کوم چې ديوي سيمي خلک د بلي سيمي دخلکو سره دښمني په وجه قصداً اور لګوي يا هغه ساحاتو کې چې نور قبايلي خلک نه غواړي چې ددي سيمو دخلکو حيوانات په ازاده توګه څړ وکړي اود لرګيو د سونګ يا نورو موادو کې استفاده تري وکړي. غواړي چې خلک ته ضرر ورسوي .ځنګل ته په قصدي ډول اورلګوي او په دي نه پوهيږي چې ځنګل طبيعي منابع دي او د الله (ج) له خوا بنده ګانو ته ورکړل شوي تحفه ده. يوه


په ځنګل کې د اورد مخنيوي لپاره عصري طريقي : ۱ــ مخابراتي وسايل : هغه وسايل چې پدي منظور استفاده تري کيږي عبارت له تيلفون ، لګيدل شوو دستګاو (راديو ) چې د تيلفوني شبکي پراخوالي دومره پرمختګ کړي وي چې د مرکز څخه تيلفون ، ځنکلي ساحاتو کې دځنګل د مرجع سره وصل وي او هميشه لپاره په تماس وي.چې دا کار د ځنګل په داخل کې د پيښو شوو ضررونو او نورو خطراتو په مقابل کې د ځنګل هر مشکل د حل لپاره تر سره شي د ځنګل په ځيني نقاطو کې کوم چې له مرکز څخه ډير لريوالي ولري او خطرات هم ورته متوجه نه و ي د دايمي تيلفوني شبکه بي مورد ده په نوموړي نقاطو کې چې مرکز څخه لريوالي لري بيدون د تيلفون څخه د لګيدل کيدو دستګاوو يعني (راديو ) څخه استفاده کيږي . هغه ساحاتو کې کوم چې د تيلفون شبکي کار نکوي کولي شو چې دنورو دستګاو څخه استفاده وکړو.۲ـــ نقليه وسايط : د اور لګيدو دخپريدو په صورت کې نوموړي سيمو ته مامورين او نور د اور ګلولو وسايل سيموته په عاجل توګه ورسيږې څومره د اور لګيدل ضعيف اور وي او که تيز اور لازمه ده چې سيمي ته په تيزي سره وسايل انتقال شي. کوم وخت اورلګيدني سيمو ته ورسيږي دوسايلو په حمل اونقل کې سرک هم بايد په نظر کې ونيول شي چې نوموړي ساحي ته سرک يا لاره شته او کنه ، تيز او مجهز وسايلو څخه بايد کار واخستل شي او نقليه وسايت د سيمو په شرايط پوري بايد تړاو ولري . مثال : په ځيني ممالکو کې لکه امريکا ،کانادا ، همدارنګه هند له بيړۍ بحري موټري (قايق) څخه استفاده کوي او ځيني مناطقو کې چې دموټر لارې نه لري د طيارو په ذريعه اوبه شيندل کيږي چې اقتصاد يي دولت پورې تړاو لري .



۳ـــ اور بلاک: داور بلاک اصلاً هغه پياده رونوته ويل کيږي چې د ځنکلي ساحاتو تر مينځ فاصله ايجاد کړي او که دځنګل يوه برخه اور واخلي خو بله برخي ته اور ونه لګيږي . اور بلاکونه هغه سرکونو ته ويل کيږي چې نه يواځي دځنګل د اور لګولو دمخنيوي لپاره بلکه د ځنکل محصولاتو د حمل نقل لپاره هم ددي سرکونو څخه استفاده کيږي. نهرونه ، واړه سيندونه له اور بلاکونه له جملي څخه دي او يواځي هغه نقاطو کې کوم چې طبعي آثار يا سرکونه موجود نه وي اور دباد په واسطه کيداي شي ټول ځنګل ته سرائيت وکړي . اور بلاکونه نظر شرايطو ته تغير کوي .داور بلاکونه په موثر توګه بايد صورت ونيسي او د هر نوع سوزيدونکو موادو لکه د نباتاتو پاتي شونو څخه بايد پاک شي که چيرته د کال له پيل څخه د نباتاتو د پاتي شونو څخه ځنکل پاک نشي نو پکارده تر څو د ځنګلونو په پاتو شونوباندي ده کيمياوي موادو څخه بايد استفاده وشي ترڅو د ځنګل ټولي اضافي پاتي شوني لمينځه لاړه شې.







د اورلګيدو مخنيوي لپاره مهم وسايل ۱ــ د کار افزار: مخکي له اورلګيدني څخه لازمه دي چې هغه وسايل چې د اورلګيدو په مقابل کې ضروري دي بايد اماده شي. وسايل بايد پر مخ تللي او مدرن وسايل وي تر څو د کارپه وخت کې ښه نتيجه ورکړي وسايل که لاسي وي او يا ماشيني وي چې نوموړي وسايل په مرکز کې داسي ځاي کې موجود وي يا ځاي پر ځاي شوي وي چې د ضرورت په وخت کې په سرعت سره لاس رسي ورته پيدا کړو.او غټ وسايل دځنګلي ساحو کي نژدي ځاي پرځاي شي تر څو د هر وخت لپاره چې ضرورت ورته پيښ شي لاس رسي ورته وکړي شوو.






۲ـــ هغه وسايل کوم چې د وني په قطع کولو کې پکار وړل کيږي هغه وسايل چې ددي لپاره په کار وړل کيږي عبارت دي له : تبر، اره ، اوسپني پانه ، د لرګي پانه او څتک چې ددي مشخصات د هغه مشخصاتوسره تړاولري کوم چې ونه قطع کوي او دوه لاسي اره ، برقي اره دواړو څخه استفاده کولي شو. ۳ـــ هغه وسايل کوم چې د خاورو په اوچتوولو او په بلاکونو کې استفاده تري کيږي چې لمړني وسايل عبارت دي له :بيل ، کوږ بيل،بيلچه او کله له کلنګ څخه هم استفاده کيږي . له بيل څخه نه يواځي دا چې د خاورو د اوچتولو او يا د اور د بلاکونو لپاره بلکه د ونو د پاتي شوني او د هغـوي د خاوري دلاندي کيدو لپاره هم استفاده تري کيږي او ميخانيکي وسايلو لکه ، بلدوزر او د ونو دريښود راښکلو ماشين الات او ځيني هغه ماشين الات چې د اورلګيدو په صورت کې په ځينو ممالکو کې استفاده تري کيږي . ۴ـــ هغه وسايل چې د اوبو د رايستلو او اوبو د پاشلو لپاره استفاده تري کيږي داور دمړ کيدو لپاره بايد د اوبو د پاشلوڅخه استفاده وشي چې ددي پخاطربايد د اور د مبارزي پخاطر د مجهزه فلزي انواعو چې اوبو ډکه ذخيره د هميشه لپاره بايد عيار وي چې د اوبو يو ذخيره ګا ه او نورمجهز وسايل هم ورسره شتون ولري. ۵ـــ د روښنائي وسايل معمولاً دلمر روښنائي په ځنګل کې د شپي له خوا شتون نه لري چې ددي لپاره قوي چراغونو ته ضرورت دي. بهترين چراغونه هغه دي کوم چې د کار ګرانو په خوليو پوري نصب د ي.او کارګران خپل د سر په ګرځيدو سره کولي شي چې هره خواته رڼا خپره کړي او دا چراغونه د بطري په واسطه رڼا ورکوي او ځيني فاموس (هغه نوع چراغونه چې قديمي ) دي او ددي کار لپارتظيمن کوونکي ندي او ځيني وخت د برق نيرو له تراکتور او يا کاماز څخه ګردان چراغونو نصب شوي دي. مختلف طريقي ده ځنګل د اور ګليدو لپاره موجود دي چي نظر داقليمي شرايطو ته فرق کوي چې يو لدي طريقو څخه عنعنوي او يا سنتي طريقه ده.




د لغما ن ځنګلونو د اورلګيدني عنعنوي طريقي افغان مسولين له خوا ويل شوي چي د شرقي ولايت لغمان ځنګلونو د اور لګيدنه په عنعنوي ډول صورت ونيول او اميد وار يو چې د لغمان ولايت دځنګل اورمړکړو د اور لګيدني لوي علت تر اوسه لا څرګنده شوي ندي ضرر او تاوانونه زياد دي .د لغمان ولايت يولک هکتاره ځمکه ځنګل لري او معلوم ندي چې څومره ساحه ددي ځنګل ته ضرر رسيدلي د اوروژني لپاره د عليشنګ ولسوالۍ د درييم منطقي چې د لغمان د ولايت سره واقع دي او د دولت شاه ولسوالۍ کې رامينځته شوي وو د ائتلافي ځواکونه او هراس افګني (تروريزم ) د امريکا په رهبري او د سيمه يزه کسانو اود د فاع وزارت ، د زراعت وزارت منسوبين د اور ګلوني او خاموشولو لپاره عصري وسايل په واک کي ورکړي چې دغه د دولت شاه ولسوالي په ځنګل کې ۲۰\ ۵ \۱۳۸۵نټه کې اورلګيدلي وه دا اورلګيدنه وروسته له يوي ونۍ خاموش شو چې زيات ضرر او تاوانونه ېي وارد کړل . د کرني وزير عبيد الله (رامين ) وويل د تيزو بادونو په وسيله په تيرو وڅو ورځو کي داور دخاموشولوپه پخاطريي د کارګرانو تلاش خنثي کړ او د ډيرو هڅو باوجود ئي هم نتيجه نه ورکوله او اور د باد په وسيله نورهم شدت ئي زياتيدو او له همدي وجي تازه شنو ځنګلونو ته هم تاوانونه زيات ورپيښ شوه او هغه زياته کړه : اطفائيه وسايل ته لاس رسۍ نلري او زياتو مصارفو په وجه د اوبو پاشلو هواي الوتکه د نورو هيوادونو څخه صرف نظرشولوعبيد الله رامين زياته کړه :علاوه له دينه د عنعنوي طريقو څخه د اور په مړ کيدو کې استفاده کيدله او پدي طريقي سره د اورپه مړ کيدو بريالي شول د لغمان په ولايت کې نژدي (۱۰۴)زره هکتاره ځنکل او مختلفو انواعو وني مثلاً ستن پانه وني ،جلغوزي وجود لري يوه مياشت مخکې اورلګيدنه د لغمان په ځنګل کې (۸) هکتاره ځنګل د کنړولايت هم اورلګيدني لاندي راغلل او وروسته لدي د الله ج په رحمت سره چې کله باران وريده ده اورد مړکيدو سبب وګرځيدو .






ټوپک سالاران نه يواځي دا چې د بشريت دښمنان وو بلکه د شنو فصلونو يا ځنګلاتو دښمنان هم وو، دهيواد شنه ځنکلونه د حيواناتو د ژوند د بقاء لپاره او د واوري او اوبو د ذخيري حيثيت لري اوپرته له دي د سل ګونو نوعو حيواناتو او الوتونکو مرغانو او داسي نور وحشي حيواناتو لپاره د اوسيدو ځاي دي . په بي رحمانه ډول ځنګلونه قطع شوي او نورو ممالکو ته انتقال شوي دي .خصوصاُ د پکتيا ،ننګرهار، کنړ ،نورستان د ولايتو چې د هيواد د مهمو ځنګلونو له جملي څخه دي. متأ سفانه دټوپک سالارانو له خوا زيات ضرر او تاوانونه ورته وارد شوي چې زمونږ د هيواد د ځنګلونو لرګي په توله نړي کې زيات شهرت لري چې لدي جملي څخه د پکتيا ولايت ځنګلونو چې مهم ځنګلونو له جملي څخه شميرل کيږي تقريباً (۲۵۰۰۰) جريبه ځمکه ېي تر پوښښ لاندي نيولي . او همدارنګه د ننګرهار ولايت مهم ځنګلونه چې دا هم د يو لړ زيان سره مخ شوي او له دي جملي څخه کنړ ولايت ځيني ولسوالي او دري لکه : ناوي ، کرچه ګل ، بداني ،چيره ګل ، شيګل او باتاش تقريباً له دي ونو څخه پاک شوي چې نوموړي دري په زرګونو جريبه ځمکي تر پوښښ لاند ي نيولي وي د شرقي نورستان کامديش ولسوالي چي اوس مهال د قاجاقيانو د حملي لاندي قرار لري او همدارنګه نوموړي ځنګلات منتهي دره او کامديش دره د قطع کيدو په حال کې دي چې ځيني سيمي لکه :بازګل ،چنار خوړ، پټي ګل ، کمو ، ساريت ، ميرايش او شورديش چې تر کامديش او منده ګل پوري ادامه لري د نوموړي ساحو ځنګلات ډيره لويه ساحه تر پوښښ لاندي نيولي چې په سلګونو زرو جريبه ځمکه او په ميليونو جيګ قد لرنونکي چارتراش ( ارچه ) شنه وني پکې ولاړه دي او ګاوندي ممالکو غواړي چې نورستان خلک ديته قانع کړي تر څو (ګورال ) او (ماجام ) د نوموړو سيمو او همدارنګه ټول نورستان خلک خصوصاً د ميرک قوم ديته مجبور کړي ترڅوځنګل پر دوي وپلوري او دنورستان شنه ساحي په شړ ساحه باندي تبديله کړي په ميليونو چارتراش د ناوي او کامديش له درو څخه په لاس راوړي او له همدي طريقه د اسمار ،غاشګي ، ناوه پاس او حتا تورخم او جلال اباد څخه د پاکستان په لور انتقاليږي . ټوپک سالاران د ټکس او پاټګ په نوم په ميليونو افغاني خپل جيبونو ته اچوي او د چارتراش په کميشن کاري کې يو له بل سره شريک دي او د جلال اباد او کنړ قمندانان ددي قاچاق په سر هر وخت لاس او ګريوان دي او سره لدي دومره پيسي لاندي باندي کيږي چي ټول د مشرانو جيبونو ته ځي او په دي ونه توانيدل چې حداقل په (۵) منطقو کې (۵) کارخاني د کاغذ جوړوني اعيار کړي ترڅو زړي وني د فني استازو په مشوري سره په سمه توګه قطع شي او کاغذ په توليد کې کار تري واخلي چې ترڅو له همدي لاري يو تعداد خلک په کار بوخت شي او له بله خوا پردي خلک پدي قادر نشي چې په وحشيانه ډول زمونږ هيواد خراب کړي زمونږ د هيواد د ځنګلونو وني دمهمو ونو د نوع څخه شميرل کيږي کاغذ که له داسي ونوڅخه جوړ شي له مهمترين کاغذو له جملي څخه حسابيږي خو اوس مهال دمشرانو دبي پروايي په وجه د هيواد دځنګلونو زيات برخه بي ځايه قطع او له منځه لاړي .


د ځنګلونو له منځه تګ ملي سرمايه ضايع ده : د افغانستان ځنګلونه خصوصاٌ د کنړ ولايت ځنګلونه د افغانستان د ملي سرمائي په نوم ياديږي چې دا ملي منبع د غلو او قاچاقبرانو له خوا ضايع شول دا وني چې تقريباٌ د ځنګلاتو نيمه منابع مينځته راوړله اوس مهال له منځه تللي چې له افغانستان څخه نور ګاوندي هيوادنو ته انتقاليږي چې دا کار په ټول کنړ کې جريا ن درلودل چې په لومړي قدم کې جنګ او غربت ددي باعث وګرځيد چې د طالبانو د سقوط يا نسکوريدو وروسته فاچاقچيانو او نور افغاني غلو دي کار ته نور هم شدت ورکول طالبانو حداقل دا بي ځايه تجارت ئي خپل تر کنترول لاندي راوستي وو.دسروي په اساس چې د مي مياشت کال (۲۰۰۱) کې صورت ونيوچي (۴۸٪) ځنګل له منځه تللي چې هغه زمان څخه تر نن ورځي نور هم زياتوالي موندلي دي ډيرداسي نور موضوعات دي چې دولت ددي توانمندي نلري چې مخنيوي وکړي . نوموړي غلو د قبيلوي قومندانانو له خوا حمايه کيږي او د ځنکل منابع لکه (چارتراش ) د قاچاق په شکل د کنړ مرکز چغان سراي څخه دکابل او غزني ، کندهار او بلاخره پاکستان ته انتقاليدل .طالبانو د هرلاري (۳۸۰۰۰) پاکستاني کلداري چه (۴۶۰ ) امريکائي ډالرکيدل چې کندهار ته نژدي چمن په سرحد کې به اخستل چې هغه وخت کې هر ورځ (۳۰۰) لاري په نوموړي لاري تيريدل احمدي زياته کړه : ددي با وجود د طالبانو مشر رهبر د ځنګلاتو د قطع کولو د مخنيوي لپاره احکام هم ليکلي وو چې ځنکل بايد قطعه نشي او نه بايد دا عوايد بيځايه په مصرف ورسيږي بيا هم زوراور خپل د زور په وجه قطع کول چې ددي ځنګلاتو مهم ترينه ځنګل چې ډيرتاوانونه ورته واقع شول د کوړنګل ځنګل دي چې د پيچ دري د ښار سره وصل دي د کنړولايت چې له (۵) قسمتونو څخه تشکيل شوي دي . د ناړي ځنګل چي د ناړي ښار ته نژدي شمال خوا ته د کنړ ولايت په (۵۵)کيلومتري کي موقعيت لري او نورو ولايتــونو په ځيني قسمتونوکې لکه : پکتيا ،غور او د ننګرهار سپيني دري چې همدي توپک سالارانو او غلو د چارتراشونو قطع اوس هم دوام لري .د کنړ ولايت د ځنګلاتو د اداره مسول عبد الهاشم خپل له عدم صلاحيت څخه شکايت لري او وائي د کنړ ولايت به ځنګلونو کې داسي زياتي وني موجودي وي چې بايد په قانوني ډول قطع صورت نيولي واي خودهغه ونوبرسيره نوري تازه رسيدلي وني هم مخ پرختميدو دي چي يو جرم پرسر بل جرم تکراريږي د افغانستان ځنګلونو تراژيدي د افغانستان مرکزي دولت ډله جوړه ونه د ځنګلونو د قطع د مخنيوي لپاره په هيواد کې منځته راوړي . چې تراوس مهاله (۳۰۰) تنه په دي فرقي کې د وزارت داخلي له نظرلاندي جذب شوي . او تر(۱۳۸۵) کاله پوري کيداي شي نوموړي تعداد (۲۰۰۰) دوه زرو تنه ته ورسيږي نوموړي ګمارل شوي کسان د سرحدي ولايتونو لکه: کنړ ، نورستان ، پکتيا او بادغيس ولايتونو په سرحدنو کې ځاي پر ځايه شوي تر څو د هيواد څخه بهر د چارتراش د لرګيو د قاچاق مخنيوي وکړي.او وزارت زراعت د ځنګلاتو مدير سيد بهرام (سعيد ) وويل :د (۲۵) کلونو په بهير کې دونيم ميلون هکتاره ځنګلات د جنګونو او وچکالي له امله لمينځه تللي او د شني ( فرقي ) راتګ ته يا رامنځته کيدوته ( خير مقدم ) وايو خو باور نه کيږي چې دا کارموثره ثابت شي له همدي کبله چاپيريال ساتنه او ملل متحده مامورين وائي په مجموعي ډول (۷۰٪) د افغانستان شرقي ځنګلات له منځه تللي او قاچاقچيانو اقدام (بنديز) باندي سترګي پټې کړي اوخپل کارپه دوامدارشکل مخته بيائي .د ځنګلاتو د ريفورم د څانګي مسول حسن فاروق د مللي متحد د غذائي اداري نوموړي شيني (فرقي )تشکيل د وزارت داخله تلاشي په څير ارزيابي کړله .حسن فاروق اظهاردرلوده چې دافغانستان مخکني نسل (۴۵۰۰۰۰) هکتاره د پستي څنګلاتو مقدار وو. مګر اوس ددي ځنګلاتو نيمائي برخه لمنځه تللي . نوموړوڅنګلاتونه يواځي دا چې زيات مقدار لرګي توليدول بلکه د اوبو، هوا ، سيمه تصفيي کې رول درلود او ددي باوجود د حيواناتو لپاره غذاي مواد او د هيواد په سرسبزي کي هم مهم رول درلود او کچيرته دا ډول کړنه ادامه پيدا کړي شايد چې په راتلونکي کې به زياتو خرابيو سره هم مخ شو همدي لحاظه دولت او مسول مقامات د طبعي منابع چې د هيواد اقتصادي زيربنا تشکيلوي پدي رابطه لازمه دي چي ټول خلک اوټول قومونه د دولت تر څنګ د طبعي منابعو ساتنه او حفاظت بايد وکړي . د پرمخ تللو ځنګلونو څخه ناوړي استفاده :

د حيواناتو هغه نوعي کوم چه کم موندونکي دي اوس مهال نسلي د نابودي سره مخ دي د رحيم الله سمندري په ليکني سره د کابل جنګ غير قانوني ښکار د ځنګلانو د منځ تګ او وچ کالي او غربت د افغانستان په ځنګلونه ناګوار تاثيرات وارد کړل بعضي له دي حيواناتو په داسي حالت کې قرار لري چې آخري نسل ئي هم شايد لمنځه لاړشي د متخصيصنو په وينا ! چې ببرکه په نوم چې يو نوع حيوان دي ټوله نړي کې ډير کم موندل کيږي وروسته له هغه صدمو چې د ښکار په واسط رامنځته شول دنوموړي نسل (۱۰۰) داني باقي پاتي دي که چيرته وضع په همدي حال پاتي شي نوموړي حيوان دنورو وحشي حيواناتو لکه : زمري، پړانګ ، ليوه سره به يو ځاي له مينځه لاړ شي ځکه چې نوموړي حيواناتود افغانستان په ځنګلونو کي ډير کم تر ستوګو کيږي حاجي حسن ( روښان)د افغانستان وزارت تجارت د جنګ اوصلحي اداري ته وويل : د افغانستان ځنګلونه د وحشي حيواناتو لکه : زمري ، ببر ، ګيډړ، ليوه په کلي ډول لمنځه تللي دي چي دليل يي جنګ ، وچکالي ، د ځنګلونو له منځه تک دي. او حکومت د حيواناتو ښکار په کلي ډول ممنوع کړي د بعضي ماهرينوپه وينا د ورک شوو حيواناتو لست لمنځه لاړ شي . لدي جملي څخه مارکو پلو پسونه هم نسل په ختميدو دي دا هغه حيوانات دي چي دوه برابره د اهلي حيواناتو حلقه حلقه شاخونه لري او طول يي ۲ متره ته رسيږي چې ددي حيواناتو ښکار کول د ښکاريانو لپاره مثا ل يي د يو مډال لاسته راوړل دي يودپاتي شووډلي نه: خفک ،سائبيرايي لګلګ داسي څرکنديږي چي دامريکايانو له بمبارد څخه وروسته نوروغربي هيوادونومهاجرشوي.چي ځيني سرويګانو په اساس بدون له يو دانه يا يوه جوړي څخه زيات ندي ترسترکو شوي.په الوتونکو مرغانو کي بدون له ځينو بازونو څخه چه يو نوع بازدي چې هغه هم نسل ئي په ختميدو دي چې يوزمان د افغانستان په غرونو کې په عادي شکل ليدل کيدل نو اوس مهال د هيواد د تقاضا پخاطر نه ترسترګو کيږي .ځکه چې اوس مهال همدا ښکارچيانو تقاضا د نوموړي مهاجرتونه د حيواناتو او الوتونکي مرغانو چې د هيواد څخه بهر مهاجر شوي او نسلونه مخ پرختميدو دي . د څوکلو راپدي خوا د انقلاب او جنګونو له وجه حيوانات او مرغان ته زيات خسارات وارد شول چې په نتيجه کې د هيواد څخه بهر په مهاجرت پيل وکړ. او د افغانستان غرونو کې چې کوم الوتونکې مرغان ژوند کاوو هغه غرونه د جنګ خط سير او دجنګونو په استرتيژيکې باندي تبديل شول . په ځنګلاتو باندي د حيواناتو ضررونه په ځينو سيمو کې د حيواناتو داخليدل ځنګل ته ځيني مسايل رامينځته کوي چې په راتلونکي کې ځنکلونه ته ډير خطرناک تماميږي صرف مديتراني ئي ځنګلونه چې د حيواناتو څړ تعامل کوي .مګر ټولو ځنګلونو کې بي روئي څړ ډيرضررونه رامنځته کوي په کلي ډول هر حيوان د واښو په تپو تالاش کې وي او په همدي ډول نوي تازه شنه شوي نيالګي د پښو لاندي کوي او هغه ځواني او تنکي وني شاخونه ماتوي خصوصاُ هغه ساحاتو کي زيات زيان رسوي کوم چې نوي تازه نيالګي موجود وي حيوانات د مهم فکتور په عنوان د ځنګلاتوپه احيا‌ء او انکشاف کې ډير تاثيرات وړاندي کوي هغه حيوانات دي لکه : چينجي ،حشرات او داسي نور اهلي او وحشي حيوانات داسي ضررونه ځنګلاتو ته ور پيښوي چې د ونوشاخونه ماتوي او تازه نيالګي لمنځه وړي او د نوموړو نيالګيو او شاخونو له شنو برخو څخه استفاده کوي او دحيواناتوبي ځايه څړتر ټولوزيات ضرر رسونکي دي د ځنګل لپاره دحيواناتو څړ د ځنګلونو د توليد سطح را ټيټوي او د ځنګلونو نوي رامنځته شوي نيالګي او ځوان نيا لګي له منځه وړي او په نتيجه کې د ځمکي قشر کلکوي

 د اوبو، هوا  نفوذ مخنيوي کوي علا‌ء له دي نه کله چې حيواناتو د غرونو په لانديني سيمو يا د غرونو په لمنو کي څړ کوي د خاوري  ښويدو او د خاوري فرسايش ته زيات تاوانونه واردوي.

زمونږ د هيواد ځنګلونه د ډير پخوا زماني راهيسي تراوس پوري د حيواناتو د بي کنټرول ځړ په وسيله متضرره شويدي . چې بي ځايه ځړ په وجه دځنګلونو دځمکي فرش د سختوالي سره مخ شوي چې تاز او نوي نيالګيو د راشنه کيدو امکان ډيره کم تر سترګو کيږي .که چيرته په صحيح ډول د حيوانات بي ځايه څړ تحقيق وشي فيصدي تخريب ئي ډيره زيات دي .چې له همدي وجي د ځنکلونو د نويو نيالګيو خرابولو، شاخونو ماتول او همدارنګه دونو د وچوالي سبب ګرځي . او همدارنګه د ځنګلي ونو نوي نسل هم له منځه ځي . نو له همدي وجه مالدارانو ته اشاره شوي دي .چې د ځنګلونو د مينځته تک په قصدي ‌ډول د مالدارانو له خوا هم صورت نيسي چې دځينو ونو د شاخونو قطع کول چي پانو څخه يي د حيواناتو د استفادي پخاطر او يا هم د ونو قطع کونه چې دا تول د بي توجهي له وجي صورت نيسي .

په ځنګلونو کې د حيواناتو د څړ قواعد وصول که چيرته د ځنګل د څړ څخه بغير بله لار وجود ونه لري نو لازمه دي چې ددي په اړه ځيني تدابير ته بايد متوجه واوسو تر څو د څړ په وسيله ځنکل ته ضررونه ورپيښ نشي ۱ـــ په ښه ميتودونوسره د ځنګل روزنه..۲ـــ د حيواناتو کمول ۳ــ د علفه جاتو يا د فصل وخت او دڅړ وخت بايد په نظر کې ونيول شي۴ـــ د حيواناتو د نوعه انتخاب۵ـــ د حيواناتو د داخيلدو لاره ځنګل ته





نتيجه ګيري افغانستان د هغه هيواد ونو جملي څخه دي چې پراخه طبعي زيرمي لري چې د هغه جملي څخه يو ئي هم ځنګلونه دي چې د هيواد هر دره ، ناو او غر ئي پوښلي ده چې د هيواد ۳ ٪ ځمکه يا مساحت ئي ښودلي ده ولي له بده مرغه په څو لسيزه اوږد مهاله جنګونه له کبله د ځنګلونو تخريب زيات شوه چې فيصدي ۱ ٪ ته را ښکته شوي وه دمارفولوژ له مخي د ځنګلونه په څو طبقه ويشل شوي چې تل شنه ستن پاني ځنګلونه ، پلن پاني ځنګلونه ، پاني ريژه ځنګلونه ، پلن پاڼي بي ميوه ځنګلونه او داسي نور چې خوشبختانه افغانستان د دا ټولو نوعو لرونکي دي چې د هيواد په دري حوزو کې يعني د هندوکش سلسلي په شمال جنوب او د هيواد په شرقي حوزه کې (ننګرهار ، کنړ، لغمان ، نورستان ، پکتيا ، او خوست کې واقع دي ) چې مختلف نوع وني لکه غرني بادام ، څيړ ، کاج، لمنځه ، نښتر، سرپ، پستي ، جلغوزي لرونکي دي چې دغه ځنګلونه په مختلفو وختوکې مختلف اغيز لاندي راغلي ځيني وخت دانسانانو له خوا او ځيني وخت هم حيواناتو ورته ضرر رسولي . ځيني وختونه د انسانانو د غفلت له وجي په ځنګلونو کې اور لګيږي چې له يو مخي د ځنګل منځه تلوسبب کيږي ددي لپاره چې د ځنګل د اور لکيدني مخنيوي مو کړي وي نو ضروري ده چې ځنګل اورلګيدني مخنيوي لپاره څو طريقي په نظرکې ونيسو د مثال په ټوګه بايد په ځنګل کې مخابراتي د ستګاه عيارشي د نقليه وسايطو لپاره ځنګل کې لاره جوړه شي او د وسايلو انتقال لپاره وسايط په ځنګل کې موجود وي چې تر څو وکولاي شوه په عاجله ټوګه اور مړ کړو .ځنګل په لمړي قدم کې د سوخت لپاره لرګي . سکاره ،تعميراتي لرګي ،کاغذ او نور صنعتي مواردو کې تر استفاده کيږي او حيواناتو لپاره علفه جات برابروي ددي څخه علاوه ايکولوژيکي عمده رول لري په عين حال کې ايکوسستم کي هم رول لري . ▷ ځنګل د شګو غونډيو او د روانو شګو مخنيوي کوي . ▷ دحيواناتو لپاره ځنګل د بهترينه پناګاهونو له جملي څخه دي. ▷ ځنګل د هوا د تصفي او يا د هوا د فلترکولو مهمه سرچينه ده. ▷ ځنګلي وني کيمياوي مواد ترشح کوي چه د مکروبو د مينځه وړلو سبب ګرځي .


سپارښتنه :ــ ځنګلونو د اهميت په نظر کې نيولو سره د ځنګلونو حفاظت ،ا حداث او بهر برداري لپاره لاندي سفارښتونه بايد نظر کې ولرو .۱ـــ دځنګل لپاره نوي او مدرن ماشين الاتو بهر برداري .۲ـــ دحيواناتوبي ځايه څړ مخنيوي په ځنګلونو کې .۳ـــ خلکو ته پوهاوي ورکولو د ځنګل د قواعدو په اړه او بايد په دي اړه ډيرتلاش څخه کارواخستل شي .۴ـــ د ځنګلونو د ساتني لپاره اجتماعي پروګرامونو ايجاد ول .۵ـــ د ځنکلي ساحاتو ملي جوړونه ۶ـــ د ځنګلوبيانوي کيدويا نيال شاني کې د خلکود سته جمي ټولنه مينځته راوړل۷ـــ د ځنګلونو د قطع لپاره نوي او عصري رواجونه ايجادول ۸ـــ د ځنګلونو د بهربرداري تناسبات .۹ـــ د ځنګلونو د هغه ساحاتو احياء کوم چې تخريب شوي.۱۰ــ د مصنوعي ځنګلونومينځته راوړل په ښارونو او پارکونوکي ۱۱ـــ د موثرو استراتيژيوطرح په ځنګلونوکي.۱۲ـــ خلکوته پوهاو ورکول د ځنګلونو په اړه او همداشان د حيواناتو ، الوتونکي مرغان په اړه ده مجلو ورځپانو.تلويزون او دنورو وسايلوله لاري.۱۳ـــ د مسلکي متخصيصونو او مديرانو جذب د ځنګلداراي رياست، زراعت او مالداري ته . ۱۴ــ د ځنګلداري ، زراعت اومالد اري د تحقيقاتي مرکز ايجادول د هيواد په ولايتو نواو ولسوالي او په اړوند ځايونو کي .۱۵ـــ د ځنګلونوتوسعه او تخم ، نيالګي کينول ، د غرونه په لمنو ،غوڼډيو ، دروو ،دسيندونو په غاړه او جهيلونو په غاړه.۱۶ـــ د فزيکي پروسو حمايه کول اود ايکوسستم اوچاپيريال ساتنه

سرچینې[سمول]

۱-  جزيره اي- محمد حسين ۱۳۸۴ نگهداشت جنگل – انتشارات، دانشگاه تهران – ص ص  ۱۴۵ ۱۵۲ .۲- حسيني - داکتر سيد محمد- جنگلداري مقدماتي- دانشگاه مازندران(ايران) سال ۱۳۸۴ صفحات( ۱۵ـ۱۹)

۳– شيرزاد- بازمحمد-۱۳۶۵ جنگلات طبيعي افغانستان، پوهنتون کابل، ص ، ص ، ۱ـ۲ .۴- کياني – بهمن .۱۳۸۳. جنيتيک جنگل ، دانشگاه تهران ، ص ص ۷۹ـ۸۱ .۵ - کوشه ، پي ير،۱۳۷۱ ، برسي وپرورش جنگل، دانشگاه تبريز، ص ص ۲۸۶ .۶– ملکيار.غلام محمد ۱۳۸۳ محيط زيست افغانستان ، پوهنتون کابل، ص ص ۷۸ـ۸۸۷ – ناصري، پوهنوال غلام نقشبند ۱۳۸۳مبادي جنگلداري انتشار پوهنتون کابل .