خیریه دولت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

خیریه دولت د دولت هغه بڼه ده، چې په هغه کې دولت (یا د ټولنیزو بنسټونو یوه ښه جوړه شوې شبکه) د برابرو فرصتونو، د شتمنیو د مساوي وېش پر اساس د خپلو اتباعو له اقتصادي او ټولنیزې هوساینې ساتنه کوي او وده ورکوي همدارنګه د هغو وګړو لپاره عامه مسؤلیت مني، چې نه شي کولای د ښه ژوند لپاره له لږو شرایطو نه ګټه پورته کړي. ټولنپوه T.H. مارشال عصري خیریه دولت د ډیموکراسۍ، فلاح او پانګوالۍ د ځانګړي ترکیب په توګه بیان کړ.[۱]

په هېوادونو او سیمو کې د خیریه دولت په بڼه او طریقه کې د پام وړ بدلون شته دی. ټول خیریه دولتونه یو څه خصوصي عامه مشارکت ته اړتیا لري، چې په کې لږ تر لږه د ځینې خیریه پروګرامونو اداره او تحویل د خصوصي ادارو له لارې ترسره کېږي. د خیریه دولت خدمتونه هم د دولت په بېلابېلو ساحو کې وړاندې کېږي.[۲][۳]

د خیریه دولت لومړۍ ځانګړتیاوې؛ لکه عمومي تقاعد او ټولنیزه بیمه، له 1880ز کال نه وروسته د لوېدیځو هېوادونو په صنعتي کولو سره وده وکړه. لومړۍ نړیواله جګړه، ستر ناورین، او دویمه نړیواله جګړه د مهمو پېښو په توګه پېژندل شوي، چې د خیریه دولت پراختیا ته یې لار هواره کړه او په دې کې د ورک شوي محصول، د لوړې کچې بېکارۍ، او نورو ستونزو سره د مبارزې لپاره د دولت مداخله  شامله ده. د خیریه دولت بشپړې بڼې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته رامنځته شوې.[۴][۵]

sozialstaat (ټولنیز دولت) یوه الماني اصطلاح ده، چې له 1870ز کال راهیسې د دولت د ملاتړو پروګرامونو د تشرېح کولو لپاره کارول کېږي، دا د المان سوزیال پولیټیکر (ټولنیزو سیاستوالو) له خوا جوړ شوي او د اوټو وان بسمارک د محافظه کاره اصلاحاتو د یوې برخې په توګه پلي شوي دي.[۶]

د «ټولنیز دولت» د انګلیسي ژبې معادل په انګلیسي هېوادونو کې نه و. په هر حال، د دویمې نړیوالې جګړې په لړ کې، د انګلیسي لوی بشپ ویلیم ټیمپل، چې د مسیحیت او د ټولنیز نظم (1942ز کال) کتابونو لیکوال دی، د «خیریه دولت» عبارت په کارولو سره دا مفهوم دود کړ. له خیره دولت نه د ټیمپل اخیستنه له (سیبیل: یا دوه ملتونه) یا (په بل عبارت بډایه او غریب)، چې بنجامین ډیزراییلي په ۱۸۴۵ز کال کې لیکلی و، تړاو لري، دی لیکي: «ځواک یوازې یوه دنده لري، چې د خلکو د ټولنیزې هوساینې خوندي کول دي». کله چې ډیزراییلي (وروسته لومړی وزیر) سیبیل لیکلی و؛ نو هغه مهال هغه له ځوان انګلینډ سره اړیکه لرله، دا د ځوانانو محافظه کاره ډله وه، چې له بېوزلو صنعتي شرایطو سره د Whigsdealt له څرنګوالي سره موافق نه و. د ځوان انګلینډ غړو هڅه وکړه، چې د امتیاز لرونکو طبقو په منځ کې ملاتړ ترلاسه کړي، ترڅو له بېوزلو سره مرسته وکړي او د کار هغه وقار وپېژني، چې دوی یې فکر کاوه، چې د فیوډال د منځنۍ دورې په لړ کې د انګلستان ځانګړتیا وه.[۷][۸][۹][۱۰]

تاریخ[سمول]

هند[سمول]

د هند سترواک اشوکا په درېیمه پېړۍ کې د خیریه دولت مفکوره وړاندې کړه. هغه وویل، چې مذهب (لاره) یوازې د معنالرونکو عبارتونو ټولګه نه ده. هغه په ​​شعوري توګه هڅه وکړه چې دا د دولت د تګلارې په توګه غوره کړي. هغه اعلان وکړ چې «ټول انسانان زما اولادونه دي» دا په بشپړه توګه د پاچاهۍ یو نوې نظریه وه. اشوکا د تشدد په واسطه جګړې او سوبې پرېښودې او د ډېرو ځناورو وژل یې منع کړل؛ هغه غوښتل، چې د مینې او عقیدې له لارې نړۍ فتح کړي، هغه د مذهب د تبلیغ لپاره ډېری ماموریتونه واستول. دا ډول ماموریتونه د مصر، یونان او سریلانکا په څېر ځایونو ته لېږل شوي. د مذهب په تبلیغ کې د خلکو د هوساینې ډېری اقدامات شامل وو. د سترواکۍ دننه او بهر د نارینه وو او حیواناتو د درملنې مرکزونه تاسیس شول. شنه بڼونه، څاګانې، باغونه او هوسا کورونه جوړ شول. اشوکا هم بې ګټې قربانۍ او د ټولنې ځینې ډولونه منع کړل، چې د اسراف، بې نظمۍ او توهین لامل کېدل. د دغو تګلارو د پلي کولو لپاره هغه د سرتېرو یو نوی کادر وګوماره، چې د Dharmamahamatas په نوم یادېده. د دغې ډلې د دندو یوه برخه دا وه، چې د بېلابېلو فرقو وګړو سره باید عادلانه چلند وشي. له دوی نه وغوښتل شول، چې د بندیانو هوساینې ته پام وکړي.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

چین[سمول]

د هان سلسلې سترواک وین (203 – 157مخکې له میلاده) له عصري خیریه تګلارو سره د ورته والي بېلابېل اقدامات وکړل. په دې کې له 80 کالو نه پورته عمر لرونکو وګړو ته د تقاعد په بڼه د خوراکي توکو او شرابو ورکول او همدارنګه د پورونو یا د مالیاتي معافیت په بڼه؛ کونډو، یتیمانو او لویانو ته د دوی د ملاتړ لپاره پیسې وکول وو. سترواک وین د مالیې د پیسو د ضایع کولو په اړه هم اندیښنې لرلې. د نورو هان سترواکانو په څېر، هغه ساده ورېښمینې جامې اغوستې. د دې لپاره چې دولت د عامو خلکو لپاره ښه خدمت وکړي، ظالمانه جنایي سزاګانې یې کمې کړې او دولتي بیوروکراسي یې هم ښه کړه. دغه چاره د دې لامل شوه، چې د چین په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره چارواکي د ازموینې له لارې وټاکل شي.[۱۷][۱۸]

د هیواد یا سیمې پر اساس[سمول]

اسټرالیا[سمول]

په اسټرالیا کې له 1900ز کال نه مخکې، د خیریه ټولنو خیریه مرستې او کله ناکله د چارواکو له خوا مالي مرستې، د هغو وګړو لپاره د مرستې لومړۍ وسیله وه، چې نه یې شوای کولای د ځان ملاتړ وکړي. د 1890 لسیزې اقتصادي فشار او په دې دوره کې د سوداګریزو اتحادیو او کارګر ګوندونو زیاتوالی د خیریه اصلاحاتو لپاره د خوځښت لامل شو.[۱۹][۲۰]

په 1900ز کال کې، د نوي سویلي ویلز او ویکټوریا ایالتونو یو قانون تصویب کړ، چې د 65 کالو او یا له هغه نه د پورته عمر لرونکو لپاره غیر مرسته کونکی تقاعد معرفي کوي. مخکې تر دې چې د انډریو فشر په مشرۍ د فډرالي کارګر حکومت د 1908ز کال د معلولینو او زاړه عمر د تقاعد قانون معرفي کړي؛ نو کوینزلینډ هم په 1907ز کال کې په ورته سیسټم قانون جوړ کړ. په 1910ز کال کې د معلولیت ملي ناباوره تقاعد پیل شو او په ۱۹۱۲ز کال کې د زېږون ملي معاش معرفي شو. [۲۱][۲۲]

کاناډا[سمول]

د کاناډا د هوساینې پروګرامونه د حکومت په ټولو کچو کې تمویل او اداره کېږي (له 13 بېلابېلو ولایتي/سیمه ییزو سیسټمونو سره) همدارنګه په کې روغتیا او طبي پاملرنه، عامه زده کړه، ټولنیز کورونه او ټولنیز خدمتونه شامل دي. ټولنیز ملاتړ د ټولنیزې مرستې، تضمین شوي عاید، د ماشومانو د مالیاتو ګټې، د زاړه عمر امنیت، د کار بیمه، د کارګرانو غرامت، او د کاناډا/کیوبیک تقاعد د پروګرامونو له لارې وړاندې کېږي.[۲۱][۲۲]

منځنی ختیځ[سمول]

سعودي عربستان، کویټ، متحده عربي امارات او قطر د خپلو اتباعو لپاره پر خیریه هېوادونو بدل شوي او په پراخه کچه سبسایډي لري.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

انتقاد او غبرګون[سمول]

پخوانیو محافظه کارانو، د توماس مالتوس (1766-1834) تر اغېز لاندې، د ټولنیزې بیمې له هر ډول «ریښې او څانګې» سره مخالفت کاوه. مالتوس، یو پادري، چې د زېږون کنټرول ورته د حیرانتیا وړ و، په دې باور و، چې بېوزلي وګړي باید سپما، پرهېزګارۍ او پاک لمنۍ لپاره تر ټولو سخته طریقه زده کړي. دودیزو محافظه کارانو هم اعتراض وکړ، چې د ټولنیزې بیمې اغېز به د شخصي خیرات د کمزوري کولو او د کورنۍ، ملګرو، مذهبي او نا دولتي خیریه موسسو د دودیزو ټولنیزو اړیکو د کمزوري کولو لپاره ښایي یو لامل وي.[۲۸]

له بلې خوا، کارل مارکس د متوسطې درجې د اصلاح غوښتونکو له خوا د دندو د احساس له مخې د لږو اصلاحاتو مخالفت وکړ. د 1848ز کال تر ناکام انقلاب وروسته یې د کمونیست لیګ مرکزي کمېټې ته په خپله وینا کې خبرداری ورکړ، چې د معاشونو د زیاتولو، د کاري شرایطو د ښه کولو او د ټولنیزې بیمې د برابرولو لپاره جوړ شوي اقدامات یوازې رشوتونه دي، چې په لنډمهاله توګه به د کارګرانو حالت د زغم وړ کړي او هغه انقلابي شعور یې کمزوری کړ، چې د سوسیالیستي اقتصاد د لاسته راوړلو لپاره اړین وو.[۲۹]سرچينې

سرچينې[سمول]

  1. "Welfare state". Britannica Online Encyclopedia. 
  2. Béland, Daniel; Morgan, Kimberly J.; Obinger, Herbert; Pierson, Christopher (2021), Béland, Daniel; Leibfried, Stephan; Morgan, Kimberly J.; Obinger, Herbert (المحررون), "Introduction", The Oxford Handbook of the Welfare State (په انګلیسي ژبه کي), Oxford University Press, د کتاب پاڼي xxx–20, doi:10.1093/oxfordhb/9780198828389.013.1, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-882838-9 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Béland, Daniel; Morgan, Kimberly J. (2021), Béland, Daniel; Leibfried, Stephan; Morgan, Kimberly J.; Obinger, Herbert (المحررون), "Governance", The Oxford Handbook of the Welfare State (په انګلیسي ژبه کي), Oxford University Press, د کتاب پاڼي 172–187, doi:10.1093/oxfordhb/9780198828389.013.10, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-882838-9 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Skocpol, Theda (1992). "Protecting Soldiers and Mothers". Harvard University Press (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۱ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Welfare state". Encyclopedia of Political Economy. (1999). Routledge. ISBN 978-0-415-24187-8. “The welfare state emerged in the twentieth century as one institutional form of this socially protective response. In the 1930s, the responses of emerging welfare states to the Great Depression were to the immediate circumstances of massive unemployment, lost output, and collapse of the financial and trading systems. Planning was not a key element in the response to the crisis of capitalism. Instead the character of welfare state intervention can best be described as an 'interventionist drift', reflecting the spontaneous, uncoordinated reactions of the protective response...By the late 1970s, the welfare state and the capitalist economic structure in which it was placed were in a general state of crisis. There had never been a well articulated vision or ideological foundation of the welfare state.” 
  6. Fay, S. B. (January 1950). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Bismarck's Welfare State"]. Current History XVIII: 1–7. 
  7. Alexander. Medievalism. د کتاب پاڼي xxiv–xxv, 62, 93, and passim. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Disraeli, Benjamin. "Chapter 14". Sybil. Book 4 – عبر Project Gutenberg. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Megginson, William L.; Jeffry M. Netter (June 2001). "From State to Market: A Survey of Empirical Studies on Privatization". Journal of Economic Literature 39 (2): 321–389. doi:10.1257/jel.39.2.321. ISSN 0022-0515. http://faculty-staff.ou.edu/M/William.L.Megginson-1/prvsvpapJLE.pdf. .
  10. Smith, Munroe (December 1901). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Four German Jurists. IV"]. Political Science Quarterly 16 (4): 641–679. doi:10.2307/2140421. ISSN 0032-3195. 
  11. The Edicts of King Asoka, Colostate.
  12. Thakur, Upendra (1989). Studies in Indian History. Chaukhamba Orientalia. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اگسټ ۲۰۱۳ – عبر The University of Virginia. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Thapar, Romila (2003). The Penguin History of Early India: From the Origins to AD 1300. UK: Penguin. د کتاب پاڼې 592. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780-1-4193742-7. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اگسټ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Indian History, Tata McGraw-Hill Education, د کتاب پاڼې A-185, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-07132923-1, د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اگسټ ۲۰۱۳ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Indian History. Tata McGraw-Hill Education. د کتاب پاڼي A–184–85. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780071329231. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Kher, N. N.; Aggarwal, Jaideep. A Text Book of Social Sciences. Pitambar Publishing. د کتاب پاڼي 45–46. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-812091466-7 – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Montgomery, Laszlo. "Han Dynasty (Part 2)". chinahistorypodcast.libsyn. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Emperor Wendi of Western Han Dynasty". learnchinesehistory. 5 February 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Garton, Stephen (2008). "Health and welfare". The Dictionary of Sydney. مؤرشف من الأصل في ۱۵ اگسټ ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ ډيسمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "History of Pensions and Other Benefits in Australia". Year Book Australia, 1988. Australian Bureau of Statistics. 1988. مؤرشف من الأصل في ۲۳ ډيسمبر ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ ډيسمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. ۲۱٫۰ ۲۱٫۱ "History of Pensions and Other Benefits in Australia". Year Book Australia, 1988. Australian Bureau of Statistics. 1988. مؤرشف من الأصل في ۲۳ ډيسمبر ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ ډيسمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. ۲۲٫۰ ۲۲٫۱ Yeend, Peter (September 2000). "Welfare Review". Parliament of Australia. مؤرشف من الأصل في ۲۳ ډيسمبر ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ ډيسمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Saudi Arabia". Country Reports on Human Rights Practices, 2000. 23 February 2001. https://2009-2017.state.gov/j/drl/rls/hrrpt/2000/nea/817.htm. Retrieved 23 July 2018. 
  24. Social Services Archived 26 October 2006 at the Wayback Machine., Saudinf.
  25. "The Kingdom of Saudi Arabia - A Welfare State". mofa.gov.sa. Royal Embassy of Saudi Arabia, London: Ministry of Foreign Affairs, Saudi Arabia. د اصلي آرشيف څخه پر 28 اپریل 2007 باندې. د لاسرسي‌نېټه 23 جولای 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Khalaf, Sulayman; Hammoud, Hassan (1987). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The Emergence of the Oil Welfare State"]. Dialectical Anthropology 12 (3): 343–357. doi:10.1007/BF00252116. 
  27. Krane, Jim (15 September 2009). City of Gold: Dubai and the Dream of Capitalism (په انګلیسي ژبه کي). St. Martin's Publishing Group. د کتاب پاڼې 10. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4299-1899-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Edwards, James Rolph (2007). "The Costs of Public Income Redistribution and Private Charity". Journal of Libertarian Studies 21 (2): 3–20. https://mises.org/journals/jls/21_2/21_2_1.pdf. 
  29. Bernstein, Eduard (April 1897). "Karl Marx and Social Reform". Progressive Review (7). http://www.marxists.org/reference/archive/bernstein/works/1897/04/marx-reform.htm.