خپلواک مورفيمونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

خپلواک مورفيمونه هغه مورفيمونو دي، چې په خپله خپلواکه توګه مانا ولري او مستقله مانا ولري. په پښتو ژبه کې خپلواک مورفيمونه په درېيو لويو ګروپونو (ډلو) وېشل شوي دي: ۱_ نومونه، ۲_ قيدونه، ۳_ فعلونه لومړی: نوميزه ډله نومونه: نومونه هغه خپلواک ژبني توکي دي، چې د يو شي، شخص او ځای نومونې او ښکارندويي کوي. نومونه په څلور ګروپونو يا ډولونو وېشل شوي دي: ۱_ څيز نوم (اسما)، ۲_ ستاينوم (صفات)، ۳_ شمېر نوم (اعداد)، ۴_ نومځری (ضمير). ۱_ څيز نوم: هغه خپلواک مورفيم ته ويل کېږي، چې نېغ په نېغه د يو څيز نومونه او څرګندونه کوي، لکه: (لرګی، ونه، سړی).... په پښتو ژبه کې نوم د بېلابېلو ځانګړنو له مخې پنځه ډوله وېش شتون لري، چې په لاندې ډول دی: ۱_ د مفهوم له مخې د نوم وېش، ۲_د لفظي جوړښت له مخې د نوم وېش، ۳_ د جنسيت او کيفيت له مخې د نوم وېش، ۴_ د شمېر او کميت له مخې د نوم ويش، ۴_ د فعليت او غير فعليت له مخې د نوم ويش. نوم په عمومي توګه له درېيو اړخونو ګرادنېږي: ۱_ جنس، ۲_ عدد، ۳_ حالت.

ليکوال: عابد الله حافظ