خيشکي
خيشکي يا (خويشکي) په پښتنو کې يوه مشهوره قبیله ده٠ که چیرې ددغې قبیلې د نسب ونه ( شجره) په غور سره وګورو، نو جو ته به شي چې دوی د پښتنو دسړبن په ټولنیز ګروپ او ډلې پورې اړه لري او په همدې ټولنیز ګروپ کې د ځمند اولاده ده٠
تاريخ حيات افغاني د خيشکو د قبيلې په اړوند داسې ليکلي دي :” د ځمند قبيله په پيل کې د کندهار په شا اوخوا ارغستان ته نږدې میشته وه او د٨٠٠-٩٠٠ هجري کلو نوتر مينځ د پښين يا پشين سيمه چې پشنګ هم بلل کيد له د همدې قبیلې په لاس کې وه، چې وروسته بيا د پښتنو يوې بلې قبیلې ترین دغه سیمه په زور له دوی نه ونیو له او دوی يې له دغې سیمې نه بیواکه کړل٠ په دغه وخت کې دځمندو اولاده خيشکي هم چې دلته او سیدل کډوالۍ او مهاجرت ته اړويستل شول ٠ په دغه وخت کې د خیشکو د قبيلې يو شمیرخلک د پشين نه ملتان ته لاړل او هغه ځای يې د خپلې استوګنې له پاره غوره کړ، خو يو شمیر نور خيشکي غزني او بيا پر هغې لار کابل ته راغلل او له دغه ځايه بيا د غو ر بند درې ته ولیږدېدل او دغه سیمه يې د خپلې استوګنې له پاره غوره کړه چې تر اوسه پورې هم ډېر شمیر خيشکي د پروان ولايت دغوربند د ولسوالۍ په بیلا بیلو درو کې میشته دي٠
هغه وخت چې د هند مغولي واکمن ظهير الدين محمد بابر ٩٣٢- ٩٣٧ هجري کابل ونیو او تر څه مودې وروسته يې پر هند باندې د ير غل تکل وکړ، يو شمیر هغو خيشکو ته چې په غوربند کې ورته اوسیدل ګران ښکاره شول نو د خپل يو پير په لارښوونه د هندوستان خواته رهي شول ٠ د افسانوي روايتو نو له مخې د دوی پير دوی ته د او سپنې يو ميخ ورکړ او ورته يې وويل په هغه ځمکه کې چې دغه ميخ ننوزي ،نو هغه به ستا سو سیمه او ملک وي٠ کله چې زيا تره خيشکي او ځمند په ډله اېزه توګه له کابله پیښور او له هغه ځايه هندو ستان ته روان شول ،نو په دغه وخت کې ددوی د قبيلې مشر سليم خان ځمند نوميد او په هغه وخت کې چې بابر د هندوستان د لودي پښتني واکمنۍ د وروستي واکمن سلطان ابر اهيم لودي سره په پاني پت کې په جګړه بوخت و،نو دغو خيشکو د سليم خان ځمند تر مشرۍ لاندې د بابر په پلوۍ جګړه کوله چې ويل کيږي چې په دغو جګړو کې ددوی ٧٠٠ تنه ووژل شول ،همدا وجه وه چې بابر او دهغه زوی همايون پر دوی ډېره لوریینه درلو دله٠ دوی بيا په هغه ځای کې میشته شول چې نن ورځ د قصور ښار پروت دی او د لاهور ختیزې برخې ته مؤ قعيت لري او نن ورځ يې د خلکو شمیر ٢٣٧٦٠٠٠ تنو ته رسيږي چې زيا تره يې خيشکي پښتانه دي٠ د غه خيشکې چې په قصور کې او سيږي نو دوی ته افغان قصوريان يا د قصور پټانان وايي چې د تاريخي روايتونو سره سم دوی د١٥٢٦ ميلادي کال راهيسي په دغه سیمه کې او سيږي چې ددوی دسیمې رقبه١٨٩١ کيلومتر مربع ښودل شوې ده٠ دغو خيشکو يا قصوريه پټانانو تر ١٨٠٧ ميلادي کاله پورې پر دغې سیمې واکمني او راج کاوه چې شهنواز خان خيشکی د مغولو په پوځ کې سترجنرال تیر شوی دی٠بيا وروسته کله چې رنجيت سنګ د قصور سیمه ونيوله نودوی ته وويل شول چې دستلج دسيند کیڼه برخه پريږدي٠
هغه وخت چې خيشکي او ځمند په قصور کې میشته ول، نو دسپره په نامه يو تن بلوڅ د خپل قوم له يوې ډلې سره ددوی سیمې ته راته او ددوی په سیمه کې به يې لو ټماري کوله، ددغې لو ټماريو دمخنيوي له پاره ددوی ځينې څانګې اوخيلو نه لکه بټک زي، شهابن زي، سلماک او کزلاني د قصور دسېمې لويدېز ته میشته شول او دوی د دغه لوټمار د برېدونو مخه ونیوله چې وروسته يې دوی ته د بريا پورتني کلي استوګن ويل٠
خيشکي زړور، جنګيالي ،ميلمه پال او په علم او پوهې باندې مين خلک دي٠
د خيشکو د استو ګنې سېمې :
په اوسني وخت کې خيشکي په لاندنيو سيمو کې استو ګنه لري :
١- د افغانستان د پروان ولايت د غوربند په ولسوالۍ کې:
په دغه ولسوالۍ کې خيشکي د تيخان، يخدرې او سيدانو په درو کې استو ګنه لري چې په دغه ولسوالۍ کې دخيشکو شمیر د٠ ٢٥٠٠ تنو په شا او خوا کې ښودل شوي دي٠ خلک يې اکثره د کرکيلې په چارو بوخت دی او د بادامو، مڼو، زرد الو، توتانو، ګيلا سو او الو بالو باغونه لري٠
په غور بند کې د خيشکو مشهوره کلي دا دي:
جانبت خیل ،شاهي خيل، ملي خيل،علم خيل، رسول خیل،تیخان دره ، یخ دره٠
٢- په کندهار او پښين کې:
که څه هم په نوموړو ځايونو کې ددوی شمیر زيات نه دی ، خو دوی هلته زياتره د سوداګرۍ په چارو بوخت دي٠
د کندهار ولايت د ارغنداب ولسوالۍ په پورتنۍ برخه کې د خيشکو په نامه يو کلی شته چې د مشهور ستانه بابا ولي صاحب د مزار نه څلور کيلو متره واټن لري چې تقريبا د لسو کورنيو په شا او خواکې خيشکي هلته میشته دي٠
٣-په پښتو نخوا کې :
خيشکي د پښتونخوا په لاندنيو ځايونو کې استوګنه لري:
– د پيښور په ګينټه ګهر کې چې هلته د خيشکو په نامه يوه محله شته٠
-په چارسده کې هم د خيشکو څو کورنۍ شته٠
-په هزاره کې هم د خيشکو يو شمېر کورنۍ میشته دي٠
– په خيشکي پايان او خيشکي بالا کې٠
– د نوشهره کلان په شمال کې د لنډي د سيند پر غاړه د خيشکي په نامه کلی شته٠
– په اشنغر کې هم ددوی يو کلی شته چې د شجاعت خان شموزي له خوا اباد شوی دی٠
-د کابل سيند شمال ته د مومندو په غرنيو سيمو کې هم يو شمیر خيشکي میشته دي٠
– د خيبر د تاريخي درې په مينځ کې هم يو شمیر خيشکي استوګنه لري٠
– په دېره اسماعيل خان کې٠
-په بنو کې٠
-په لکهي مروت کې٠
٤-په پنجاب کې :
-خيشکي د لاهور په قصور کې مېشته دي چې هلته ورته قصوريه اافغانان يا پټانان وايې چې د پاکستان يو پخوانی د بهرنيو چارو وزير خورشيد احمد خان قصوري هم د همدې قصوريه پټانانو ځيني يو پښتون دی چې د خيشکي په قبيلې پورې اړه لري٠
-په ملتان کې ٠
– په هيرو وال کې٠
٥- په هندو ستان کې :
يو شمير خيشکي هندوستان کې هم ژوند کوي چې سيمې يې په لاندې ډول دي :
– په خورجه کې چې د هند د اترا پراديش په ايالت کې موقعيت لري٠
د خيشکو مشهور نوميالي دادي :
١- جنرال محمودخان، جنرال شاه نظرخان او شهنوازخان خيشکي د مغولو په پوځ کې مشهور جنرالان تیر شوي دي٠ همدراز سليم خان ځمند هم د قصوري خيشکو مشر وو٠
همدا راز ډاکټر پرویز خان مهجور خیشکی د پښتونخوا د پښتو اکیډیمی ډایرکټر جنرال او د پښتونخوا د مشهور غزلبول سندرغاړی فیاض خان خیشکی نومونه هم دیادونې وړ دي.
د خيشکو ستر عارفان او صو فيان:
عبدالله خيشکی قصوري چشتي چې عبدي تخلص يې کاوه او د زوکړې نېټه يې ١٠٤٢ لمريز کال دی دی د خپل وخت ستر عارف، صو في او ستانه تير شوی دی٠ ده د ٧٠ په شا او خوکې کتابونه کښلي وو٠ دده د مهمو اثارونه يو هم (اخبار الا وليا من لسان الا صفيا) نوميږي چې د ١٦٣ تنو خيشکي صوفيانو تذکره ده٠
د خيشکو نور صوفيان دا دي:
حاجي ګګن شوريانی خيشکی، شيخ يحيی، مولانا احمد، خواجه اويس، شيخ محمد، عبدالله، شيخ نبوکی، حاجي ميا، شيخ متو، شيخ درانی، شيخ الله داد، شيخ بايزيد، ابراهيم، شيخ سدو، حاجي محمد چولي، شيخ مبارک، شيخ پا ينده، شيرخان، پيررحمت محمد خان، پير رحيمداد خان، پير ادم حسين، شيخ ملهي، شيخ حره، شيخ احمد اتوزی، شيخ وتو خيشکی،نتمو، اخوند سعيد، ميان الحق،حاجي رحيمداد،عبدالخالق، حاجي مير، شيخ عالم، شيخ بابر،شيخ بوچه*شيخ هناک،شيخ صاحب، شيخ رکن الدين، شيخ يوسف، شيخ شمس الدين، شيخ خالو، شيخ حسن، حاجي احمد، شيخ لالو، شيخ عيسی، شيخ ضحاک، معري خان،شيخ حلو، محمدخان، شيخ بايزيد، شيخ ميرک، شيخ جهان، شيخ اسماعيل، شيخ سنګو، شيخ عمر، شيخ ابراهيم، محمد خان، يار محمد، عالم خان، شيخ مردان، شيخ جانو، مولانا خواجه شيخ محمد، شيخ داؤد، مولاناعبدالواحد او شيخ ډانګ مار٠
د پښتو ژبي مشهور شاعر او صوفي او د ديوان خاوند ارزاني چې د بايزيد انصاري (پير روښان) همعصره و هم د خيشکو د عزيززي د څا نګې پورې يې اړه در لوده٠
اخیستل شوی معلومات د کتابتون ویب پاڼه څخه