خيال محمد حسيني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ښاغلى حاجي خیال محمد حسینی د ارواښاد غلام محمد زوى په ۱۳۳۰ هجري لمريز كال كې د غزني ولايت د اندړو په ولسوالۍ كې زيږيدلى دى . د خيال محمد حسيني اصلي او اوسنى ځاى د غزني ولايت دى . حاجي خيال محمد د بكلوريا تر درجې پورې زده كړې دي . پخواني دندې : د غزني د فرقي قوماندان او د زابل ولايت والي . اوسمهال په ولسي جرگه كې د غزني ولايت وكيل دى . ښاغلي حسيني واده كړى دى ، اووه زامن او درې لوڼې لري .

اخځونه

  1. http://www.parliament.af/pvp/showdoc.aspx?Id=1095[مړه لينکونه]