خوشال خان بابا او اهلبیت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

څېړونکی: استاد اجرالدین اقبال

خوشال بابا او نبوي کورنۍ[سمول]

د ١٣٧٨ کال په دوبي کې مې "ارمغان خوشحال" ولوست،د لوستو په ترڅ کې مې پام شو،چې خوشال بابا د "خودي" په باب اوڅار - مطرح کړي مسالې تر ډېرو پوهانو ړومبى کښلي دي.

  خوشحال د خپلې ټولنې روڼ اندی،فيلسوف او اسلامپوه و او د "فرهنگي ټولنپوهنې"له اړخ ورته جوته وه،چې پښتانه بايد ځان وپېژني؛ځکه يې "خودي" په عام  فهمه ژبه؛ژوره مانا اوڅار کړه .

له تاريخي پلوه،چې د اندونو لېږد ته ځير شو؛نو څرګندېږي،چې "علامه اقبال لاهوري" او په لاروي یې؛ ډاکتر علي  شريعتي، د "خودي" په مساله کې د "خوشحال بابا" پر پله تللي ،چې په درناوي کې یې وايي :

خوش سرود آن شاعر افغان شناس

آنکه بيند باز گويد بـــــــى هراس

ان حکيم ملـــــــــــــــــت افغانيان

راز قومــــــى ديد و

بى باکانه گفت

حرف حق با

خوشــــى رندانه گفت

"خوشحال بابا" د پښتو د اروایزو او ټولنيزو ځانګړنو پر يادولو سربېره يو لړ (( ګروهیزې - تاريخى )) پېښې اوڅار کړي،چې لوستونکي تاريخ لوستو ته اړباسي .

"خوشحال بابا"د "نصوصو" پر بنسټ پېښې څېړلي او بيا يې دريځ نيولى،چې دا يو کره دريځ دى .

خټک پرېږده په درست افغان کې

'عجب که هسې فرهنگيالي راشي[1]'

دا نادره عقيده لــــــــــــــکه زمـــــا ده

'لا عجب که بل پيدا هسې افغان شي[2]'

د کتاب له پای ته رسېدو سره سم مې،چې د ځينو دريځونو په باب ياددښتونه اخستي وو،په څېړنه مې لاس پورې کړ او بيا مې خپل هڅوبیز - فرهنګي زيار راټول کړ،دا دی درنو لوستونکيو ته يې وروړاندې کوم .

خوشحال بابا په خپلو اشعارو کې د  "نبوي کورنۍ"، "دولس ګونو امامانو" او اصحابو کرامو درناوى کړى او دلته  مې زيار ايستلى،چې دې اشعارو ته روايتي اسناد راټول کړم،تر لوستو وروسته جوتېږي،چې "خوشحال" څومره ستر عالم او د پښتنو هڅوبیز امام او مشر دى؛خو په خواشینۍ،چې په هر اړخيز ډول سم نه دى پېژندل شوى .

د پښتنو د پياوړيو او سترو پوهانو په ليکنو او آثارو کې ډېر داسې څه کتل کېږي،چې څېړونکيو ته د ځينو مسايلو په باب د جرړې سر په ګوتو ورځي؛نو  څوک چې په خپله ټولنه کې اندیز- فکري او هڅوبیز کارندويي - فعاليت کوي او نيت يې دا وي،چې په ولس کې بنسټيز اوښتون او سمون راشي؛نو نژدې لار يې داده ،چې د خپلې ټولنې باوري اندیزې او  هڅوبیزې سرچينې راوسپړي او په اوسنيو ادبياتو او د شته ستونزو په پامنيوي يې راڅرګندې کړي او دا د هر باخبره پازوال - مسوول او ژمن روڼ اندي دنده ده .

"خوشحال بابا" ( ١٠٢٢- ١١٠٠ هه مړ) له فقهي پلوه "حنفي مذهب"دى؛خو تاريخي دريځ يې د دولس ګونو امامانو د مشرۍ پر پلوۍ دى .

درست په دا پوهېږم چې څلور مذهبه حق دي

'زه د حنــــــــــفي مذهب دعـــوى لرم محکمه[3]'

د خوشحال  خــــــــــټک  دې حشــــــر له هغـو شي

'چې دوستدار د پنجتن پاک چهارده معصــــــوم وي[4]'

ترمهدي پورې يوولس دي يــا دولس

'چــې همه واړه د دنيا د دين ســرور دي[5]'

د امت يـــــې برګزين دي اثنــاعشر

'په بزرګۍ د همه جهان مخــدوم دى[6]'

او دا خورا مهمه مساله ده،چې فقهي لاروي او تاريخي دريځ يې کوشي کړى دى .ارواښاد علامه امير حمزه شينوارى (١٩٩٢ز ۱۳۷۱ ل مړ)  پر همدې پله تللى  او د ترکيې يو مشهور  ستر عالم؛"قاضي بهلول بهجت  افندي" ( ١٢٨٨- ١٣٥٠ س مړ) چې د طريقت له  اړخه نقشبندي ،له فقهي پلوه شافعي؛خو تاريخي دريځ يې د "خوشحال بابا" په څېر و. دغسې  د پوهې  او هڅوب د ټاټوبي (افغانستان) د هجري درېيمې پېړۍ ستر حدیثپوه، ارواښاد شيخ "سليمان بن ابراهيم  قندوزي يا بلخي" (١٢٩٤ هه مړ) له فقهي پلوه د حضرت امام ابوحنيفه (رح) لاروى دى؛خو تاريخي دریځ يې د "خوشحال بابا" پر ليکه دى .  دا پوهان تاريخ د نصوصو په رڼا کې څېړي او تاريخ څنګه چې  پېښ شوى،هغسې يې نه مني؛بلکې  ګروهن دي،چې  تاريخي بهير بايد د نبي اکرم (ص) د ارشاداتو په رڼا کې بهېدلى واى؛ دوى په القاءتو او حکومتي تبليغاتو پسې نه ځي ؛بلکې د سمې څېړنې او پلټنې له مخې يې خپل "تاريخي - ګروهیز"  دریځ غوره کړی دی. تر پېغمبراکرم (ص) وروسته،موږ ته دين له دوو لارو رارسېدلى،يو لورى مدعي دى،چې د اهل البيتو عليهم السلام لارويان يو او ديني پوهه مو د "ثقلينو" د حديث پر بنسټ  ولاړه ده او بل اړخ وايي، چې له اصحابو کرامو رضى الله عنهم لاروي کوو او په حقيقت کې دوى دواړه ځانونه د پېغمبراکرم د سنتو لارويان بولي ."خوشحال بابا" ددې لپاره ، چې  "حق دين" په دوو څانګو وېشل شوى،بېرته يو شي؛نو خپلې هيلې داسې بيا نوي :

زه خو د زړه درد غـواړم په هر يو مذهــــب کې

'تا زده ستا خبرې،چې نقلونه رنګارنګ کړې[7]'

                                                                 

له دې  ځايه جوتېږي،چې "خوشحال بابا" په ( ١٠٢٢س ١٦١٢ز- ١١٠٠س ١٦٨٨ز ) په اولسمه ميلادي پېړۍ کې په پښتنو او سيمه کې د (( اسلامي مذاهبو د پيوستون)) مخکښ او بنسټګر و، حال داچې موږ  پر ١٩٤٧ ز کال په "قاهره" کې د ((جماعة التقريب بين المذاهب الاسلاميه يا د اسلامي مذاهبو د پيوستن ټولنه)) ددې کار پيلامه بولو! که د خوشحال بابا په لاروۍ خپلې اسلامي پوهېدنې په خورا ښه ادبياتو،مناسب دود او طريقه او د پښتنو مزاج ته په پاملرنه راوړاندې کړو؛نو د تېر پېر دبدبه مو راژوندۍ شي.

"خوشحال بابا" امام او مشر و او هر اړخيز ( هڅوبیزه،تاريخي،شاعر،فيلسوف،توره،قلم او...) وګړه- شخصيت يې درلوده،تر اوسه يې ځينې اړخونه څېړل شوي او ځينې نور يې تر خاورو لاندې دي .

دا د سر په سترګو مه ګوره خوشحال ته

'د باطن ســــــترګې پيدا کړه ته يې ګوره[8]'

نوځکه پر پښتنو روڼ اندو لازمه ده، چې د خپلې ټولنې هڅوبیزې ودې او خړوبتيا ته "خوشحال" بابا ته په باطني او علمي سترګو وويني او د اوسنۍ نړۍ علمي پرمختياوو ته په پاملرنه له دې سمندره تر خپلې وسې، پوهېدنې راوړاندې کړې .

له دې هڅوبیز زياره مې موخه مذهبي ړندو تعصبونو ته لمن وهل نه دي؛ځکه دا مو دنده نه ده،موږ روڼ اندي يو، چې ټولنې ته بايد ډيوه په لاس ورکړو. د حمزه باباپه وينا :

شيعه د سترګو تور اهل ست مې دى لاس

په کار د اختلاف يې ماله نه دى احســـاس

مذهب يوه وسيله ده،چې سړى پرې حق وپېژني،موخه نه ده؛بلکې موخه دين دى؛نو ځکه له فقهې پلوه ډېرى پښتانه حنفي مذهبه دي او موږ هم په همدې ټولنې پورې تړاو لرو،چې  هرومرو په همدې فقهي بهير کې روان يو. موږ  بايد اوسني کهول ته "پښتنى ديني هڅوب" (چې د اسلام يو پاتوړی- ميراث دى او له نصوصو راولاړ شوى) د وخت په ژبه وروښيو، نور هغوى پوهېږي،چې څه وکړي او په چا پسې ولاړ شي.

د خوشحال خبره نغوږده پرې عمل کړه

'تجربې يې دي لـــــــــــــــيدلې د روزګار[9]'


[1] . ( ارمغان ٧٢مخ )

[2] . ( ارمغان ٤٢مخ )


[3] . ( ارمغان ٥ مخ)

[4] . ( ارمغان ٥ مخ )

[5] . ( ارمغان ٥٦٩ مخ )

[6] . ( ارمغان ٥ مخ)

[7] . (ارمغان٣٩٣مخ)

[8] . ( ارمغان ٧٢٤مخ )

[9] . ( ارمغان ٩٨٥مخ )