خوشال بابا او درنتهمبور جیل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ستر خوشال بابا د هند دمغولي واکمن اورنګزیب درنتهمبور په جیل کې دوه کاله څلور میاشتې او شل ورځې قید تیر کړی دی .دا د۱۶۶۶-۱۶۶۷او د۱۶۶۸ کلونو مو ده وه .درنتهمبور زندان دهند دراجستهان په سوای مادهیپور کې بروت دي .غه جیل درنتهمبور په کلا کې وچې دغه کلا( قلعه) او جیل په ۹۴۴ زیږدیز کال دراجا سجراج ویر سینګ ناګیل له خوا چې دجاټانو دیو کوچنی ایالت ( سټيټ ) واکمن و جوړه شوې وه .بیا وروسته په دولسمې زیږدیزې پیړۍ کې دڅوهانو ( چوهانو) مشهور واکمن پر تهوي راج ونیوله .په هند باندې دپښتنو غوریانو دسلطنت په وخت کې دغوري واکمنانو په لاس کې وه او ورپسې په ترتیب سره دالتتمش ، سلطان نصیرالدین محمد او دهند دغلجیو واکمنانو هر یوه سلطان جلا ل الدین فیروزشاه غلجي او سلطان علاء الدین غلجي لاسته ورغله.ورپسې درنتهمبور کلا دهند دمیوار دسیمې دراجاګانو راناهمیر سینګ او راناکومبها په لاس کې وه چې وروسته درانا کومبها دزوی رانا اودی سینګ ته په لاس ورغله . دمیوار دسیمې دراجاګانو وروسته درنتهمبور کلا دګوجرات دواکمن بهادرشاه او ورپسې دمغولو لاس ته ورغله . مغولو ددغه کلا نه دجیلخانې په ډول کار اخیست او په تیره بیا اورنګزیب خپل ټول دښمنان درنتهمبور په جیل کې بندیان کړي وو چې زموږ بابا ستر خوشال هم پکې وو.

خوشال بابا په فراقنانه کې ددغه جیل حال داسې بیانوي او داورنګزیب دظلمونو نه شکایت کوي :

یک تنها په کټ کې پروت یم

بندیوان دهند دکوټ یم 

دامې حال دامې احوال دی

که وایه شي ډیر مقال دی

چې په ما باندې داحال دی

څه دپاسه یو نیم کال دی

په داکوټ کې بندیوان دي 

مسلمان دي که هندوان دي

لږتر دوه سوه نه کم نه دي

بند په ظلم په ستم دي 

چې یې وخت دپلار نیکه و 

هومره بند په داځای نه و

چې بادشاه دهند اورنګ شو

بیدادي شوه جهان تنګ شو

دکوټونو بندیان ډیر شول 

تر حسابه تر شمار تیر شول 

هم راڼۍ هم راجاګان بنددي

شیرخواره هلکا ن بند دي

داچې بند دماسره دي 

په هر سن د ماسره دي

راته واړه تله راتله کا

واړه کار زماپه زړه کا

راته لولي کتابونه

راته وایي خپل خوابونه

په شطرنج مې ړه بېر بېر کا

چې که غم له دله هېر کا

که کیسې که افسانې دي 

داهمه انې بانې دي 

زړه مې سود په هیچا نه کا 

اورچې بل وي اوبه څه کا

څږک چې نرد رالره راوړي 

وایم درد رالره راوړي

چې شطرنج رالره راوړي 

ګویا رنج رالره راوړي 

هغه زړونه چې رنځور دي 

له همه هوسه دوردي

بې دلداره که ګلزاروي

دعاشق دسترګو خار وي

بې یارانو که بهشت وي 

وحوشال وته به زشت وي

چې دسرای له لوریه راشي

په غه باد مې خاطر واشي

چې غه باد دما دغره دی 

بوی دمشکو ورسره دی

دا د دهند په جنوب دکن کې دبیجاپور دکلا (فورټ ) انځوردی چې د ستر خوشال بابا زوی اشرف خان هجري (۱۶۳۴-۱۶۹۴ زیږدیز) پکې دمغولي اورنګزیب له خوا په قید کې شپې او ورځې تیرولې. اشرف خان هجري دمغولو په قید کې د ګوا لیار او بیجاپور په جیلخانو کې ۱۴ کاله بند تیر کړ او هماغلته په بیجاپور کې په بردیسۍ کې وفات شو. دده د جیلخانې شعرونه چې د  پښتو نخوا ( روه )په فراق کې یې ویلي دي هر پا احساسه پښتون ژړوي. زه به دلته د بیجاپور د کلا په جیلخانه کې دده د هغو شعرونو بیلګې راوړم چې د وطن په یاد کې یې ویلي دي :

بیجاپور هجري په خوب لیدلی نه و--- آخر پیښ شي هغه کار چې یې قضا کا 

په بل ځای کې وایې:

یو هجري دهجر غم تر لمن ونیوـــ نور همه دیار په وصل تل اختر کا

په بل ځای کې اشرف خان هجري داسې ویلې :

ما هله ماتم دځان وکړ په وینو

چې اټک وته مې شا شوه په ژړا شوم

اوس به څه دو طن کاڼې بو ټې ژاړم

درخصت سلام مې وکړ ترې جداشوم

او بیا دپښتو نخوا یا روه په فراق کې داسې وایې:

جدایې له یاره یو نفس ماتم دي

چې فرقت شي په کلونو خوستم دی

دوصال په تمه باد غوندې چلیږي

ګڼه لږهجر له قرنه سره سم دی

بې وطنه تنها پروت یم په غربت کې 

نن له ماسره همدم دصنم غم دی

قاصدان له روهه نه راځي مدت شو

سلام باد رارسوي منت یې تم دی