خوزه ریزال
خوزه پروتاسیو ریزال میرکادو ی النسو ریالونډا (په اسپانیوي ژبه: [xoˈse riˈsal, -ˈθal]، په تاګالوګ ژبه: [hoˈse ɾiˈsal]؛ زوکړه د ۱۸۶۱ کال د جون ۱۹مه – مړینه د ۱۸۹۶ د ډېسمبر ۳۰مه) یو فلیپینی لیکوال او ګڼ پوهیال و چې د اسپانیا د استعماري دورې په پای کې په فلیپين کې فعال و. هغه د فلیپین د ملي اتل (pambansang bayani) په توګه پېژندل کېږي. ریزال د سترګو د څانګې متخصص و، چې وروسته یو لیکوال او د فلیپین د تبلیغاتي غورځنګ کلیدي غړی شو او د اسپانیې تر استعمار لاندې یې له ډېرو سیاسي سمونو/اصلاحاتو څخه ملاتړ وکړ. [۱][۲][۳]
هغه د فلیپين تر پاڅون وروسته چې د هغه له لیکنو څخه يې الهام اخیستی و؛ د اسپانیې د استعماري دولت لهخوا د بلوا په تور اعدام شو. که څه هم هغه د یاد پاڅون په پلان یا هدایتولو کې په فعال ډول برخه نه لرله، خو د هغه موخې يې وڅارلې او په پای کې د فلیپين د خپلواکۍ لامل شو.
ریزال په پراخه توګه د فليپين له سترو اتلانو څخه بلل کېږي او د ملي اتلانو کمېټه په رسمي ډول د هغه د ستاینې سپارښتنه کوي. که څه هم په رسمي ډول هېڅ داسې قانون نه دی تصویب شوی او نه هم کوم فرمان یا اعلامیه خپره شوې چې د فلیپين تاریخي شخصیتونه د ملي اتل په توګه معرفي کړي. هغه په ۱۸۸۷ کال کې د نولي مې ټنګري/ Noli Me Tángere او په ۱۸۹۱ کال کې د اېل فلیبستریزما/ El filibusterismo په نوم ناولونه ولیکل، چې د هغه د ګڼو شعرونو او مقالو سربېره دا دواړه د یوې ملي حماسې په توګه په پام کې نیول کېږي. [۴][۵][۶]
د ژوند لومړي کلونه
[سمول]خوزه ریزال د ۱۸۶۱ کال د جون په ۱۹مه د فرانسیسکو ریزال مرکاډو ی الخاندرو او ټئوډورا الونسو ریالونډا ی کوئینتوس په کورنۍ کې د کالامبا ښار په لاګونا ولایت کې نړۍ ته راغی. هغه ۹ خویندې وروڼه لرل. مور او پلار يې د یوې لویې کرنیزې ځمکې اجاره داران او د ډومینکیانو د وریجو د یوې کروندې هملاري وو. دواړو کورنیو د ریزال او ریالونډا اضافي کورني نومونه په ۱۸۴۹ کال کې وروسته له هغه چې عالی قومندان نارسیسو کلاریو ی زالډوا د سر شمېرنې په موخه د فلیپینیانو تر منځ د اسپانیویانو لپاره د کورني نوم د منلو فرمان ورکړ وټاکل (که څه هم هغوی له مخکې اسپانیوي نومونه لرل).
زیزالیانو په فلیپين کې د ګڼو نورو کورنیو په څېر مستیزو (هغه خلک چې د اصلي فلیپيني اجداد تر څنګ نور خارجي اجداد ولري، ژباړن) سرچینه لرله. د خوزه د پلارنۍ نسب څرک د هغه د پلارني نیکه لام-کو له طریقه چې هوکیني ژبی چینایی تاجر و او د ۱۷مې پېړۍ په وروستیو کې فلیپین ته مهاجر شوی و د چین فوجیانو ته رسېدای شي. لام-کو د چین له شیامین څخه مانیلا ته سفر وکړ چې په احتمالي ډول د دې سفر لامل د هغه پهخپله سیمه کې له قحطۍ او وبا څخه مخنیوی او له مېنګ څخه تشېنګ ته د واک د لېږد پر مهال د منچو له یرغل څخه تېښته ښودل شوې. هغه پرېکړه وکړه چې د یوه کروندګر په توګه په ټاپوګانو کې پاتې شي. په ۱۶۹۷ کال کې یې په فلیپین کې د چینایانو پر وړاندې له تریخ تعصب څخه د تېښتې لپاره کاتولیک مذهب غوره کړ، خپل نوم يې په دومینکو مرکاډو بدل کړ او د خپل چیني ملګري اګوستین چین-کو له لور سره یې واده وکړ.[۷][۸]
د ریزال اصل او نسب د خپلې مور له طرفه چیني او تاګالوګ و. د هغه د مور د اصل او نسب څرک د چین مستیزو کورنۍ ته چې له بالیواګ، بولوکان ښار څخه سرچینه اخلي د فلورنټینا بډایه کورنۍ ته رسېږي. هغه همدرانګه اسپانوی ټبر درلود. د هغه د مور ټیوډورا انا رجېنا اوچوا اسپانوي او چینايي تاګالوګ وینه سره یوځای کړې وه. د هغه مورنۍ نیکه لورنزو البرټو الونزو نیمه اسپانوی انجنیر و. [۹][۱۰]
خوزه له ماشتوب څخه خپل عقلي پوخوالی څرکند کړی و. هغه الف بې په درې کلنۍ کې له خپلې مور څخه زده کړل او په ۵ کلنۍ کې يې لیکل او لوستل کولی شوی. وروسته تر هغه چې د مانیلا اتنیو مونیسیپال پوهنتون ته شامل شو د خپل ورور پاسیانو او د مرکادو کورنۍ په سپارښتنه يې خپل درې وروستي نومونه چې د هغه بشپړ کورنۍ نوم یې جوړاوه لرې کړل او په دې توګه يې خپل نوم «خوزه پروتاسیو ریزال» وټاکه. هغه وروسته په دې اړه داسې ولیکل: «زما کورنۍ هېڅکله زموږ دویم نوم ریزال ته چندان پام ونه کړ او په دې توګه يې ماته د یو ماشوم په توګه ناروا ظاهر راکړ! خو اوس يې زه باید وکاروم» له دې امله هغه وکولی شوی چې په ازاد ډول سفر وکړي او هغه يې له خپل ورور څخه چې د فليپیني کشیشانو ماریانو ګومز، خوزه بورګوس او جاسینتو زامورا (د کومبورزا په نوم پېژندل کېده) سره د پخوانیو اړیکو له امله چې په خیانت تورن شوي او اعدام کړای شوي و، بدنام شوی و بېل کړ.[۱۱]
خوزه د یو «ریزال» په توګه د شعر لیکلو په سیالیو کې ډېر زر ځان نامتو کړ او په کاسټیلي او نورو خارجي ژبو کې یې د خپلو اسانتیاوو او وروسته یې تر استعمار مخکې د فلیپیني ټولنو پر اسپانیوي تاریخي راپورونو د خپلو انتقادي مقالاتو له لارې خپل استادان اغېزمن کړل. په ۱۸۹۱ کال کې هغه د El filibusterismo په نوم خپل دویم ناول بشپړ کړ، هغه مهال د هغه دویم نوم دومره پېژندل شوی و چې خپل بل ملګري ته یې په دې اړه داسې لیکل وکړل: «زما ټوله کورنۍ اوس د مرکادو پر ځای د ریزال نوم له ځان سره لري، ځکه د ریزال نوم د ځورونې په معنا دی! ډېر ښه! زه هم غواړم له هغوی سره یوځای شم او د دغې کورني نوم وړ واوسم ...،» [۱۲]
زدهکړې
[سمول]ریزال مخکې له دې چې مانیلا ته ولېږل شي په لومړیو کې يې د لاګونا په بینان کې له جاستینیانو اکوینو څخه زدهکړې وکړې. هغه د خپل پلار له غوښتنې سره سم د Colegio de San Juan de Letran (یوه کاتولیکه خصوصي د لوړو زدهکړو مؤسسه) د داخلې په ازموینه کې برخه واخیسته، خو هغه خپله د مانیلا په اتنیو مونیسیپال کې نوملیکنه وکړه. هغه د خپل ټولګي د نهو غوره یا مخکښو فارغینو له ډلې څخه یو و. هغه د مانیلا په اتنیو مونیسیپال پوهنتون کې د ځمکو د سروې کوونکي او ارزوونکي په توګه خپلو زدهکړو ته دوام ورکړ او په هممهال ډول يې د سانتو ټوماس په پوهنتون کې د حقوقو په برخه کې لومړڼۍ زدهکړې وکړې او په عالي درجه يې پای ته ورسولې. هغه فلسفي زدهکړې د حقوقو د یوې مخینې په توګه بشپړې کړې. [۱۳][۱۴]
د خپلې مور د نابینايي په اړه تر پوهېدو وروسته يې پرېکړه وکړه چې د سانتو ټوماس په طبي ښوونځي کې طب ولولي او وروسته يې د سترګو په برخه کې تخصص وکړ. هغه د طب په برخه کې خپلې عملي څلور کلنې زدهکړې د انسټراموس په ژوان ډي ډیوس روغتون (Ospital de San Juan de Dios) کې پای ته ورسولې. په طبي ښوونځي کې یې په خپل وروستي کال کې د Patologia Medica (طبي رنځپوهنې)، Patología Quirúrgica (جراجي رنځپوهنې) او Obstretics (نسايي ولادي) په برخه کې sobresaliente (ممتازې) نمرې ترلاسه کړې.
که څه هم ریزال د یو ممتاز زدهکړیال په توګه پېژندل کېده خو د طب په پوهنځي کې يې د Física (فزیک) او Patología General (عمومي رنځپوهنې/پتولوژي) په څېر د ځينې ساینسي مضامینو په درسونو کې ستونزه لرله. [۱۵]
د هغه ورور پاچیانو د خپل مور او پلار له پوهاوي او رضایت پرته په پټه د هغه ملاتړ کاوه. د ۱۸۸۲ کال په مې میاشت کې يې یوازې مادرید ته سفر وکړ او د مادرید په مرکزي پوهنتون کې يې د طب په څانګه کې زدهکړې وکړې. هغه هلته د طب له څانګې د لیسانس سند ترلاسه کړ. هغه همدارنګه د پاریس پوهنتون او هایډلبرګ پوهنتون په طبي لکچرونو/ مباحثو کې برخه واخیسته. هغه په برلین کې د پېژندل شوي پتولوجیست/رنځپوه روډلف ویرچو په ملاتړ د برلین د توکم پېژندنې د ټولنې او د برلین د وګړپونیزې ټولنې غړیتوب ترلاسه کړ. هغه له دود سره سم د ۱۸۸۷ کال په اپرېل کې د وګړپوهنیزې ټولنې پر وړاندې د تاګالوګ ژبې د لیکدود او جوړښت په اړه وینا وکړه. هغه د « A las flores del Heidelberg» په نوم ښار ته شعر ولیکه چې هم تجسمي و او هم يې د مورني ټاټوبي لپاره یوه د هوساینې دعا وه چې ختيځ او لویديځ ارزښتونه يې سره یو کول. [۱۶][۱۷]
سرچينې
[سمول]- ↑ Biography and Works of the Philippine Hero. Jose Rizal (June 20, 2014). Retrieved on 2017-07-07.
- ↑ Szczepanski, Kallie. "Biography of Jose Rizal, National Hero of the Philippines". ThoughtCo (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2019-10-31.
- ↑ "Selection and Proclamation of National Heroes and Laws Honoring Filipino Historical Figures" (PDF). Reference and Research Bureau Legislative Research Service, House of Congress. Archived from the original (PDF) on اپرېل 19, 2016. نه اخيستل شوی سپټمبر 8, 2009.
- ↑ Zaide, Gregorio F.; Zaide, Sonia M. (1999). Jose Rizal: Life, Works and Writings of a Genius, Writer, Scientist and National Hero. Quezon City: All-Nations Publishing Co., Inc. ISBN 978-971-642-070-8. Archived from the original on سپټمبر 23, 2013.
- ↑ "Rizal y Alonso, José Protasio, 1861–1896". Virtual International Authority File (VIAF). نه اخيستل شوی May 18, 2013.
- ↑ "Selection and Proclamation of National Heroes and Laws Honoring Filipino Historical Figures" (PDF). Reference and Research Bureau Legislative Research Service, House of Congress. Archived from the original (PDF) on اپرېل 19, 2016. نه اخيستل شوی سپټمبر 8, 2009.
- ↑ "Jose Rizal [Rizal Family]". joserizal.ph.
- ↑ Grouped references:
- Remarks on the occasion of the 114th death anniversary of Jose Rizal, 30 December 2010, Berlin Archived August 26, 2016, at the Wayback Machine., Embassy of the Philippines in Berlin
- http://www.oovrag.com/essays/essay2010c-3.shtml Archived August 27, 2016, at the Wayback Machine.
- The Mercado - Rizal Family, joserizal.ph
- Rizal's Family Tree and Ancestry, allaboutjoserizal.weebly.com
- Genealogoy of Jose Rizal, xhellephyeom23.files.wordpress.com
- Family Tree, akosimendozaabby.files.wordpress.com
- ↑ Austin Craig (January 8, 2005). The Project Gutenberg EBook of Lineage, Life and Labors of Jose Rizal: Philippine Patriot. www.gutenberg.org. نه اخيستل شوی July 1, 2016.
- ↑ ""Lola Lolay of Bahay na Bato" | OurHappySchool". ourhappyschool.com.
- ↑ Vicente L. Rafael On Rizal's El Filibusterismo, University of Washington, Dept. of History.
- ↑ Vicente L. Rafael On Rizal's El Filibusterismo, University of Washington, Dept. of History.
- ↑ Valdez 2007, p. 77
- ↑ Parco de Castro; M. E. G. (June 18, 2011). "Jose Rizal: A birthday wish list". The Varsitarian. نه اخيستل شوی June 27, 2011.
- ↑ "Jose Rizal at University of Santo Tomas". نه اخيستل شوی March 21, 2020.
- ↑ Frank Laubach, Rizal: Man and Martyr (Manila: Community Publishers, 1936).
- ↑ Witmer, Christoper (June 2, 2001). "Noli Me Tangere (Touch Me Not)". LewRockwell.com. Retrieved on September 29, 2012.