خواندمیر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

غیاث الدین محمد چې معمولا د خواندمیر په نوم پېژندل کېږي (۱۴۷۵/۶ – ۱۵۴۵/۶) یو فارسي تاریخ لیکونکی ؤ چې د تېموریانو، صفویانو او مغولیانو په سترواکیو کې یې فعالیت درلود. په اصل کې هغه د خپل فارسي نړیوال تاریخ، حبیب السیار په پار پېژندل شوی، چې صفویانو او مغلویانو یې د خپل دربار لومړي رسمي اثر ګڼي.[۱]

د خواندمیر یو بل د پام وړ اثر قانونې همایوني (د همایون قوانین) دی، دا اثر د مغول سترواک همایون (د ۱۵۳۰ – ۱۵۴۰ او ۱۵۵۵ – ۱۵۵۶ کال پورې واکمن ؤ) ژوندلیک دی چې د مغول واکمنۍ د لومړني سمبولیزم په هکله مهم معلومات په کې دي.  

خواندمیر د هند په ډیلي کې د نظام الدین اولیا (مړینه: ۱۳۲۵کال) زیارت تر څېرمه خاورو ته سپارل شوی.  

مخینه  [سمول]

خواندمیر د همام الدین محمد زوی ؤ، سلطان محمود میرزا ( د ۱۴۹۴ – ۲۴۹۵ کال پورې واکمن ؤ) په ماوراء النهر کې تېموریانو د شمالي څانګې واکمن او همام الدین یې وزیر ؤ. خو د خواندمیر کورنۍ په هرات کې ژوند کاوه چې د سوېلي تېموریانو پلازمېنه وه. خواندمیر د خپل مورني نیکه میرخواند (چې په ۱۴۹۸ کال کې وفات شوی) له خوا وروزل شو، چې دې کار د تاریخ لیکونکي په توګه د هغه په ژوند کې مهم رول ولوبوه. سربېره پردې، خواندمیر ته د خپل نیکه د قمومیت شبکې هم ورپاتې شوې. میرخواند د سلطان حسین بایقرا ( د ۱۴۶۹ – ۱۵۰۶ کال پورې واکمن ؤ) د واکمنۍ پر مهال له نامتو تاریخ لیکونکو څخه ‌ؤ، چې د روضة اصفاء ("د اصالت باغ") په نامه خپل نړیوال تاریخ مشهور کړ، دا اثر یې د لوړ پوړي صاحب منصب علي شیر نوايي (مړینه: ۱۵۰۱ کال) په ملاټر ولیک.  [۲][۳][۲]

خواندمیر هم اثار د نوايي تر ملاتړ لاندې لیکل او خپل لومړني اثار یې هغه اهدا کړ، چې لومړی یې مطهیر الملوک ("د پاچاهانو یادښتونه") دی، چې له اسلام څخه مخکې او د اسلامي حکیمانو او واکمنانو د ویناوو ټولګه ده؛ دوهم یې خلاصة الاخبار في بیان احوال الاخیار ("د تېر شوو کسانو د چارو لنډیز") دی چې د روضات اصفهاء لنډه نسخه ده. خواندمیر په ۱۵۰۱ کال کې د نوايي له مړینې وروسته د هغه ستایونکی ژوندلیک، مکارم الاخلاق ("د ستاینې وړ فضیلت") ولیک. خواندمیرد روضة صفا‌ء اووم ټوک او قسط بشپړ کړ، چې په ۱۴۹۸ کال کې د میراخوند له مړینې وروسته نیمګړی پاتې شو. [۳][۲]

مسلک[سمول]

د تېموریانو تر واکمنۍ لاندې[سمول]

خواندمیر پر له پسې کلونه د سلطان حسین بایقرا د مشر زوی او وارث، بدیع الزمان میرزا (مړینه: ۱۵۱۴) تر مشرۍ لاندې د منشي (سکرټر) او ډیپلومات په توګه کار وکړ، چې د هغه په مشرۍ یې د دستور الوزار یا "الګو وزیرانو" اثر ترتیب کړ، چې دا اثر د اسلام څخه مخکې او د اسلامي وزیرانو د ژوندلیکونو نوملړ دی. په ۱۵۰۶ کال کې د بدیع الزمان او د هغه د ورور مظفر حسین د ګډې ځایناستۍ وروسته، د ټول سلطنت له دوو صدرانو (د دیني چنډې مشر) څخه یو خواندمیر وټاکل شو. خواندمیر د هرات له نيولو وروسته د ازبک مشر محمد شیباني (مړینه: ۱۵۱۰ کال) له لوري په خپل مقام کې پاتې شو، چې دا کار د تېموریانو د سقوط لامل شو. پرته له دې، ظاهراً خواندمیر له نوي حکومت څخه ناخوښه ؤ، لکه څنګه چې د هغه په وروستي نړیوال تاریخ، حبیب السیار کې ورته اشاره شوې ده. هغه په ۱۵۱۰ کال کې د صفوي شاه (پادشاه) لومړي اسماعیل (۱۵۰۱ – ۱۵۲۴ کال) له خوا د هرات له فتحې وروسته ډېر ژر له دندې لرې شو. په ډېر احتمال سره دا کار د مذهبي او سیاسي دلایلو له امله ؤ، ځکه خواندمیر سني مسلمان ؤ، په داسې حال کې چې صفویان شیعه مسلمانان وو. خواندمیر ډېر ژر د غرجستان ګاونډۍ سیمې ته لاړ، هلته یې د بدیع الزمان زوی محمد زمان میرزا (مړینه: ۱۵۴۰ کال) ته چې په سیمه کې د خپلې واکمنۍ د جوړولو ناکامه هڅه وکړه، د لنډ وخت لپاره خدمت وکړ.  [۲][۲][۴][۵]

د صفویانو تر واکنمۍ لاندي  [سمول]

خواندمیر په ۱۵۲۱ کال کې د صفوي صدر امیر غیاث الدین محمد بن امیر یوسف حسینی لپاره د خپل نړیوال تاریخ حبیب السیار لیکل ظاهراً د دې لپاره پیل کړل، چې په هرات کې خپل مسلک بیا ژوندی کړي. خو وروسته په همغه کال کې د ښار والي امیر خان غالب (مړینه: ۱۵۲۲ کال) له لوري اعدام شو. درمیش خان شملو (مړینه: ۱۵۲۶ کال)  ډېر ژر د هرات نوی والي وټاکل شو، د هغه وزیر کریم الدین خواجه حبیب الله ساوجي د خواندمیر نوی مرید شو. په داسې حال کې چې عموماً دا منل شوې ده چې د خواندمیر د حبیب السیار نوم د هغه نوي مرید حبیب الله ساوجي ته منسوب شوی، دا ممکن په حقیقت کې شاه اسماعیل ته منسوب وي، ځکه چې شاه اسماعیل اکثراً په دې وروستي اثر کې حبیب الهي (د خدای دوست) بلل کېږي. خواندمیر په ۱۵۲۴ کال کې د خپل کتاب لومړۍ نسخه (الف په نوم) او په ورپسې کال کې یې دوهمه نسخه (ب) چې د پخوانۍ نسخې شرحه وه، پای ته ورسوه.  [۲]

د مغلو تر واکمنۍ لاندې[سمول]

په ۱۵۲۶ کال کې د حبیب الله ساوجي وژنې ظاهراً خواندمیر دې ته اړ کړ ترڅو په هرات کې خپل وضعیت له سره څخه وارزوي. هغه د تېموریانو شهزاده او د مغول سترواک بابر ( د ۱۵۲۶ – ۱۵۳۰ کال پورې واکمن ؤ)، چې په همدغه کال کې یې د ډیلي او د آګرا ښارونو په ګډون په شمالي هند کې خپل واک ټینګ کړ، بلنه ومنله. خواندمیر په ۱۵۲۸ کال کې هند ته ورسېد او د بابر په دربار کې یې د حبیب السیار دریمه نسخه (ج) ولیکه. وروسته خواندمیر قانونې همایوني (د همایون قوانین) ولیکه، دا اثر د بابر د زوی او ځایناستي همایون (د ۱۵۳۰ – ۱۵۴۰ او ۱۵۵۵ – ۱۵۵۶ کال پورې واکمن ؤ) ژوندلیک دی او په دې اثر کې د مغول واکمنۍ د لومړني سمبولیزم په اړه مهم معلومات شته.  [۲]

مړینه، خاورو ته سپارنه او اولاده  [سمول]

خواندامیر په ۱۵۳۵ یا ۱۵۳۶ کال کې مړ شو او په ډیلي کې د نظام الدین اولیاء (چې په ۱۳۲۵ کال کې مړ شوی) زیارت تر څېرمه خارو ته وسپارل شو. له هغه څخه دوه زامن پاتې شول؛ امير محمود (چې د ۱۵۵۰ کال وروسته مړ شوی) چې په ايران کې پاتې شو او د صفویانو د واکمنۍ د لومړيو پنځوسو کلونو په اړه يې د تاريخ کتاب وليک، چې د دې کتاب نوم د شاه اسماعيل و شاه صفوي تاریخ دی؛ او عبدالله خان (چې په ۱۵۸۹ کال کې مړ شوی) چې د مغول سترواک اکبر (د ۱۵۵۶ – ۱۶۰۵ کال پورې واکمن ؤ) په وخت کې یې د حکومتي مامور په توګه دنده ترسره کړې ده.   [۲]

سرچينې[سمول]

  1. Donzel, E. J. van (1 January 1994). Islamic Desk Reference. BRILL. د کتاب پاڼې 212. د کتاب نړيواله کره شمېره 90-04-09738-4. Khwandamir: surname of the Persian historian Ghiyath al-Din; ca. 1475ca. 1535. His most valuable work is a general history from the earliest times down to the end of the reign of Shah Ismail. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ ۲٫۳ ۲٫۴ ۲٫۵ ۲٫۶ ۲٫۷ Bockholt 2020a.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Bockholt 2020b.
  4. Bashir 2015، ص. 213.
  5. Newman 2008، ص. 12.