خلوزي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ډاکټر لطيف يا د


٧٤ – خلوزي ټبر:

که چيرې موږ دخلوزيو دنسب شجره په غور سره تر څيړنې لاندې ونيسو نو جوته به شي چې خلوزي له آره دسړبني پښتنو په ټولنيز گروپ پورې اړه لري اوددغې ټولنيزې ډلې نه دښاخي خيلو يا خښي پښتنود ترکلاڼيو ( ترکاڼيو) لو يې قبيلې ته منسوب دي او بيا په ترکلاڼيو(ترکاڼيو) کې دماموندو په قبيلې پورې اړه لري. 

دماموندو قبيله بيا په دوو لويو ښاخونو ويشلې شوې ده چې يوښاخ ته يې لوى ماموند او بل ته يې واړه ماموند وايې.

دلوى ماموند خيلونه[سمول]

مسعودخيل ،عمرخيل،يوسف خيل،سليمان خيل،مغدود خيل او خلوزي دي او دوړو ماموندو خيلونه بړوزي ،اوريازي اوبرم کازي دي(١).

خلوزي چې دلويو ماموندو يوه څانگه ده نورې وړې څانگې هم لري چې نومونه يې دادي:ميرامت خيل(مير احمد خيل)،شاتي خيل او نور.

خلوزي زياتره دباجوړ دماموندو په غاښي،نښتر،ډاګ،ريګي،خوړچۍ او تنگي سيمو کې ميشته دي. په باجوړسربيره يو شمير خلوزي دافغانستان دکونړ ولايت په مرورې اوچپې درې کې او همداراز دننګرهار او کندز په ولايتونو کې هم ميشته دي.دخلوزيودقبيلې شميرپه باجوړ کې د(١٥٠٠٠) تنو په شاوخواکې اټکل شوي دي.

خلوزي دنورو ماموندو په څيرپه پښتني ننګ او غيرت ټينګ خلک دي .په دوى کې ميلمه پالنه ډيره ده.

خلوزي دما موندو دنورې قبيلې دپاتي ښاخونو په څير دکر کيلې په چارو بوخت دي ،خو زياتره ځمکې يې للمي دي او غنم، جوار ،اوربشې ،نسک او مشنگ پکې کري.ددوى دسيمې هوا معتدله ده او په کومو ځايونو کې چې دچينو اوبه شته نو هلته دشفتالو ،توتانو او مالټو باغونه هم شته(٢).

خلوزيو دباجوړ دنورو پښتني سيمو په څيردوخت دجابرو او يرغلګرو ځواکونو پرخلاف مبارزې کړي دي په تيره بيا دپيرنگي يرغلګرو په وړاندې ددوى مبارزې په تاريخ کې ثبتې دي. دخلوزيود يو شمير پخوا نيو سترو مشرانو نو مونه دادي : ميرامت خان ( مير احمدخان)،حکيم خان،ګل خان او مير محمد خان(٣).

لنډه دا چې خلوزي په لويو ماموندو کې يوه مشهوره څانگه گڼل کيږي .

منبع[سمول]

---------------------------------------------------------------------------------

١- ډاکټر لطيف ياد،پښتني قبيلې ،٢٣٢-٢٣٣مخونه، دپيښور چاپ.

٢- دپښتنو ټولنيز او اقتصادي جوړښت،٢٢٥-٢٢٦ مخونه، دکابل چاپ.

٣- دخلوزيودقبيلې په اړونددښاغلي مفتي بشير خلوزي راليږل شوي معلومات.