خلم، افغانستان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

خلم (په انګریزي: Kholm) چې وړاندې د تاشقرغان په نوم پېژندل کېده د افغانستان په شمالي بلخ ولایت کې یو ښار دی چې د مزار شریف ښار ختیځ ته په ۶۰ کیلومترۍ فاصله کې د کندز د لارې په یو په دریمه برخه کې موقعیت لري. خلم یو لرغونی ښار دی چې د خلم سیند (د تاشقرغان د سیند) په حاصلخیزه او داخلي دلتا کې پروت دی. له همدې امله له کرنیز پلوه بډایه او له ګڼې ګوڼې ډک ښار دی. دغه ښار د سر پټي بازار د درلودو له امله شهرت لري چې د پسونو او لرګیو د سوداګرۍ مرکز دی. یو مهال د سمنګانو د ولایت برخه وه، خو اوس مهال د بلخ ولایت په خلم ولسوالۍ کې موقعیت لري.

ریښه موندنه[سمول]

د دغه ښار اصلي نوم تاشقرغان (په لاتیني ډول: Tashkorghan) یو ازبکي لغت دی چې «تاش د ډبرې په معنی او قرغان هم یې هم د مقبرې معنی لري» چې بشپړه معنی یې ډبرینه مقبره راځي. د دغه ښار نوم د افغانستان د شمالي برخو د پښتو کېدو پر مهال د افغانستان د مرکزي حکومت له خوا چې هغه مهال وزیر محمد ګل خان د کورنیو چارو وزیر و، خلم ته واوښت.

تاریخچه او مخینه[سمول]

د ګڼ شمېر پېړیو لپاره افغانستان د اروپا، چین او هند ترمنځ (د ورېښمو د لارې په اوږدو کې) د پخوانیو کاروان سرایونو په لار کې موقعیت درلود. د دغې لارې په اوږدو کې ګڼ شمېر مهمو کلتوري مرکزونو وده وکړه. د پنځلسمې پېړۍ پر مهال یا له هغو وروسته اروپا د ختیځ لور ته نوي سمندري مسیرونه رامنځته کړل. د ځمکې له لارې سوداګري را کمه شوه او د ورېښمو د لارې په اوږدو کې کلتوري مرکزونه منزوي شول.

د خلم لرغوني ښار په اکسوس دښته کې موقعیت درلود چې چاپیر یې د میوو باغونو ډک کړی و، خو دغه ښار د احمد شاه دراني له خوا ونړول شو او ټول استوګن کسان یې له دغه ځایه لرې کړل څو نوی ښار ودان کړي. اوسنی تاشقرغان ښار د نوولسمې پېړۍ په لومړیو کې په همدغه نږدې شاوخوا کې جوړ شو او د افغانستان په شمال کې یو له مهمو ښارونو څخه شو. دغه مهال ګڼ شمېر صنعتي محصولات او توکي لکه وسلې، چاقو ګان، فلزي وسایل، ستنې، شیشې، هېندارې، چیني لوښي، کاغذ، چای، نخي ټوکر او ورېښم د اوښانو په کاروانونو لېږدول کېدل. ګڼ شمېر دغه محصولات د روسیې په اروپايي برخه کې تولید کېدل او یو شمېر نور یې هم روسي ترکستان ته اړوند و. له هند څخه هم ګڼ شمېر سیمه ییز تولیدات او بریتانوي صنعتي محصولات لکه دوربینونه، د ږیرې د خریلو پلونه، نیل، مسالې، عاج، کوپره او زرین وریښمني ټوکر د نړۍ نورو برخو ته لېږل کېدل. افغانستان هم د وړیو، خام وریښمو، میوو، نباتي رنګونو او آسونو په صادرولو سره په دغه سوداګرۍ کې ونډه لرله. [۱]

د نوولسمې پېړۍ په دویمه نیمايي کې دغه ښار په پیل کې نسبتا لوی او خپلواک کندز ولایت ته اړوند شو. ورپسې په ۱۸۴۱ زکال کې د کندز ولایت مرکز تاشقرغان وټاکل شو. له دې سره په ۱۸۴۵ زکال کې د دغه ولایت ډیری برخې د کندز په ګډون جلا شوې. له دې امله تاشقرغان د یوه کوچني خپلواک ولایت د مرکز په توګه پاتې شو.

د شلمې پېړۍ په لومړیو لسیزو کې تاشقرغان په تدریجي ډول د افغانستان د شمال ټولواکي له لاسه ورکړه. مزارشریف او کندز چې له آمو سیند څخه د تېرېدو په برخه کې یې غوره موقعیت درلود د سوداګرۍ مسیر یې خپل کړ او په دې سره دغه ښار ته د کاروانونو راتګ ودرېد. په داسې حال کې چې تاشقرغان د نړیوالې سوداګرۍ د مرکز په توګه خپل اهمیت له لاسه ورکړی و، خو سیمه ییزو صنعت کارانو او شوروي ته د اړوندې مرکزي آسیا کډوالو (چې ډیری یې صنعت کاران وو) د تاشقرغان موقعیت په ټول هېواد کې د ورځنۍ استفادې لپاره د کارېدونکو بېلابېلو توکو د تولید په موخه غوره کړ. په ۱۹۶۰مه لسیزه کې د کابل او مزار شریف کرېړ سړک بشپړ شو. د دغه سړک په کرېړ کېدو سره ۳۵۰ کیلومتره لار له ۸ څخه تر ۹ ساعتونو پورې طی کېدله (چې پخوا یې دوه اونۍ وخت نیو). تاشقرغان ته د داخلي او بهرنیو سیلانیانو راتګ پام وړ زیاتوالی وموند. د ګڼ شمېر فردي سیالانیانو له راتګ پرته، دغه ښار ته تنظیم شوي سیاحتي سفرونه پیل شول؛ همدا و چې د عتیقه آثارو ګڼ شمېر هټي د سیلانیانو پر مخ پرانیستل شوې.

د ۱۹۷۰مې لسیزې پر مهال تاشقرغان د یونسکو سازمان له خوا د یو مهم هنري- تاریخي ښار په توګه وبلل شو، په داسې حال کې چې افغان دولت د هغو د لرغوني بازار مرکز او ودانۍ د ملي آثارو په توګه اعلان کړې.

جهان نما ماڼۍ[سمول]

د جهان نما بڼ مانۍ چې د خلم ښار په سویل کې حلقوي لویې لارې ته نږدې موقعیت لري د امیر عبدالرحمن خان د حکومتولۍ پر مهال له ۱۸۹۰ زکال څخه تر ۱۸۹۲ زکال پورې جوړه شوه. دغه مانۍ بیاځلي د ۱۹۷۴- ۱۹۷۶ زکال پر مهال د ولسمشر محمد دواود خان د واکمنۍ پر مهال ورغول شوه. پلان داسې و چې دغه ماڼۍ په موزیم واړول شي، خو د ۱۹۷۶ زکال ځمک ښویېدنې ورته جدي زیان واړاوه او د دغه پلان د پلي کېدو مخه یې ونیوله. د راتلونکو نښتو او کورنیو جګړو پر مهال دغې ماڼۍ او بڼ ته زیات زیان واوښت او چندان پام ورته ونشو، ځکه چې له دغې ماڼۍ څخه د پوځي موخو لپاره ګټنه کېدله.

په ۲۰۰۷ زکال کې د دغه ماڼۍ اړوند د موزیم کېدو طرح له منځه ولاړه او د ټولنیز میراث په توګه د جهان نما بڼ د ماڼۍ د ګڼل کېدو په طرحې پیل وشو. د هالنډ هېواد له خوا د تاریخي چارو اړوند د کلتوري او پراختیايي پالیسیو د پروګرام له مخې د دغې ماڼۍ ټولګه (کمپلکس) د بیارغونې لپاره وټاکل شوه. دغې پروژې سیمه ییزو صنعت کارانو ته د مستقیمو اقتصادي ګټو لار پرانیسته. د بیارغونې په موخه ټول ودانیز توکي د خلم د چاپېر سیمو څخه برابرېدل، د دغو سیمو ټولنې د دغې ماڼۍ د پراختیا په هر ګام کې شریکې وې چې په ۲۰۱۳ زکال کې یې د بیارغونې چارې بشپړې شوې.[۲]

بڼ[سمول]

د دغې ماڼۍ بڼ د تېرو جګړو له توکو څخه پاک کولو ته اړتیا لري، د بڼ په په څو برخو کې کانکرېټ باید له منځه یووړل شي. دغه کانکرېټونه د شوروي اتحاد د ځواکونو له خوا شوي چې اړتیا یې لرله خپل ټانګونه په یوه کلک ځای ودروي څو د ډز کولو پر مهال د هغو د لړزې مخه ونیسي. د سیمه ییزو ټولنو سره په ګډه د بیارغونې د ټیم معمارانو د دغه بڼ د بېرته رغولو په موخه نقشه جوړه کړه. د دغو سیمو یو شمېر زیات عمر لرونکي کسان په یاد راوړي چې د جګړو له پیل وړاندې (له ۱۹۷۹ زکال وړاندې) دغه بڼ څه ډول مالومېده. دغه چاره د یو تاریخي بڼ د بیارغونې په برخه کې ډېره ګټمنه وه. بڼ په اوو برخو کې جوړ شوی و چې د هغو د برخو د لوړوالي اختلاف په کې په ټولیزه بڼه ۹ متره کېده. د دغه بڼ اصلي ښکلا د هغو «د بوټو تنوع» ته اړونده بلل کېده چې بېلابېلو ونو، په ښاخونو کې جګېدونکو نباتاتو، کوچنیو ونو، بوټو او ګلانو د یو غوره اکوسیسټم په جوړولو کې مرسته کوله. د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره په همغږۍ د دغه بڼ د میوه ورکوونکو ونو، نورو ثمر ورکوونکو ونو او بوټو د ودې پلان ونیول شو چې د لوی سومیت کومار داس له بڼ څخه په کار اخیستو یې خپل دغه پلان ترسره کړ. همدارنګه د شاتو د مچیو د پروژې پیل کولو نظر هم شتون درلود ځکه چې په دغه بڼ کې د بېلابېلو ګلانو شتون د شاتو د مچیو لپاره غوره چاپېریال برابر کولای شو او په دې سره یاد بڼ د خپلو شاتو او مومو د تولید وړتیا موندله. له دې سره د ګڼ شمېر هغو کسانو لپاره چې پر لار تېرېدل د جهان نما بڼ د ماڼۍ د ټولګې ننداره ورته یوه زړه راښکونکې ننداره جوړېده. همدارنګه د دغه بڼ بیاځلي بیارغونې دغه پارک په یوې اقتصادي شتمنۍ بدلوه چې د میوو ونو یې ځانته عاید درلود او همدارنګه د سیمه ییزو وګړو او مسافرانو لپاره د تفرېح کولو په یوه زړه راښکونکي ځای اوښت.

سرچينې[سمول]

  1. کينډۍ:Cite EB1911
  2. "Supporting Afghanistan's museum sector". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)