Jump to content

خقوق

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

حقوق پدې لیکنه پدې بحث کوو چې حقوق څه ته ویل کیږي او په کومو برخو باندې ویشل شوی دي. په نړۍ کې حقوقو ته داسې یو ځانګړی تعریف ندی شوی چې د ټولې نړۍ علماوو تائید کړی وي او یا هم ټولو ته د منلو وړ وي, هر عالم د خپل اند او فکر په اساس د حقوقو علم ته یو ځانکړی تعریف وړاندې کړی چې د وخت په تیریدو سره پرې انتقادونه هم شوي دي.

پدې ځای کې موږ د حقوق لپاره ځینې مشهور تعریفونو څخه یادونه کوو. یاد تعریفونه په لاندې ‌ډول دي:

تعریف: په لغوي لحاظ حقوق د حق د کلیمې جمع ده او حق په ډیرو معناوو سره راغلي لکه حق د برخې په معنا, حق د باطل ضد په معنا, حق د رښتیا په معنا, د حق د الله تعالې د نومونو څخه یو نوم او همدارنګه ډیرې نورو معناوي لري. په اصطلاحي لحاظ د حقوقو لپاره کوم ځانګړی تعریف شتون نلري, په همدې اساس حقوقپوهان لمړی حقوق په دوو برخو باندې ویشي او له هغه وروسته هرې برخې ته بیل بیل تعریفونه وړاندې کوي. حقوق په دوه برخو ویشل شوی دی چې عبارت دي له: لمړی: عندي حقوق دوهم: افاقي حقوق پورته ذکر شوي دواړه ډولونه په لاندې ډول تعریف کوو: لمړی: عندي حقوق عندي حقوق عبارت د هغه قدرت, سلطه, صلاحیت او امتیاز څخه دي چې یو شخص یې د بل شخص په وړاندې او یا یو شخص یې د یو شي په وړاندې لري د مثال په ډول د ځوی حقوق په پلار او یا یو شخص يې په خپله ځمکه کې لري....

دوهم: افاقي حقوق افاقي حقوق عبارت د هغه قوعدو او مقرراتو څخه دی چي په ټولنه کې د ټولني د نظم لپاره وضع کیږي او د افرادو تر منځ روابط ترتیب او تنطموي چي دې روابطو کې کله حکومت داخل وي او کله د حکومت د عدم دخالت په صورت کې رامنځ ته کیږي

عبدالباسط خدام