خروشتهي ليکدود

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په افغانستان کي يوشمير داسي کتېبې او ډبر ليکونه شته چي لا تر اوسه په بشپړه توگه نه دي لوستل شوي ، د بيلگو په توگه په لغمان ولايت کي اليشنگ کتېبه ، د هزار سم څخه تر لاسه شوي يوشمير ليکبڼي او نور يادولای شو ، خو د لرغونو زمانو داسي کتيبې ، ډبر ليکونه او د ليک بڼي هم شته چي په اړه يې يوشمير بهرنيو او کورنيو پوهانو زيار گاللئ او د پوهېدو وړيې گرځولي دي . د دې ډلې ليکبڼو څخه يو هم خروشتهي ليکدود دئ چي ٣٠٠ کاله پخوا تر مېلاد منځ ته راغلۍ او تر ٥٠٠ ميلادي کلونو دود و. دا ليکدود چي د خپل مهال په تاريخي پېښو د پوهېدلو گټور او ارزښتمن لاسوند ونه لري ، د زيات شمير څيړونکو د پام وړ کرځېدلئ او په اړه يې څيړني کړيدي . په دې ليکنه کي هڅه شوې چي دخروشتهي ليکدود په اړه درې پوښتني په لنډه توگه ځواب شي . لومړۍ دا چي خروشتهي ليکدود چيري پيدا شوۍ ، د ترويج او تعميم سيمې يې کومي دي ؟ دوهمه پوښتنه دا چي د ا يوازي ليکدود و او که ژبه هم وه ، که يوازي ليکدود و نو د کومو ژبو ليکبڼه ده ؟ او دريم دا چي د لوستلو لپاره يې چا زيار گاللئ او د کومو معيارونو پر بنسټ يې د دې ليکدود اوازونه پېداکړيدي ؟

تاريخ[سمول]

تر دې مهاله چي د لرغونو ليکنو او په ځانگړې توگه د خروشتهي ليکدود په اړه څيړني تر سره شوي ، داڅرگندوي چي خروشتهي ليکدود د اوسني افغانستان په ختېزو سيمو کي منځ ته راغلۍ او تعميم شوېدئ . په دې اړه انگليسي نامتولرغونپوه ويلسن ( Wilson, Horace Hay man 1786-1860) په خپل (( لرغوني اريانا )) نومي اثر کي ليکي چي : خروشتهي ليک له اره اريايې ليکدود دئ ، چي د امو او اباسين تر منځ سيمو کي رائيج وو . د نامتو ژبپوه کارل بوهولر Karl Bühler (1879-1963) په وينا د خروشتهي ليکدود نوم دهغه ليک د بنسټ ايښوونکي د نوم څخه اخستل شوېدئ چي ( خروشته ) نومېدئ . ( ښايې دا نوم د اوسني خروټو قوم د نوم سره تړاو ولري ) د نوموړي په باور په خروشتهي ليکدود کي يوشمير ږغونه د براهمي ليکدود څخه را نقل شويدي ، په خروشتهي ليکدود کي ږغ لرونکي او بېږغه توري شته چي پخوا په براهمي ليکدود کي هم موجود وه ، او ښايې خروشتهي ليکدودد براهمي ليکدود تر اغېزي لاندي وده کړې وي . خو هغه څه چي څرگند دي هغه د اوسني افغانستان په ختيزو سيمو کي د دې ليکدود پياوړۍ شتون او همدلته د همدې ليکدود منځ ته راتلل دي .

خروشتهي يوازي ليکدود وو او که ژبه هم وه؟[سمول]

د بيلا بيلو پوهانو څيړنو ښودلې ده چي خروشتهي يو ځانگړئ ليکدود دئ . دې ليکدود ژبه نه درلوده ، د هغه مهال ليکوالو د مروجو ژبو د ليکبڼي په توگه کار ولۍ دۍ . د هغو کتېبو او ډبر ليکونو څخه چي په بيلا بيلو زمانو او سيمو پوري اړه لري ، دا څرگنده شوېده چي د همدې ليکدودپه مرسته د يوناني ، سانسکريت ، پارا گريت او نورو ژبو مفاهيم او مطالب ليکل شويدي . راپسون نامتو ژبپوه EJ Rapson (1861-1937) ) د خروشتهي ژبي زيات شمير ليکني ، کتيبې ، ډبر ليکونه او مسکوکات په خپل (( خروشتهي ليک)) نومي اثر کي را پيژندلي او څيړلي دي . په خروشتهي ليکدود ليکل شوي نامتو کتېبو څخه د بيلگي په توگه د صوات کتېبه چي په ١٨٣٨ زيږديز کال د مسون په وسېله وپيژندل شوه ، په باميان کي د ونو پر پوست ليکل شوي ليکني چي په ١٩٣٠ زيږديز کال وپيژندل شوې، د باجوړ کتېبه چي په ١٨٨٩ زيږديز کال وموندل شوه . په ١٨٤٣ زيږديز کال د جلال اباد په بېمارانو کلي کي د ښاغلي مسون په وسيله خروشتهي کتېبه وموندل شوه او په دې ډول په سلگونو نوري کتيبې چي د افغانستان په دننه او د اوسني افغانستان د سياسي کرښو بهر تر لاسه شويدي .

موندنه[سمول]

د دې ليکدود د لوستلو لپاره چا زيار گاللئ او د کومو معيارونو پر بنسټ يې د دې ليکدود اوازونه پېداکړيدي ؟ ژبپوهانو د دې لرغوني ليک د لوستلو لپاره د يوناني ژبي مفاهيم معيار گرځولي دي . د لومړي ځل لپاره په ١٨٣٠ زيږديز کال د مسکوکاتو پر مخ د يوناني ليکدود او خروشتهي ليکدود گډ ليکونه ولوستل شوه ، لومړۍ د مسکوکاتو يوناني ليک ولوستل شو او بيا د يوناني ژبي څخه ترلاسه شوئ تعبير د خروشتهي ليکدود لپاره هم ومنل شو ، له هغه وروسته د خروشتهي ليکدود د پوهېدلو لپاره د يوناني ليکدود او ژبي کاريدل معياروگرځیدل . د نړۍ د بيلا بيلو هيوادونو څخه بيلا بيلو ژبپوهانو او لرغونپوهانو د خروشتهي ليکدود په اړه څيړني او پلټني کړيدي ، چي د بيلگي په توگه د يوشمير نومونه را يادوو : د خروشتهي ليکدود زيات شمېر کتيبې او ليکني د انگلېسي لرغونپوه مسون په زيار د ( د څيړنو مهال د١٨٣٣ څخه تر ١٨٣٥ زيږديز کال پوري ) پيژندل شوي او تر لاسه شويد ي . سر اورل ستاين (د څيړنو مهال د ١٩٠٠ څخه تر ١٩١٣ زيږديز کلونوپوري ) راپسون (د څيړنو مهال د ١٩١٤ څخه تر ١٩٤٧ زيږديز کلونو پوري ) او زيات شمير نوربهرني څيړونکي يادولای شو چي د خروشتهي ليکدود په پيژندلو ، پيدا کولو او لوستلو کي ارزښتمنه ونډه اخستې ده . د دې تر څنگ يو شمير کورنيو پوهانو او څيړونکو هم د دې ليکدود په اړه هر اړخيزي څيړني او پلټني تر سره کړيدي ، چي د علامه حبيبي ، استاد کهزاد ، مرحوم دوست شېنواري او پوهاند داکتر الفشاه ځدراڼ نومونه تر ټولو وړاندي د يادولو وړ دي .

پر مسکوکاتو د خروشتهي ليکدود دوې بيلگي

د لرغوني خروشتهي ليکدود يوه بيلگه چي د حېوان پر پوست ليکل شوېده

د خروشتهي ليکدود ( ٣٧ ) اوه دېرش توري اود هغو فونيک ږغونه

اخځونه[سمول]

١ -- حبيبي ، عبدالحئ . تاريخ خط و نوشته های کهن افغانستان . چاپ دوم . ١٣٧٧ .

٢ – الفشاه ، ځدراڼ . کتېبه ها ومسکوکات افغانستان . ( کابل : پوهنتون کابل ) ١٣٦٧ .

٣ – باوري ، رسول . د افغانستان لومړني مدنيتونه . (کابل  : کابل پوهنتون ) د علمي رتبې تيزسس . ١٣٧٣.

٥ – بيلا بيل ويب سايټونه www.dkpdindia\www.booksformind.com\www.ancientscripts.com

او يوشمير نور .