ختيځ بلاک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


ختيځ بلاک د کمونيست بلاک، سوسياليست بلاک او شوروي بلاک په توګه هم پېژندل کېږي، د شوروي اتحاد تر اغېز لاندې د مرکزي او ختيځې اروپا، ختيځې اسيا، سويل ختيځې اسيا، افريقا او لاتيني امريکا يوه ډله وه، چې د سړې جګړې پر مهال (۱۹۴۵-۱۹۹۱زکال) يې شتون درلود. دې دولتونو د پانګوال لويديځ بلاک په خلاف د مارک او لينن پلوۍ نظريه وڅارله. ختيځ بلاک ته زياتره وختونه دويمه نړۍ هم ويل کېدله، حال دا چې د «لومړۍ نړۍ» اصطلاح لويديځ بلاک ته او «درېيمه نړۍ» هغو ناپيلو هېوادونو ته ويل کېدله، [ې په اصل کې افريقا، اسيا او لاتيني امريکا کې وو، مګر په ځانګړي ډول له ۱۹۴۸ز کال څخه د مخکې شوروي پخواني سوسياليست فدرالي جممهوريت يوګوسلاويا هم په کې شامل وه، چې په اروپا کې پرته وه.

لويديځه اروپا کې د ختيځ بلاک اصطلاح په عمومي ډول د شوروي د سوسياليست جمهوريتونو اتحاد “USSR” ويل کېده او په کوميکون (ختيځ المان، پولينډ، چکسلواکيا، هنګري، رومانيا، د بلغاريا ولسي جمهوريت او البانيا) کې چوپړي يا خادم دولتونه او ګوډاګي دولتونه ويل کېدل. په اسيا لويه وچه کې ختيځ بلاک د منګلويا ولسي جمهوريت، د ويتنام سوسياليست جمهوريت، د لاو ولسي جمهوريت، د کمپوشيا ولسي جمهوريت، د کوريا د خلق ديموکراتيک جمهوريت او د چين ولسي جمهوريت رانغاړل. له شوروي اتحاد سره يو ځای شوي امريکايي هېوادونه له ۱۹۶۱ز کال راهيسې کيوبا او د ټاکلو يا محدودو دورو لپاره نيکاراګوا او ګرينادا وو. [۱][۲][۳][۴][۵][۶]

ترمينولوژي[سمول]

د ختيځ بلاک اصطلاح زياتره وخت د دويمې نړۍ له اصطلاح سره په متبادل ډول کارول کېده. د اصطلاح دا پراخه کارونې د ماوي پلوي چين “Maoist China” او کمبوديا تر څنګ د ختيځ ترکمنستان د دويم جمهوريت (۱۹۴۴-۱۹۴۹ز)، د اذربايجان ولسي جمهوريت (۱۹۴۵-۱۹۴۶زکال) او د ماهاباد جمهوريت (۱۹۴۶ز کال) په څېر د شوروي تر لاس لاندې لنډ مهالي هېوادونه او همدا راز د مارکس او لينن پلوي هغه دولتونه چې د سړې جګړې له پای ته رسېدلو څخه وړاندې د دويمې او درېيمې نړۍ تر منځ پراته وو؛ دا هېوادونه له (۱۹۶۷ز کال څخه) د يمن د خلق ديموکراتيک جمهوريت، له ۱۹۶۹زکال څخه د کانګو ولسي جمهوريت، د بينين ولسي جمهوريت، له ۱۹۷۵ز کال څخه د انګولا او موزمبيق ولسي جمهوريتونه، له ۱۹۷۹ څخه تر ۱۹۸۳ز کال پورې د ګرينادا د خلق اوښتونيز يا انقلابي حکومت، له ۱۹۷۴ ز کال څخه د ايتوپيا د خلق ديموکراتيک جمهوريت او له ۱۹۶۹ز کال څخه په ۱۹۷۷ز کال کې تر اوګادين جګړې “Ogaden War” پورې د سوماليا ديموکراتيک جمهوريت دي. زياتره دولتونه د لويديځ بلاک له لورې هغه وخت ختيځ بلاک کې اوسېدلو باندې تورن وو، چې دوی په اصل کې د ناپيلي خوځښت برخه وو. د ختيځ بلاک تر ټولو ټاکلې او لنډه پېژنده يوازې د واسا د تړون دولتونه او د منګوليا ولسي جمهوريت ځکه رانغاړي، چې پخواني تر لاس لاندې يا چوپړي دولتونو باندې زياتره شوروي اتحاد واکمن و. د کيوبا د بشپړ شوروي واک د مقاومت کولو تمايل د يادونې وړ پوره يا کافي و، چې دا هېواد ځيني وختونه د تر لاس لاندې دولت په توګه په بشپړ ډول له بلاک څخه ويستل کېده او دا ځکه چې کيوبا کله ناکله د درېيمې نړۍ په نورو هېوادونو که ان هغه وخت هم لاسوهنه کوله، چې شوروي اتحاد يې مخالفت وکړ. [۷][۸][۹][۱۰]

له ۱۹۹۱ز کال څخه وروسته د ختيځ بلاک اصطلاح کارونه ښايي هغو دولتونو ته د ويلو په پرتله خورا محدوده وي، چې د وارسا تړون (۱۹۵۵ – ۱۹۹۱ز کال) او منګوليا (۱۹۲۴-۱۹۹۲ز کال) يې جوړول، چې له دې وروسته کمونيستي دولتونه نه دي. دوی ته ځيني وختونه په يو څه عمومي ډول «تر کمونيزم لاندې د ختيځې اروپا هېوادونه» ويل کېږي،  چې منګوليا په کې ځای نه لري، مګر يوګوسلاويا او البانيا يې برخه دي، چې دواړه يې په ۱۹۶۰ز لسيزه کې له شوروي اتحاد څخه بېل شوي وو.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د ختيځ بلاک اصطلاح له عمومي کارونې څخه وړاندې په ۱۹۲۰ز لسيزه کې د ختيځې او مرکزي اروپا هېوادونو ناتړلي اتحاد ته ويل کېدله.

که څه هم يوګوسلاويا يو سوسياليست هېواد و، مګر د کوميکون “COMECON” يا وارسا تړون غړی نه و. دې هېواد په ۱۹۴۸ ز کال کې د شوروي اتحاد له سوسياليست جمهوريتونو څخه په بېلېدلو سره په ختيځ پورې هم تړاو نه درلود او په لويديځ پورې يې هم د خپل سوسياليست نظام او د ناپييلي خوځښت د بنسټګر غړي په توګه د خپل دريځ له امله تړاو نه درلود. که څه هم ځينې سرچينې يوګوسلاويا د ختيځ بلاک غړې ګڼي. ځيني نور بيا دا هېواد وروسته له هغې د ختيځ بلاک غړی نه ګڼي، چې د ۱۹۴۸زکال د ټېټو-سټالين “Tito-Stalin” بېلتون کې يې له شوروي سياست سره خپلې اړيکې پرې کړې. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

د هېوادونو لښتليک[سمول]

  • کوميکون (۱۹۴۹-۱۹۹۱زکال) او وارسا تړون (۱۹۵۵-۱۹۹۱ز کال)
  • البانيا (۱۹۴۶-۱۹۹۱ز کال، په ۱۹۶۱زکال کوميکون او وارسا تړون کې ګډون کول بند کړل، په ۱۹۶۸ زکال په وارسا تړون څخه او په ۱۹۸۷ز کال کې له کوميکون څخه په رسمي ډول ووتله).
  • بلغاريا (۱۹۴۶-۱۹۹۰ز کال)
  • کيوبا (له ۱۹۵۹ز کال څخه)
  • چکسلواکيا (۱۹۴۸-۱۹۸۹ز کال)
  • ختيځ المان (۱۹۴۹-۱۹۹۰ز کال؛ د شوروي له لورې د المان د نيونې يا اشغال پخوانۍ سيمه وه، ۱۹۴۵-۱۹۴۹ز کال پورې)
  • هنګري (۱۹۴۹-۱۹۸۹زکال)
  • منګوليا (۱۹۲۴-۱۹۹۲زکال)
  • پولينډ (۱۹۴۷-۱۹۸۹ز کال)
  • رومانيا (۱۹۴۷ – ۱۹۸۹ز کال پورې، په ۱۹۴۶ز کال يې د وارسا تړون فعاليتونو کې محدود ګډون هم درلود).
  • شوروي اتحاد (۱۹۲۲-۱۹۹۱ز کال؛ چې له ۱۹۱۸ز کال څخه تر ۱۹۲۲ز کال پورې د روسيې شوروي قدرالي سوسياليست جمهوريت و).
  • ويتنام (له ۱۹۷۶ز کال څخه، چې له دې څخه مخکې له ۱۹۵۴ز کال څخه تر ۱۹۷۶ز کال پورې د شمالي ويتنام او له ۱۹۷۵-۱۹۷۶ز کال پورې د سويلي ويتنام په نوم و).

نور متحد دولتونه[سمول]

  • افغانستان: ۱۹۷۸-۱۹۹۲ز کال
  • انګولا: ۱۹۷۵-۱۹۹۲ز کال
  • بينين: ۱۹۷۵-۱۹۹۰ز کال
  • چين: له ۱۹۴۹ز کال څخه، ټاکلې يا محدوده يوځای کېدنه په ۱۹۶۱ز کال کې پيل کېږي.
  • د کانګو ولسي جمهوريت: ۱۹۶۹-۱۹۹۲ز کال
  • ايتوپيا: ۱۹۸۷-۱۹۹۱زکال، له دې څخه وړاندې له ۱۹۷۴ز کال څخه تر ۱۹۸۷ز کال پورې د سوسياليست ايتوپيا لنډمهالی پوځي حکومت و.
  • ګرينادا: ۱۹۷۹-۱۹۸۳ز کال
  • کمپوشيا: ۱۹۷۹-۱۹۹۲ز کال
  • شمالي کوريا: له ۱۹۴۸ زکال څخه، له دې څخه مخکې له ۱۹۴۵-۱۹۴۸ زکال پورې د کوريا کې د شوروي د ملکي ادارې په نوم وه.
  • شمالي ويتنام: ۱۹۵۴-۱۹۷۶ز کال، چې وروسته ويتنام شو.
  • لاوس: له ۱۹۷۵زکال څخه
  • موزمبيق: ۱۹۷۵-۱۹۹۰ز کال
  • سوماليا: ۱۹۶۹-۱۹۹۱زکال
  • سويلي يمن: ۱۹۶۷-۱۹۹۰ز کال
  • يوګوسلاويا: ۱۹۴۵-۱۹۴۸زکال

د روسيې شوروي[سمول]

په ۱۹۲۲زکال کې د روسيې شوروي فدرالي سوسياليست جمهوريت، د اکراين شوروي سوسياليست جمهوريت، د بلاروس شوروي سوسياليست جمهوريت او د ترانسقفقاز سوسياليست فدرالي شوروي جمهوريت د شوروي د سوسياليستي جمهوريتونو د اتحاد د رامنځته کولو تړون او د يادو جمهوريتونو د رامنځته کولو اعلاميه تصويب کړه او په دې ډول يې شوروي اتحاد رامنځته کړ. شوري مشر جوزف سټالين چې شوروي اتحاد ته يې د «سوسياليست ټاپو» په سترګه کتل، وويل چې شوروي اتحاد بايد د دې شاهد وي، چې د اوسني پانګوالې دايرې ځای سوسياليست دايره ونيسي. [۲۷][۲۸]

له ۱۹۳۹ څخه تر ۱۹۴۰ ز کال پورې د شوروي اتحاد پراختيا[سمول]

په ۱۹۳۹ ز کال کې د شوروي د سوسياليست جمهوريتونو اتحاد له نازي المان سره د مولوتوف او ريبينتروپ تر منځ تړون “Molotov-Ribbentrop Pact” کې شامل شو. ياد تړون يو پټ تړون ليک يا پروتوکول درلوده، چې رومانيا، پولينډ، لتويا، لتوانيا، استونيا او فنلينډ يې د المان او شوروي د نفوذ په سيمو ووېشل. ختيځ پولينډ، لتويا، استونيا، فنلينډ او بيسربيا په شمالي رومانيا کې د شوروي د نفوذ سيمې وپېژندل شوې. لتوانيا ورسره د ۱۹۳۹ زکال سپټمبر کې د دويم پټ تړونليک له مخې ورزيات شو. [۲۹][۳۰][۳۱]

شوروي اتحاد د ختیځ پولينډ پر هغو برخو باندې بريد کړی و، چې د مولوتوف-رېبينتروپ تړون له مخې ورته پر لويديځ پولينډ باندې د المان له بريد څخه دوه اونۍ وروسته او پولينډ کې له الماني ځواکونو سره له همغږۍ وروسته سپارل شوې وې. د شوروي اتحاد له لورې د ختیځ پولينډ د نيونې پر مهال شورويانو د پولينډ دولت له منځه ويوړ او د المان او شوروي تر منځ ناستې د پولينډ د پاچاهۍ راتلونکي جوړښت په اړه بحث وکړ. شوروي چارواکو په شوروي پورې د نويو تړل شويو سيمو شوروي کول پيل کړل. شوروي چارواکو کرنه اشتراکي کړه او د پولينډ خصوصي او دولتي ملکيت يې ملي او له سره ووېشه. [۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]

سرچينې[سمول]

  1. Loth, Wilfried, The Division of the World, 1941–1955, Routledge, 1988, ISBN 0-415-00365-2, p. 297.
  2. Haggett, Peter, Encyclopedia of World Geography, Marshall Cavendish, 2001, ISBN 0-7614-7289-4, p. 1,850.
  3. Rees, G. Wyn. International Politics in Europe: The New Agenda, Routledge, 1993, ISBN 0-415-08282-X, p. 6.
  4. Satyendra, Kush (2003), Encyclopaedic Dictionary of Political Science, Sarup & Sons, د کتاب پاڼې 65, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-7890-071-1, the countries of Eastern Europe under communism الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  5. Compare: Janzen, Jörg; Taraschewski, Thomas (2009). Shahshahānī, Suhaylā (سمونګر). Cities of Pilgrimage. 4. Münster: LIT Verlag. د کتاب پاڼې 190. د کتاب نړيواله کره شمېره 9783825816186. خونديځ د اصلي څخه ۰۵ سپټمبر ۲۰۱۵. Until 1990, despite being a formally independent state, Mongolia had de facto been an integral part of the Soviet-dominated Eastern Bloc. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  6. Piero Gleijeses, Conflicting Missions: Havana, Washington and Africa, 1959–1976 ISBN 978-0-8078-5464-8
  7. Ludlow, N. Piers, European integration and the Cold War: Ostpolitik-Westpolitik, 1965–1973, Routledge, 2007, ISBN 0-415-42109-8, page 37, 39
  8. Ahonen, Pertti, After the expulsion: West Germany and Eastern Europe, 1945–1990, Oxford University Press, 2003, ISBN 0-19-925989-5, page 125-126 & 183
  9. Zwass, Adam, Globalization of Unequal National Economies: Players and Controversies, M.E. Sharpe, 2002, ISBN 0-7656-0731-X, page 214
  10. Skinner, Kiron F., The strategy of campaigning: lessons from Ronald Reagan & Boris Yeltsin, University of Michigan Press, 2007, ISBN 0-472-11627-4, page 137-8
  11. Satyendra, Kush, Encyclopaedic dictionary of political science, Sarup & Sons, 2003, ISBN 81-7890-071-8, page 65
  12. Hirsch, Donald; Kett, Joseph F.; Trefil, James S. (2002), The New Dictionary of Cultural Literacy, Houghton Mifflin Harcourt, د کتاب پاڼې 316, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-618-22647-4, Eastern Bloc. The name applied to the former communist states of eastern Europe, including Yugoslavia and Albania, as well as the countries of the Warsaw Pact الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  13. Satyendra, Kush (2003), Encyclopaedic Dictionary of Political Science, Sarup & Sons, د کتاب پاڼې 65, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-7890-071-1, the countries of Eastern Europe under communism الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  14. Compare: Janzen, Jörg; Taraschewski, Thomas (2009). Shahshahānī, Suhaylā (سمونګر). Cities of Pilgrimage. 4. Münster: LIT Verlag. د کتاب پاڼې 190. د کتاب نړيواله کره شمېره 9783825816186. خونديځ د اصلي څخه ۰۵ سپټمبر ۲۰۱۵. Until 1990, despite being a formally independent state, Mongolia had de facto been an integral part of the Soviet-dominated Eastern Bloc. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  15. Glisic, Jelena (1976), East-West Trade and Japanese-Yugoslav Relations during the Cold War, Acta Slavica Iaponica, د کتاب پاڼې 120 and 121, The Eastern bloc was composed of socialist states, who were members of the Warsaw Pact and The Council for Mutual Economic Assistance (COMECON), led by the USSR. ... In works examining the Western bloc countries' relations with the Eastern bloc, Yugoslavia was not considered part of the Eastern bloc. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  16. Hirsch, Donald; Kett, Joseph F.; Trefil, James S. (2002), The New Dictionary of Cultural Literacy, Houghton Mifflin Harcourt, د کتاب پاڼې 316, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-618-22647-4, Eastern Bloc. The name applied to the former communist states of eastern Europe, including Yugoslavia and Albania, as well as the countries of the Warsaw Pact الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  17. Teichova, Alice; Herbert, Matis (2003), Nation, state, and the economy in history, Cambridge University Press, د کتاب پاڼې 150, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-79278-3, Within the Eastern Bloc, Poland, Yugoslavia and Hungary tended to be reformist and deviated most from the rigid Soviet model الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  18. Cook 2001، م. 897: "In the Eastern Bloc, only Yugoslavia, alongside efforts to eradicate or at least degrade previously existing nationalisms, made the gallant attempt to both foster a new nationalism and a new identify, that of being a Yugoslav."
  19. Ahonen, Pertti (2003), After the Expulsion: West Germany and Eastern Europe, 1945–1990, Oxford University Press, د کتاب پاڼې 212, The other Eastern bloc states – except Romania's fellow mavericks Albania and Yugoslavia – reacted to the breakthrough between Bonn and Bucharest by coordinating their own stances towards the Federal Republic. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  20. White, N. D. (1990), The United Nations and the maintenance of international peace and security, Manchester University Press, د کتاب پاڼې 183, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7190-3227-1, Nevertheless, the Eastern Bloc countries, including Albania, Bulgaria and Yugoslavia, argued that UNSCOB had been constituted illegally الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  21. Library of Congress (1980), The Quarterly journal of the Library of Congress, 37, Library of Congress, 80 Yugoslavia is perhaps the most international of the Eastern Bloc countries. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  22. Ryan, James; Mastrini, Hana; Baker, Mark (2009), Eastern Europe, John Wiley and Sons, د کتاب پاڼې 651, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-470-39908-8, Tito played his cards right and – unlike other Eastern Bloc countries – Yugoslavia enjoyed a fairly open relationship with the rest of the world الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  23. Stanilov, Kiril (2007), The post-socialist city: urban form and space transformations in Central and Eastern Europe after socialism, Springer, د کتاب پاڼې 362, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4020-6052-6, During the socialist period, Yugoslavia was marked by a system of socialist self-management, which place greater importance not he development of market-type relations in the economy than any of the other socialist countries of Europe. This strategy was a significant factor in achieving a higher standard of living and a lower level of under-urbanization compared to other members of the Eastern Bloc. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  24. Hawkesworth, M. E.; Paynter, John (1992), Encyclopedia of government and politics, Routledge, د کتاب پاڼې 1244, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0415072250, The processes of change in the Eastern Bloc affected Yugoslavia as well, although this country, having been outside the bloc since 1948, had evolved specific political, economic and federal systems of its own. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  25. Binder, David (1982), "Many from Eastern Bloc Seek Yugoslav Asylum", The New York Times الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  26. Glisic, Jelena (1976), East-West Trade and Japanese-Yugoslav Relations during the Cold War, Acta Slavica Iaponica, د کتاب پاڼې 120 and 121, The Eastern bloc was composed of socialist states, who were members of the Warsaw Pact and The Council for Mutual Economic Assistance (COMECON), led by the USSR. ... In works examining the Western bloc countries' relations with the Eastern bloc, Yugoslavia was not considered part of the Eastern bloc. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  27. Tucker 1992, p. 46
  28. Julian Towster. Political Power in the U.S.S.R., 1917–1947: The Theory and Structure of Government in the Soviet State Oxford Univ. Press, 1948. p. 106
  29. Encyclopædia Britannica, German-Soviet Nonaggression Pact, 2008
  30. Text of the Nazi-Soviet Non-Aggression Pact Archived 14 November 2014 at the Wayback Machine., executed 23 August 1939
  31. Christie, Kenneth, Historical Injustice and Democratic Transition in Eastern Asia and Northern Europe: Ghosts at the Table of Democracy, RoutledgeCurzon, 2002, ISBN 0-7007-1599-1
  32. Roberts 2006, p. 43
  33. Sanford, George (2005), Katyn and the Soviet Massacre Of 1940: Truth, Justice And Memory, London, New York: Routledge, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-33873-8 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  34. Nekrich, Ulam & Freeze 1997, p. 131
  35. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  36. Myron Weiner, Sharon Stanton Russell, سمونګر (2001), "Stalinist Forced Relocation Policies", Demography and National Security, Berghahn Books, د کتاب پاڼي 308–315, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-57181-339-8 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  37. The Soviets organized staged elections,کينډۍ:In lang Bartlomiej Kozlowski Wybory" do Zgromadzen Ludowych Zachodniej Ukrainy i Zachodniej Bialorusi Archived 23 September 2009 at the Wayback Machine., NASK, 2005, Polska.pl, the result of which was to become a legitimization of Soviet annexation of eastern Poland. Jan Tomasz Gross, Revolution from Abroad Archived 27 September 2015 at the Wayback Machine., Princeton University Press, 2003, page 396 ISBN 0-691-09603-1
  38. Soviet authorities attempted to erase Polish history and culture, Trela-Mazur, Elzbieta, Sowietyzacja oswiaty w Malopolsce Wschodniej pod radziecka okupacja 1939–1941 (Sovietization of Education in Eastern Lesser Poland During the Soviet Occupation 1939–1941), ed. Wlodzimierz Bonusiak, et al. (eds.), Wyzsza Szkola Pedagogiczna im. Jana Kochanowskiego, 1997, ISBN 978-83-7133-100-8
  39. Soviet authorities withdrew the Polish currency without exchanging rubles,کينډۍ:In lang, Karolina Lanckoronska Wspomnienia wojenne; 22 IX 1939 – 5 IV 1945, 2001, ed, page 364, Chapter I – Lwów Archived 27 March 2009 at the Wayback Machine., ZNAK, ISBN 83-240-0077-1
  40. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  41. Piotrowski 2007, p. 11
  42. Soviet authorities regarded service for the pre-war Polish state as a "crime against revolution" Gustaw Herling-Grudziński, A World Apart: Imprisonment in a Soviet Labor Camp During World War II, 1996, page 284, Penguin Books, ISBN 0-14-025184-7 and "counter-revolutionary activity",کينډۍ:In lang Władysław Anders, Bez ostatniego rozdzialu, 1995, page 540, Test, ISBN 83-7038-168-5 and subsequently started arresting large numbers of Polish citizens.
  43. During the initial Soviet invasion of Poland, between 230,000 to 450,000 Poles were taken as prisoner, some of which were executed (see also Katyn massacre).Sanford, Google Books, p. 20-24. Archived 28 September 2015 at the Wayback Machine.; Fischer, Benjamin B., "The Katyn Controversy: Stalin's Killing Field Archived 24 March 2010 at the Wayback Machine.", Studies in Intelligence, Winter 1999–2000; Stalin's Killing Field Archived 9 July 2008 at the Wayback Machine.