ختن او دپښتو ژبې دشاعرانو په شعرونو کې یې یادونه'

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ختن او دپښتو ژبې دشاعرانو په شعرونو کې یې یادونه

لکه چې دچین ما چین دلیکنې په برخه کې مو ولوستل ختن دچین هیواد دسیکیانګ دایالت یو ښار ګوټی دی چې ۱۱۵ زره تنه وګړي لري او خلک یې په ایغوري او ختني ژبو خبرې کوي . ایغوري دترکی ژبې یوه لهجه ده .په ختن کې بودائیان هم اوسیږي .ختن په لرغونو وختونو کې دوریښمو دتاریخي لارې یوه برخه وه چې کاروانونه به دهمدې لارې چین ته تلل. په لرغونو تاریخي نسخو کې راغلي دی چې ختن ځانته جلا واکمن درلود.داسلام سپیڅلي دین په لسمې زیږدیزې پیړۍ کې ختن ته رسیدلی دی.ختن دخپلو هوسیو له کبله هم مشهور دی او دهوسیو دنامه غوټۍ یې خو شبویی لري چې مشک یا مسک هم ترې جوړیږي او علت یې ددغه ځای واښه ښودل شوي دي .په اوسني وخت کې دختن دهرې هوسۍ بیه پنځوس زره ډالره ښودل شوې ده .

دپښتو ژبو خینې شاعرانو دختن په اړوند داسې ویلي دی لکه چې دپښتو ژبې یو شاعر وا یی :

( مو ټی خاورې دوطن به پرې ورنکړم 

که دځمکې پر سر هر وطن ختن شی

خپله خاوره به په خپلو وینو ساتم

که حاجت یې قرباني زما دتن شي )

یاداچې :

یا مدنی قربان لتا نہ شہ خوبان د عدن

اصلی گلاب د چمن سوچہ نافے د ختن

او بل شاعر داسې وایی:

پښتنې نجونې مې ولېدې په سترګو

څوک چې ترکې د ختا ستایي خطا دي

ختا= ختن