خبرې اترې:گل آغا احمدي وردگ

Page contents not supported in other languages.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ګل آغا احمدي وردګ


د زیږیدلو ځای او نیټه ګل آغا احمدي وردګ ولایت د جغتو د ولسوالۍ د ګلدرې ( پخواني کنده قول) د لیګي باباخیلو د کلي اوسیدونکی دی او په ۱۳۴۵ هجري لمریز کال چې د ۱۹۶۶ زیږدیز کال سره سمون خوري په وردګو کې زیږدلی دی.

زده کړې او تعلیم ګل آغا احمدي وردګ خپلې لومړنۍ او منځني زده کړې د ګوربت په منځنۍ ښوونځۍ کې چې ( اوس مهال لېسه ده) د ۱۳۵۱ او ۱۳۵۸ کلونو تر منځ کړې او ثانوي زده کړې یې د پېښور د مجاهد په عالي لېسه کې په ۱۳۶۵ کې سر ته رسولې دي. په ۱۳۶۷ کې یې په پېښور کې د ښوونکو عالي دارالمعلمین څخه فراغت حاصل کړی او په ۱۳۷۴ کې د ساینس او تکنالوجۍ د اسلامي پوهنتون د اقتصاد د پوهنځۍ څخه لېسانس لاسته راوړی دی. احمدي همدارنګه په ۱۳۸۳ کې د پریسټون پوهنتون د سوداګریزې ادارې په څانګه کې د ماسترۍ سند لاسته راوړی دی.

کاري تجربه او رسمی دندې ګل آغا احمدي وردګ په ۱۳۶۳ کال په خپل کلي یانې د جغتو په ګلدره کې یوه کلیواله ښوونځۍ د نورالمدارس په نامه تاسیس کړه. احمدي به هغه مهال چې په پېښور کې زده کوونکی وو، نوموړې ښوونځۍ ته د درسي کتابونو د رسولو او د رخصتۍ پر مهال د تدریس او ادارې په برخه کې همکاري کوله. ګل آغا احمدي په ۱۳۶۷ کال کې د کویټ مېشتې لجنه الدعوه الاسلامیه موسسې دفتر په وردګو کې فعال کړ څو په وردګو، غزني، پروان او پکتیکا ولایتونو کې تعلیمي او روغتیایي فعالیتونه تر سره کړي. د لومړي ګام په توګه یې د وردګو د دایمرداد د جلګې د تنګي سیدان په سیمه کې د یو سیمه ییز روغتون په جوړولو پیل وکړ او په ۱۳۶۸ کې یې د جغتو په ولسوالي کې د امام ابي حنیفه ( د ګوربت عالي لېسه) فعاله کړه او د دوو کلونو لپاره یې د نوموړې لېسې د مدېریت تر څنګ په وردګو، پکتیکا، غزني، پکتیا او پروان ولایتونو کې د لجنه الدعوه اسلامیه د تعلیمي موسسې د پروګرانو د تطبیق نظارت کاوه. ګل آغا احمدي وردګ په سیمه کې تر دوه کلن تعلیمي فعالیت وروسته د لوړو زده کړو د بشپړولو په موخه پېښور ته ولاړ او هلته یې د لوړو زده کړو تر څنګ د افغان ښوونکو د عالي دارالمعلمین یا HTI په تعلیمي موسسه کې د ښوونکي او د کتابتون د مسوول په توګه په دنده بوخت شو. نوموړې دنده یې د ۱۳۸۰ تر وروستیو پورې د تحصیل تر څنګ د LDI ، HTI او FAIS په تعلیمي موسسو کې سر ته ورسوله چې په پېښور کې یې موقعیت درلود او د افغان محصلینو لپاره یې تعلیمي خدمات سر ته رسول. په هېواد کې د سولې او بیا رغونې د بهیر د پيل کېدو وروسته ګل آغا احمدي وردګ هم خپل هېواد ته راستون شو او لاندې دندې یې سر ته رسولې دي: ۱. د ۱۳۸۱ څخه تر ۱۳۸۲ پورې د APA او SDF د موسسو اداري مسوول او ژونالېست، ۲. د ۱۳۸۲ څخه تر ۱۳۸۳ پورې په کابل کې د اماراتو د سفارت د سرې میاشتې سکرتر، ۳. د ۱۳۸۳ څخه تر ۱۳۸۵ پورې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولسمشر د دفتر د عرایضو او اداري څانګې مدېر، ۴. د ۱۳۸۵ څخه تر ۱۳۸۶ پورې د IRD او USAID موسسې د انرژۍ د څانګې ژونالېست، ۵. د ۱۳۸۶ څخه تر ۱۳۸۷ پورې د مخابراتو د وزارت د معلوماتي ټکنالوجۍ د ظرفیتونو د لوړولو مدېر، ۶. د ۱۳۸۷ څخه تر ۱۳۸۸ پورې د افغانستان د جمهوري ریاست د ولسمشر د دفتر د شکایتونو د اوریدلو او مکاتباتو رییس وو. ۷. د ۱۳۸۹ په لومړیو دریو میاشتو کې د سولې د ملي مشورتي جرګې ویاند او د فرهنګي او مطبوعاتي کمیټې رییس وو. ۸.د ۱۳۸۹ د چنګاښ د میاشتې څخه را وروسته تر ۱۳۹۰ پورې ګل آغا احمدي د پوهنې د وزارت د ویاند وو. ۹.له ۱۳۹۰ کال څخه وروسته تر ۱۳۹۴ کال پورې د پوهنې وزارت د مطبوعاتي سلاکار په توګه دنده اجرا کوي. همدارنګه ګل آغا احمدي وردګ د پوهنې وزارت د سلاکار د دندې سربېره د ۱۳۹۳ کال د نوروز جشن د نمانځلو د کمیسیون د دارالانشا رییس وو چې دغه نړیوال جشن د ۱۳۹۳ کال د وري د میاشتې په ۸ مه نېټه د ۱۳ هېوادونو د مشرانو او هیئتونو په حضور د کابل د ارګ په سلامخانې ماڼۍ کې جوړ شو.

ستاینلیکونه، مډالونه او جایزې په ۱۳۹۰کال کې ګل آغا احمدي وردګ د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ښاغلي حامد کرزي له لوري د سولې مډال تر لاسه کړی دی. ګل آغا احمدي وردګ ته په ۱۳۹۲ کال کې د وردګ ولایت د مقام، د اطلاعاتو او کلتور د ریاست او د دې ولایت د ولسونو له لوري د سولې د لیکوال لقب ورکړل شوی دی. همدارنګه احمدي د خپلو رسمي او کلتوري دندو د اجرا پر مهال په لسګونو ستاینلیکونو، مډالونو، ډالیو او جایزو نازول شوی او په هیواد کې د سولې د تامین د لارې د یوه ریښتني فعال په توګه یې خپل رول ثابت کړی دی.

کلتوري خدمتونه ګل آغا احمدي وردګ په ۱۳۷۱ کې د خپلو دفتري خدمتونو او تحصیل تر څنګ لیکنو ته هم مخه کړه او د پښتو شعر، نثر او د ورځې د تودو موضوعاتو په برخه کې یې په زرګونو لیکنې کړي دي چې په داخل او بهر کې د افغاني چاپي او بریښنايي مطبوعاتو له لارې خپرې شوې دي. د احمدي زیاتره لیکنې په هیواد کې د سولې د تامین، ښوونیزې، کلتوري او هراړخیزې پراختیا په هکله معلومات له لوستونکو سره شریکوي او د خپلو لیکنو د محتویاتو په لړ کې د یوه پرمختللي، سوله ایز، سمسور، ښوونیز، آباد او ښیرازه افغانستان هیله کوي. همدارنګه نوموړی په لسګونو افغاني کلتوري ټولنو کې د موسس، شرکت کوونکي او غړي په توګه د مدني ټولنې په جوړښتونو کې برخه اخیستې ده چې افغان ادبي بهیر، میوند ادبي بهیر، افغان ادبي انجمن، د جغتو مدني او کلتوري بهیر، د افغان کلتوري ټولنو جرګه، د وردګو کلتوري یون، د محصلینو ټولنې، د وردګو قومي شوری او د سولې د ښوونیزې ادارې د جوړیدو په برخه کې د نوموړي فعالیتونه د نمونې په توګه یادولی شو. نوموړی هر کال د مڼې ګل د مشاعرې په جوړولو کې خپله ونډه اخلي او د وردګو د کلتوري یون له خوا تر دې مهاله څو لویې غونډې او مشاعرې جوړې کړې دي. پر دې سربیره احمدي هر کال د محصلینو سره د دوی د فراغت په نمانځغونډو کې فعال ګډون کوي او له محصلینو سره د دوی د علمي فعالیتونو د سمون په برخه کې ونډه اخلي. احمدي همدارنګه د خپلو ملګرو په همکارۍ د جغتو مهالنۍ او مڼې د مجلې د بنسټ اېښودلو ویاړ په غاړه لري او اوس مهال د رسمي بوختیاوو تر څنګ د مڼې د مجلې د مسوول مدېر په توګه دنده مخته بیايي. د وردګو کلتوري یون چې مشري یې ګل آغا احمدي وردګ کوي په ۱۳۸۷ کې تاسیس او د هیواد په تاریخ کې یې د لومړي ځل لپاره د وردګو تاریخ چې د ښاغلي حامد حلیمي لیکنه ده او د غازي محمد جانخان د کارنامو کتاب چې د ښاغلي حیات الله حلیم لیکنه ده د چاپ پر ګانه ښکلي او د هیوادوالو د مطالعې وړ یې و ګرځول. د سولې د ملي مشورتي جرګې او د پوهنې د وزارت د ویاند په توګه د خپلو رسمي دندو په جریان کې ګل آغا احمدي وردګ له ملي او نړیوالو چاپي، رادیويي، تلویزیوني او بریښنايي رسنیو سره له ۱۵۰۰ څخه زیاتې مرکې په پښتو، دري، عربي او انګریزي ژبو کړې او د خپل هیواد حالات یې ورته تشریح کړي دي.

لیکلي او چاپ شوي آثار ګل آغا احمدي وردګ ۶۹ عنوان کتابونه لیکلي چې له دغې شمېرې څخه یې تر دې مهاله یوازې ۲۲ عنوان کتابونه د چاپ په بڼه ښکلي شوي او د چاپ شوو کتابونو نومونه يې په لاندې ډول دي: ۱. ارمانجن ( پښتو شعري ټولګه) د چاپ کال ۱۳۸۰ پيښور، پښتونخوا ۲. د افغان کلتوري ټولنو جرګه د چاپ کال ۱۳۸۷ کابل، افغانستان ۳. د محمد ارسلان سلیمي ژوند لیک د چاپ کال ۱۳۸۸ کابل، افغانستان ۴. نهمه مڼې ګل مشاعره ( شعري مجموعه) د چاپ کال ۱۳۸۹ کابل، افغانستان ۵.خېښي ( د وردګو د واده پانګه) په ۱۳۹۱ کې چاپ شوی. ۶.سوله په آیتونو کې چې په ۱۳۹۲ کال په کابل کې چاپ شوی دی. ۷.سوله په حدیثونو کې // ۸.سوله په حکمونو کې // ۹.سوله په سیرتونو کې // ۱۰.سوله په نظرونو کې // ۱۱.سوله په شخصیتونو کې // ۱۲.سوله په بنسټونو کې // ۱۳.سوله په مکتبونو کې // ۱۴.سوله په شعرونو کې // ۱۵.سوله په نثرونو کې // ۱۶.غلام فاروق وردګ شخصیت او مدېریت چې په ۱۳۹۲ کال کې چاپ شوی دی. ۱۷.غزني د اسلامي تمدن پلازمېنه چې په ۱۳۹۳ کال کې چاپ شوی دی. ۱۸.د نوروز کلتوري آرونه چې په ۱۳۹۲ کال په کابل کې چاپ شوی دی. ۱۹.سل لومړۍ ورځې د محمد اشرف غني د واکمنۍ چې په ۱۳۹۳ کال په کابل کې چاپ شوی دی. ۲۰.وردګ پېژندنه، دا کتاب په ۱۳۹۵ کال په کابل کې د الازهر په چاپخونه کې چاپ شوی دی. ۲۱.د افغانستان د پوهنې تاریخي بهیر، دا کتاب په ۱۳۹۵ کال په کابل د پوهنې وزارت چاپ کړی دی. ۲۲.سیر تاریخی معارف افغانستان، دا کتاب چې په دری ژبه لیکل شوی په ۱۳۹۵ کال په کابل کې د پوهنې وزارت چاپ کړی دی.

بهرني سفرونه او په نړیوالو کنفرانسونو کې ګډون ګل آغا احمدي وردګ د سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو، هندوستان، بنګله دیش، ترکیې، پاکستان، ایران او د امریکا د متحده ایالاتو هیوادونو ته رسمي سفرونه کړي دي او په مختلفو نړیوالو کنفرانسونو کې یې د افغان لوري په استازیتوب ویناوې هم کړې دي. په ۱۳۸۷ او ۱۳۹۳ کلونو کې دوه ځلې سعودي عربستان ته د حج د ادا کولو په موخه تللی او د مینا په نوم یې د حج یونلیک اثر په ۲۰۰ مخونو کې لیکلی دی چې لا هم د چاپ انتظار باسي. --180.94.82.202 10:14, 15 می 2017 (UTC)

د ګل آغا احمدي وردګ ژوندلیک[سمول]

--180.94.82.202 10:22, 15 می 2017 (UTC)