خبرې اترې:محمد عثمان روستار تره کی

Page contents not supported in other languages.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
                                       د دوکتور محمد عثمان تره کی پیږند پانه
 پوهنوال ډاکټر محمد عثمان روستار تره کى د هېواد له لويو ملي، علمي او سياسي شخصيتونو څخه دى. دى پر ١٣٢٠ل کال د کابل ښار په يوې پوهنيزې او فاضلې کورنۍ کې زېږېدلى دى. ده خپلې منځنۍ زده کړې پر ١٣٣٩ل کال په استقلال لېسه کې پايته ورسولې او پر ١٣٤٣ل کال د کابل پوهنتون له حقوقو او سياسي علومو پوهنځي څخه فارغ شو. ډاکټر محمد عثمان تره کى پر ١٣٤٦ل کال د لوړو زده کړو لپاره فرانسې هېواد ته لاړ او پر ١٣٥٠ل کال د عامه حقوقو په څانګه کې د ډاکټر ډپلوم په اخيستلو بريالى شو.
 ډاکټر تره کى پر ١٣٥١ل کال د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي د تدريسي کدر غړى شو.
 دی د حقوقو او سیاسی علومو په پوهنځی ، د بهرنی چارو د وزارت د دیپلوماسی په انستیتوت ، د تولنیزو علومو په انستیتوت او د پولیسو په اکادمی کی نږدی ۱۵ کاله تدریس کړی دی .  
  ډاکټر محمد عثمان تره کى په یو شمیر نړیوال کانفرانسونو کی ګدون کړی دی . 
 پر ١٣٦٨ل کال يې لومړى پاکستان او بيا پر ١٣٧٠ ل کال فرانسې ته هجرت کړى دى.
 نوموړى د ١٣٦١ل کال د غويي (ثور) پر مياشت د شورویانو د یرغل په درشل کی په پوهنتون کی د شوروی یرغل ضد  مقاومت ( د استادانو او معلمینو اتحادیه او د آزادی غوښتونکو جبهه ) د مشرتابه په کدر کی د فعال غړیتوب له امله دوه وار زندان ته لاړ: لمړی پړاو پنځه نیم کاله او دوهم وار شپږ میاشتی ګرده شپږ کال په زندان کی تیر کړ . د لاسپوڅي کمونيست رژيم څارنوالۍ، د تش په نامه انقلابي محاکمې، د يوې ناڅرګندې غونډې په ترڅ کې، ډاکټر محمدعثمان تره کي ته ، د اعدام سزا غوښتنه وکړه.  محکمې په وړانديز شوي سند کې نرمښت راوست او دى يې په لس کاله زندان محکوم کړ. ( پیږند پانی سره مل د محکمی حکم ته پام راواړوی ) .
 ډاکټر محمد عثمان تره کى د نړيوالو ټولنو، په ځانګړي ډول د بښنې نړيوال سازمان او د ملګرو ملتو د بشر حقوقو د کميسيون راپور تر پروفیسور « ارمه کورا » په هڅو او اغېزو د ١٣٦٦ل کال د وږي پر مياشت د پينځه نیم کلن بند تر تېرولو وروسته، له زندانه خوشې شو.
 دى يو ځل بيا د ١٣٦٨ل کال د غبرګولي پر مياشت، د « واد » په اووم رياست کې زنداني شو او جسمي شکنجه ورکړل شوه. دا ځل د ناروغۍ او د پوهنتون د استادانو د هغې غونډې د درناوي په خاطر، چې د جمهوري رياست په مقر کې، د ډاکټر نجيب الله د وينا د اورېدلو لپاره جوړه شوې وه، تر شپږ مياشتني زندان وروسته خوشې شو.

ډاکټر تره کى، د حقوقو او سياست په څانګه کې د پښتو ، دری او فرانسوی ژبو ، ګڼو تاليفونو لرونکى دى، چې ځينې تر کمونيستي کودتا دمخه کلونو کې د پلازمېنې په خپرونو او ځينې يې تر کډوالۍ وروسته د هجرت په خپرونو کې خپاره شوي دي. د داکتر تره کی ځینی تالیفونو پدی توګه دی :

 ــ  د منځنی ختیز په اساسی قوانینو کی د بشر د حقونو د اصولو غبرګون . ( د دوکتورا تیزس . فرانسوی ژبه . چاپي نسخه . فرانسه ۱۹۷۱ م کال ) .
 ــ  فدرالیزم او فدرالی سیاسی نظامونه ( فوتوکاپي . دری ژبه . کابل ۱۹۷۲ م کال ) . 
 ــ  د لیبرال او سوسیالیست د اساسی حقوقو بنستیز اصول( درسی کتاب .دری .فوتوکاپی .کابل ۱۹۷۲ م کال) . 
 ــ  د لیبرال او سوسیالیست سیاسی نظامونه ( درسی کتاب . دری . فوتوکاپي . کابل ۱۹۸۲ م کال ) .
 ــ  د لیبرال او سوسیالیست د دولتی حقوقو بنستونه ( درسی کتاب . دری . فوتو کاپی . کابل ۱۹۸۲ م کال ) .
 ــ  پارلمانی نظامونه ( درسی کتاب . دری . فوتوکاپي . کابل ۱۹۸۴ م کال ) .
 ــ  د اروپا سیاسی تاریخ ( درسی کتاب . دری . تایپ شوی نسخه . کابل ۱۹۷۱ م کال ) .
 ــ  د کار مقایسوی حقوق ( درسی کتاب . فوتوکاپی . کابل ۱۹۷۴ م کال ) .
 ــ  د څرخی پله جیل ، د روسی استعمار دوزخ ( دری . انگریزی ژباله . چاپی نسخه . پیښور .۱۹۹۱ م کال ) . 
 ــ   په افغانستان کی د سیاسی تولنیز پوهنی له نظره د سیاسی قدرت جوړښتونه (  پښتو اودری . چاپی نسخه . پیښور . ۱۹۹۰ م کال ) . 
 ــ  په افغانستان کی د جنگی جنایت کارانو محاکمه ( پښتو ، دری . انگریزی ژباله . چاپی نسخه . پيښور . ۱۹۹۰ م کال ) . 
 ــ  د دیورند د کرښی حقوقی ارزونه ( پښتو . فوتوکاپی . کابل . ۲۰۰۹ م کال ) .
 ـ  افغانستان در آتش جنګ ( د مقالاتو تولګه ـ  پښتو ، دری . پیښور . چاپی نسخه ۲۰۱۱ م کال ) .