خبرې اترې:عبدالله گل ريان

Page contents not supported in other languages.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بشير احمد ریان چې ويل کیدل ژورناليست او لیکوال وو په مرموز ډول سره په کندهار کې ترور شو ددې تروړ پړه طالباني رسنیو او ځينو کړيو بر افغان حکومت ور واچاوو په دې مناسبت ډيرې غونډې هم ونیول شوې او د نن ټکي اسيا په نوم د طالبانو يوې مافيايي قلمي کړۍ په دې اړه ډیر پراخ تبليغات وکړل او کوښښ يي دا وکړ چې يو ډول نه يو ډول افغان حکومت او خصوصا ملي امنيت رياست په دې پيښه کې په لاس لرلو تورن کړي.

ان تر دې چې په دې مناسبت په جوړو شویو غونډو کې نوموړی په شخصي زندان کې بندي بلل شوی وو خو هيڅ ډول اسناد وړاندې نشول په طالب پلوو پاڼو کې ورته ځانګړې پاڼې جوړې شوې او له هرې شونې لارې کوښښ وشو چې ددې مرک پړه پر نورو ور واچوي خو باالاخره د پلار تر مرګ وروسته يي کیسه روښانه شوه چې طالبان څنګه هدفي او نسل وژنې کوي.

د بشير ریان د مرموز مرګ ايله مياشت پوره شوې چې داده پرون يي پلار عبدالله ګل ريان چې په کوټه کې د يوې مدرسې مسول وو د سرطان د ناروغۍ په پلمه و وژل شو او طالبانو بیا هم دده پر مړينه د تمساح اوښکې تويي کړې او خبرپاڼې يي ورکړې، خو دلته اوس څو پوښتنې دي چې که بشير ریان افغان حکومت و واژه نو پلار يي عبدالله ګل ريان چا و واژه ځکه ډيری طالباني پټې او ښکاره سرچينې په روښانه تور پورې کوي چې نوموړي ته زهر ورکول شوي دي او وژل شوی دی.

په ډيرو هغو اسنادو کې چې تر اوسه خپاره شوي دي ويل شوي دي چې عبدالله ګل ريان تر دې مخکې هيڅ ډول ناروغي نه لرله او نه يي هم کله چاته د کومې ناروغۍ خبره کړې خو اوس اوس يو وار د نوموړي وژل کيدل او پر دې مرګ يي د طالبانو د مشر اخترمحمد منصور له اعلاميي داسې ښکاري چې څه خبره شته.

عبدالله ګل ریان چې د روسي يرغل پر مهال په افغانستان کې وو تر ډيره يي د جهاد په لیکو کې ونډه درلوده، هغه وخت ان يو وارې بندي شوی هم وو او بیا د طالبانو د واکمنۍ په وخت کې يي په يوه نيمه نظامي مدرسه کې په کوټه کې تدريس شروع کړ چې هم به يي درس ورکاوو هم به يي د طالبانو لیکو ته کسان جذبول.

د صدر مولوي ابراهيم په نوم د طالبانو يو قومندان او د هغه پلویانو په ټولنیزو پاڼو کې ریان په تدريجي مرګ وژل شوی بللی دی او ويلي يي دي چې ريان ته زهر ورکول شوي وو او وژل شی دی دی.

ډيری له منصور ناراضه کړۍ وايي چې ریان له منصور سره شخصي ستونزې درلودې او په ډيرو برخو کې دوی دواړه سره موافق نه وو نو له همدې امله يي د مرموزې او زهري وژنې هڅه وشوه او باالاخره په تدريجي مرګ له منځه يو وړل شو.

د ريان او زوی مرګ يي يو ډول طالبانو او د منصور ډلې له هرې لارې تر خپل پوښښ لاندې را وست خو تر ده يي د زوی د وژل کيدو آوازه ډيره ځکه ګرمه کړې وه چې شونې ده نني تدریجي مرګ ته يي ډول عامه ذهنیت سازي کړي وي او په دې ډول کړنو سره کوښښ وشي چې ددې مرګونو لپاره مشروعيت پیدا شي.

عبدالله گل ریان د عبدالظاهر زوی وو او د غزني د قره باغ اوسیدونکی وو او ويل کيږي په انجينري برخه کې يي هم زده کړې وې په مبهم ډول سره يو دم يي خپل لوری بدل کړ او باالاخره يي هغه ورځ په شوکت خانم کې ساه ورکړه.

خو له دې ټولو سره سره په لنډو کې ويلی شوو چې طالبانو په پټه هدفي وژنو ته زور ورکړی دی او له دې لارې کوښښ کوي په ټول کې شته انشعاب او بیلوالی په دې ډول وژنو سره  ختم کړي خو دا به يوه بله سهوه وه ځکه په دې ډول کړنو سره نوره هم د غچ او بیلوالي تله درنیږي.

دا جمله په لیکنه کې ځای کړئ.[سمول]

عبدالله ګل ريان په لاهور کې ومړ[سمول]

د طالبانو پاکستان مېشتی مشر عبدالله ګل ريان د پنجاب په لاهور کې د عمران خان په روغتون کې ومړ. دی په سرطان اخته و او د لاهور شوکت خانم روغتون ته د درملنې لپاره تللی و. ريان تر دې وړاندې هم دغه روغتون ته د درملنې لپاره تللی و، دا يې دويم ځل ورتګ وو چې هلته پسې ومړ. عبدالله ګل ريان په کوټه کې يوه مدرسه درلوده چې تقريبا ټول طالبان يې افغانستان ته د نظام پر ضد د جګړې لپاره راتلل. تر دې وړاندې د پاکستان د تحريک انصاب ډلې مشر عمران خان هم منلې وه چې د طالبانو ډېری مشران د ده په روغتون کې تداوي کېږي. [۱]

‫#‏سرخط‬ ورځپاڼه --ملا بورجان (خبرې اترې) 18:40, 2 می 2016 (UTC)

  1. د طالبانو کوټې شورا غړي عبدالله ګل ریان د لاهور په شوکت خانم روغتون کې سا ورکړه