خبرې اترې:عبدالجليل وجدي

Page contents not supported in other languages.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

Edit request from , 3 December 2015[سمول]

عبدالجليل وجدي په ۱۳۱۶ لمريزكال د وردګو د چك ولسوالۍ د سېوكې په سپېدار كلي كې وزېږيد. تر مروجو زده کړو وروسته په ۱۳۳۰ لمريز كال په پښتو ټولنه كې يې خپل لومړنى رسمي مامويت پيل كړ. په همدغه كال کې يې د خپلې دندې تر څنګ يو مالي او اداري كورس ته هم مټې بډ وهلې، چي درې كاله وروسته يې په بريالي توب سره د نهم ټولګي برى ليك تر لا سه كړ.

  د وجدي صاحب د رسمي زده كړې يو بل پړاو د ژورناليزم د زده كړې يوه بله دوره وه، چې د كا بل پوهنتون د مطرحو استادانو له خوا يې تدريس كېده. كله يې، چې لومړنى رسمي ماموريت په پښتو ټولنه كې پيل شو، له هغه ځايه بيا وروسته د اصلاح ورځپاڼې مسلكي غړى شو. په ۱۳۴۱ لمريز كال کې د اطلا عاتو او كلتو ر وزارت له خوا په ميمنه كې د مطبوعاتو د مدير او د ستوري ورځپا ڼې د چلوونكي په توګه وګمارل شو او څه له پاسه دوه كاله وروسته يې بيا په همدغه چوكۍ او دندې په ننګرهار كې په كار پيل وكړ. پوره يو كال يې د ننګرهار ورځپاڼه وچلوله. بيا په كا بل کې د پيا م حق ديني مجلې مسوول مدير وټا كل شو، وروسته د فلكلور په مديريت كې يې هم خورا په زړه پورې برياوې لاسته راوړې .
   وجدي صاحب ته د داود خان د جمهوريت په موده كې د هيواد ورځپاڼې رياست وروسپارل شو، يو كال يې دغه دنده په خورا مينه پر مخ يوړه، بيا د اطلاعاتو او كلتور وزارت د پښتو د پرمختيا او پراختيا امريت ور وسپارل شو. په دغه موده كې يې د پښتو مجلې (پلوشې ) بنسټ كيښود او ورسره يې په وروستيو دوو پيړيو كې د پښتو د چاپي اثارو د نړيوال سيمينار د جوړولو اړوند اداري چارې پرمخ بوتلې.
   ښاغلی وجدي له پښتو او دري سربېره په انګرزي باندې هم ډېرې ليكنې كړې دي. خپل هېواد، خلك او كلتور يې نړيوالو ته ور پېژندلى دى. د غوايي له كودتا وروسته وجدي څه موده وزګار شو بيا وروسته يې د هيواد په ورځپاڼه كې، چې ده يې د رياست چارې پر مخ بېولې د يو عادي خبريال په توګه مقرر شو، بيا د وخت چارواكو وردګو ولايت ته د روغې جوړې په جرګه كې واستاوه، خو دا پخلاينه ممكنه نه وه او هملته په وردګو كې له خلكو سره پاتې شو.  بیا له هغه ځایه كوټې ته لاړ او هلته يې په نړ يوالو مرستندويه موسسو كې د ژباړن په توګه دنده سرته رسوله. د ژوند په وروستيو کلونو كې كاناډا ته كډه شوى و او غوښتل يې هيواد ته راستون شي، ځكه ډ اكټرانو ورته ويلي وو، چې نور يې روغتيا ښه ده او كولاى شي، چې په سفر لاړ شي. د ۲۰۰۵ كال د مې په ۱۵ نيټه د خپل ټاټوبي په لور د خوځېدو په بندوبست کې و، چې د همدې مياشتې په ۴ نيټه يې له دې فاني نړۍ نه سترګې پټې كړې. 
 ارواښاد وجدي په لسګونه كتابونه ليكلي دي او همدارنګه يې په پښتو، انګريزي او دري ژبو په سلګونه ليكنې چاپ شوې دي، ځانګړي ا ثار يې په لاندې ډول دي .

۱- ړنګې كنډوالې.

۲- د روښا نيانو روښانه ملي لار .

۳- د افغانانو ملي كر كټر.

۴- ملي لار.

۵- د افغا نستا ن د عنعنوي جرګو نن او پرون.

۶- د افغا نستان د لويې لوبې سټيج چې دغه كتاب يې د ښاغلي سميع الله تازه له خوا دري ته ژباړ ل شوى هم دى .

۷- د زړونواو د ما غونو ماينونه .

۸- د كو چنيانو لپاره لنډې كيسې .

۹- د لنډو كيسو مجموعه، چې ناچاپه ده .

او نور اثا