خبرې اترې:شهاب الدين محمد غوري

Page contents not supported in other languages.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

شهاب الدین محمد غوري د افغانستان دپاچايانو په لړ کې يو تر ټولو ډېر دینپاله او د سوري پښتنو له ټبر څخه مېړنی پاچا و . د اسلامي نړۍ په تاريخونو کې دی تر ټولو نوموتی مسلمان حاکم ياد شوی او په هند کې یې د مسلمانانو د ژغورنې لپاره ډېرې هلې ځلې کړي او پخپله یې هندي توکمنو ته هم د انساني کراماتو د لوست سرلاری و . مخينه

د شهاب الدین غوري په وخت کې د هند په لويې وچې د وگړو تر منځ توپیري پوړیزه بې عدالته گروهې وې چې له مخې یې د هندو مذهب په گروهو کې شامل و . يوه ډله انسانان پاک انسانان او تر ټولو ښه گڼل کېدل بله ډله جگړه مار او د ټولنې د واک هر اختيار ورکړل شوی و ، درېيمه بيا تر ټولو پلید بلل کېدل چې آن ورسره هندوانو خبرې کول گناه بلله او هغوی يې د ټولنې د دواړو يادو ډلو فرضي او فطرتي نوکران گڼل . د همدې ډول تبعیضونو په خلاف شهاب الدین غوري راپاڅېد او په هند کې د ټيټو پوړونو گڼل شويو خلکو تر منځ مسلمانان هم ناولي گڼل چې شاه غوري ورپسې خپل پوځ ورمخته کړ. وېشنيزې: د غځېدلو لپاره نومېدلې ليکنېټولې هغه ليکنې چې بايد وغځول شيبېلابېلې ليکنې ځاى سلطان شهاب الدين غور ته منسوب او له غوري سلاطينو څخه دى نو مناسب دى چې لومړى د دوى اصلي مرکز وپيژندل شي، غور زمونږ د هيواد افغانستان منځنۍ غرنۍ برخه ده د شمال له خو په غرځستان (اوسنۍ ميمنې ) په وليت پورې نښتى دى او د فرب خواه د هرات او مرغاب تر حدودو پورې رسيږي او شرقي خواته تر غزنې او باميانو پورې رسيدلي او د جنوب خواته تر بست او زابل پوري د غور سيمې وي. غور په تاريخي باستاني دورو کې خورا لوړ او جهانې شهرت لري ځکه په پخوانو زمانو کې د نامدارو سلطينو او باستاني کشور کشايانو مرکز وه. نسب سلطان شهاب الدين د سلطان بهاء الدين سام زوى د ملک اعزالدين حسين لمسى ؤ. او د سلطان شهاب الدين مور ملکه کيدان وه ملکه کيدان د ملک بدرالدين کيداني لور وه دا ملکه هم په نسب شنسباني وه يعني ددې د نسب سلسله د غوري پاچاهانو نيکه ملک شنسب ته رسيده دا ملکه د سلطان بهاء الدين سام ماندينه وله دغې ميرمني څخه سلطان بهاء الدين سام دوه زامن غياث الدين او شهاب الدين او دري لوڼې لرلى. تر پاچاهي پوري سلطان بهاء الدين سام د خپلو وروڼو د انتقام اخيستلو په غرض لښکرې تيارې کړې په دغه وخت کې د غور په مرکز کې پر خپل ځاى خپل ورور سلطان علاء الدين حسين کيناوه او خپل زامن شهاب الدين محمد او غياث الدين محمد سام يي نوموړي خپل ورور سلطان علاء الدين ته وسپارل او د خپل کاکا تر تربيت لاندي شول. لکه څنگه سلطان علاء الدين د ستر شجاع او عالي حميت خاوند و او د غوري پاچاهانو نوم يي په ټوله نړۍ کې لوړ او مشهور کړ. همدغه شان دغو دواړو وروڼو هم د خپل دغه کاکا له خصائلو څخه عکس اخيستى او د هغه په رنګ رنګيدلي او د هغه عالي افکارو او کارونو د دوى په مغزو کې ځاى نيولى و نو دوى هم په خپل وار د خپل غوري شاهي ټبر نوم له هغه څخه لا زيات لوړ کړ لکه چې د دوى ممتازي کارنامې په تاريخ کې ثبتي دي. کله چې بيا سلطان علاء الدين غزنى فتح کړ او بيرته غور ته راغي نو د خپل وريرونه غياث الدين او شهاب الدين يي سنجه ولايت ته واستول او د هغه وليت حکومت يي دوى ته وسپاره، چونکي ددو دواړو وروڼو په طبيعت کې سخاوت او ځوانمردي اخښلي وه نو هر څه محصولات چې به له دغه حکومت څخه دوى ته راتلل هغه به يي ټول صرف او خرڅول بلکه د دوى به لا نه بس کيدل او له اطرافو او خواوشا څخه خلکو دوى ته مخه کړله او د دوى نوم په هر ځاى کې خپور شو او لوړ نامه به ياديدل ځينو حاسدانو دا کيفيت د ده کاکا سلطان علاء الدين تر غوږ ورساوه چې دواړه ورونه د پاچاهي خيل لري او له خلکو سره شناخت او روابط پيداء کوي نو سلطان علاء الدين دواړه د غرجستان په کلا کې بنديان کړل او بيا چې کله سلطان علاء الدين مړ شو نو د سلطان علاء الدين زوى سلطان سيف الدين دوى دواړه بيرته له بند څخه خلاص کړل. نو غياث الدين له سلطان سيف الدين سره ملازمت غوړه کړ او دى يي د خپلو لښکرو سپه سالار وټاکلو او شهاب الدين باميانو ته ولاړه او هلته يي له خپل بل کاکا ملک فخر الدين سره مسعود بامياني سره يي ملازمت غوره کړ کله چې سلطان شهاب الدين په يوه جګړه کې ووژل شو نو غياث الدين پاچا شو نو شهاب الدين هم بيرته له باميانو څخه راغى او د خپل ورور سره يي ملازمت غوره کړ چې هغه بيا د خپلو لښکرو سپه سالار وټاکو کله چې شهاب الدين د سلطان غياث الدين تر قومندي لاندي په ٥٦٩هـ کې غزنى له غزانو څخه بيرته ونيولو نو سلطان غياث الدين خپل ورور سلطان شهاب الدين د غزني په سلطنت کينول او دى بيرته غور ته راغى او له دغه وخته د سلطان شهاب الدين د سلطنت دوره شروع شوله او د غزني د پاچا په حيث وپيژاندل شو چې په پاى کې د ده نوم او د ده د کارنامو انگازه په دنيا کې خپره شوه په تيره په اسلامي نړۍ کې د ده فتوحات او اسلامي او دينې خدمتونه ډير زيات شهرت پيدا کړ او د پښتنو په تاريخ کې دده دا ټولي کارنامي ثبتي دي. او تر ابده پورې به پښتون ټبر په ده او د ده په سترو او خورا مهمو تاريخي کانامو فخر کوي. فتوحات د گرديز او سنقران فتح کله چې پاچاه شو او د خپل پايتخ تيارولو څخه فارغ شو نو د فتوحاتو هڅه يي وکړله او د شرق خوا ته يي مخه وکړ په ٥٧٠ هـ کال يي د ګرديز او نقران پر خوا لښکر کشي وکړه ګرديز او سقران يي فتح کړل او له همدغه ځاى څخه نوموړي سلطان د هندوستان خوا ته لياره خلاصه کړه او د هندوستان د فتح کولو مقدمات يي وضع کړل د ملتان او (اچه) فتح سلطان شهاب الدين غوري چې د هندوستان د فتوحاتو عزم کړى و او د دغه منظور دپاره يي لويي تعبيې کړې وې د ده لومړۍ حمله پر ملتان وه په ٥٧١ هـ کال نوموړي سلطآن د ملتان نيولو لپاره خپلي لښکري تياري کړل او ور روان شولو. ملتان په دغه وخت کې دقرامطه وو په لاس کې ؤ. کله چې سلطان ملتان ته ورسيده نو د هغو خلکو له خوا مقابله ورسره شروع شوه او له لږ جګړي وروسته پښتني لښکري کاميابي شولي او ښار د سلطان لاس ته ولويده او بيا يي د (اچه) په خوا يرغل وکړ نو د هغه ځاى راجا په هغى کلا کې ځان کلابند کړ نو په جنګ سره د کلا تسخير مشکل وه چې سلطان د خپل تدبير او تکتيک له مخي فتح کړله او على کرماچ سپه سالار يي د ملتان او اچه نائب الحکومه مقرر کړ او سلطان بيرته غزني ته را ستون شو. د سنقران خلکو بغاوت او د نهرواله جګړه په ٥٧٢ هـ د سنقران خلکو د سلطان له اطاعته سرغړونه وکړله نو سلطان خپل لښکر تيار کړ او په دغو ياغيانو يي يرغل وکړ او هغه خلک يي بيرته تابع کړل په ٥٧٣ هجري کال د نهرواله د فتح کولو په غرض لښکر تياري کړي. اچه او ملتان له لياري هغه خواه روان شو نو ده هغه ځاى راجا بهيم ديو خپلي غښتلي لښکري پښتني لښکري مقابلي ته راوستلي او جنګ وشو چې نتيجه کي د سلطان لښکري ماته وخوړله او نو غزني ته بي له کومي کاميابۍ را وګرځيد. د فرشور (پيښور) فتح او دلاهور په طرف لښکر کشي په ٥٧٥ هجري کال سلطان لښکري تياري کړلي او دفرشور په طرف يي مارش امر وکړ او فتح يي کړ سلطان بيرته غزني ته راغي او دوه کاله يي په غزني کې تير کړل او بيا په ٥٧٧ هجېي کال کې د لاهور په طرف لښکري مارش کړلي چونکي هلته غزنوي سلطنت ډير کمزورى وه او د بهرام شاه لمسى سلطان ته د صلحي پيغام واستوه او سلطان ورسره ومنله نو بيرته غزني ته راستون شولو د ديوال فتح او د لاهور فتح او جکړي په ٥٧٨ هجري کال سلطان خپلي لښکري تياري کړي او د ديوال فتح کولو دپاره يي د هند خواته لښکري رواني کړي نو ديوال ټولي سيمي د سلطان لاس ته ولويدي او په دغه فتح کې زيات غنائم هم د سلطان لاس ته ورغلل او غزني ته بيرته راستون شو او په ٥٨٠ کې بيا د لاهور په طرف لښکر کشي وکړله او د لاهور د ښار او مرکز پرته ټولي سيمي يي په تصرف کې کړلې او د ساتني لپاره يي د راوي او چناب د سيندونو تر منځ يوه ډيره مستحکمه عسکري کلا ودانه کړله او په کلا يي نوم سيل کوټ کيښود او سپه سالار حسين خرميل يي له يوي اندازي عسکري قوي سره پريښود او سلطان بيرته غزني ته راستون کله چې سلطان غزني ته را ستون شو نو دلاهور د غزنوي سلطنت پاچا خسرو ملک د پنجاب لښکري کهوکرانو د قوم څخه لښکري راټولي کړلي او سيال کوټ کلا باندي يي محاصره کړل خو پښتنو لښکرو ورسره مقابله کوله کوم وخت چې دغه خبر سلطان ته ورورسيده نو سلطان خپل لښکر تيار کړ او د لاهور نيولو لپاره ترتيبات ونيول په ٥٨٢ هجري کال روان شو او لاهور ته چې کله د سلطان لښکري ورسيدي نو خسرو ملک په يوه کلا کې ځان کلا بند کړ چې څه وخت کلابند او د سلطان سره د ملاقات کولو لپاره راووت نو سلطان يي سمدستي د بندي کولو امر صادر کړ په دي سره د غزنوي سلطنت د تل لپاره ختم شولو نو چې کله لاهور او پنجاب د سلطان په تصرف کې په مکمله توګه راغلل نو سپه سالار على کرماچ يي د نائب الحکومه مقرر کړ. ده تيرهنده فتح او د تانيسوار جګړه سلطان سهاب الدين چې د ټول هند فتح په نظر کې نيلى وه او د دغه مهم کار ته يي کلک عزم کړي ؤ نو نوموړي سلطان زياتي لښکري تياري کړلي او په ٥٨٧ هجري کال يي د تير هنده د کلا فتح کولو لپاه لښکري رواني کړلي کلا يي فتح کړله او ملک ضياء الدين ټولګى يي له يوي اندازي عساکرو سره پريښود . په دي وخت کې د جمير راجا او پټواري چې ډيري زياتي لښکري ورسره وي د اسلام د لښکرو د بيرته ايستلو په غرض دغه ځاى ته رانژدي شوى وي سلطان چې د راجا پټواري د راتلو خبر راغى ده هم خپلي لښکرې اماده کړې د تانيسوار په حدودو کې د پټواري مخي ته ورغي په همدغه ځاى کې د هندي او پښتني لښکرو تر منځ خورا شديده جګړه ونښته چې سلطان خپله هم په جګړه کې زخمي شو جګړه کې د سلطان لښکرو ماته وخوړله او د لاهور په طرف سلطان او لښکري راغلي او د تير هنده کلا يي هم ورڅخه ونيوله. سلطان شهاب تر دې وړاندي هم دا ډول ماتي او مغلوبيتونه ليدلي ؤ او دى دا ډول سړى نه ؤ چې مرعوب او زړه واچوي او يا د ده په عزم کې کوم ضعف راشي او له خپل مقصود څخه بيرته پاته نوموړي سلطان له دغي ماتي څخه وروسته افغانستان ته ولاړو او دوه کاله يي د قواؤ په جمع کولو او د لوازمو او مهماتو په برابرولو کې صرف کړل او له خپلو تازه دمو قواوو سره دوهم ځل هند ته راغى منهاج سراج جوزجاني وايي چې په دغه ځل يي د لښکر شمير يو لک او شل زره زغري پوښ سپاره نفر وو تاريخ فرشته ليکي چې کله سلطان ماتي وخوړله او بيرته راستون شو خپل وطن ته او د ماتي او پړتيا نوم يي له ځانه سره راوړى وه نو خورا ډير خپه او غمجن و او د خپل مشر ورور سلطان غياث الدين حضور ته غور ته ورغى او د پښتنو د ماتي او د هغو جګړو ماجرا يي هغوى ته وويله او پر هند باندې د بيا حملي په باب کې خپل عزم يي د غور سلطان ته ښکاره کړ. نو د هغه د سلا او مشوره وروسته روان شولو سلطان چې پيښورته ورسيده نو د مشرانو څخه يو شخص دا ډول عرض وکړ (مونږ نه پوهيږو او نه يو خبر چې سلطان چيرته ځې او څه اراده لري) سلطان په ځواب کې ورته وويل باور وکړه له هغې زماني څخه چې د تانيسوار جګړه کې مونږ ماتي کړي ده له زيات غم او غصي څخه مي ارام نه دى کړى او له خپلي ميرمني سره مي د خوشحالۍ مجلس نه دى کړى او د ځان جامي مي نه دي بدلي کړي او دا ټول کال مې په غم او غصه تير کړى دى . د غور او خراسان امراء سره له دي چې زما پخواني خدمتګاران دي خو چې زه يي د جګړي په ميدان کې پريښودم او دوى وتښتيدل په دغه ټوله موده کې مې خپل حضور ته او سلام ته نه دي راپري ايښي او د دوى مخ مي نه دى ليدلى اوس مي د پاک خداى (ج) په لطف اعتماد کړى دى د هغې ماتې د تلافې کولو په قصد د هند هيواد ته روان يم. نوموړي چې د سطان خبري واوريدلي نو عرض يي وکړ په دي وار به د سلطان ملازمان ان شاء الله تعالى دا ډول سربازي او جانبازي وکړې چې د پخوانۍ ګناه تدارک او تلافي به وکړي او د خپل تورياليتوب نيک نوم به د زماني پر صحائفو ثبت کاندي زه هيله کوم چې سلطان د دوى جرائم و بخښې او خپل سلام ته يي راپريږدي او خسروانه الطاف يي سرفراز کړي چې له خپلو کړو پښيمانه او خپل سيئات په حسناتو بدل کړي . سلطآن هم د دغه شخص خبره ومنله او ټول امراء يي معاف کړل او نصائح يي ورته وکړل سلطان دغه وار په پيښور کې ستر جشن جوړ کړ او خوشحالي او سامانې يي وکړي. کله چې سلطان هند ته ورسيده او د سلطان او د راى پټورا لښکري يو بل ته نزدي شولي نو سلطان راى پټورا ته پيغام وليږل او ورته يي وويل (اول د اسلام مقدس دين قبول کړه بيا زما تابعيت ومنه ) په جواب کې راى پټورا دا پيغام راواستوه (زمونږ د سپاه زور او قوت تاسې نه لرۍ او زمونږ د لښکرو شمير به تاسې ته معلوم شوى وي او پر له پسې د هندوستان له ليري ځايو څخه هره ورځ مونږ ته لښکري او نفر رارسيږي نو تاسې که پر خپل ځان رحمنه کوئ پر خپلو لښکرو خو رحم وکړئ او له راتګ څخه پښيمان شئ بيرته وکرزئ مونږ په بتانو قسم کوو چې ستاسي د لښکرو تعاقب به نه کوو او ضرر او مزاحمت به نه در رسوو او که بيرته ونه ګرزئ نو ځانونه تيار کړئ چې خپل له دريو زرو څخه زيات صف شکن او مست پيلان او تر حساب غشي ويشتونکي او پياوړي جګړن عساکر سبا پر تاسي باندي درمارش کړو چې په لږ وخت کې خپل حريف مات او له منځه يوسي) سلطان ددي خط په جواب کې پيغام ور واستوه ( دي وطن ته زه د خپل مشر ورور سلطان غياث الدين په امر راغلي يم تاسي ما ته مهلت راکړئ. زه به خپل ورور ته خبر واستوم او د جنګ نه کولو په باب کې به له هغه څخه اجازه حاصله کړم بيا به له تاسي سره صلح وکړم په دي ډول چې سرهند او پنجاب او ملتان به زمونږ مربوطات او زمونږ قلمرو وي او نور هندوستان به ستاسي وي) سلطان دغه وروستني پيغام راى پټورا او نورو راجاګانو د اسلام د لښکرو پر ضعف او زياته زبونۍ حمل کړ او غافله شول او دوى پوه نشول چې دا پيغام د پښتانه امپراتور له خوا يوه حربي خدعه (چل) وه چې د هندي افسرانو په مقابل کې جوړه شوي وه او د هندي لښکرو مشران غافله کړل . د سلطان لښکري تانيسوار سيمي ته رسيدلي وې او او د پټواري لښکري هم په دغه ځاى کې يو بل ته په مراقبت کې ولي نو سلطان خپلو قوماندانانو ته په دي توګه ښودنه وکړله چې له اول يرغل څخه وروسته به چې هندې سپاره او جنګې پيلان پر تاسي حمله راوړي تاسي به د الحرب خدعة په مقتضا د ماتي په خير را پر شاکيږئ او خپل ثبات به په تزلزل بدلوئ کله چې ستاسي د ماتي په ګمان دوى له خپل مرکز او ميدان څخه راتير شول بيا به بيرته مخ ورواړوئ او له څلورو خواو به يرغل وکړئ. چکړه د سپيده چاو سره ونښتله او د سلطان له تکتيک سره سم د سلطان لښکرو هماغسي وکړل تر ماښامه جکړه وشوله چې په شپه کې د جکړي نتيجه معلومه شوله چې راى پټواره په جکړه کي مړ شوى دى او د هندوانو د خپل مشر په مرګ سره ډير زيات مرعوبه شولو او سلطان شهاب الدين غوري فاتح شولو . د اجمير او هانسي او سرستي او کهرام فتح کله چې سلطان د تانيسوار د جګړي څخه فارغ شو نو د اجمير مرکز پر طرف ورغي چې د پټواري دار الحکومه وله هغه يي هم فتح کړله ورپسي يي هانسي او سرستي هم ونيول له دي وروسته د ډيلي پر طرف روان شو او د کهرام کلا چې د ډيلي په (٧٠) کروهۍ کې پرته ده ورغيى او فتح يي کړله او هغه خپله پايګا وټاکله خپل لايق سپه سالار قطب الدين ايبک يي له يوي اندازي عسکرو سره پريښود. د سوالک او د قنوج او بنارس فتح په ٥٨٨ هجري کي د هندوستان شمالي کي سوالک سيمه باندي يي لښکر کشي وکړله چې هغه يي فتح کړله بيرته غزني ته ستون شو او په ٥٩٠ کي يي قنوج او بنارس ولايتونه فتح کړل او مسلمانانو په دغه جکړه کې ډير غنيمتونه حاصل کړي چې له جملي څخه صرف دري سوه جنګي پيلان ولو د فتح نه پس بيرت ډيلي ته راغى او هغه يي د هند دارالملک وټاکه او قطب الدين ايبک يي د ټول هند والي مقرر کړ له دغه وخت نه په هند کې د مسلمانانو پاچاهي شروع تر١٨٥٧ عيسوي پوري د تهنګر فتح په ٥٩٢ هجري کال سلطان د هندوستان په طرف لښکر کشي وکړله او تهنګر کلا يي فتح کړله او بهائ الدين طغرل يي ددغه ولايت حاکم مقرر کړاو بيرته سلطان راستون شو د خوارم شاه د لښکرو سره جګړه د جکړي علت دا وه چې د مروي ښار چې د غوري شاهانو تر قلمرو لاندي وه خوارزم شاه حمله کړي او هغه يي قبضه کړى وه او والي يي ورته وژلي وه سلطان ته چې خبر ورسيد نو لښکر يي تيار کړ او د جنګ لپاره ورغي جکړه ونښته چي نتيجه کي خوازم شاه ماتي وخوړه او خوارزم شاه له سمرقند او خطاء مملکتونو نه کومک وغوښت. کله چې سلطان ته خبر ورسيده چې له دوو مملکتونه څخه خوارزم شاه کومک غوښتى نو جکړه يي پريښوده او ده غزني پر طرف راروان وه چې د خطاء لښکري د خوارزم د کومک لپاره رارواني ولي جګړه ونښته نو د سلطان لښکرو په يو کلا کي ځان کلابند شول چې بالاخره صلحه وشوله او سلطان بيرته غزني ته راغى پر خطاء لښکرو باندي د يرغل تيارئ او د کهوکرانو بغاوت او شهادت سلطان د زيات حميت او غيرت خاوند وه نو خطاء لښکرو پر سلطان باندي بي موجبه حمله کړي وه نو سلطان هم په خطاء مملکت باندي د حملي کولو اراده وکړله او تياري يي کوله چې سلطان ته د کهوکرانو د بغاوت خبر ورسيده نو سمدستي پر هغو پسي روان شولو او هغه بير په خپل اطاعت باندي مجبور کړل او مسلمان شولو او د دوى له شخړو څخه فارغ شولو نو د ٦٠٢ هجري کال د رجب المرجب د مياشتي په شپاړسم تاريخ د لاهور له ښار څخه دغزني پر لوري راروان شو او د شعباند مياشتي په دوهمه نيټه د نيلاب (اټک) د سيند غاړي ته ورسيد او په دميک نومي ځاى کې ښکته شو د سلطان خاصه خيمه ودرول شوه نو د کهوکرانو کې د بعضي کسانو خپل وژل شوي وه نو هغوى د سلطان د شهادت لپاره راټول شول نو دوى راغلل د سلطان خيمي يي معلومه کړه چې شپه شوله له دغو اشخاصو څخه يو په پټه راغى د سلطان خيمي ته دروازه وان يي په چاړه وواهه زخمي يي کړ و تښتيده يو ځل غوغا او شور شو پيره داران او نو خدمتګاران پر دغه زخمي راټول شول په دي حال کې اشرارو فرصت وموند د او د سلطان خيمي ته ننوتل او سلطان يي شهيد کړ. جنازه او دفن د نوموړي جنازه يي له لاهور نه د کرمان په لار غزني ته راوړله او دهيک ولسوالي کې يي دفن کړ د سلطنت دوره او حدود د سلطنت دوره يي ٣٣ کاله وله او حدود يي شمالي خوا ته د امو تر سيند پوري او لويديځ خوا ته تر مروه طوس او سرخس پوري او د جنوب خواته ته تر بحر هند پوري او ختيځ خواته د هندوستان تر اخرنۍ شرقي کرښي پوري وو. نوموړي سلطان يوولس ځله هند ته سفر کړى دى او د هغو له جملي څخه يي دوه ځله ماتي خوړلي ده او نورو ټولو حملو کي کامياب راغلى دى.

ماخذ تاريخ فرشته، طبقات الناسري ، تاريخ هند، غوري خاندان، ويپکيديا اردو، سلطنت غوريه، تاريخ بهارت کي شخصيات،طبقات اکبري، تاريخ الماثر

Edit request from , 30 April 2016[سمول]

شهاب الدین محمد غوري د افغانستان دپاچايانو په لړ کې يو تر ټولو ډېر دینپاله او د سوري پښتنو له ټبر څخه مېړنی پاچا و . د اسلامي نړۍ په تاريخونو کې دی تر ټولو نوموتی مسلمان حاکم ياد شوی او په هند کې یې د مسلمانانو د ژغورنې لپاره ډېرې هلې ځلې کړي او پخپله یې هندي توکمنو ته هم د انساني کراماتو د لوست سرلاری و . مخينه د شهاب الدین غوري په وخت کې د هند په لويې وچې د وگړو تر منځ توپیري پوړیزه بې عدالته گروهې وې چې له مخې یې د هندو مذهب په گروهو کې شامل و . يوه ډله انسانان پاک انسانان او تر ټولو ښه گڼل کېدل بله ډله جگړه مار او د ټولنې د واک هر اختيار ورکړل شوی و ، درېيمه بيا تر ټولو پلید بلل کېدل چې آن ورسره هندوانو خبرې کول گناه بلله او هغوی يې د ټولنې د دواړو يادو ډلو فرضي او فطرتي نوکران گڼل . د همدې ډول تبعیضونو په خلاف شهاب الدین غوري راپاڅېد او په هند کې د ټيټو پوړونو گڼل شويو خلکو تر منځ مسلمانان هم ناولي گڼل چې شاه غوري ورپسې خپل پوځ ورمخته کړ. وېشنيزې: د غځېدلو لپاره نومېدلې ليکنېټولې هغه ليکنې چې بايد وغځول شيبېلابېلې ليکنې ځاى سلطان شهاب الدين غور ته منسوب او له غوري سلاطينو څخه دى نو مناسب دى چې لومړى د دوى اصلي مرکز وپيژندل شي، غور زمونږ د هيواد افغانستان منځنۍ غرنۍ برخه ده د شمال له خو په غرځستان (اوسنۍ ميمنې ) په وليت پورې نښتى دى او د فرب خواه د هرات او مرغاب تر حدودو پورې رسيږي او شرقي خواته تر غزنې او باميانو پورې رسيدلي او د جنوب خواته تر بست او زابل پوري د غور سيمې وي. غور په تاريخي باستاني دورو کې خورا لوړ او جهانې شهرت لري ځکه په پخوانو زمانو کې د نامدارو سلطينو او باستاني کشور کشايانو مرکز وه. نسب سلطان شهاب الدين د سلطان بهاء الدين سام زوى د ملک اعزالدين حسين لمسى ؤ. او د سلطان شهاب الدين مور ملکه کيدان وه ملکه کيدان د ملک بدرالدين کيداني لور وه دا ملکه هم په نسب شنسباني وه يعني ددې د نسب سلسله د غوري پاچاهانو نيکه ملک شنسب ته رسيده دا ملکه د سلطان بهاء الدين سام ماندينه وله دغې ميرمني څخه سلطان بهاء الدين سام دوه زامن غياث الدين او شهاب الدين او دري لوڼې لرلى. تر پاچاهي پوري سلطان بهاء الدين سام د خپلو وروڼو د انتقام اخيستلو په غرض لښکرې تيارې کړې په دغه وخت کې د غور په مرکز کې پر خپل ځاى خپل ورور سلطان علاء الدين حسين کيناوه او خپل زامن شهاب الدين محمد او غياث الدين محمد سام يي نوموړي خپل ورور سلطان علاء الدين ته وسپارل او د خپل کاکا تر تربيت لاندي شول. لکه څنگه سلطان علاء الدين د ستر شجاع او عالي حميت خاوند و او د غوري پاچاهانو نوم يي په ټوله نړۍ کې لوړ او مشهور کړ. همدغه شان دغو دواړو وروڼو هم د خپل دغه کاکا له خصائلو څخه عکس اخيستى او د هغه په رنګ رنګيدلي او د هغه عالي افکارو او کارونو د دوى په مغزو کې ځاى نيولى و نو دوى هم په خپل وار د خپل غوري شاهي ټبر نوم له هغه څخه لا زيات لوړ کړ لکه چې د دوى ممتازي کارنامې په تاريخ کې ثبتي دي. کله چې بيا سلطان علاء الدين غزنى فتح کړ او بيرته غور ته راغي نو د خپل وريرونه غياث الدين او شهاب الدين يي سنجه ولايت ته واستول او د هغه وليت حکومت يي دوى ته وسپاره، چونکي ددو دواړو وروڼو په طبيعت کې سخاوت او ځوانمردي اخښلي وه نو هر څه محصولات چې به له دغه حکومت څخه دوى ته راتلل هغه به يي ټول صرف او خرڅول بلکه د دوى به لا نه بس کيدل او له اطرافو او خواوشا څخه خلکو دوى ته مخه کړله او د دوى نوم په هر ځاى کې خپور شو او لوړ نامه به ياديدل ځينو حاسدانو دا کيفيت د ده کاکا سلطان علاء الدين تر غوږ ورساوه چې دواړه ورونه د پاچاهي خيل لري او له خلکو سره شناخت او روابط پيداء کوي نو سلطان علاء الدين دواړه د غرجستان په کلا کې بنديان کړل او بيا چې کله سلطان علاء الدين مړ شو نو د سلطان علاء الدين زوى سلطان سيف الدين دوى دواړه بيرته له بند څخه خلاص کړل. نو غياث الدين له سلطان سيف الدين سره ملازمت غوړه کړ او دى يي د خپلو لښکرو سپه سالار وټاکلو او شهاب الدين باميانو ته ولاړه او هلته يي له خپل بل کاکا ملک فخر الدين سره مسعود بامياني سره يي ملازمت غوره کړ کله چې سلطان شهاب الدين په يوه جګړه کې ووژل شو نو غياث الدين پاچا شو نو شهاب الدين هم بيرته له باميانو څخه راغى او د خپل ورور سره يي ملازمت غوره کړ چې هغه بيا د خپلو لښکرو سپه سالار وټاکو کله چې شهاب الدين د سلطان غياث الدين تر قومندي لاندي په ٥٦٩هـ کې غزنى له غزانو څخه بيرته ونيولو نو سلطان غياث الدين خپل ورور سلطان شهاب الدين د غزني په سلطنت کينول او دى بيرته غور ته راغى او له دغه وخته د سلطان شهاب الدين د سلطنت دوره شروع شوله او د غزني د پاچا په حيث وپيژاندل شو چې په پاى کې د ده نوم او د ده د کارنامو انگازه په دنيا کې خپره شوه په تيره په اسلامي نړۍ کې د ده فتوحات او اسلامي او دينې خدمتونه ډير زيات شهرت پيدا کړ او د پښتنو په تاريخ کې دده دا ټولي کارنامي ثبتي دي. او تر ابده پورې به پښتون ټبر په ده او د ده په سترو او خورا مهمو تاريخي کانامو فخر کوي. فتوحات د گرديز او سنقران فتح کله چې پاچاه شو او د خپل پايتخ تيارولو څخه فارغ شو نو د فتوحاتو هڅه يي وکړله او د شرق خوا ته يي مخه وکړ په ٥٧٠ هـ کال يي د ګرديز او نقران پر خوا لښکر کشي وکړه ګرديز او سقران يي فتح کړل او له همدغه ځاى څخه نوموړي سلطان د هندوستان خوا ته لياره خلاصه کړه او د هندوستان د فتح کولو مقدمات يي وضع کړل د ملتان او (اچه) فتح سلطان شهاب الدين غوري چې د هندوستان د فتوحاتو عزم کړى و او د دغه منظور دپاره يي لويي تعبيې کړې وې د ده لومړۍ حمله پر ملتان وه په ٥٧١ هـ کال نوموړي سلطآن د ملتان نيولو لپاره خپلي لښکري تياري کړل او ور روان شولو. ملتان په دغه وخت کې دقرامطه وو په لاس کې ؤ. کله چې سلطان ملتان ته ورسيده نو د هغو خلکو له خوا مقابله ورسره شروع شوه او له لږ جګړي وروسته پښتني لښکري کاميابي شولي او ښار د سلطان لاس ته ولويده او بيا يي د (اچه) په خوا يرغل وکړ نو د هغه ځاى راجا په هغى کلا کې ځان کلابند کړ نو په جنګ سره د کلا تسخير مشکل وه چې سلطان د خپل تدبير او تکتيک له مخي فتح کړله او على کرماچ سپه سالار يي د ملتان او اچه نائب الحکومه مقرر کړ او سلطان بيرته غزني ته را ستون شو. د سنقران خلکو بغاوت او د نهرواله جګړه په ٥٧٢ هـ د سنقران خلکو د سلطان له اطاعته سرغړونه وکړله نو سلطان خپل لښکر تيار کړ او په دغو ياغيانو يي يرغل وکړ او هغه خلک يي بيرته تابع کړل په ٥٧٣ هجري کال د نهرواله د فتح کولو په غرض لښکر تياري کړي. اچه او ملتان له لياري هغه خواه روان شو نو ده هغه ځاى راجا بهيم ديو خپلي غښتلي لښکري پښتني لښکري مقابلي ته راوستلي او جنګ وشو چې نتيجه کي د سلطان لښکري ماته وخوړله او نو غزني ته بي له کومي کاميابۍ را وګرځيد. د فرشور (پيښور) فتح او دلاهور په طرف لښکر کشي په ٥٧٥ هجري کال سلطان لښکري تياري کړلي او دفرشور په طرف يي مارش امر وکړ او فتح يي کړ سلطان بيرته غزني ته راغي او دوه کاله يي په غزني کې تير کړل او بيا په ٥٧٧ هجېي کال کې د لاهور په طرف لښکري مارش کړلي چونکي هلته غزنوي سلطنت ډير کمزورى وه او د بهرام شاه لمسى سلطان ته د صلحي پيغام واستوه او سلطان ورسره ومنله نو بيرته غزني ته راستون شولو د ديوال فتح او د لاهور فتح او جکړي په ٥٧٨ هجري کال سلطان خپلي لښکري تياري کړي او د ديوال فتح کولو دپاره يي د هند خواته لښکري رواني کړي نو ديوال ټولي سيمي د سلطان لاس ته ولويدي او په دغه فتح کې زيات غنائم هم د سلطان لاس ته ورغلل او غزني ته بيرته راستون شو او په ٥٨٠ کې بيا د لاهور په طرف لښکر کشي وکړله او د لاهور د ښار او مرکز پرته ټولي سيمي يي په تصرف کې کړلې او د ساتني لپاره يي د راوي او چناب د سيندونو تر منځ يوه ډيره مستحکمه عسکري کلا ودانه کړله او په کلا يي نوم سيل کوټ کيښود او سپه سالار حسين خرميل يي له يوي اندازي عسکري قوي سره پريښود او سلطان بيرته غزني ته راستون کله چې سلطان غزني ته را ستون شو نو دلاهور د غزنوي سلطنت پاچا خسرو ملک د پنجاب لښکري کهوکرانو د قوم څخه لښکري راټولي کړلي او سيال کوټ کلا باندي يي محاصره کړل خو پښتنو لښکرو ورسره مقابله کوله کوم وخت چې دغه خبر سلطان ته ورورسيده نو سلطان خپل لښکر تيار کړ او د لاهور نيولو لپاره ترتيبات ونيول په ٥٨٢ هجري کال روان شو او لاهور ته چې کله د سلطان لښکري ورسيدي نو خسرو ملک په يوه کلا کې ځان کلا بند کړ چې څه وخت کلابند او د سلطان سره د ملاقات کولو لپاره راووت نو سلطان يي سمدستي د بندي کولو امر صادر کړ په دي سره د غزنوي سلطنت د تل لپاره ختم شولو نو چې کله لاهور او پنجاب د سلطان په تصرف کې په مکمله توګه راغلل نو سپه سالار على کرماچ يي د نائب الحکومه مقرر کړ. ده تيرهنده فتح او د تانيسوار جګړه سلطان سهاب الدين چې د ټول هند فتح په نظر کې نيلى وه او د دغه مهم کار ته يي کلک عزم کړي ؤ نو نوموړي سلطان زياتي لښکري تياري کړلي او په ٥٨٧ هجري کال يي د تير هنده د کلا فتح کولو لپاه لښکري رواني کړلي کلا يي فتح کړله او ملک ضياء الدين ټولګى يي له يوي اندازي عساکرو سره پريښود . په دي وخت کې د جمير راجا او پټواري چې ډيري زياتي لښکري ورسره وي د اسلام د لښکرو د بيرته ايستلو په غرض دغه ځاى ته رانژدي شوى وي سلطان چې د راجا پټواري د راتلو خبر راغى ده هم خپلي لښکرې اماده کړې د تانيسوار په حدودو کې د پټواري مخي ته ورغي په همدغه ځاى کې د هندي او پښتني لښکرو تر منځ خورا شديده جګړه ونښته چې سلطان خپله هم په جګړه کې زخمي شو جګړه کې د سلطان لښکرو ماته وخوړله او د لاهور په طرف سلطان او لښکري راغلي او د تير هنده کلا يي هم ورڅخه ونيوله. سلطان شهاب تر دې وړاندي هم دا ډول ماتي او مغلوبيتونه ليدلي ؤ او دى دا ډول سړى نه ؤ چې مرعوب او زړه واچوي او يا د ده په عزم کې کوم ضعف راشي او له خپل مقصود څخه بيرته پاته نوموړي سلطان له دغي ماتي څخه وروسته افغانستان ته ولاړو او دوه کاله يي د قواؤ په جمع کولو او د لوازمو او مهماتو په برابرولو کې صرف کړل او له خپلو تازه دمو قواوو سره دوهم ځل هند ته راغى منهاج سراج جوزجاني وايي چې په دغه ځل يي د لښکر شمير يو لک او شل زره زغري پوښ سپاره نفر وو تاريخ فرشته ليکي چې کله سلطان ماتي وخوړله او بيرته راستون شو خپل وطن ته او د ماتي او پړتيا نوم يي له ځانه سره راوړى وه نو خورا ډير خپه او غمجن و او د خپل مشر ورور سلطان غياث الدين حضور ته غور ته ورغى او د پښتنو د ماتي او د هغو جګړو ماجرا يي هغوى ته وويله او پر هند باندې د بيا حملي په باب کې خپل عزم يي د غور سلطان ته ښکاره کړ. نو د هغه د سلا او مشوره وروسته روان شولو سلطان چې پيښورته ورسيده نو د مشرانو څخه يو شخص دا ډول عرض وکړ (مونږ نه پوهيږو او نه يو خبر چې سلطان چيرته ځې او څه اراده لري) سلطان په ځواب کې ورته وويل باور وکړه له هغې زماني څخه چې د تانيسوار جګړه کې مونږ ماتي کړي ده له زيات غم او غصي څخه مي ارام نه دى کړى او له خپلي ميرمني سره مي د خوشحالۍ مجلس نه دى کړى او د ځان جامي مي نه دي بدلي کړي او دا ټول کال مې په غم او غصه تير کړى دى . د غور او خراسان امراء سره له دي چې زما پخواني خدمتګاران دي خو چې زه يي د جګړي په ميدان کې پريښودم او دوى وتښتيدل په دغه ټوله موده کې مې خپل حضور ته او سلام ته نه دي راپري ايښي او د دوى مخ مي نه دى ليدلى اوس مي د پاک خداى (ج) په لطف اعتماد کړى دى د هغې ماتې د تلافې کولو په قصد د هند هيواد ته روان يم. نوموړي چې د سطان خبري واوريدلي نو عرض يي وکړ په دي وار به د سلطان ملازمان ان شاء الله تعالى دا ډول سربازي او جانبازي وکړې چې د پخوانۍ ګناه تدارک او تلافي به وکړي او د خپل تورياليتوب نيک نوم به د زماني پر صحائفو ثبت کاندي زه هيله کوم چې سلطان د دوى جرائم و بخښې او خپل سلام ته يي راپريږدي او خسروانه الطاف يي سرفراز کړي چې له خپلو کړو پښيمانه او خپل سيئات په حسناتو بدل کړي . سلطآن هم د دغه شخص خبره ومنله او ټول امراء يي معاف کړل او نصائح يي ورته وکړل سلطان دغه وار په پيښور کې ستر جشن جوړ کړ او خوشحالي او سامانې يي وکړي. کله چې سلطان هند ته ورسيده او د سلطان او د راى پټورا لښکري يو بل ته نزدي شولي نو سلطان راى پټورا ته پيغام وليږل او ورته يي وويل (اول د اسلام مقدس دين قبول کړه بيا زما تابعيت ومنه ) په جواب کې راى پټورا دا پيغام راواستوه (زمونږ د سپاه زور او قوت تاسې نه لرۍ او زمونږ د لښکرو شمير به تاسې ته معلوم شوى وي او پر له پسې د هندوستان له ليري ځايو څخه هره ورځ مونږ ته لښکري او نفر رارسيږي نو تاسې که پر خپل ځان رحمنه کوئ پر خپلو لښکرو خو رحم وکړئ او له راتګ څخه پښيمان شئ بيرته وکرزئ مونږ په بتانو قسم کوو چې ستاسي د لښکرو تعاقب به نه کوو او ضرر او مزاحمت به نه در رسوو او که بيرته ونه ګرزئ نو ځانونه تيار کړئ چې خپل له دريو زرو څخه زيات صف شکن او مست پيلان او تر حساب غشي ويشتونکي او پياوړي جګړن عساکر سبا پر تاسي باندي درمارش کړو چې په لږ وخت کې خپل حريف مات او له منځه يوسي) سلطان ددي خط په جواب کې پيغام ور واستوه ( دي وطن ته زه د خپل مشر ورور سلطان غياث الدين په امر راغلي يم تاسي ما ته مهلت راکړئ. زه به خپل ورور ته خبر واستوم او د جنګ نه کولو په باب کې به له هغه څخه اجازه حاصله کړم بيا به له تاسي سره صلح وکړم په دي ډول چې سرهند او پنجاب او ملتان به زمونږ مربوطات او زمونږ قلمرو وي او نور هندوستان به ستاسي وي) سلطان دغه وروستني پيغام راى پټورا او نورو راجاګانو د اسلام د لښکرو پر ضعف او زياته زبونۍ حمل کړ او غافله شول او دوى پوه نشول چې دا پيغام د پښتانه امپراتور له خوا يوه حربي خدعه (چل) وه چې د هندي افسرانو په مقابل کې جوړه شوي وه او د هندي لښکرو مشران غافله کړل . د سلطان لښکري تانيسوار سيمي ته رسيدلي وې او او د پټواري لښکري هم په دغه ځاى کې يو بل ته په مراقبت کې ولي نو سلطان خپلو قوماندانانو ته په دي توګه ښودنه وکړله چې له اول يرغل څخه وروسته به چې هندې سپاره او جنګې پيلان پر تاسي حمله راوړي تاسي به د الحرب خدعة په مقتضا د ماتي په خير را پر شاکيږئ او خپل ثبات به په تزلزل بدلوئ کله چې ستاسي د ماتي په ګمان دوى له خپل مرکز او ميدان څخه راتير شول بيا به بيرته مخ ورواړوئ او له څلورو خواو به يرغل وکړئ. چکړه د سپيده چاو سره ونښتله او د سلطان له تکتيک سره سم د سلطان لښکرو هماغسي وکړل تر ماښامه جکړه وشوله چې په شپه کې د جکړي نتيجه معلومه شوله چې راى پټواره په جکړه کي مړ شوى دى او د هندوانو د خپل مشر په مرګ سره ډير زيات مرعوبه شولو او سلطان شهاب الدين غوري فاتح شولو . د اجمير او هانسي او سرستي او کهرام فتح کله چې سلطان د تانيسوار د جګړي څخه فارغ شو نو د اجمير مرکز پر طرف ورغي چې د پټواري دار الحکومه وله هغه يي هم فتح کړله ورپسي يي هانسي او سرستي هم ونيول له دي وروسته د ډيلي پر طرف روان شو او د کهرام کلا چې د ډيلي په (٧٠) کروهۍ کې پرته ده ورغيى او فتح يي کړله او هغه خپله پايګا وټاکله خپل لايق سپه سالار قطب الدين ايبک يي له يوي اندازي عسکرو سره پريښود. د سوالک او د قنوج او بنارس فتح په ٥٨٨ هجري کي د هندوستان شمالي کي سوالک سيمه باندي يي لښکر کشي وکړله چې هغه يي فتح کړله بيرته غزني ته ستون شو او په ٥٩٠ کي يي قنوج او بنارس ولايتونه فتح کړل او مسلمانانو په دغه جکړه کې ډير غنيمتونه حاصل کړي چې له جملي څخه صرف دري سوه جنګي پيلان ولو د فتح نه پس بيرت ډيلي ته راغى او هغه يي د هند دارالملک وټاکه او قطب الدين ايبک يي د ټول هند والي مقرر کړ له دغه وخت نه په هند کې د مسلمانانو پاچاهي شروع تر١٨٥٧ عيسوي پوري د تهنګر فتح په ٥٩٢ هجري کال سلطان د هندوستان په طرف لښکر کشي وکړله او تهنګر کلا يي فتح کړله او بهائ الدين طغرل يي ددغه ولايت حاکم مقرر کړاو بيرته سلطان راستون شو د خوارم شاه د لښکرو سره جګړه د جکړي علت دا وه چې د مروي ښار چې د غوري شاهانو تر قلمرو لاندي وه خوارزم شاه حمله کړي او هغه يي قبضه کړى وه او والي يي ورته وژلي وه سلطان ته چې خبر ورسيد نو لښکر يي تيار کړ او د جنګ لپاره ورغي جکړه ونښته چي نتيجه کي خوازم شاه ماتي وخوړه او خوارزم شاه له سمرقند او خطاء مملکتونو نه کومک وغوښت. کله چې سلطان ته خبر ورسيده چې له دوو مملکتونه څخه خوارزم شاه کومک غوښتى نو جکړه يي پريښوده او ده غزني پر طرف راروان وه چې د خطاء لښکري د خوارزم د کومک لپاره رارواني ولي جګړه ونښته نو د سلطان لښکرو په يو کلا کي ځان کلابند شول چې بالاخره صلحه وشوله او سلطان بيرته غزني ته راغى پر خطاء لښکرو باندي د يرغل تيارئ او د کهوکرانو بغاوت او شهادت سلطان د زيات حميت او غيرت خاوند وه نو خطاء لښکرو پر سلطان باندي بي موجبه حمله کړي وه نو سلطان هم په خطاء مملکت باندي د حملي کولو اراده وکړله او تياري يي کوله چې سلطان ته د کهوکرانو د بغاوت خبر ورسيده نو سمدستي پر هغو پسي روان شولو او هغه بير په خپل اطاعت باندي مجبور کړل او مسلمان شولو او د دوى له شخړو څخه فارغ شولو نو د ٦٠٢ هجري کال د رجب المرجب د مياشتي په شپاړسم تاريخ د لاهور له ښار څخه دغزني پر لوري راروان شو او د شعباند مياشتي په دوهمه نيټه د نيلاب (اټک) د سيند غاړي ته ورسيد او په دميک نومي ځاى کې ښکته شو د سلطان خاصه خيمه ودرول شوه نو د کهوکرانو کې د بعضي کسانو خپل وژل شوي وه نو هغوى د سلطان د شهادت لپاره راټول شول نو دوى راغلل د سلطان خيمي يي معلومه کړه چې شپه شوله له دغو اشخاصو څخه يو په پټه راغى د سلطان خيمي ته دروازه وان يي په چاړه وواهه زخمي يي کړ و تښتيده يو ځل غوغا او شور شو پيره داران او نو خدمتګاران پر دغه زخمي راټول شول په دي حال کې اشرارو فرصت وموند د او د سلطان خيمي ته ننوتل او سلطان يي شهيد کړ. جنازه او دفن د نوموړي جنازه يي له لاهور نه د کرمان په لار غزني ته راوړله او دهيک ولسوالي کې يي دفن کړ د سلطنت دوره او حدود د سلطنت دوره يي ٣٣ کاله وله او حدود يي شمالي خوا ته د امو تر سيند پوري او لويديځ خوا ته تر مروه طوس او سرخس پوري او د جنوب خواته ته تر بحر هند پوري او ختيځ خواته د هندوستان تر اخرنۍ شرقي کرښي پوري وو. نوموړي سلطان يوولس ځله هند ته سفر کړى دى او د هغو له جملي څخه يي دوه ځله ماتي خوړلي ده او نورو ټولو حملو کي کامياب راغلى دى. سرچيني:-تاريخ فرشته، طبقات الناسري ، تاريخ هند، غوري خاندان، ويپکيديا اردو، سلطنت غوريه، تاريخ بهارت کي شخصيات،طبقات اکبري، تاريخ الماثر