خبرې اترې:شفعه

Page contents not supported in other languages.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
  مقـــد مـــه
                                      

ا لحمدلله رب العلمين وا لصلوة وا لسلام على مظهرلطفه و نورعرشــــــه سيدنا محمد وعلى آ له واصحابه اجمعين . امابعد: اسلام چې يو نيمکرغه ،سپيڅلى اوبشردوست دين دى کوم يو تهذيب ،تمدن اوهوسا ژوندکولوپلوته يې بلنه ورکړي ده .همداعلت دى چې اسلامى امت ديوې سالمې ،حقيقى او پاکيزه ټولنې په جوړولوکې بريالى شويدى . که داسى ووايو چې ديوى سالمى اوسوکالى ټولنې دمنځ ته راوړلو لپاره د داسي ماحول موجوديت ته اړتيا شته چې هغه په هر اړخيزه توګه په يوه منظم نظام باندي دلالت وکړي نو ددي نظام اړه دفرداو کورنۍ پورى بلکه ددى نظام منځ ته راتلل اونه راتلل ديوګا ونډى د بل ګا ونډى پورى اړه لري يعنى اسلام دمعاشرى جوړولو دين دى . اسلامى شريعت داسى اصول وضع کړي دى. چې دهغى پواسطه دانسانى معاشرى اصلاح اودبداخلا قو خلکو دنفوذ مخه ونيسى اود يو ا ولنى اوسيدونکي لپاره يې دا حق ورکړي چې دخپل ځان سره دښه ګاونډى په پيداکولو کې کوشش وکړي . ځکه چې يو ګاونډى دبل ګاونډى لپاره داجتماعى نظام دجوړلو دوه اړخيزه ارکان دي .هغه داسى چې يو ګاونډى دبل ګا وندى دژوند دحق اداء کول داسلامي اصولو، لارښوونو، آدابو او قوانينو سره سم برابر ا و اعيارکړي او دواړه يو بل ته په متقابل احترام قائل شي .نوپه ژوند کې به دهيڅ ډول خنډ او زيان سره مخامخ نشي. نوهمداعلت دى چې په اسلامي اصولو او احکاموکې دشفعى حق دګاونډى لپاره ثابت دى . چې دهغى پوا سطه پورتنى مفادات منځ ته راځي چې دبشرى ټولنى لپاره ډير ضرورى دى .ځکه که خپل غير منقوله جايداد مثلاً ځمکه يا مکان خرڅوى نوکيداى شي هغه جايداد دډيرو کسانوپه منځ کې مشترک وي يادهغي سره دډيرو کسانو فايده تړلى وي يادهغه په ګا ونډى کې يو بل سړى دى نوکيداى شي چې دبايع سره ددى خلکو تعلقات ښه پاتى شوي وي اوهر يو دبل دنفعي او نقصان ، تکليف او ارام خيال يې ساتلى وى نواوس چې يوبيګانه سړى دااخلى نوکيداى شي چې دهغه سره د ددى خلکوښه تعلقات پا تى نشي ياد ګاونډى دنفعى ا ونقصان ، تکليف اوارام خيال نه ساتى نودا به دواړوته تکليف وي چې په هغى سره به په معاشره کې يو ورانى اوخرابى پيداشي ددى کارلپاره پيش نظره شريعت دشفعى کولو حق ورکړي دى او دا اجازت يې ورکړي دى چې بايع په څومره قيمت سره داجايداد خرڅوي که چيرى شفيع وغواړى نوپه هغومره قيمت هغه جايداد اخيستى شى . ځکه درسول الله صلى الله عليه وسلم نه ډير حديثونه روايت شوي دي چې دهغى نه په ډاګه معلوميږي چې په مشترک جايداد کې دشفعى فيصله فرمايلى ده . نوبايد چې دشفعى دمعنى او حکم اودهغو په مربوطه مسايلو باندي ښه پوه شواوعمل پري وکړو. اودبلى خوانه به داسى ووايم چې همدغه موضوع دننګرهاردعالى دارالمعلمين دښوونکودښووني او روزني درياست مقام دديني علومو څانګى دلايحى مطابق لخوا ماته دمونو ګراف دتکميل لپاره راکړل شوه . زيار مى وويست ترڅو مې ديوڅو معتبرو ماْخذونو څخه استفاده وکړه چې دغه موضوع مي په پنځوفصلونو او هر فصل بيا په خپل وار سره په مبحثونو، جزؤنو،صورتونواوبرخو ويشلى ده. پټه دي پاتى نه وي چې دننګرهاردعالى دارالمعلمين دښوونکو د ښووني او روزني درياست مقام دديني علومو څانګى په جوړولوکې ډيرهلى ځلى کړى دى ا وداطﻻيي چانس يي زمونږ لپاره برابرکړى دى اوهمدارنګه دديني علومو څانګى امر ښويالى محمد داؤد ( ابراهيم خيل ) صاحب او نور ټول استاذان او منسوبين چې زمونږسره يي په دغه دوه کلنه دوره کې اوخصوصاً زما لارښود استاذ ښويالى عبدالقادر( جهادى ) صاحب وو چې زما سره يي ددى موضوع داړوندوفصلونو، مباحثو،جزؤنو،برخواوصورتونو په ټاکلو اود مشکلاتو په حلولو کې نه ستړى کيدو نکى هلى ځلى کړي دي چې زه يې ددى احسان پوره وړي يم ا و دى ټولوته د لوى خداى جل جلاله څخه ورته دزړه له کومى ددارينو اجرعظيم غواړم .

والســـــــــــــــلام
 سميع الله ( فقيرزى )
 دديني علومو څانګې د څوارلسم ټولګې محصل