خبرې اترې:سپېره ولسوالۍ

Page contents not supported in other languages.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سپيره ولسوالۍ د خوست ولايت په جنوب لویدیځ کې لرې پرته غرنۍ ولسوالۍ ده چې ددې‌ ولسوالۍ شمال ته د شمال ولسوالۍ او پکتيا ولايت موقعيت لري ختيځ ته يې د نادرشاه کوټ ولسوالۍ او تڼۍ ولسوالۍ سره نښتي ده او جنوب ته يې وزيرستان او لويديځ خواته د پکتيکا ولايت سره ګډه پوله لري په دې ولسوالۍ کې د پښتنو يوه درانه قبايله ځدراڼ اوسيږي ددې ولسوالۍ ډيرې وګړي په زراعت بوخت دي د سپيره ولسوالۍ د جلغوزې د بوټي د درلودلو له وجې خپل ځانګړی شهرت لري ددې ولسوالۍ مرکز د سپيرې کلی دی چې ددې ولسوالۍ په مرکزي برخه کې موقعيت لري په دې ولسوالۍ کې ۲۶۸۰۰ پورې خلک ژوند کوي دغه‌ ولسوالۍ ډير ښکلی طبيعي مناظرې لري چې په دې وروستيو کې يې د ګرځندويانو پام ځان ته اړولی دی

د سپيره ولسوالۍ په اړه معلومات مکمل نه دي[سمول]

د سپيرې ولسوالۍ او د خوست ولايت په اړه معلومات رد ويکيپېډيا باندې مکمل نه دي زه غواړم چې هم سم او اضافه نور معلومات ورسره يو ځای کړم نو له دې وجې تاسو څخه هيله لرم ترڅو ماته ده زمينه برابره کړئ ترڅو دغه کار ترسره کړم ستاسو د ځواب په هیله رستم علی د خوست ولايت او سپيره ولسوالۍ اوسېدونکي رستم علی (خبرې اترې) ۲۰:۵۰, ۷ جولای ۲۰۲۰ (ہ ن و)