خبرې اترې:سلطان علاوالدين غلجی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

سلطان علاء الدين غلجي (1296م-1316): هندوان غواړی چی د تاریخ په اوږدو کی په هند کې کوم مسلمان حکمرانان تیر شوی دی، د هغوی خوبیانی او ښه کارونه، خلکو او نړی ته بد او خونکار ښکاره کړی، او په دی سره د اسلامي تاریخ تحریف كړی او د پرمختګ مخه یی ونیسی. هندي دولت چې د مسلمانانو د ظلم او ستم لپاره مټی رانغښتی دی، اوس كوشش كوي چی د اسلامي دين، عقاید او تاریخ تحريف کړی.

هندوان غوا‌‌‌ړی چی یو لوي مسلمان باچا چی په هندوستان کې يي د اسلامي واکمنۍ بریالیتوبونه او بریاوې ترلاسه کړې، هغه مسحه او تحريف كړی.
دا سلطان "علاء الدین غلجی" دي، چې د هندوانو لخوا څو اونۍ وړاندې د خونكار او هوس پرست شخص په توګه وښودل شو، چې د خپلي يوي خوښی شوی جلۍ (هندي شهزادګۍ) د تښتولو لپاره خونړۍ جګړې کوی او خلک پری وژنی ، دا فلم چې په هند او افغانستان کې د مسلمانانو پراخ مخالفت سره مخ شو.

د سلطان علاء الدین پیژندنه: دا د هغه سپیڅلي اسلامي بیرغ اتل دی چې هیڅکله مات شوی نه دی ، دا په مغولو او هندوانو باندي يو اسماني تندر وو، اصلاح غوښتونکی سیاستوال او بريالي رهبر وو، نوموړی باچا چې د لویدځ تاریخ پوهانو لخوا د ډیری بریالیتوبونو له امله په دويم اسكندر ياديږی، ځکه ډیر فتوحات يی لرل او دنړۍ د فتحه کولو ارمان يی لرلو، دا هغه باچا دی چی د هند مضبوطی قلعه ګانی ورته ټینګی نشو او هغه یی فتحه کړی، او هغه جنګونه چی د هندوانو او مغولو سره یی کړی، په ټولو کې ورته الله فتحه او غلبه ورکړی ده.

سلطان علاء الدین ولد مسعود، چی د اصله افغان دی، اوپه قوم خلجی دی چی زیاتره قوی جنګیالی دی، او هند ته په (620هـ) کې د چنګیز خان د بریدونو نه وروسته راغلل.
په هند كې غلجیان د شمس الدین التمش  سره یوځای شول، چی د ډهلی باچا وو، نوموړي باچا خلجیان په بنګال ايالت کې په مهمو ځایونو کې مقرر کړل.

کله چی التمش مړ شو، نو په (689هـ) کې جلال الدین د دهلي باچا شو، په دې وخت کې د هغه وراره ، علاالدین خلجی د کره ښار او شاوخوا سیمو والي و، د هند په جنوب کې د راجپوټا او مهارتا منطقي يي فتحه کړی او جزیه یی پری وټاکله، نو لدی امله په هند کی ډیر مشهوره شو، ځکه علاء الدين لومړنی شخص وو چی جنوبی هند ځنی منطقی یی فتحه کړی. د علاء الدين او د تره ترمنځ یی شخړه پیدا شوه چی په نتیجه کی علاء الدین خپله تره ووژه او په (1290م) کې يی د ډهلی تخت په خپل نوم کړلو. علاء الدین په يو سخت وخت كي د هندوستان باچا شو, چی له شمال څخه د مغولو، او له سویل څخه هندو مهارتا د هند د نيولو اراده لرله، نو علاء الدين تقريبا (20) كاله د دوي په وړاندی مضبوط ولاړ وو، او د الله رب العزت په سپیڅلی لار کې يی جهاد کوو. په کال (1306م) کی یی د هند زیاتره برخه فتحه او د خپل واک لاندی راوستلو، او په کال (1310م) کی یی ټول جنوبی هند فتحه کړه. علاء الدین د خپلی باچاهۍ دوره کې ډیر اصلاحی کارونه وکړل، او د اسلام دین احکام یی ترويج کړل، شراب، سندری، او داسی نور کارونو یی سخت بندیز ولګولو، او ډیر مدرسي، جوماتونه، منارونه یی جوړ کړل. سلطان علاء الدین د مغولو او هندوان به خلاف ټولی (84) حملی کړی، چی په ټولو کې د لوي رب په مرسته کامیاب او غازي شو، نوموړی په (1316م) کال کې د دې فانی دنیا نه آخرت کوچ شو.