خبرې اترې:د نړېوال سازمانونه په اړه معلومات

Page contents not supported in other languages.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مصونیت هغه حق ته ویل کیږی چی د قانون له مخی یو شخص ته ورکول کیږی، تر څو د دندی د اجرا پر مهال له هر ډول جزایی، مدنی او اداری څار څخه خوندی وی، یا په عبارت مصونیت د کوربه هیواد د قضایی ادارو په وړاندی د خوندییتوب په معنی دی. دغه راز د کوربه هیواد په وړاندی د سازمان استقلالیت او خپلواکی هم ورته ویلای سو، له دی امتیاز څخه مطلب دادی چی نړیوال سازمانونو باید له هر ډول تیری، عدلی او قضایی تعقیب څخه خوندی وی، همدا راز له مزایا څخه موخه هغه ځانګړی امتیاز دی چی هر څوک یی د استفادی حق نه لری، د مزایا مفهوم تر ډیره په کوربه هیوادونو کښی د مالیاتی معافیت په برخه کښی کارول کیږی، د ویلفرډ جنکس په اند مزایا او مصونیتونه د نړیوالو سازمانونو په چارو کښی د دولتونو له لاسوهنی څخه مخنیوی کوی او هغوی ته استقلالیت بخښی. د نړیوالو سازمانونو د مزایا او مصونیتونو په موجودیت کښی هیڅ دولت حق نه لری چی د نړیوالو سازمانونو په چارو کښی مداخله وکړی او یا هم د سازمان له چارواکو څخه کوم ځانګړی کار د سر ته رسولو غوښتنه وکړی. --103.235.178.253 ۱۲:۵۳, ۱۵ نومبر ۲۰۲۰ (ہ ن و)