خبرې اترې:د دوهم ګروپ عناصر

Page contents not supported in other languages.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دافغانستان اسلامي جمهوريت پوهنــــــــــــــــــــــــــــــــــــــي وزارت ښوونـکو دروزني لوي رياست چپرهارحمايوي دارالمعلمين ساينــــــــــــــس څانګــــــــــــــــــــــه


ددوهم ګروپ عناصر (IIA)


ترتيب کوونکي عبدالقبات)) لارښود استاد: کتاب خان دولت زاي


کال ١٣٩٠ ل،ل

فهرست شماره عنوانونه صفحه 1. پيل خبري ---------------------------------------------------الف 2. سريزه ------------------------------------------------------1 3. ددوهم ګروپ (IIA) عناصر -----------------------------------٤ 4. د دوهم ګروپ د عناصرو لنډه تاريخچه ------------------------٤ 5. کلسيم (Ca)------------------------------------------------٨ 6. د کلسيم عنصر اتومى جوړښت--------------------------------٩ 7. د کلسيم فزيکي خواص -------------------------------------١٠ 8. د کلسيم کيمياوي خواص -----------------------------------١١ 9. د کلسيم استحصال -----------------------------------------١٢ 10. د کلسيم عنصر طبعي حالت ---------------------------------١٢ 11. د کلسيم عنصر مهم مرکبونه---------------------------------١٤ 12. کلسيم کاربونېټ(Ca Co3) ---------------------------------١٥ 13. د لومايت(Ca Co3) (Mg Co3-------------------------------١٦ 14. د کلسيم کاربونيټ فزيکى او کيمياوي خواص ----------------١٧ 15. د کلسيم کاربونيټ(Ca Co3) د استعمال ځايونه --------------١٩ 16. د کلسيم اکسايد خواص ------------------------------------٢١ 17. د کلسيم هايدرو اکسايد خواص -----------------------------٢٢ 18. د کلسيم هايدرو اکسايډ د استعمال ځايونه ------------.------٢٣ 19. د پلستر استعمال ------------------------------------------٢٤ 20. کلسيم سليکټ ) (Ca Si O--------------------------------٢٦ 21. د کلسيم عنصر رول د انسان په بدن کې ----------------------٢٦ 22. د کلسيم رول دانسا په هډوکو کې ---------------------------٢٧ 23. د کلسيم رول د انسان په حفظ الصحه کې -------------------٢٨ 24. نتيجه ګيرى ---------------------------------------------٢٩ 25. ماخذونه ------------------------------------------------٣٣



دلارښود استاذ ليکنه دساينس څانګې محترم امريت ته !

            څرنګه چې محترم عبدالقبات ته دساينس څانګې لخوا يوه موضوع ددوهم ګروپ عناصرو (IIA) ترعنوان لاندې ورکړل شوې وه.
            نوموړي محصل دوخت سره سم دموضوع په هکله زيات تکليف ويستلى دى اودمختلفو کتابونو څخه يې استفاده کړي په ليکنه کښې يې دپيل خبري ، فهرست ، سريزه ، نتيجه ګيري او اخذليکونه موجود دي.
            نو زه دده  دغه موضوع  عالى ارزيابى کوم  او تائيدوم  او د الله (ج)  څخه ورته  په راتلونکى  کې  لازياتى برياوى غواړم.

لارښود استاد کتاب خان دولت زاي ) چپرهارحمايوي دارالمعلمين دساينس څانګه

دپيل خبري

    	الحمد الله رب العلمين الذى  فرض العمل والجهاد علي المسلمين والصلوة والسلام علي عبده ورسوله الامين وعلي اله واصحابه اجمعين.

اما بعد: ټولو ته بهتره معلومه ده چې ددارالمعلمين دڅلورم سمستر په جريان کې هرمحصل ته دمربوطه څانګې لخوا يوه موضوع ورکول کيږي ترڅو دهغې موضوع په هکله علمي معلومات دنوو اومعتبرو کتابونو څخه راټول کړي اوبيا دهغې په هکله خپله موضوع وليکي. نو پردې بناء ماته هم دساينس څانګې لخوا ددوراني جدول ددوهم ګروپ عناصرو (II A) ترعنوان لاندې يوه موضوع دسيمينار لپاره دمحترم استاذ کتاب خان دولت زايـ)) ترمستقيمې لارښوني لاندې راوسپارل شوه ماد لارښود استاذ دمشورې سره سم دنوي اومعتبرو کتابونو څخه علمي او ضروري مواد راټول کړل اومحترم استاذ ته مې هر وخت داصلاح لپاره ورکول اودهغوې داصلاح اوتائيد څخه وروسته مې کمپوز کړل په پاي کې زه دساينس څانګي دټولو استادانو څخه خصوصاً دخپل لارښود استاذ څخه دزړه دکومې مننه کوم چې له ددي موضوع په ليکلو او ترتيب کولو کې له ماسره هراړخيزه مرستي کړي.

عبدالقبات دچپرهارحمايوي دارالمعلمين د ساينس څانګې د دوهم صنف محصل سـريـــزه دايو څرګند حقيقت دي چې دټولنې پرمختګ په علم او پوهې پورې تړلى دى . په کومه ټولنه کې چې ښوونه او روزنه وجودلري هغه ټولنه کېداى شي چې پرمختګ وکړي نو ښوونه او روزنه بې له وسايلو منځ ته نشي راتلى له دغو وسايلو څخه يوهم علمي اثار، کتابونه ، رسالې او داسې نور دي که دغه مواد مسلکې متحصيصينو او علمي کدرونو پواسطه تهيه او ټولني ته وړاندې شى نو ټولنه کولاي شي چې په اسانه توګه پرمختګ وکړي . چې ماهم يوه علمي موضوع ددوهم ګروپ عناصرو (IIA) ترعنوان لاندې ليکلى ده . څرنګه چې دعناصرو دوراني جدول دوخت په تيريدو سره منځ ته راغلى اوپرمختيايې کړي چې په (1660) م کال کې دهغه وخت پوهانو عنصر تعريف کړ او زيات عناصر کشف شول نو پوهانو لازمه اوبلله چې عناصر طبقه بندي کړي. دلومړى ځل لپاره دعناصرو طبقه بندي ديو فرانسوي کيميا پوه لاوازيه لخوا په (1789م) کال ترسره شوه چې څه نيمګړتياوې ئى درلودې چې بيا په ترتيب سره دوبرنسو لخوا په (1828م ) کال نيوليندز (1863م ) کال هم عناصر په بيلابيلو طريقو سره طبقه بندي کړه چې په دغه طبقه بنديو کې څه نيمګړتياوى وي چې ددغو نيمګړتياوو دلمنځه وړلو په موخه د(19) پيړۍ په دوهم نيمايې کې دروسيي اوجرمنې پوهانو مندليف او لوترماير داتومي کتلې په اساس پداسې حال کې چې درې دواړو علماؤ په خپلو کې کومه رابطه اوتړاونه درلوده چې دوي يوه نوي طبقه بندې رامنځ ته کړه دلوترمايرتاسف پدې کې وه چې روسي عالم مندليف خپله جوړه کړي طبقه بندي په (1869م) کال په لومړي وختونو کې دخپل هيواد کيميا پوهانو اوسياينس پوهانو ته وړاندي کړه خو جرمني کيميا پوه لوترماير خپله ترتيب شوي طبقه بندي وځنډوله چې نوموړي يې دامتياز څخه بې برخې شواود عناصرو دطبقه بندۍ امتياز دمندليف په برخه شو. مندليف د عناصرو دوراني جدول په افي او عمودي قطارونو ويشلى چې افقي او عمودي قطارونو ويشلى چې افقي قطارونه اوه (7) د پيريو د (دوران ) په نوم او عمودي قطارونه يې د (8) اته يې اصلى ګروپونو (دستو ) په نوم سره ياد کړه مندليف د اتومي کتلي د وزن د زياتوالي په اساس طبقه کړل مګر د ځينو عناصر د اتومي وزن په عوض د خواصو د مشابعت څخه هم کار اخيستي. د مثال په توګه د (K) پوتاشيم (39) اتومي کتله وزن لري بايد له (Ar) ارګون څخه چې (9.39) اتومي کتله او وزن لري د مخه په دوراني جدول کې ځاي ونيسي چې داد مندليف د طبقه بندى نقص وو . نو يو تن انګليسي فزيک پوه هنري موزلي د(1887) تر (1915) کال پورې دعناصرو دوراني جدول داتومي نمبر دزياتوالي په اساس يو پربل پسې په افقي او عمودي قطارونو ترتيب کړه چې افقي قطارونه يې دپريودونو په نوم او عمودي قطارونه يې دګروپونو په نوم سره يادکړه. چې ما په خپله موضوع کې دپيل خبري ،فهرست ، سريزه ، د دوهم ګروپ IIA عناصر ، د دوهم IIA ګروپ د عناصرو د لنډه تاريخچه، د کلسيم عنصر اتوموى جوړښت ، د کلسيم فزيکى خواص ، د کلسيم کيمياوي خواص ، د کلسيم لاسته راوړنه ، د کلسيم طبعى حالت ، د کلسيم مهم مرکبات ، کلسيم کاربونټ ، د چونى ډبره ، د مرمرو ډبره د کلسيم کاربونيټ فزيکى او کيمياوي خواص، دکلسيم رول د انسان په بدن کې د کلسيم رول د انسان په حفظ الصحه کې څيړلي دي نوموړي موضوعات مې د نوي او معتبرو کتابونو څخه راټول او خپل رهنما استاد ته مې د اصلاح لپاره ورکړى او د اصلاح څخه وروسته مې کمپوز کړى . په اخر کې زه دساينس څانګي دټولو استادانو اوخصوصاً دخپل لارښود استاذ سيد شريف الله (شريف) څخه دزړه له کومې مننه کوم چې ماسره يې ددي موادو په اصلاح کولو کې نه ستړي کيدونکي هلي ځلي کړي او ماته يې ددي موضوع دترتيب کولو لپاره لازمي اونيکي مشوري راکړي په پاى ورته دلوي او متعال خداي(ج) ددربار څخه اجرعظيم غواړم اوپه اينده کې ورته ښه خوشحاله او سوکاله ژوند غواړم. په درنښت عبدالقبات دچپرهارحمايوي دار المعلمين دساينس دڅانګي محصل