خبرې اترې:تورکيه

Page contents not supported in other languages.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

Ǎ--180.222.139.180 07:30, 29 جنوري 2017 (UTC)د ترکیی پیژندنه: ترکیه هغه هیواد دی چي په منځني ختیځ او یوه برخه یی په اروپاکې موقیعت لري. او څه وخت مخکي په دي هڅه کې وه چي په اروپایی ټولنه کې غړیتوب ترلاسه کړي خو دناکامي کودتاه څخه ورسته دغه هڅه یوڅه کمزوی شوه. دترکیی جغرافیوي موقیعت: دغه هیواد په ختیځ کې د ایران اذربایجان ګرجستان او ارمنستان په سویل ختیځ کې د عراق او سوریه او په شمال لویدیځ کې داروپايي هیوادونو یونان او بلغارستان سره پروت دي. او همدارنګه ترکیه په شمال کې له توري بحیري په لویدیځ کې د مرمره کوچنۍ بحیری سره په سویل لویدیځ کې د مدیتراني سره هم سرحده دي. پراخــــــــــــــوالي: ترکیه 783562 کیلومتره مربع پراخوالي لري ،یو غرنی باراني هیواد دي د مستطیل شکل ته ورته هیواد دي . نفـــــــــــــــــــــــــــــــوس : ددغه هیواد نفوس د 2015 م کال د سروی له مخی 77 میلونه نفره ښودل شوي دی،چی په دي کې 75-85 په سلو کې سني او 15-25 په سلو کې نور اټکل شوي دي. د ترکــــــیې رسمي ژبه: رسمي ژبه يي ترکي (استانبولي) ده چي پخوا په عربی تورو نوشته کیدله خو کله چې ترکیه جمهوري ته وا وښتله په 1302 چي د 1923 م سره برابر دی په لاتیني تورو سره لیکل کیږي.خو ددي ترڅنګ نوري ژبي هم لري :لکه زازاها اذربایجانی ،کردي چي دغه ژبی پکي هم ویونکي ري ســـــــــــیایي واحــــــــــدنه: دهغي کنګري له مخي چي په 1941 کي انقره کي دایره شوي وه دډیرو بحثونو څخه وروسته ترکیه په اووه ناحیو باندي تقسیم کړه چي چي بیا دغه هر یوه ناحیه څو ولایتونه لري په مجموعي ډول ترکیه ۸۱ ولایتونه لري چي په لاندي تصویر کې تاسو د دغه اووه ناحیی لیدي شئ:

لاندي انځور کې د ترکیې هیواد هغه لوی ښارونه لیدلی شئ:

دترکیي تاریخي شالید: هغه څه چي نن ورځ موجوده ترکیه تشکیلوي په حقیقت کې د 600 کلني عثماني امپراطورۍ د پاتي شونوڅخه شمیرل کیږي ددي څخه وروسته دا امپراطورۍ دسقوط سره مخ شوه په 1923 م کال او دعثماني مپراطورۍ پادشاه به سختو شرایطو سره دصلحي قراداد د متفقینو سره وکړ دمصطفی کمال په واسطه کوم چي په دانل کې د دفاعي قواو قواماندان وه په لومړۍ نړیواله جګړه کې چي دمرکزي دولت په خلاف او دعثماني پادشاه خلاف چي قیام شوي وه دهغوی یوه ټولنه رامنځ کړي وه چي وروسته بیا د اتاترک (دترکانو پلار)په نوم سره مشهور شو. غثماني امپراطوري چي د سلجوقي امپراطورۍ ځای ناستي وټاکه په 1299 م کال کې او دخپل قدرت د اوج مرحلي په وخت کې د ننۍ بالکان حوزي د مصر،عراق ،عربستان،الجزایر،سوریه مجارستان باندي تسلط لره مګر د دعثماني امپراطورۍ قوی ترین او مشهور ترین پادشاه سلطان سلیمان په 1566 کې وفات شو ضعف فساد په دغه امپراطورۍ کې دغه امپراطوري دخپل ژوند ترپایه په دفاعي حلت کې پاتي شو تر دي چي د دویم نړیوال جنګ څخه وروسته دغه امپراطورۍ حمایت دالمانیانو څخه دیو طرف څخه په داخل ددي امپراطورۍ کي ازدي غوښتونکي سازمانونه رامنځ ته کیدل او دبل طرف څخه ددي امپراطورۍ ځیني سیمي د (جګړي دپریښودلو او دسولي دایجاد) په تړون سره په 1918 م کال د مودروس په اساس عربستان عراق سوریه افریقا د متفقینو لاس ته ولویده او په 1922 م کال چي د 1342 هـ ق سره برابر دي دا امپراطوري له منځه لاړه. د ترکیې سیاسي ساختار: د ترکیي اساسي قانون په ترتیب سره په 1971 1973 1974 د داخلي تغیراتو سره مخ شو چي په 1982 کال ددغه هیواد نوی اساسي قانون ټولپوښتني ته وړاندې شو چي 90٪ فیصده مثبته رایه یي واخسته د 1982 م کال اساسي قانون د 1 مادي په اساس د ترکیی دحکومت ډول جمهوري دي . ترکیه درې قوې لري : 1- مقننه . 2 قضائیه قوه. 3- اجرائیه قوه. چي دقانون مطابق په خپلو کړنو کې مستقل دي. دترکیې حکومت ډول ریاستي ــ پارلماني دی په دي مانا چي رئیس جمهور د پارلمان لخوا د اووه کلني دوري لپاره ټاکل کیږي د لومړي وزیر د عزل صلاحت هم لري بغیر د پارلمان د تائید څخه په سختو حالاتو کې ایمر جنسي حالات هم اعلانولی شي. په اوس وخت کې د ترکیې اجرییه قوه د لاندي کسانو څخه جوړه ده : 1- رئیس جمهور. 2- دملي امنیت شورا. 3- دکابیني غړي. رئیس جمهور د پارلمان لخوا د 7 کلني دوري لپاره ټاکل کی چي داجرایه قوي مشري په غاړه لري . درئیس جمهور وظایف: 1- ددولتي ټولنو ترمنځ هماهنګي رامنځ ته کول. 2- د لومړي وزیر ټاکل . 3- دقضایه قوي د لوړي سطحي داعضاو ټاکل. 4- مرکزي بانک د رئیس ټاکل. 5- ملي راډیو تلویزون رئیس ټاکل.