خبرې اترې:بیع سلم

Page contents not supported in other languages.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د پيازو درمليز خاصيتونه/ ژباړن توريالي همت | Saturday, 04.23.2011, 05:39 AM | (1 views)

راځئ چې د پيازوله ګټوځان خبرکړو ۱_هغه کسان چې د بې خوبۍ تکلیف لري د پيازوخوړل ورته ډيرپه ګټه تماميږي اود پيازوپه خوراک ترعادت وروسته به ډيرښه خوب ولري .

٢_پيازد هغوماشومانولپاره چې نسبتا کمزوري بدن ولري ډيرګټوراوهمداشان د پيازوخوراک د ډيرعمره کسانولپاره هم ډيرکټوردي .

٣_هغه کسان چې د پزي د ويني کيدا ستونزه ولري اوله دې ناروغۍ یا تکلیف څخه ځوريږي د درملنې لپاره يې کولای شي چې څوڅاڅګي سرکه له ميده شويوپيازوسره يوځای اوبيا يې دهغواوبوڅخه يوڅه اندازه په پزه کې وڅڅوي نودپزي دويني جريان به يې بندشي .

٤_پيازد ويټامين a،b،اوc ښه سرچينه ده اود دې کټورو ويټامينونوپه خواکې په ځان کې وسپنه ،فاسفورس ،پوتاشيم ،سوديم ،سلنيوم ،اوقند لري چې دانيغ په نيغه دانسان بدن جذبولي شي .

٥_څيړونکي وايې چې دپيازوډيراستعمال يولړستونزي هم راولاړوي دوي وايې چې که پيازډيروخوړل شي نودډيرتندي ،کانکو،دڅيري دمړاوي کيدلواوان دفکري کمزوري لامل هم کيږي . يوتن هندي ډاکټرمنون په خپله دوه کلنه څيړنه کې چې دانکلستان دنيوکاسل په پوهنتون کې يې ترسره کړي ويلي دي چې خام ،پوخ کړي ،اوياهم سورکړي پيازدانسان په رګونوکې دويني دلښته کيدومخنيوي کوي اوپه وينايې په دي توکه دزړه اومغزودحملي څخه مخنيوي کوي .

٦_هغه کسان چې دويني غوړلري دپيازوخوراک ورته خوراکټوردي روغتياپوهان وايې چې پيازداتوان لري چې په وينه کې دغوړدامنځته کيدومخنيوي وکړي .

٧_دپيازوخوراک دډول ،ډول ډيروغوړلرونکوخوړوسره دښي روغتيالپاره يوه ښه نسخه ده نوکه چيرته په ښوميلمستياوکې وبلل شوي په يادموولري چې دنوروخوړودخوراک په خواکې پيازهيرنه کړي .

٨_دپيازڅخه دپوټکي دويستلوپرمهال موچې کله له سترګوڅخه اوښګي بهيږي مه ورته په انديښنه کې کيږي ځکه چې داچاره ستاسي تازه پيل شوي زکام ښه کوي،اوداچاره بياهغوکسانوته ډيره واره ناکه ده چې دنيم سري ناروغي ولري .

٩_ پيازدويني دفشار،اوشکري ،ناروغيوپه درملني کې له تاسوسره مرسته کوي په يادولري چې دپيازوشنه نيشونه ترټولودc ويټامين ښه سرچينه ده .

١٠_ د پيازد دې ټولوښي ګنوترڅنک يې ځيني له دې ويري څخه نه خوري چې وروسته يې له خولې څخه بد بوی ځي دا د انديښني وړخبره نه ده که له دې ستونزې ويريږئ نود پيازوترخوراک وروسته څودانې باقلي ښه وژوئ اود يوڅو دقيقولپاره يې په خوله کې وساتئ نوبيابه موخوله هيڅ بدبوی ونه کړي .