خبرې اترې:الکان

Page contents not supported in other languages.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دلارښود استاد سپارښت ليک محمدطالب « کريمي» چې د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا د څانګې څخه فارغيږي، د ليسانس د درجې د حقوقو او امتيازاتو د ترلاسه کولو لپاره د سيمينار په ليکلو اودهغې څخه په دفاع کولو مکلف دي ، چې په دې ترتيب نوموړى ته د"الکانونه اودهغې خواص" تر سرليک لاندې موضوع د کيمياڅانګې د غونډې د پرېکړې له مخې ورکړ شوې ده. محمدطالب دنوموړې موضوع په هکله معلومات د معتبرو اخځليکونو څخه راټول کړي دي. زه د لارښود استاد په صفت د محمدطالب هڅې ستا يم او دغه ليکنه يې د يوسمينارپه توګه کافي ګڼم او نوموړي ته د الله (جل جلا له) له دربار څخه د لازيات کار اوخدمت توفيق غواړم . په درنښت پوهنوال فرمان الله هيله من





دپيل خبرې الحمدلله رب العلمين والصلوة والسلا م على اشرف الانبياء والمرسلين محمدَ وعلى اله واصحابه اجمعين .

لکه څرنګه چې د لوړو زده کړو وزارت د لايحې په اساس هر محصل د ليسانس د درجې د حقوقو او امتيازاتو د ترلاسه کولو لپاره او همدارنګه د ديپلوم د ترلاسه کولو په خاطر د څلور کلنۍ تحصيلي دورې په پای کې د يو سيمينار په ترتيب  او آرايه کولومکلف دی ، کوم چې د مربوطه څانګې لخوا ورته دلارښود استاد په همکار‌ۍ دنده سپارل کېږي ، تر څوچې د هغې موضوع په هکله علمي معلومات دمعتبرو منابعو څخه راټول کړي . د همدې موخې د ترلاسه کولو په خاطر ماته هم دننګرهار پوهنتون دښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانګې  لخوا د ( په بدن باندې دمعدني موادو اغيزې ) ترسرليک لاندې علمي موضوع د سيمينار لپاره دمحترم استادپوهنيارعطاءالله( ميرزاخيل ) ترمستقيمې لارښوونې لاندې وسپارل شوه  نو ما دلارښود استاد دلارښوونې سره سم ددې سيمينار موضوع ګانې يا  مطا لب د معتبرو داخلي او خارجي منابعو څخه راټول کړيدي اودلارښود استاد دکتنې او اصلاح څخه وروسته مې چاپ ته سپارلي . څرنګه چې دا لومړى ځل دي چې داسې رساله ليکم، که کومه تيروتنه زما په دې علمي رساله  کې موجوده وي، نو ګران  لوستوونکي کولاى شي چې درسالې داصلاح اوتکامل په خاطر خپل اصلاحي پېشنهادونه دکيميا څانګې ته واستوي .

په پاى کې زه دکيميا څانګې دټولواستادانواوخصوصاًدخپل لارښوداستاد پوهنيار عطاءالله ( ميرزاخيل ) څخه ډېره مننه کوم چې ددې رسالې په ترتيب او ليکلو کې يې له ما سره هر اړخيزه مرستې کړې دي ډيرمنندوی يم اودلوی څښتن تعالی دربارته لاسونه لپه کووم اودا دعا په ژبه راڅرخوم چی خدايه ته يې دژوند غوټۍ مه مړاوې کوي ، راتلونکی ژونديې خوشحاله لري ښاداوبريالی دې وي. په درنښت صفت الله « شاکر» دکيمياڅانګې دڅلورم ټولګي زده کړيال