خاکوبو آربنز
نوموړی په ۱۹۳۵ زکال کې په لوړه درجه له پوځي اکاډمۍ فارغ شو او تر ۱۹۴۴ زکال پورې یې په پوځ کې خدمت وکړ؛ هغه په چټکۍ سره پوځي رتبې ترلاسه کړې. په دغه دوره کې د متحده ایالاتو له خوا د ملاتړ کېدونکي دیکتاتور خورخي اوبیکو له خوا د کروندو د کارګرانو د شدید ځپلو شاهد و او شخصا اړ شو څو د یو شمېر زنجیروي بندیانو څخه ساتنه وکړي، هغه چاره چې د نوموړي له ترقي غوښتونکي لیدلوري سره یې مرسته وکړه. د ۱۹۴۴ زکال په اکتوبر میاشت کې څو مدني ډلو او مترقي پوځي ډلو د آربنز او فرانسېسکو آرانا تر مشرۍ لاندې د اوبیکو د ځپونکو سیاستونو پر وړاندې پاڅون وکړ. په راتلونکو ټاکنو کې خوان خوزه آریوالو د ولسمشر په توګه وټاکل شو او د ټولنیزو اصلاحاتو د ټولو د خوښې وړ پروګرام یې پیل کړ. آربنز د ملي دفاع وزیر په توګه وټاکل شو او د ۱۹۴۹ زکال د پوځي کودتا په راپرځولو کې یې مهم رول ولوباوه. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵] د هغه سیاستونه د یونایټېد فروټ کمپنۍ له ګټو سره مخالف و همدا و چې د متحده ایالاتو دولت د هغه د دولت د راپرځولو هڅه وکړه. ورته مهال متحده ایالات د ګواتیمالا په دولت کې د کمونېستانو له شتون څخه اندېښمن و، همداو چې د آربنز د ګوښه کولو نقشه د ولمسشر ډوایټ ایزونهار له خوا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت او د مرکزي اطلاعاتو د سازمان (CIA) په مرسته جوړه او هغه له واکه ګوښه کړای شو. د هغه پر ځای ډګروال کارلوس کاستیلو آرماس ولسمشر شو. آربنز څو هېوادونو ته تبعید شو او په دې سره یې کورنۍ په تدریج سره وپاشل شوه او لور یې هم ځان وژنه وکړه. نوموړی په ۱۹۷۱ زکال کې په مکسیکو کې ومړ. د ۲۰۱۱ زکال په اکتوبر میاشت د ګواتیمالا دولت د آربنز د واک د راپرځولو اړوند خواشیني څرګنده کړه. [۱۶] ولسشمري[سمول]لوړه او د هغه سیاسي لیدلوری[سمول]آربنز د خپلې لوړې د مراسمو په پرانستونکې وینا کې ژمنه وکړه چې ګواتیمالا به «له یو شاته پاتې حکومت څخه د یو فئوډالي اقتصاد پر بنسټ په یو معاصر کپیټلیستي هېواد تبدیل کړي». هغه اعلان وکړ چې هوډ لري بهرنیو بازارونو ته د هېواد اقتصادي اړتیا را کمه او د ګواتیمالا پر سیاستونو باندې د بهرنیو شرکتونو نفوذ را کم کړي. هغه وویل چې د ګواتیمالا زېربناوې به له بهرنۍ پانګونې پرته معاصرې کوې. نوموړي د بیارغونې او پراختیا د نړیوال بانک په مشوره پرېکړه وکړه څو لا زیات کورنه، بنادر او واټونه جوړ کړي. آربنز همدارنګه پرېکړه وکړه چې د ګواتیمالا په اقتصادي بنسټونو کې به اصلاحات راولي. هغه د کارخونو د جوړولو، د کانونو د استخراج د زیاتوالي، د ټرانسپورټي زیربناوو د پراختیا او بانکي سیستم د ودې اړوند پروګرامونه طرح کړل. ځمکني اصلاحات هم د آربنز د ټاکنیزو سیالیو په مرکزیت کې ځای درلود. ځمکني اصلاحاتو د ګواتیمالا د سیاست مهمه برخه جوړوله چې آن د آروالو دولت په هغه کې د لاسوهنې جرائت نه کاوه. هغه مهال چې آربنز واک ته ورسېد یوازې ۲٪ وګړو ۷۰٪ ځمکه په خپل واک کې لرله. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۱۷] کودتا[سمول]پي بي سکسیز عملیات[سمول]د خاکوبو آربنز د راپرځولو لپاره د پي بي سکسیز (Operation PBSuccess) په مستعار نامه د CIA عملیاتو ته د ۱۹۵۳ زکال د اګست په میاشت کې د ولسمشر ایزونهاور له خوا اجازه ورکړل شوه. کارلوس کاستیلو آرماس چې یو مهال د آرنا له بریدمنانو څخه او د ۱۹۴۹ زکال له ناکامې کودتا وروسته تبعید شوی و د دغې کودتا د مشر په توګه وټاکل شو. کاستیلو آرماس د ګواتیمالايي تبعیدیانو او د ګاونډیو هېوادونو له وګړو څخه ۱۵۰ کسیزه مزدوره ډله جوړه کړه. د ۱۹۵۴ زکال په جنوري میاشت د دغه چمتوالي اړوند اطلاعات د ګواتیمالا دولت ته په لاس ورغلل او هغوی د یوې اعلامیې په خپرولو سره څرګنده کړه چې «د شمال دولت/متحده ایالات» د آربنز د راپرځولو په توطئه کې لاس لري. د متحده ایالاتو دولت دغه تورونه رد کړل او د متحده ایالاتو رسنیو هم د خپل دولت لوری ونیو. دوی دواړو (دولت او رسنیو) استدلال کاوه چې آربنز کمونیستي تبلیغاتو ته تسلیم شوی. متحده ایالاتو په ۱۹۵۱ زکال کې ګواتیمالا ته د وسلو ورکول ودرول او ډېر ژر یې له کاناډا، آلمان او رودوزیا څخه هم پر هغوی د وسلو پلور ودراوه. په ۱۹۵۴ زکال کې آربنز چې د وسلو پېرلو ناهیلی کړی و، پرېکړه یې وکړه چې په پټه له چکسلواکیا وسلې وپېري، هغه چاره چې په امریکا لویه وچه کې د کمونیستي لارې جوړېدل وبلل شول. د دغو وسلو راتګ د CIA له خوا د متحده ایالاتو په چاپېر کې د شوروي مداخله وبلل شوه او له هغو څخه یې د کودتا د محرک په توګه ګټه واخیسته. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱] د جون په ۲۱ مه په زاکاپا کې د ډګروال ویکټور ام. لئون په مشرۍ یوه ډله ګواتیمالايي سرتېري راغونډ شول چې باور پر دې و چې آربنز ته وفادار دي. د کمونیست ګوند مشرانو هم په شک کولو پیل وکړ او د څېړنو په موخه یې یو غړی ولېږده. هغه د جون په ۲۵ مه راوګرځېد او څرګنده یې کړه چې پوځ په شدت سره تضعیف شوی او نه شي کولای جګړه وکړي. د کمونېست کارګر ګوند عمومي منشي آلورادو مونزون په دې اړه آربنز ته راپور ورکړ او په چټکۍ سره یې بل څېړونکی ولېږه خو هغه دا ځل د آربنز څخه د استعفا غوښتنې پیغام ولېږه. پوځي افسران په دې باور و چې له یاغیانو څخه د متحده ایالاتو ملاتړ ته په پام، ماته حتمي ده او آربنز به په هغې کې ملامت وي. په دغه پیغام کې راغلي و که چېرې آربنز استعفا ورنکړي، پوځ به په ډېر احتمال سره له کاستیلو آرماس سره معامله وکړي. د جون په ۲۵ مه آربنز اعلان وکړ چې پوځ د دولت ملاتړ پرېښي او ملکي وګړي دې له خپل هېواد څخه د دفاع په موخه وسلو ته لاس کړي، خو یوازې محدود څو سوه تنه دغې چارې ته حاضر شول. ډیاز د دغې موضوع په لیدو سره د ولسمشر له ملاتړ لاس واخیست او د پوځ د نورو لوړ پوړو افسرانو سره یې په ګډه د آربنز د راپرځولو په توطئه لاس پورې کړ. هغو د متحده ایالاتو سفیر جان پیوریفوی له دغې طرحې خبر کړ او له هغو یې وغوښتل د آربنز د استعفا په بدل کې به نور جنجالونه دروي. پیوریفوی ژمنه وکړه چې اوربند به برابر کړي، همدا و چې توطئه کوونکي ولسمشر آربنز ته ورغلل او هغه ته یې د خپلې پرېکړې خبر ورکړ. آربنز چې په بشپړ ډول ستړی شوی و او د هغو لږ دیموکراتیکو اصلاحاتو د ساتنې په هڅه کې و چې ترسره کړي یې و، له دوی سره یې هوکړه وکړه. هغه خپلې کابینې ته د دغې موضوع په اعلانولو سره د ۱۹۵۴ زکال د جون په ۲۷ مه د شپې په اتو بجو ولسمشریزه ماڼۍ پرېښوده، هغه د خپلې استعفا وینا ثبت کړې وه او یو ساعت وروسته خپره شوه. هغه اعلان وکړ چې «د برید د بهانې» څخه د مخنیوي په موخه استعفا ورکوي او غواړي د اکتوبر د انقلاب لاسته راوړنې وساتي. نوموړی همالته نږدې د مکسیکو سفارت ته ولاړ او سیاسي پناه یې وغوښته. [۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶] وروسته ژوند[سمول]د تبعید پیل[سمول]آربنز له استعفا وروسته له خپلې کورنۍ سره د ۷۳ ورځو لپاره په ګواتیمالا ښار کې د مکسیکو په سفارت کې پاتې شو، چې نږدې ۳۰۰ نور تبعیدي کسان هم ورسره و. دغه مهال CIA د آربنز پر ضد یو لړ عملیات پیل کړ چې موخه یې د پخواني ولسمشر بې اعتباره کول او د هغه نفوذ ته زیان اړول و. CIA د آربنز یو شمېر شخصي اسناد وموندل او د هغو له ارزونې وروسته یې د هغو یو شمېر برخې خپرې کړې. CIA همدارنګه دغه نظر خپور کړ چې یو شمېر تبعیدي کسان لکه آربنز باید په ګواتیمالا کې تر قانوني چلن لاندې ونیول شي. [۳۷][۳۸][۳۹] هغه مهال چې دوی له هېواده د وتو اجازه ومونده، آربنز ته په هوايي ډګر کې د ټولو پر وړاندې هغه مهال سپکاوی وشو چې د هوايي ډګر مسئولینو د کمرو پر وړاندې د پخوانی ولسمشر جامې وویستلې، دوی ادعا کوله چې اربنز هغه جواهرات چې خپلې مېرمنې ماریا کریسټینا ویلانووا ته یې د نیویارک په ټیفاني شرکت کې د ولسمشرۍ له بودیجې څخه پېرلي و له ځانه سره لېږدول، خو هېڅ جواهرات وه نه موندل شول او څېړنو یې یو ساعت دوام وکړ. په ټوله دغه دوره کې د ګواتیمالا مطبوعاتو د CIA تر اغېز لاندې د هغه اړوند پرېمانه منفي تبلیغات ترلاسه کړل. [۴۰][۴۱][۴۲][۴۳] سرچينې[سمول] |
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 123488664 — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Jacobo-Arbenz — subject named as: Jacobo Arbenz — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6q82r6n — subject named as: Jacobo Árbenz — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/25553013 — subject named as: Jacobo Arbenz Guzman — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb144225193 — subject named as: Jacobo Arbenz Guzman — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، ашық деректер платформасы، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы او гом бæрæггæнæнты платформæ — منښتلیک: Open License
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID: https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0004797.xml — subject named as: Jacobo Arbenz Guzmán — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/9309 — subject named as: Guzmán Jacobo Arbenz — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
- ↑ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=3571 — subject named as: Guzmán Jacobo Arbenz — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
- ↑ ۹٫۰ ۹٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000003880 — subject named as: Jacobo Arbenz Guzman — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ پیوستون : 123488664 — د نشر نېټه: ۳۱ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ Gleijeses 1992، ص. 3.
- ↑ Friedman 2003، صص. 82–83.
- ↑ Forster 2001، صص. 81–82.
- ↑ LaFeber 1993، صص. 77–79.
- ↑ Martínez Peláez 1990، ص. 842.
- ↑ Hunt 2004، ص. 255.
- ↑ ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ Streeter 2000، ص. 18.
- ↑ Paterson 2009، ص. 304.
- ↑ Handy 1994، ص. 85.
- ↑ Handy 1994، ص. 84.
- ↑ Gleijeses 1992، ص. 49.
- ↑ Immerman 1982، ص. 64.
- ↑ Gleijeses 1992، ص. 149.
- ↑ Fried 1983، ص. 52.
- ↑ Immerman 1982، صص. 155–160.
- ↑ Gleijeses 1992، صص. 280–285.
- ↑ Immerman 1982، صص. 144–150.
- ↑ Gleijeses 1992، صص. 259–262.
- ↑ Immerman 1982، صص. 162–165.
- ↑ Immerman 1982، صص. 141–143.
- ↑ Kornbluh او Doyle 1997.
- ↑ Gleijeses 1992، صص. 320–323.
- ↑ Cullather 2006، صص. 100–101.
- ↑ Immerman 1982، ص. 165.
- ↑ Cullather 2006، صص. 87–89.
- ↑ Gleijeses 1992، صص. 300–311.
- ↑ Garcia Ferreira 2008، ص. 56.
- ↑ PR Newswire 2011.
- ↑ Garcia Ferreira 2008، ص. 62.
- ↑ Garcia Ferreira 2008، ص. 55.
- ↑ Garcia Ferreira 2008، ص. 54.
- ↑ Garcia Ferreira 2008، ص. 66.
- ↑ Garcia Ferreira 2008، صص. 64–65.
- د دوتنو د ماتو تړنو مخونه
- مخونه د ويکيډاټا د سرچينو سره
- 1971م وفاتونه
- 27 جنوري وفاتونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P570
- د ويکيډاټا توکو کارونکي مخونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P20
- د خاصيت کارولو پاڼې P27
- د خاصيت کارولو پاڼې P106
- ويونکي ژبې د ويکيډاټا څخه
- د عسکري خدمتونو لړليک د ويکيډاټا څخه
- دستخط ویکی ڈیٹا سے ماخوذ
- د خاصيت کارولو پاڼې P227
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه
- ليکنې په کومو کې چي د لاطینی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د اردو ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د یوکرائني ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د روسي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د فرانسیسی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د اطالوی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د الماني ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د چیک ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د ډېنمارکي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د آرمینیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د سلووین ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د هسپانوي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د پرتگیزی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د بیلا روسي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د بلغارين ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د پولش ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د قازق سيريلية ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د کرغیز ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د آذربائیجانی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د ازبکي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د ترکی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د صربیه سیریلیه ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د کروشیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د بوسنیايي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د سلوواک ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د یوناني ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د لاتفیه ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د لیتوانیه ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د استونیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د فنی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د مجارستانی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د جارجیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د مقدونیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د منگولی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د رومانیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د اسپرانتو ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د انګلیسي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د be-tarask ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د udm ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د باشقیر ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د تتاري ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د تتاري لاطینی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د تتاري سيريلية ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د سونسکا ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د طاجیكیه ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د alt ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د اوسیشیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د كتالونیه ژبې توري موجود دي
- مخونه د اي اس بي ان جادوګر لينکونو سره