خان تحصیل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

خان تحصيل د پښتو ښاغه ستر سندرغاړی دی چې په سوؤنو فولک سندرې او کاکړۍ غاړې يې يواځې او د خپلې هنرمندې ورندار زرسانګې سره په شريکه وئيلي او مشهوري شوي دي .

د هاغه په زياتو مشهورو سندرو کې يوه فولک سندره دا هم ده چې " ځې په لوړو غرونه ،ليلا په لوړو غرو کرلي دي ګلونه" .

خان تحصيل د لکي مروت په ظفرماما خېل سيمه کې د کال۱۹۳۰م د ستمبر په مياشت کې د نورمحمد کره سترګې غړولې وې .

د ده تعلق د فنکارې کورنۍ نه ؤ او پلار نورمحمد به يې هم شپېلۍ، طبله او رباب غږولو .

د زرسانګې خاوند چې ملاجان نومېدو د دده تره زوی ؤ .

خان تحصيل د هلکوانۍ نه په سندورو وئيلو پېل کړی ؤ ، هغه په اتم مارچ کال ۲۰۱۶م کې د نوښار په رسالپور سیمه کې د زړه د حرکت بندیدلو له امله مړ شوی ؤ.