خالد ابن برمک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

خالد بن برمک (له ۷۰۹ کال څخه تر ۷۸۱ یا ۷۸۲ کال پورې) د برمکیانو لومړۍ مشهوره څېره، د د بلخ د یوې مهمه بودايي کورنۍ څخه و، چې په اسلام مشرفه شوې وه او د اتمې پېړۍ په  دویمه نیمایي کې د عباسي دربار مهم غړی و. په ۷۲۰ کلونو کې، خالد پخپله د امویانو په دربار کې په اسلام مشرف شو، خو د عباسي انقلابي غورځنګ سره په خراسان کې یوځای شو او په دې انقلاب کې، چې د امویانو حاکمیت یې نسکور کړ، مهمه ونډه درلوده. نوموړي د عباسیانو له  لومړي خلیفه السفاح سره نږدې اړیکې درلودې، د هغه د رئیس الوزا په توګه یې دنده ترسره کوله او د مالي حسابونو په ثبت کې یې نوښتونه وړاندې کړل. د منصور د واکمنۍ پر مهال، چې د السفاح  ځای ناستی و، د خالد نفوذ کم شو، خو لا یې هم مهم ولایتونه په فارس، طبرستان او موصل کې اداره کړل. نوموړی د یو مدیر په توګه، د خپل عادلانه لیدلوري، په ځانګړې توګه د مالیاتو په برخه کې، ځانګری شخصیت او یو نامتو والي و. ویل کېږي په ۷۷۵ کال کې د لنډې مودې لپاره له رسوایي سره مخ شوی و، خو د خپل زوی، یحیی د چټک پرمختګ په مرسته یې هر څه سم کړل. د عباسي کورنۍ سره د خالد اړیکې ډېر ژر هغه مهال پیاوړې شوې چې د هغه لمسی الفضل بن یحیی د راتلونکي خلیفه هارون الرشید رضاعی ورور شو او یحیی د شهزاده ښوونکی شو. خالد د بیزانس سترواکۍ پر ضد د لښکرکشۍ څخه له رستنېدو لږ وروسته په ۷۸۱ یا ۷۸۲ کال کې له نړۍ سترګې پټې کړې.  

نسب[سمول]

برمکي کورنۍ د خراسان ولایت د تخارستان د مرکز، بلخ اوسېدونکې وه. د تخارستان وګړو یو جلا هویت درلود: چې د هپتالیانو او ورپسې د ترکي کورنیو تر واک لاندې اداره کېده، دوی د ختیځ ایران په باختري ژبه خبرې کولې، او زیاتره یې بودايي وو. برمکيان د نوبهار په نوم د یوې سترې او خورا شتمنې بودايي خانقا (معبد) د ساتونکو له کورنۍ څخه وو. دې خانقا د بلخ د آبادې سیمې اکثره برخه تر خپل کنټرول لاندې راوسته، او ښايي ظاهراً د دې سيمې واکمنان وو. دا ساتونکي په یو لقب پېژندل کېدل چې په عربي کې برمک ژباړل شوي. معاصر پوهان وایي چې د سانسکرت ریښه لري، چې یا د پراموکا ("مشر") یا پارامکا ("ستر")  څخه اخیستل شوې. هغه تاریخي روایتونه چې برمکیانو له زردشتي اصله بولي او حتی دوی ته د ساساني کورنۍ د وزیرانو اولاده بولي، روستي جعلي روایتونه دي چې د دې کورنۍ په اوج کې راپورته شوي دي. [۱][۱][۲]

د ۶۳۳ یا ۶۳۴ کلونو په لومړیو کې تخارستان د مسلمانانو د ختیځې پراختیا پر مهال تر برید لاندې راغی، خو د اموي خلیفه هشام بن عبدالملک ( ۷۲۴ – ۷۴۳) تر واکمنۍ پورې په پوره ډول فتحه نه شو. په ۷۲۵ کال کې بلخ فتح او سرتېري په کې ځای پر ځای شول او نوبهار متروکه شو، خو  ودانۍ یې تر دریو نورو پېړیو پورې په خپل ځای ولاړه وه. برحال برمک له خپل زوی سره د اموي دربار ته راوړل شو، هلته دواړه په اسلام مشرف شول؛ د برمک زوی په ځان خالد بن برمک نوم کېښود، او د بنو خزاعة قبيلې مولی (مولا) شو، خو د نوموړي دوه نورو وروڼو د سلیمان او حسن نومونه ترلاسه کړل. ویل کېږي چې د ابو عبید معاویه په نوم یې یو بل ورور هم درلود چې ویل کېږي په وروستیو کلونو کې په بغداد کې اوسېده. [۲][۱][۳]

د امويانو په دربار کې د پاتې کېدو پر مهال، ویل کېږي چې خالد د خليفه له زوی مسلمه بن هشام سره، چې يو مشهور پوځي قوماندان و، ملګر شو.  [۲]

د عباسیانو تر واک لاندې دنده[سمول]

د عباسیانو انقلاب[سمول]

د امویانو په دربار کې د دوی استوګنه ډېره اوږد نه وه، او برمک او خالد دواړه ډېر ژر خراسان ته راستانه شول. برمک د همدې وخت په اوږدو کې ګرګان ته ولاړ او هلته یې د یزید بن بره له لور سره د خالد واده تنظیم کړ. په ۷۲۵ یا ۷۲۶ کلونو کې له صحنې ګوښه کېږي، خو ویل کېږي چې نوموړي د خراسان د هاشمیه غورځنګ سره د خالد د یوځای کېدو مسولیت درلود. [۲][۴][۴]

په ۷۴۲ کال کې خالد له هاشمیه سره یو ځای شو، او د محدودو غیر عربو په توګه، د شلو نظر ورکوونکو په ډله کې وټاکل شو، چې د داخلي رهبرۍ دوهمه کرښه ګڼل کېده. نوموړی د څارویو د سوداگر په بڼه، په گرگان، طبرستان او ری کې په تبلیغي فعالیتونو (دعوت) کې بوخت و. هغه د عباسي انقلاب پر مهال  فعاله ونډه درلوده، چې له شيعه خواخوږو څخه يې مالي مرستې راټولې کړې او په ډګر کې يې سرتېري رهبري کړل. نوموړي د عباسي قومندان قطبه بن شبيب الطايي له خوا خپلو پوځیانو ته د غنایمو د وېش برخه کې د اعتماد وړ مسؤول وټاکل شو. د لسمې پېړۍ د تاریخ لیکونکي الجهشیري له قوله، خالد د ابو مسلم له خوا د خراسان د ځمکو د مالیې (خراج) د توزیع مسؤول وټاکل شو او دا کار یې په دومره انصاف ترسره کړ چې د خراسانیانو تر منځ  د احسان  اومننې لامل شو. [۱][۲][۵]

د سفاح د واکمنۍ پر مهال[سمول]

د عباسي خلافت له تاسیس وروسته خالد د خلیفه سفاح (۷۴۹ – ۷۵۴) اعتماد ترلاسه کړ. نوموړی ډېر ژر د ځمکې د ټکس (ديوان الخراج) او د پوځ د (ديوان الجند) د مالي څانګو مسوول وټاکل شو. هغه دا دندې د سفاح د خلافت په ټوله موده کې پر مخ یوړې. ویل کېږي چې د لنډه مودې لپاره، نوموړي د ټولو مالي څانګو مسوؤلیت په غاړه واخیست، په دې توګه یو لوی وزیر شو. که څه هم زیاتره په تاریخي سرچینو کې د "وزیر" لقب ورکړل شوی، خو نوموړی په ​​حقیقت کې هېڅکله وزیر نه و. نوموړی ته دا ویاړ ورکول کېږي چې نوموړي د هغه وخت په دودیزو جلا او تیتو پاڼو کې د حسابونو د ثبت پر ځای په کتابونو کې  یې د مالي حسابونو ثبت معرفي کړ.  [۴][۱][۵][۶]

ظاهراً خالد له اساسي زده کړې، او د یو څه پخوانۍ اداري تجربې څخه ګټه واخیسته. که څه هم د هغه د تجربې په اړه کوم معلومات نشته؛ خو ښايي نوموړي دا تجربه د اموي دربار او يا هم په بلخ کې د خپل پلار تر څنګ کې ترلاسه کړې وي. د هغه فصاحت دوموه غوره و، چې سفاح په لومړیو کې په هغه د عرب ګومان کاوه. له خلیفه سره د هغه اړیکې دېر نږدې وې: د هغه لور ام یحیی ته د سفاح د مېرمنې لخوا شیدې ورکړل شوې، په داسې حال کې چې د نوموړي مېرمن د سفاح د لور، ریتا دایه شول.  [۲][۴][۳][۱]

د منصور د واکمنۍ پر مهال[سمول]

د المنصور د واکمنۍ (۷۵۴ – ۷۷۵) پر مهال، خالد تر یو کال پورې د ځمکې د مالیاتو د څانګې مشر پاتې شو، خو په دربار کې د وزیر ابو ایوب المریاني د دسیسو په پایله کې، نوموړی ډېر ژر د فارس د والي په توګه تنزیل شو، چې هلته یې نږدې دوه کاله ولایت وکړ. هلته هم د نوموړي کار بریالی و، او د یاغي کردانو په شړلو یي په ولایت کې نظم ټينګ کړ او په حکمت او سخاوت يې د حکومت چارې پر مخ یوړې. د یوې مشهورې، خو ښایي جعلي، کیسې پر بنسټ، هغه خلیفه وهڅو چې په تیسفون کې د ساسانیانو د دورې طاق کسرا ماڼې و نه نړوي، په دې دلیل چې دا د هغوی د نسکور شوي دولت او د اسلام د بریا نښه ده. په ۷۶۴ او ۷۶۵ کلونو کې نوموړي په هغو دسیسو کې لاس درلود چې په پایله کې د خلافت له ځاینخاستۍ عیسی بن موسی لاس په سر شو.  [۱][۴][۱][۷][۸]

وروسته خالد نږدې اوه کاله د طبرستان د والي په توګه تیر کړل. په عربي-ساساني بڼه د هغه د نوم سکې، ۷۶۶ او ۷۷۲ کلونو تر منځ شتون لري. د ظالم راو بن حاتم د ځایناستي په توګه، د هغه دا دوره هم بریالۍ وه: نوموړي د سیمه ایز خپل اختیاره واکمن، ونداد هرمزد سره دوستانه اړیکې ټینګې کړې، دماوند ته نږدې د استونوند قلعه یې ونیوله، د المنصوره ښارګوټی یې تاسیس کړ، او د سیمه ایزو وګړو د خوښې وړ شخص و. خو له خپل تګ سره یې اسلام د خپرولو هڅې ډېر ژر ناکامې شوې، او د هغه په لاس جوړ استوګنځایونه د باوندي واکمن، لومړي شروین له خو ویجاړ شول. په همدې وخت کې د خالد لمسی الفضل بن یحیی د خلیفه المهدي (۷۷۵ – ۷۸۵) رضایي زوی او د راتلونکي هارون الرشید (۷۸۶ - ۸۰۹) رضاعي ورور شو. [۱][۹][۱۰]

په ۷۷۵ کال کې د منصور له مړینې لږ مخکې، خالد د ناڅرګنده لاملونو له امله  له سترګو ولوېد او په لنډه موده کې د دری میلیون درهمو درنې جریمې ته اړ شو. نوموړی په محکمه کې یوازې د خپلو ملګرو د شبکې له خوا وژغورل شو، چې یحیی بن خالد زوی یې هغوی لیدل او په پټه توګه یې نوموړي ته اړینې پیسې ورکولې. خو نوموړی په موصل کې د کردانو له پاڅون وروسته وبښل شو او د همدې ښار والي وټاکل شو. د هغه اعتماد بیا جوړېدل ښایي د یحیی د ګړندي پرمختګ له امله وه چې هغه وخت د عباسي حکومت له نامتو څېرو څخه و.  [۱۱]

د مهدی د واکمنۍ پر مهال[سمول]

کله چې المهدي په تخت کېناست، خالد بیا د فارس د والي په توګه وټاکل شو، چې په دې ځای کې نوموړي د ځمکې د مالیې د بیا وېش او په باغونو د درنو مالیاتو په لغوه شهرت ترلاسه کړ. په همدې وخت کې نوموړي ته د بغداد په ختیځ کې د شمسیه سیمه د جایداد په توګه ورکړل شوه. برمکيانو هلته خپلې ماڼۍ جوړې کړې او د "خالد برمکي بازار" د نوم له امله د خالد نوم د پېړيو په اوږدو کې ژوندی پاتې شو.  [۵][۱۲][۱۳]

په ۷۷۸ کلونو کې یحیی د شهزاده هارون د ښوونکي په توګه وټاکل شو. خالد او د زوی یې، یحیی په ۷۸۰ کې د بیزانس د سمالو کلا د کلابندی پر مهال شهرت ته ورسېدل. دا مبارزه  چې د یحیی په پاملرنه او ملاتړ د هارون له خوا رهبري کېده. له دې لږ وروسته په ۷۸۱ یا ۷۸۲ کال کې د ۷۵ کلونو په عمر وفات شو. [۴][۱۴]

د نوموړي د د زامنو له ډلې، یحیی د هارون الرشید په واکمنۍ کې یو ځواکمن وزیر شو، په داسې حال کې چې محمد د هارون الرشید د چارو مسؤول شو او د ولایتي والي په توګه یې دنده ترسره کړه. په همدې ډول د یحیی زامنو، په ۸۰۳ کال کې د دې کورنۍ تر ناڅاپه زوال پورې، چې دلایل یې لا تر اوسه هم څرګند نه دي، په لوړو چوکیو کې دندې پر مخ وړې.  [۴][۱۵][۱۶]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ ۱٫۴ ۱٫۵ ۱٫۶ ۱٫۷ ۱٫۸ Barthold او Sourdel 1960، ص. 1033.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ ۲٫۳ ۲٫۴ ۲٫۵ van Bladel 2012.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Crone 1980، ص. 176.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ ۴٫۳ ۴٫۴ ۴٫۵ ۴٫۶ Abbas 1988.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ ۵٫۲ Mottahedeh 1975، ص. 69.
  6. Le Strange 1922، ص. 38.
  7. Le Strange 1922، صص. 38–39.
  8. Kennedy 2006، ص. 39.
  9. Madelung 1975، ص. 202.
  10. Malek 2017، ص. 106.
  11. Kennedy 2006، صص. 39–40.
  12. Le Strange 1922، صص. 200–201.
  13. Barthold او Sourdel 1960، صص. 1033–1034.
  14. Barthold او Sourdel 1960، ص. 1034.
  15. Crone 1980، صص. 176–177.
  16. Barthold او Sourdel 1960، صص. 1034–1035.