حيات كاکړ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

حيات کاکړ په کندهارکې نړى ته راغلى او په کابل کې ېې زده کړې کړې دي د کابل په نوي ښار کې اوسيدۀ . همدلته وړکتون او بيا د نواباد ١٤ لمبر ښوونځي ته ولاړ ، د حبيبيې ليسې ته ورغى او بيا پوځي (عسکري ) ليسې ته شامل شو . درې کاله ېې عسکري ښوونځي ولوست او بيا د زده کړو لپاره د امريکې متحدوايالتونو ته وليږل شو . په نيويارک کې ېې د کوينز کالج ولوست او بيا هوايي اکاډمى ته د لوړوزده کړو لپاره ورغي د الوتکو د انجن انجينيري ېې زده کړه . هوايي اکاډمي ېې پاى ته ورسوله او افغانستان ته ېې د تگ تکل وکړ ، خو هلته حالات بدل شول او دده هوډ هم بدل شو . نيم وخت کار ېې وموند پارسلونه به ېې وړل راوړل . وروسته ېې دلاس انجلس په هوايي ډگر کې دنده ترلاسه کړه . د سترو الوتکو يانې دي سي ١٠ په انجنونو ېې کار کاوه . هلته ېې يوولس کاله کاروکړ . وروسته ىې ځانته خپل کاروبار پيل کړ . د ايتالوي خوراکونو رستوران ېې پرانست . اوس تقاعد شوى دى او کار نه کوي ، خو له موسيقي سره سروکار لري او سندرې هم وايي . له کوچنيوالي ېې له موسيقي سره مينه لرله . د ناشناس سندرې ېې زياتې خوښيدې . د امريکا غږ سره ېې همکاري لرله او د ( ازهرچمن سمنې ) خپرونه ېې چلوله . ديارلس سي ډي گان ېې جوړکړي دي . درې ډي وي ډي لري . واده ېې کړى ، درې زامن اودوې لوڼې لري .

سرچينې

  1. http://www.bbc.co.uk/pashto/news/story/2009/05/090506_mmn_s7-hayatkakar.shtml