حنظله بادغیسي (افغان)
ښکارېدونکې بڼه
حنظله بادغیسي یا د بادغیس حنظله ( پارسي ژبه: حنظله بادغیسی د 850 زیږدیز کال په شاوخوا کي) یو له لومړنیو دري ژبو افغان شاعرانو څخه وو.
نوموړی د افغانستان په بادغیس ولایت کي زیږیدلی دی او د طاهریانو په زمانه کي یې ژوند کاوه. هغه طاهریان کوم چي له عباسي خلافت څخه یې د افغانستان او خراسان خپلواکي ترلاسه کړه.
د حنظله شعرونه په افغانستان کي دومره مشهوره وه چي د دري ژبي په دیوان یا کومه ټولګه کي د راټولولو وړ وه، خو د وخت حالاتو دغه شعرونه ورک او یوازي د ګوتو په شمېر څو دانې پاته دي.