حفص الدوري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

الدوري ، ابو عمر حفص بن عمر بن عبد العزيز بن صُهبان بن عدي بن صهبان الدوري الازدي البغدادي چې د بغداد اوسېدونکی و، د قرآن کریم له اووه گونو نامتو لومړنیو قاریانو څخه گنل کېږي.

پوهه[سمول]

الدوري د عربي ژبې نامتو ژبپوه (نحوي) او د قرآن قاري و چې د ابي عمرو اوالكسايي په څېر نامتو قاریانو قراءتونه یې روایت کړي.

لیکنې[سمول]

ددې عالم له مؤلفاتو څخه یې (ما اتفقت ألفاظه ومعانيه من القرآن)، او (قرآات النبي صلى الله عليه وسلم) گڼل کېږي.

مړینه[سمول]

نوموړی په ۲۴۶هجري سپوږمیز کال مړ شوی.