حضرت یحیی علیه السلام- پښتو داستان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

حضرت يحيى عليه السلام[سمول]

په پخوا وختونو کې حضرت ابراهيم د خداى(ج) پېغمبر او د خلکو سپين ږيرى مشر و. حضرت ابراهيم ډېر لوراند او لورين و؛عادت يې و ،چې تل يې پر دسترخوان مېلمه وي؛نو که داسې ورځ به شوه،چې مېلمه يې نه درلود؛نو ډېر به خواشينېده،چې همداسې هم وشول او مېلمه ورکره رانغى؛نه يوه،دوه يا درې ورځې؛بلکې پوره پينځه لس ورځې. ځان ته يې خواړه خوړل؛خو خوند يې نه ورکاوه؛نو همدا وو،چې سپينې جامې يې واغوستې،همسا يې راواخسته او له کوره ووت . حضرت ابراهيم نور سپين ږيرى او مات شوى و.همداسې په دښته کې روان و ،چې ناڅاپه يې درې ښکلي ځوانان مخې ته شول؛دې ځوانانو ښکلي او سپين کالي اغوستي وو ،چې ډېر مهربانه او په ادب وو،رامخکې شول او حضرت ابرهيم ته يې سلام وکړ. حضرت ابراهيم يې سلام عليک کړ او خوشحاله و ، چې دا ځوانان يې ليدلي وو؛ځکه ګومان يې کاوه ،چې دا ښه ځوانان به يې مېلمانه شي؛نو ځکه يې ځوانانو ته مخ کړ،ورته يې وويل :ډېر به خوښ شم که مېلمانه مې شئ . ځوانانو د حضرت ابراهيم بلنه ومنله .

يو له هغوى وويل :چېرته بايد ولاړ شو او کور  مو چېرته دى؟

حضرت ابراهيم ورته وويل : په ما پسې راځئ  او د خپل کور پر لور روان شوو؛ځوانان هم ورپسې شول او کور ته راورسېدل،حضرت ابراهيم ځوانان په خونه کې کېنول او ورته يې زړه يخونکى شربت راووړ. حضرت ابراهيم دومره خوشحاله و،چې له خوشحالۍ په جامو که نه ځايېده؛د کور غولي ته ولاړ؛اور يې بل کړ ،چې مېلمو ته پرې کباب پوخ کړي او دې کار ته يې ډېره غوښه راوړه او تر پخولو وروسته يې مېلمنو ته په مخ کې کېښود.

د کباب پخولو تر مخه بي بي "ساره" دسترخوان راووړ او مالګه او ډوډۍ يې پرې کېښووه. حضرت ابراهيم هم دسترخوان ته کېناست او مېلمنو ته يې د خوړو ست وکړ . ځوانان هم دسترخوان ته رانږدې شول؛ حضرت ابراهيم هر يوه ته په مخ کې خواړه کېښوول او ورته يې ست وکړ او په خپله هم پر خوړو بوخت شو،چې مېلمانه يې هم بې سته خواړه وخوري؛نو څه موده،چې تېره شوه؛نو حضرت ابراهيم ګوري،چې مېلمانه يې خواړه نه خوري او همداسې ناست دي او ابراهيم عليه السلام ته ګوري. ابراهيم (ع) ووېرېد او له ځان سره يې وويل : (( دا ځوانان ولې خواړه نه خوري؟ څوک چې د کور د خاوند دستر خوان ته ناست وي؛خو خواړه نه خوري؛نو حتماً څه مطلب لري؛يعنې دوى نه غواړي،زما خواړه وخوري؟))

حضرت ابراهيم هم له خوړو لاس واخست. ځوانان چې ابراهيم ته ځير وو،په خندا شول . يو له هغوى وويل: ابراهيمه ! مه وېرېږه . موږ ستا خداى(ج) رالېږلي يو. ستا د خداى(ج) درشل پرښتې يو؛زه جبراييل او دا دوه هم ميکائيل او اسرافيل دي؛موږ درته زېرى راوړاى دى . د  حضرت ابراهيم وېره تويې شوه او په خوشحالۍ يې وپوښتل : د څه زېرى؟

حضرت جبراييل وويل : خداى(ج) دنده راکړې،چې ډېر ژر به د "اسحاق" په نامه د پاک او ايمانول زوى پلار شې؛پوه شه،چې هغه به تر تا وروسته پېغمبر او د خداى(ج) ټاکل شوى به وي .

حضرت ابراهيم عليه السلام په خندا شو او خپلې کورودانې ساره بي بي ته يې وويل : اورې ،چې پرښتې څه وايي؟

ساره وويل :زه زړه يم او ماشومان مې نه پر  خېټه کېږي ان هغه وخت ،چې ځوانه هم وم؛نو بچي مې نه کېدل اوس خو لا څه کوې ؟ او مېړه مې هم سل کلن زوړ دى؛اوس نو زموږ د بچيو راوړو وخت تېر شوى دى.

حضرت جبراييل وويل : دا د  خداى(ج) غوښتنه او اراده ده؛هغه غواړي زوى درکړي؛خداى(ج) ،چې څه وغواړي؛ نو کولاى يې شي .

پرښتو دا خبره وکړه او له کوره ووتې .

يو کال تېر شو او د ساره زوى وشو او ابراهيم عليه السلام پرې اسحاق نوم کېښود؛نو داچې ابراهيم عليه السلام او ساره دواړه سل کلن وو؛نو د اسحاق زوکړې خورا خوشحاله کړل؛ژوند يې بدل شو؛نور ژوند او کور چوپ نه و.اسحاق هم لږ لږ غټېده او ځوان شو؛نو اوس  حضرت ابراهيم دوه زامن درلودل؛يو اسماعيل،چې له مور بي بي هاجر سره په مکه کې و او بل اسحاق ،چې په کنعان کې له حضرت ابراهيم او ساره بي بي سره و.

حضرت اسماعيل په مکه کې واده کړى و او خپله کورنۍ يې جوړه کړې وه . حضرت ابراهيم حضرت اسحاق ته هم واده وکړ .

يوه ورځ ابراهيم احساس کړل،چې د عمر د کتاب پاڼې يې مخ په خلاصېدو دي او خداى(ج) هم ورته ويلي وو،چې دواړه زامن يې تر حضرت ابراهيم وروسته د خداى(ج) استازي دي او د خلکو په لارښوونو کې به يې ملاتړ شي او د خداى(ج) دين به ژوندى وساتي .

حضرت اسحاق ډېرې مودې ته په کنعان کې ژوند وکړ. د کنعان خلکو هم ورسره مينه درلوده او پر ويناوو يې عمل کاوه او پر حضرت اسحاق هم ټول خلک ګران وو او په ټولو چارو کې ورته لارښوونه کوله . خداى(ج) حضرت اسحاق ته "يعقوب" او "عيص" په نامه دوه زامن ورکړل. حضرت اسحاق تقريباً ١٨٠ کاله عمر وکړ او چې پوه شو د ژوند پر ونه يې خزان په راتلو دى؛نو د خداى(ج) حکم يې پر ځاى کړ او خپل زوى حضرت يعقوب ته يې غږ کړ، ورته يې وويل : زويه زه نور زوړ شوى يم او عمر مې مخ په خلاصېدو دى او د خداى(ج) په امر ته تر ما وروسته پېغمبر يې؛خلکو ته لارښوونه کوه او د خپل نيکه ابراهيم دين ژوندى ساته؛د نيکه د دين پر احکامو خلک پوهوه او تل يې تر څنګ اوسه،چې ددې احکامو په عملي کولو يې ژوند ښه شي . حضرت يعقوب ژمنه وکړه،چې د خپل پلار پر خبرو عمل وکړي. تردې خبرې څو ورځې وروسته  حضرت اسحاق له دنيا سترګې پټې کړې.

لیکوال: اسماعیل هنرمندنیا

ژباړن: ډاکټر ذبیح الله اقبال

پته:www.andyal.com