حضرت قطب الدین بختیار

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ستر پښتو ن عارف او ستانه قطب الاقطاب حضرت قطب الدین بختیار

کا کي رحمة الله علیه (١١٧٣- ١٢٣٥ زيږديز)

قطب الاقطاب ، قطب الدین داحمد زوی دموسی لمسی په قوم پښتون بختیار او دخپل وخت له نامتو عارفانو نه شمیرل کیده. نو موړی دچشتیه طزیقې دپیروانو نه و او دسلطان الهند حضرت معین الدین چشتی اجمیري چې په خواجه غریب نواز سره مشهور و مرید و.همداراز ده په ملتان کې دهغه وخت دمشهور عارف غوث العالم شیخ بهاء الدین زکریا ملتاني سره هم لیدنه کړې وه .نوموړي په ډهلي کې د ( ۵۸) کلونو په عمر وفات شو او مزار یې دډهلی په مهرولي کې دی. قطب الدین بختیار دپښتو ژبې ښه شاعر و . داهم دده دپښتو دشعر بیلګه چې دسلیمان ماکو دتذکرة الاولیا ء نه رانقل شوی دی :

ویر مې زړه سوری سور ی کړ

راته وګوره ملوکې !

په بیلتون کې دې وباسم 

له خوږمنه زړګي کوکې

راته وګوره ملوکې 

راته وګوره ملوکې

دبیلتون اورونه بل دي

هر ګړۍ مې زړګی سوځي

لیونی یمه دمینې

سوځم زه لکه پیلوځي

راته وګوره ملوکې

راته وګوره ملوکې

غوړولی دې اوربل دی

اور زما په زړګي بل دی

زه بختیار خاورې ایرې شوم

په اور سوی مې ګوګل دی

راته وګوره ملوکې 

راته وګوره ملو کې

په لاندینې انځور کې دحضرت قطب الاقطاب قطب الدین بختیار کاکي مزار د ډهلي په مهرولي کې