حضرت قثم بن عباس رضي الله عنه شاه زنده

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

شاه زنده سمرقند ازبکستان

نوم: حضرت قثم بن عباس رضي الله عنهما بن عبد المطلب بن هاشم د نبي کريم صلی الله علیه و سلم د اکا عباس رضي الله عنه او ام الفضل لبابه بنت حارث الهلالية زوی د الفضل، عبيدالله او عبدالله ورور دی چې اوس په هغه سيمه کې په شاه زنده مشهوره دی د روايتونو له مخې نوموړي له حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه سره يو ځای نبي کريم صلی الله علیه و سلم قبر ته کښته کړی دی د حضرت قثم د مړينې او د هغه د قبر د ځاى په اړه اختلاف شته، «يو روايت دا دی چې هغه په سمرقند کې مړ شوى او هلته يې قبر دی بل روايت دا دی چې په مرو اوسنۍ ماري او پخوانۍ مروه کې وفات شوى دى. د حاکم رحمه الله روايت دی چې قوي خبره دا ده چې قبر يې په سمرقند کې دى حضرت زبير رضي الله عنه روايت دی چې قثم د حضرت معاويه رضي الله عنه په زمانه کې له سعيد بن عثمان رضي الله عنه سره سمرقند ته ولاړ او هلته شهيد شو.»¹ يادونه د نوموړي قبر د سمرقند د زاړه ښار په يوه څنډه کې د ګڼو لرغونو ودانيو په منځ کې چې د ګڼو هيوادونو سيلانيان ورته د سیل په نيت راځي په يوه لرغونې ودانۍ کې جوړ شوی دی.

¹سیر اعلام النبلاء مخ [۴۴۰]-[۴۱]-[۴۲] ټوک [۳]