حضرت فاطمة الزهرا- د رسول الله لور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

حضرت فاطمة الزهرا علیها سلام[سمول]

لیکوال : مهدي رحیمي او عبدالله طاهرخواني


سریزه[سمول]

حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها د نړۍ تر ټولو مظلومه ښځه او په پېرونو او پېړیو کې د شیعه وو د مظلومیت څرګندوی ده.دې بختورې هغه مهال دې نړۍ ته سترګې راوغړولې،چې حضرت رسول الله د مکې له مشرکانو سره سخته مبارزه پیل کړې وه؛نو له ځکه له پلار سره و کړېده او له مور سره یې زحمتونه وګالل.ماشومتوب او ځواني له خپل پلار سره په شعب ابیطالب او د رسول الله په غزو کې له خپل سره خورا کړاوونه وګالل .تر اوسه خورا ځوانه وه،چې پلار یې له دې نړۍ سترګې پټې کړې او هغه او د هغې مېړه یوازې پرېښوول.

داچې د حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها ټول ژوند له کفر او نفاق سره په مبارزه کې تېر شوی و؛نو چوپتیا یې جایزه و نه ګڼله او بې لاریو د سمونې لپاره راپاڅېده او د خلافت له غاصبانو سره یې پر مبارزه لاس پورې کړ او دا مبارزه ورته خورا ګرانه پرېوته.


زوکړه[سمول]

د جمعې ورځ،د جمادي الثاني د میاشتې شلم او د رسول الله تر بعثت پینځه کاله روسته،د مکې د ډبریزو غرونو په لمن کې،کعبې ته مخامخ، د رسالت او وحې په کور کې،هغه وخت،چې د رسول الله خدای غوښتونکې خولې پرې د قرآن په تلاوت د رڼا وړانګې اچولې،په هغه کور کې چې پرښتو ښه پېژانده او تګ راتګ یې ورته درلوده،هغه ځای چې د رسول الله د سهار او بېګا د لمانځه زمزمو او په شپه کې د رسول الله د تلاوت ملکوتي غوږونو یې ځمکه له آسمان سره ورنښلولوې وه،د پلارمړیو د هیلو په کور کې،د بېوزلیو د لاسنیوي په کور کې،د اسیران د پناه ځي په کور کې، د خدای د ګران استازي او حضرت خدیجې په کور کې یوه نجلۍ وزیږېده.

هغه د رسول الله ریحانه،د رسالت نوباوه،د عصمت وجود، پر ځکمه د خدای د خلیفه مېرمن ،د نړۍ د ښځو اغلې مېرمن، حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها وه .

نوم یې فاطمه،مشهورې کنیې یې ام ابیها؛یعنې خپل پلار مور، ام الايمه؛ یعنې د ټولو امامانو مور وې. خور مشهور القاب یې هم زهرا، صدیقه کبری،عذرا،طاهره او بتول ول .

بختورې مور حضرت خدیجه کبری تر حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها مخکې درې لوڼې درلودې او ټولې بې له دې چې کوم اولاد یې وشي، د رسول الله پر ژوندون له دې فاني نړۍ تللې وې.

حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها دوه وروڼه هم درلودل،چې دواړه په ماشومتوب کې مړه شوي ول او په دې توګه د رسول الله د پاک او سپېڅلي ځوځات،غځېدا په حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها پورې ځانګړې شوه . د پاک لمنو امامانو ټوله لړۍ له هغې وه او د توحید او هدایت او ښیون وړانګې یې پر ټوله نړۍ وشیندلې.

د رسول الله په هغو سترو کړاوونو کې کوچنۍ فاطمې هر سهار ماښام خپل مورو پلار ته مینه ورکوله او د هغوی پر دردونو به یې ملهم پورې کول . هغه دومره پر خپل پلار ګرانه وه،چې رسول الله یې په باب ویلي څو څو ځل ویل: ((هغه مې اروا ده،د جنت بوی ترې ماته راځي)) (۱)

حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها د رسول الله د وجود خلاصه وه . د هغې بختور ژوند د هر ډول آسماني ستاینو وړ دی . هغه د هغو مېرمنو له جملې ځنې ده،چې په خپله ستریا او سپېڅلتیا یې د ښځې بختوري جوته کړې ده .

د حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها شتون پردې خبرې ګواه دی،چې ښځې هم کولای شي،چې د معنویاتو هغو لوړو څوکو ته ورسي،چې سړي وررسېدلي دي .


د حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها آسماني وګړه او شخصیت[سمول]

حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها د آل عبا له پينځو تنو ځنې یوه ده. هماغوی،چې خدای یې پاکي ستایلې او په قرآن کې یې د هغوی پر عصمت ګواهي ورکړې ده.هغه د اهلبیتو د بڼ خوشبویه ګل دی، هماغه اهلبیت،چې خدای ورته ځانګړې پاملرنه لري او د دوی د منزلت او شان په باب یې په قرآن کې آیتونه رالېږلي دي،چې د نورو د تشویق او هڅونې لامل شي،چې مشري یې ومني او ورپسې ولاړ شي .

د نجران د مسیحیانو یو پلاوی مدینې ته ورغی او له رسول الله سره یې د حضرت عیسی علیه السلام په باب خبرې اترې وکړې،هغوی عقیده درلوده او ګروهن ول،چې حضرت عیسی علیه السلام د خدای زوی دی او رسول الله ورته له قرآنه په استدلال راوړو ویل،چې (بې له پلاره) د حضرت عیسی علیه زوکړه او د حضرت آدم علیه السلام زوکړه یو شان مثال لري،چې خدای هغوی بې له خدایه له خاورو وپنځول .(۲)

مسیحیان قانع نه شول او د رسول الله پر خبره یې نیوکه وکړه.دا مهال د خدای له لوري د مباهلې آیت رانازل شو .

(()) (۳)

مباهله هغه چار دی،چې یوازې رښتین پېغمبران،چې له خدای سره واقعي اړیکه لري،ترسره کولای شي .د مباهلې لپاره په یو ځای کې سره راغونډېږي او یو بل ته ښېراوې کوي او له خدایه غواړي،چې هغه لوری دې لعنت او په عذاب کړي،چې دورغجن او په باطلو دی .

د نجران مسیحیانو ورسره ومنله،چې سبا سهار به یوې بیدیا ته ورسره ولاړ شي او له رسول الله سره مباهله وکړي .پر هماغه شپه د نجران و مسیحیانو د پلاوي مشر خپلو ملګرو ته وویل: که محمد له خپلو ملګرو او اصحابو سره د مباهلې ډګر ته راغی؛نو جوتېږي،چې دروغجن دی او مباهله به ورسره وکړو؛خو که له خپلې کورنۍ سره راغلی؛نو پوه شئ،چې د خدای رښتین استازی دی او له مباهلې کولو به ورسره ډډه وکړو.

سبا سهار،حضرت رسول الله له حضرت علي،حضرت فاطمې، حضرت امام حسن او حضرت امام حسین سره،چې دوه کوچنیان ول،د مباهلې بېدیا ته ولاړل او د نجران د میسحیانو د پلاوي پر وړاندې پر ځمکه کېناستل او مباهلې ته چمتو شول او خپلې کورنۍ ته یې وویل : چې کله ما دعا وکړه؛نو تاسې آمین وویاست .

مسیحیانو د خدای د استازي د کورنۍ په لیدو اعتراف او منښته وکړه،چې حضرت محمد د نورو رښتینو الهي پېغمبرانوپه شان یو رښتین الهي پېغمبر دی او د خدای له لوري ټاکل شوی دی؛نو له مباهلې یې ډډه وکړه او د یو لړ مالیاتو په ورکولو سره یې له رسول الله سره مصالحه او سوله وکړه او خپلو ښارونو ته ستانه شول . (۴)

د اهلسنتو ټولو علماوو لیدلي،چې حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها او مېړه یې حضرت علي او دوه زامنو یې حسن او حسین په مباهله کې د رسول الله د اهلبیتو په نامه ګډون وکړ.

حضرت ام سلمه بي بي وايي : رسول لله له ما کره و،چې د تطهیر آیت رانازل شو: (()) (۵)

ددې آیت تر رانازلېدو روسته،حضرت رسول الله،علي،فاطمه،حسن او حسین راوغوښتل،له ځان سره کېنول،په غېږ کې راونیول او یو څادر یې پرې خپور کړ او و یې ویل : ((دوی مې اهلبیت دي))

ما هوډ درلود،چې ورسره یو ځای شم؛خو رسول الله یې اجازه را نه کړه .

حضرت عایشې بي بي به د امیرالمؤمنین علي علیه په باب ویل : پر هغه تر چا ډېر رسول الله ګران و.یوه ورځ رسول الله د خلکو د یوې ډلې په منځ کې ناست و او علي،فاطمه،حسن او حسین ورسره ول؛نو په دې وخت کې رسول الله خلکو ته وویل : ((دوی مې اهلبیت دي،خدایه چټلي ترې لرې او پاک او سپېڅلي یې کړه)) (۷)

حضرت انس،چې د رسول الله په کور کې کار کاوه،و یې ویل : ((د شپږو میاشتې لپاره،چې هر سهار به رسول الله د سهار لمانځه لپاره جومات ته تله؛نو د علي او فاطمې د کور مخې ته به درېده او په لوړ غږ به یې ویل : لمونځ! ای زما اهلبیتو! خدای اراده کړې،چې تاسې اهلبیت له هر ډول چټلۍ پاک کړي او تاسې پاک کړي)) (۸)

چې دا آیت رانازل شو: (()) (۹)

خلکو وپوښتل : ای رسول الله ! دا خپلوان دې څوک دي،چې دوستي یې پر موږ فرض شوې ده .

رسول الله وویل : علي،فاطمه او دوه زامن یې .خدای پر تاسې زما د رسالت ثواب زما له اهلبتیوسره په دوستۍ کې ایښی دی او سبا د قیامت پر ورځ به مو د هغوی په باب پوښتم . (۱۰)

حضرت ابن عباس وايي : ((حسن او حسین،چې کوچنیان ول،یوه ورځ رنځوران شول؛نو رسول الله یې پوښتنې ته ورغی او یوه ډله نور خلک یې هم پوښتنې ته ورغلل او و یې ویل : ای ابالحسنه ! کاش کې د زامنو روغتیا ته دې یو نذر کړی وای))

حضرت علي وویل : ((که رنځ یې خدای روغ کړ؛نو په شکرانه کې به یې درې ورځې روژه شم.))

حضرت فاطمې هم همداسې وویل او حسن او حسین هم همداسې وویل. فضې هم چې د خدای د استازي په کور کې کار کاوه،و یې ویل : که باداران مې خدای روغ کړل؛نو به هم روژه شم .

حسن او حسین خدای روغ کړل؛نو د خدای د استازي اهلبیتو هوډ وکړ،چې له خدای سره پر خپلې کړې ژمنه وفا وکړي او روژه ونیسي. داچې له امیرالمؤمنین علي علیه السلام کره د روژه ماتي لپاره خواړه نه ول؛نو حضرت علي د شمعون کور ته ولاړ او هغه یې درې منه د جواره وړه پور کړل،چې ددې اوړو پر وړاندې به ورته کار وکړي .فاطمې بي بي د اوړو درېیمه برخه د روژه ماتي لپاره پاخه کړل .

د هغې ورځې پر ماښام،رسول الله او حضرت علي د جماعت لمونځ وکړ او کور ته راستانه شول او خواړه،چې پینځه دانې سوکړکان ول،پر دسترخوان یې کېښوول؛نو په دې وخت کې یو مسکین د کور د وره مخې ته ودرېد او ویې ویل :سلام دې پر تاسې وي ای د رسول الله اهلبیتو! زه د مسلمانانو له زامنو ځنې یو مسکین یم،خواړه راکړئ! خدای دې تاسې ته له جنتي دسترخوانونو ځنې خواړه درکړي .

حضرت علي ورپاڅېد او خپل خواړه یې مسکین ته ورکړل .حضرت فاطمې،فضې،امام حسن او امام حسین هم له خوړو ډډه وکړه او خپل خواړه یې فقیر ته ورکړل او په اوبو یې روژه ماته کړه او په دې توګه هغوی یوازې په اوبو خپله شپه او ورځ تېره کړه.

بله ورځ بیا حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها د وړو درېیمه برخه پاخه او پینځه سوکړک یې ترې پاخه کړل او پر دسترخوان یې کېښوول؛نو په دې وخت کې یو پلارمړی د کور د وره مخې ته ودرېد او ویې ویل : سلام دې پر تاسې وي ای د رسول الله اهلبیتو! زه د مهاجرو له پلامړیو ځنې یم، خواړه راکړئ.

حضرت علي، حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها،امام حسن،امام حسین او فضې خپل خواړه پلارمړي ته ورکړل او په اوبو یې روژه ماته کړه.

بله ورځ بیا حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها د وړو درېیمه برخه پاخه او پینځه سوکړک یې ترې پاخه کړل او پر دسترخوان یې کېښوول؛نو په دې وخت کې یو بندي د کور د وره مخې ته ودرېد او ویې ویل : سلام دې پر تاسې وي ای د رسول الله اهلبیتو! موږ مو بندیان کړي یو او خواړه نه راکوي، خواړه راکړئ.

حضرت علي، حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها،امام حسن،امام حسین او فضې خپل خواړه بندي ته ورکړل او په اوبو یې روژه ماته کړه، حال داچې درې شواروزه یې بې له اوبو هېڅ هم نه ول خوړلي او روژه هم ول.په دې وخت کې رسول الله له هغوی کره ورغی او هغوی یې په لوږه او تنده کې ولیدل او همدا وخت و،چې خدای د دهر(انسان)سورت پر رسول الله رانازل کړ ا خدای پکې حضرت علي، حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها،امام حسن او امام حسین خورا وستایل .(۱۱)


له رسول الله سره د حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها مقام[سمول]

حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها زموږ تر درکه خورا اوچت شخصیت او وګړه لري؛نو توصیف او ستاینه یې ناشونی چار دی . هغه مېرمن،چې په سپین لمنو معصومینو کې شمېرل کېږي او خدای یې پر عصمت او پاکلمنۍ ګواهي ورکړې ده.هغه مېرمن،چې ولایت یې او ورسره مینه، له دیني فرایضو ځنې ګڼل کېږي.او رسول الله یې په اړه ویلي دي : ((اروا مې ده او د جنت بوی ترې راځي.))

حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها ته به یې د پلار مور ویله.د رسالت د پیل په هغو سختو ورځو شپو کې،چې د مکې خلکو به خورا رسول الله کړاوه او رسول الله به یې کاڼو او ډبرو ویشته او د آنحضرت مبارکه څېره او بدن به یې ورټپي کاوه؛نو یوازې د رسول الله د لور واړه واړه لاسونه ول،چې پر ټپونو پر موږولو به د رسول الله د دروونو درمل ول .رسول الله به چې کور ته راستون شو؛نو حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها به ترې لکه شمع،چې له پتنګه چورلي،چورلېده،رسول الله به یې بویاوه او ښکلاوه او د خپل پلار پر ټپي څېره او بدن به یې د مینې او نوازش لاسونه راکښل او له خپلې مور سره به یې د خپل پلار د ټپونو درملنه کول .

حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها له خپل سره د رسالت ستر کړاو وزغمه او خپل پلار سره یې سنګر په سنګر دا درون پېټی پر خپلو اوږو وړه،چې خپل مقصد ته یې ورسوي او هغه تر هغه په کلار کېنناست،تر څو یې دا بار مقصد ته نه وي رسولی او هلې ځلې وکړې،تر څو د توحید غږ یې د عربستان ټولې ټاپووزمې ته ورساوه .

غوره ده، چې ستاینه یې د پاکلمنو امامانو له خولې واورو:

رسول الله وویل : (( په الهي حکم یو پرښته راته راغله او راته یې وویل،چې حسن او حسین د جنتي ځوانانو ښاغلي دي او فاطمه د جنتي مېرمنو اغلې ده)) (۱۲)

او همداراز آنحضرت صلی الله علیه و آله وسلم وویل : (( د نړۍ غوره مېرمنې څلور دي : مریم د عمران لور (د حضرت عیسی مور)،آسیه د فرعون مېرمن،خدیجه د خویلد لور او فاطمه د حضرت محمد لور)) (۱۳)

له حضرت امام صادق علیه السلام نه یې پوښتنه وکړه: آیا داچې رسول الله وویل : ((فاطمه د جنتي مېرمنو اغلې ده))،په دې معنا ده،چې د خپل وخت د مېرمنو اغلې ده؟

حضرت امام صادق علیه السلام ورته وویل : دا د مریم په باب ده او فاطمه له پیله تر پایه د ټولو جنتي مېرمنو اغلې ده.(۱۴)

د اهلسنتو په کتابونو کې راغلي دي،چې یوه ورځ حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها رنځوره وه،رسول یې پوښتنې ته ورغی او ورته یې وویل: لورې څنګه یې؟

حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها ځواب ورکړ: رنځوره یم او په کور کې خوړو ته څه نه لرم.

آنحضرت (ص) ورته وویل :آیا خوښه نه یې،چې د نړۍ د مېرمنو اغلې وووسې.

حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها وپوښتل: نو مریم بنت عمران –د حضرت عیسی مور- کوم مقام لري ؟

آنحضرت (ص) ورته وویل : هغه د خپلې زمانې د مېرمنو اغلې وه او د ټولو مېرمنو اغلې او پر خدای قسم! مېړه دې علي د دنیا او آخرت بادار دی.(۱۵)

او همداراز اهلسنتو رانقل کړي دي،چې رسول الله څو څو ځل خپلې لور ته وویل : (( خدای د فاطمې په غوسه،غوسه کېږي او په خوشحالۍ يې، خوشحالېږي))(۱۶)

او همداراز له رسول الله رانقل شوي دي،چې ویلي یې دي : ((د قیامت پر ورځ به منادي تر عرش لاندې غږ کړي،چې : ای محشریانو! سرونه ټيټ او سترګې پټې کړئ، چې حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها له صراط پله تېره شي او هغه بختوره مېرمن به تېره شي،حال داچې اویا زره جنتي حوریانو به ورسره وي)) (۱۷)

یوه ورځ رسول الله خپلې لور ته وویل : ((آیا پوهېږې،چې ولې فاطمه نومول شوې یې؟))

حضرت علي علیه السلام ورته وویل : ((ولې فاطمه نومول شوې ده؟))

رسول الله ورته وویل : ((ځکه خدای به هغه،زامن او ځوځات یې،د قیامت پر ورځ له اوره لرې کړي)) (۱۸)

فاطمه له فطم نه اخستل شوې،چې د بېلولو پر معنا ده.

اهلسنتو رانقل کړي،چې رسول الله ویلي دي : (( خدای مې د لور فاطمې، د هغې د زامنو او مینوالو او د اور ترمنځ واټن جوړ کړی دی؛نو ځکه فاطمه نومول شوې ده)) (۱۹)

یوه ورځ حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها،رسول الله ته ورغله. رسول الله،چې ولیده؛نو دفاطمې رنګ تښتېدلی و او د لوږې اغېزې په څېره کې له لرې لیدل کېدې.

رسول الله ورته وویل : لورې رانږدې شه!

فاطمه ورنږدې شوه او د رسول الله په مخ کې ودرېده.رسول الله پر فاطمې لاس واچاوه او خپلې ګوتې یې پرانستې او بیا یې وویل : ((خدایه ! ته د وږیو مړونکی او د کړانوونو لرې کوونکی یې، د محمد د لور د فاطمې دردونه لرې کړه)) (۲۰)

له حضرت امام صادق علیه نه پوښتنه وشوه : ((ولې خدای فاطمه، زهرا-؛یعنې ځلنده- نومولې ده؟))

امام ورته وویل : ((ځکه،چې کله د عبادت په محراب کې درېده؛نو رڼا به آسمانوالو ته ځلېده؛لکه څنګه چې د آسمان ستوري،ځمکمېښتو ته ځلېږي))(۲۱)

او همداراز روایت دی،چې کله به چې حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها لمانځه ته ولاړه وه او عبادت به یې کاوه او په دې وخت کې به چې د هغې مبارکې کوم ماشوم په زانګو کې په ژړا شو؛نو لیدل کېدل به چې زانګو په خپله زنګېږي،چې ماشوم غلی شي . (۲۲)

حضرت امام باقر علیه السلام وویل : ((حضرت رسول الله،حضرت سلمان فارسي په یوه کار پسې د فاطمې بي بي کور ته واستاوه . سلمان فارسي وايي، چې له کوره بهر د وره ترڅنګ ودرېدم او له کوره د فاطمې بي بي غږ راتله،چې په خونه کې د قرآن تلاوت یې کاوه او له خونې بهر مېچنه په خپله چورلي او غنم اوړه کوي .))(۲۳)

څه مو چې د حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها د کرامتو له سمندره یوازې یو څاڅکی و؛ خو څه چې ددې بختورې مېرمن ژوند ته لاپسې ارزښت ورکړی و،له هغې سره د رسول الله مبارک خورا مینه وه.او له حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها سره د رسول الله مبارک مینه دومره ډېره او پخه وه،چې همدامینه د رسول الله د ژوند له ځانګړو ځانګړنو ځنې شمېرل کېږي او که دې ټکي ته پام وشي،چې رسول الله تر ټولو غوره انسان او تر ټولو خدای ته نږدې بنده ده او د رسول الله کړنې د نورو مسلمانانو د ژوند لپاره معیار او بېلګه ده؛نو له دې اړخه د حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها معنوي مقام ښه جوتېږي . خدای په خپله په قرآن کې ګواهي ورکړې ده،چې رسول الله د نفس د هوا له رویه خبرې نه کوي او هر څه چې وایي،سرچینه یې وحې ده .(۲۴)؛نو د حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها په باب،چې د رسول الله په خوله څه هم راغلي، د خدای وینا ده،چې دا خبره په خپله په الهي درشل کې د حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها د قرب او مانیز او معنوي مقام څرګندوی ده .


رسول الله نورې لوڼې هم درلودې او سره له دې چې پر خپله ټوله کورنۍ، خپلوانو او پر پردیو خورا مهربانه او خوشرفتاره و؛خو له دې ټولو سره سره،له حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها سره یې ځانګړې مینه درلوده.له حضرت فاطمة الزهرا سره د رسول الله اړیکه او مینه یوازې له ګرانې لور سره د پلار اړیکه او مینه نه ده؛بلکې د قیامت تر ورځې پورې د یوه امت په رهبرۍ او مشرۍ پورې اړه لري.

اوس د رسول الله له خولې د حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها یو لړ نور فضایل رانقلوو او د ژوند او معنویاتو زده کړه ترې کوو :

روایت شوي دي،چې کله به رسول الله کوم سفر ته تله؛نو تر ټولو روسته به یې له حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها سره خدای په اماني او مخه ښه کوله او له سفره به چې راستون شو؛نو تر هر چا د مخه به یې د حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها لیدو ته ورتله .

حضرت امام باقر او حضرت امام صادق علیهما السلام رانقل کړي دي : ((رسول الله به تر ویده کېدو د مخه فاطمة الزهرا ښکلولوله،د فاطمې پر سینه به یې سر ایښوولو او دعا به یې ورته کوله)) (۲۵)

حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها وویل : (( چې کله دا آیت د خدای له لوري رانازل شو : پېغمبر ته د خپلو په شان غږ مه کوئ (۲۶)، هغه ته د رسول الله خطاب کوئ؛نو ما وېره درلوده،چې پلار ورته ووایم؛نو د رسول الله غږ به مې ورته کاوه؛نو دوه درې ځل راته رسول الله څه و نه ویل؛خو یوه ورځ یې رامخه کړه او راته یې وویل : ای فاطمې دا آیت ستا،ستا د کورنۍ او ځوځات په باب رانقل شوی نه دی،ته له ما ځنې یې او زه له تا ځنې یم،دا آیت د نورو په باب راغلی دی . ته راته پلار وایه،چې زړه مې پرې خوشحالېږي او خدای هم پرې خوشحالېږي.)) (۲۷)

ټولو شیعه او اهلسنتو علماوو له رسول الله رانقل کړي دي،چې : (( په رښتیا چې هغه مې ځیګر ټوټه،زړه او اروا ده،هر چا چې وکړوله،زه یې کړولی یم او هر چا چې خوشحاله کړه؛نو زه یې خوشحاله کړی یم.))

او همداراز آنحضرت(ص) وویل : ((لور مې فاطمه له پیله تر پایه د نړۍ د ټولو مېرمنو اغلې ده،هغه مې د ځیګر ټوټه،د سترګو رڼا، د زړه د بڼ مېوه او اروا مې ده؛ هغه یوه پرښته ده،چې د انسان په بڼه له ما رامنځ ته شوې ده،هغه چې کله دعبادت په محراب کې ودرېږي؛نو رڼا یې آسمانمېشتو ته ځلېږي.... او جلیل او عزیر خدای یې خپلو پرښتو ته وايي : ای زما پرښتو ! زما وینځه د فاطمه،زما د وینځو اغلې ته وګورئ،چې ما ته ولاړه ده او زما له وېرې یې ټول وجود لړزه ده او د زړه له کومې زما عبادت کوي.ګواه وسئ،چې د هغې لارویانو ته مې د دوزخ له اوره امان ورکړ...)) (۲۸)


حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها ماشومتوب او ځواني[سمول]

د حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها ټول ژوند د وحې تر وړانګو او د رسول الله تر سیوري لاندې تېر شو.ډېرې داسې ورځې به وې،چې مور ته به یې خبر راغی،چې رسول الله په پلاني ځای کې ټپي او په خپلو وینو ککړ دی؛نو هغه له خپلې مهربانې مور سره هغه ځای ته ورغلل،هلته به یې ځان پر خپل پلار وګوزار کړ او خپل کوچني لاسونه به یې د خپل پلار په مهربانو لاسونو کې ورکړل او کور ته به راستانه شول .

لا کوچنۍ ماشومه وه،چې له خپل موروپلار او نورو مسلمانانو سره د قریشو په وټيزه کلابندۍ کې یې په شعب ابیطالب کې د درېیو کالو لپاره په سختو او تنګو شرایطو کې ژوند وکړ .

د بعثت پر لسم کال یې خپله مور له لاسه ورکړه؛ هغه مور،چې د شعب ابیطالب سختیو،تنګسو او کړاوونو رنځوره او کمزورې کړې وه، کوچنۍ فاطمه بې موره شوه،بې موري ورته خورا سخته وه؛ خو دې چار کوچنۍ تر مهاله ډېره د رسول الله د روزنې او ښوونې په مهربانه غېږ کې کړه.

په اته کلنۍ کې،مدینې ته د رسول الله تر هجرت لږه موده روسته د رسول الله د کورنۍ له نورو مېرمنو سره له حضرت علي علیه السلام سره له مکې ووته او په لار کې خورا خطرونو ګاللو او څو ځل د دښمن له جنګیالیو او ورسره د حضرت علي علیه السلام تر مبارزې روسته،په قبا کلي له خپل پلار سره یوځای شوه او بیا له خپل پلار سره مدینه ته کډنه او مهاجره شوه،په مدینه کې د خپل پلار د ژوند په بېلابېلو پړاوونو، سختیو او کړاوونو کې له خپل پلار سره مل او یوځای وه.په احد جګړه کې چې کله مسلمانانو شا ته تګ وکړ او اړ شول،چې غرونو ته وتښتي؛نو چې کله حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها له دې چاره خبره شوه؛نو بې ځنډه یې ځان له مدینې بهر د رسول الله غونډ ته ورو ساوه او له حضرت علي سره یې د خپل پلار د ټپونو درملنه پیل کړه.

حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها یوازې رسول الله نه وه روزلې؛بلکې پینځه کاله د خپلې مور حضرت خدیجه کبری په مهربانه غېږ کې هم تېر کړي ول .مور یې لومړۍ مېرمن وه،چې ایمان یې راووړ او رسول الله به تل د هغې په باب ویل : ((خدیجه ددې امت یو له خورا غوره مېرمنو ځنې ده. ))

حضرت خدیجه دومره پر رسول الله ګرانه وه،چې تر څو چې هغه ژوندۍ وه،بل واده یې و نه کړ او د هغې تر مړینې روسته به یې هم خورا یادوله او د خدیجې د دوستانو به یې هم خورا درناوی کاوه.ان تردې چې کله به یې رسول الله ته کومه ډالۍ راوړه؛نو آنحضرت به ویل،چې د پلانۍ کور ته یې یوسئ،چې خدیجې ملګرې وه.

حضرت ام المؤمنین عایشه وايي : رسول الله به تل خدیجه په نېکو یادوله،یوه ورځ مې غوسه راوپارېده او ورته مې وویل : ((ای رسول الله! خدیجه یوازې یوه بوډۍ وه،خدای ترهغې غوره درکړې ده.))

رسول الله راته غوسه شو او راته یې وویل : ((پر خدای قسم ! خدای تر هغې غوره راکړې نه ده،خدیجې هغه مهال ایمان راووړ،چې نور ټول کافر ول،هغه مهال یې تصدیق او رښتین وګڼلم،چې نورو ټولو دروغجن ګڼلم او هغه مهال یې خپله ټوله شتمني وړیا راکړه،چې نورو بې برخې کړی وم،خدای مې ځوځات په هغې ایښی دی ....)) (۲۹)

او د رسول الله داخبره د اسلام په تاریخ کې له یوه ستر حقیقته پرده اوچتوي او هغه داچې د حضرت خدیجې شتمنۍ او د حضرت علي تورې او جهاد در اسلام په خپراوي کې مهمه او ستره ونډه درلوده .

او فاطمه د داسې یوې مور او مېرمن یادګار و،د بعثت پر لسم کال حضرت خدیجه وفات شوه او فاطمة الزهرا د مور له مینې بې برخې شوه او تردې روسته یوازې کوچنۍ فاطمه وه،چې په کورنۍ او د رسول الله په زړه کې د خدیجه ځای ډکاوه .

پر هماغه کال رسول الله خپل ستر او کلک ملاتړی،خپل تره؛ابوطالب هم له لاسه ورکړ،ابوطالب د رسول الله له خورا صمیمي یارانو ځنې و او داچې د قریشو مشر او د مکې ستر شخصیت و؛نو له د هغه نفوذ په پار،چې په مکیانو کې یې درلود،د رسول الله لپاره یو ستر ملاتړ و او تر څو چې هغه ژوندی و؛نو قریشو ان رسول الله ته پورته هم کتلی نشول .

د ابوطالب،چې څومره له لاسه کېدل،د رسول الله خدمت اوملاتړ یې وکړ او ان ددې لپاره چې وکوالی شي،چې د قریشو د شومو نقشو او دسیسو پر وړاندې د رسول الله لپاره ډال شي؛نو خپل ایمان یې پټ وساته او تقیه یې وکړه او داسې یې څرګندوله،چې د خپلوۍ له کبله له رسول الله ملاتړ کوي .دا تدبیر ددې لامل شو،چې قریش هغه خپل وګڼي او د ابوطالب له وېرې او درناوي په پار یې رسول الله ته هم څه نشو ویلای .

د اسلام په داسې ستونزمنو شرایطو کې فاطمة الزهرا راغټه شوه .له اسلام او قرآن سره مل وه،د وحې او نبوت هوا یې تنفس کړه او ژوند یې د رسول الله له ژوند سره نښلېدلی و او ترې نه بېلېده.ان تر واده او مور کېدو روسته د رسول الله دېوال په دېوال ګاونډۍ وه او رسول الله تر بل هر ځایه ډېر له حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها کره تګ راتګ کاوه.رسول الله به هر سهار،جومات ته تر تګ دمخه د فاطمې لیدو ته تله او هغه له رسول الله سره د ژوند تر روستیو شېبو وه او سر ته یې ناسته وه او رسول الله خپلې لور ته تسل او ډاډ ورکاوه،چې ته تر ټولو ړومبۍ یې،چې له ماسره به یوځای شې.


آسماني واده[سمول]

د هجرت پر دویم کال،رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم،فاطمة الزهرا، حضرت علي علیه ته ورواده کړه .په رښتیا،چې دواړه ددې نښلون وړ او یو د بل انډول ول؛ځکه د نبوي کورنۍ د امامانو د وینا له مخې: بې له علي علیه السلام بل چا د فاطمة الزهرا د مېړه کېدو وړتیا نه درلوده.

ددې واده له ځانګړنو ځنې،چې د هغو دوو بختورو د مقام او منزلت څرګندونکی دی،دادي،چې تر دې واده د مخه د قریشو سترو شخصیتونو او د رسول الله نورو اصحابو؛لکه دحضرت عمر او حضرت ابوبکر پر حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها د واده لپاره مرکې کړې وې؛خو رسول الله ورسره منلې نه وه. او چې کله حضرت علي علیه السلام پرې مرکه وکړه؛نو ورسره یې ومنله او ورته یې وویل : ((ستا تر راتګ د مخه یوه پرښته راغله او راته یې وویل ،چې خدای حکم درکړی،چې فاطمه ،علي ته ورواده کړه .))(۳۰)

بیا یې امیرالمؤمنین علي نه پوښتنه وکړه : د واده لپاره څه لرې؟

حضرت علي وویل :بې له یوې زره،تورې او اوښ،چې اوبه پرې راباسي بل هېڅ نه لرم.

رسول الله ورته وویل،چې زره دې وپلورله. او د هغه زره په پیسو،چې ۵۰۰ درهمه کېدل،د حضرت فاطمة الزهرا لپاره یې پرې خورا ساده جهیز او د کور سامان و پېره.ولیمه یې پرې ورکړه او په خورا خوشحالۍ یې حضرت فاطمة الزهرا د حضرت علي علیه السلام کور ته بوتله .

ددې آسماني واده هر ګوټ د رسول الله او اهلبیتو د لارویانو لپاره، د نبوت او امامت کورنۍ لپاره د خدای د ځانګړې پېروینو او تاییدانو څرګندوی دی . له هاغومره ساده سره سره،د واده په باب د اسلام د ښوونو نورانیت او روحانیت څرګندوي .

اوس به یې یو څو عبرتي اړخونو او پېښو ته اشاره وکړو :

چې کله حضرت علي علیه السلام،د فاطمې پر مرکې رسول الله ته ورغی؛نو آنحضرت (ص) ورته وویل : تر تا مخکې نورو هم پر فاطمې مرکې کړې وې،د هر یوه په باب به مې چې له فاطمې سره سلامشوره کوله؛نو په څېره کې به یې نالېوالیتا لیدل کېده؛نو کېنه چې د پخوا په څېر مشروه ورسره وکړم.

بیا رسول الله، حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها ته ورغی او د حضرت علي علیه السلام د مرکې خبره یې ورسره راواچوله.فاطمه چوپ شوه؛خو مخ یې وانړوه.رسول الله مبارک پاڅېد او و یې ویل : الله اکبر! چوپتیا یې د خوښۍ نښه ده .(۳۱)

له حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها سره د حضرت علي علیه السلام د واده مهریه یوه زره وه،چې وپلورل شوه او لاندې سامان پرې واخستل شو :

یو کمیس

یو غټ پړونی

یو تور خیبري جانپاک

یو بڼل شوی کټ

دوه توشکه،چې یو د ګډ له وړۍ او بل د کجور په پاڼو جوړ شوی و

څلور بالښتونه

یوه پشمینه پرده

یو پوزکی

یوه مېچنه

یو مسي تشت

یو څرمنیز خیږ

یو خیږ د اوبو راوړلو لپاره

د شودو لپاره یوه خاورینه کاسه

یوه لوټه

یوه شنه سبو

څو د کردوڼو کوزې

حضرت علي علیه السلام هم د نوي ګډ ژوند د پیلولو لپاره د ځوانې ناوې لپاره یو خونه چمتو کړه او لاندې وسایل یې واخستل :

یو اوږد لرګی،چې د دوو دېوالونو ترمنځ واچول شي،چې جامې پرې وځړول شي .

د ګډ یو پوټکی او یو بالښت،چې د کجورو له پاڼو ډک شوی و.

او په کور کې نرمه شږه هم هواره کړه .

رسول الله چې خپله لور،حضرت علي علیه السلام ته ورواده کړه؛نو د قریشو یو لړ مشران،رسول الله ته ورغلل او ورته یې وویل : ولې دې لور له لږ مهر سره علي ته ورواده کړه ؟

آنحضرت (ص) وویل : ما هغه علي ته نه ورواده کړې؛بلکې پر هغه شپه چې معراج بوتلل شوم؛نو دوی دواړه یې سره واده کړل او در او جواهر يې خپاره کړل . (۳۲)

حضرت علي علیه السلام،چې پر حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها مرکه وکړه؛نو ورځې روسته رسول الله یو مجلس جوړ کړ او مهاجر او انصار یې راوبلل او د واده په باب یې خطبه وویله او بیا یې وویل : خدای راته حکم راکړی،چې فاطمه ،علي بن ابیطالب ته ورواده کړم؛نو ګواه وسئ،چې هغه مې په څلور سوه مثقاله نقره علي ته ورواده کړه .

بیا رسول الله د کجورو یو ډک پتنوس راوست او په مېلمو یې وویشه او په دې وخت حضرت علي هم راننووت او رسول الله ورته وویل : خدای دې ستاسې یو ځای کېدل سره ونښلوي او بختور شئ،مبارک مو دې شي او خدای دې پاک اولاد درکړي . (۳۳)

د حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها مهریه بیا د مسلمانو مېرمنو لپاره یو سنت شو او تر حضرت علي روسته امامان هم پر همدې سنت پاتې شول او په همدومره مهریه به یې واده کاوه،ان هغه مهال،چې عباسي خلیفه مامون خپله لور،ام الفضل،حضرت امام جواد علیه السلام ته ورواده وکړه؛نو د واده په محفل کې امام جواد د واده مهریه تر ۵۰۰ درهمو ډېر نه کړ .

د زلمي کور ته د ناوې د وړو لپاره،رسول الله خپل قاطر راووړ او یوه وریښمین ټوکر یې پرې هوار کړ او حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها ته یې وویل،چې پرې سپره شي او حضرت سلمان فارسي ته یې وویل،چې د قاطر پړی په لاس کې ونیسه او مخکې ځه.په خپله رسول الله هم ورسره شو او د عبدالمطلب لوڼو او مهاجرو او انصارو مېرمنو ته یې وویل،چې له فاطمې سره یو ځای شئ او په لار کې خوشحالي او تکبیر او د خدای ستاینه وکړئ؛خو داسې څه و نه ویاست،چې د خدای د ناخوښۍ لامل شي .

بله ورځ رسول الله یوه مېلمستیا وکړه.حضرت علي علیه السلام وايي : د خدای استازي راته وویل : اي علي! کورنۍ ته دې ښه خواړه چمتو کړه او بیا یې راته یې وویل : غوښه او ډوډۍ په کور کې شته او ته کوچ او کجورې چمتو کړه او ما کوچ او کجورې وپېرلې،بیا رسول الله خپل لستوڼي بډ وهل او کجورې یې په کوچو کې ورواچولې او ګډې یې کړې او بیا یې یو څربه ګډ راوست او حلال یې کړ او خواړه چمتو شول.ډېره ډوډۍ هم پخه شوه او بیا یې راته وویل ،چې اوس دې مېلمانه راوغواړه.

زه جومات ته ولاړم او جومات له اصحابو او مسلمانانو نه ډک و.زه خېجله شوم له دې چې یوازې یو لړ ځانګړیو وګړیو ته مې بلنه ورکړم؛ هلته پر یوه جیګ ځای ودرېدم او و مې ویل :د فاطمې مېلمستیا ومنئ.خلک ډلې ډلې راغلل او زه د خلکو ډېروالي او د خوړ لږوالي وراخطا کړی وم؛نو چې کله مې رسول الله له دې حالته خبر شو؛نو راته یې وویل :اوس به له خدایه برکت وغواړم .ټولو خلکو وخوړل،وڅښل او ما ته یې د برکت غوښتنه وکړه او یو یو ولاړ،حال داچې څلور زره تنه ول او خواړه هم لږ نه شول،بیا حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم پتنوسونه راوغوښتل او هغه یې له خوړو ډک کړل او له خپلو مېرمنو کره یې واستول او یو پتنوس یې ډک او راته یې وویل : دا هم د فاطمې او د هغه د مېړه.(۳۴)

یوه ورځ د خدای استازي خپلې لور ته وویل : ((...... ای فاطمې! او یو ځل بیا خدای ځمکوالو ته وکتل او په هغوی کې یې ستا مېړه وټاکه او حکم راته وکړ،چې تا هغه ته ورواده کړم،آیا نه پوهېږې،چې خدای ستا د درناوي لپاره،هغه چا ته ورواده کړې،چې تر ټولو مخکې یې اسلام راووړ او حلم او صبر یې تر ټولو ډېر دی او پوهه یې تر ټولو ډېره ده....))(۳۵)

حضرت امام صادق علیه السلام هم وویل : که خدای حضرت امیرالمؤمنین علي علیه السلام له فاطمې سره واده کولو لپاره نه وپیدا کړی؛نو له هغې د واده کولو لپاره به څوک هم وړ نه و .(۳۶)

حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها درې ماشومانو وزيږول،چې درې زامن؛ د حسن،حسین او محسن (چې تر زوکړې مخکې ترې وغورځول شو) په نامو او دوه لوڼې د زینب او ام کلثوم په نامو .


د حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها[سمول]

سیرت او اخلاق[سمول]

حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها  په څېره،کړنو او وینا کې رسول الله ته خورا ورته وه. د خپل پلار په شان یې د خدای عبادت خوښ و، ډېری به روژه او ډېری به داسې راپېښېدل،چې ټول شپه به یې په عبادت سهار شوه او په خپل لمانځه کې به یې ګاونډیانو او ټولو مسلمانانو ته دعا کوله . حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها دومره د خدای په عبادت کې ډوبه شوې وه،چې د ډېر عبادت له امله یې د څېرې رنګ اوختی و،تر سترګو لاندې حلقې جوړې شوې وې،په تندي یې د سجدې د ځای ټاپې جوړې شوې وې او پښې یې پړسېدلی وې. حسن بصري په دې باب وايي : ((په دې امت کې تر فاطمې هومره څوک متقي نه ده، هغه به دومره لمانځه ته درېده،چې پښې به یې وپړسېدې.))

حضرت امام حسن مجتبی علیه السلام روایتوي،چې : (( خپله مور حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها سره د جمعې پر شپه د عبادت په محراب کې ولیده،چې تر سبا پورې پر عبادت بوخته ده او رکوع ګانې او سجدې کوي،اورېدل مې د مؤمنانو ښځو او نارینه وو لپاره یې  خورا دعاوې کولې؛ خو د ځان لپاره یې دعا نه کوله . سهار مې ترې پوښتنه وکړه : ولې یوازې د نورو لپاره دعاوې کوې او د ځان لپاره دعاوې نه کوې؟))

راته یې وویل: ((زویه! لومړی ګاونډی او بیا خپل ځان .)) (۳۸)

***

حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها د خپل پلار په څېر د زهد او تقوا بېلګه وه،د خدای نامه او یاد به چې وشو؛نو پر بدن به لړزه ولګېده او له مبارکو سترګو به یې اوښکې راجاري شوې. د خدای له وېرې به یې دومره ژړل،چې نورو به ددې ژړغوني حالت د لیدو وس نه درلود.

یوه ورځ د خدای له لوري دا آیت پر رسول الله رانازل شول : (())(۳۹)

په دې وخت رسول الله په لوړ غږ وژړل او اصحاب هم له رسول الله سره په ژړا شول؛خو نه پوهېدل،چې حضرت جبراییل امین علیه السلام څه د خدای استازي ته راوړي دي . په دې وخت کې هېچا له رسول الله سره د خبرو کولو جرات نه کاوه. د خدای د استازي خوی داسې و،چې حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها به یې ولیده؛ نو خوشحالیده به؛نو ځکه حضرت سلمان فارسي له فاطمې بي بي کره ولاړ،چې له کیسې یې خبر کړي. په هغه وخت کې حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها په کور کې په مېچنه کې جوار وړه کول اودا آیت یې له ځان سره زمزمه کاوه (( څه چې له خدای سره دي،غوره او تلپاتې دي (۴۰))) او یو پشمین څادر یې پر اوږه و،چې دولس ځایه د کجورو په پاڼو پیوند شوی و .

حضرت سلمان فارسي د رسول الله حالت او داچې حضرت جبراییل ورته آیت راوړی دی،فاطمه بي بي خبره کړه . حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها راپاڅېده او هماغه پیوندي څادر یې له ځانه راتاو کړ او روانه شوه. سلمان له دې نندارې خورا اغېزمن او خپه شو او و یې ویل : د کسری (د ایران پادشاه) او قیصر ( د روم امپراطور)لوڼې ورېښمینې جامې اغوندي او د حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه و آله وسلم لور د وړیو څادر لري،چې دولس پیونده پکې لګېدلي دي.

حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها خپل پلار ته ورغله،سلام یې وکړ او ورته یې وویل : پلارجانه ! سلمان مې جامو ته حیران دی،حال داچې قسم پر هغه خدای چې ته یې په حقه استازی یې،پینځه کاله دي،چې زه او علي د ژوند له وزلیو څه نه لرو،یوازې د ګډ یو پوټکی لرو،چې د ورځې پرې خپلو اوښانو ته واښه اچوو او د شپې په خپله پرې ویده کېږو. بالښت مو هم د کجورو له پاڼو ډک دی.

رسول الله،سلمان ته مخ کړ او ورته یې وویل : ای سلمانه ! زما لور فاطمه د خدای پر لور له مخکښانو ځنې ده .

بیا حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها،د خدای استازي ته وویل : ځار مو شم،څه وژړولئ؟

رسول الله هم هغه آیت ورته ولورست،چې د خدای له لوري ورته راغلی و او حضرت فاطمة الزهرا هم چې کله دا آیت واورېد؛نو په ژړا شوه او د خدای له وېرې پر ځمکه راولوېده او په وار وار یې ویل : افسو د هغه پر حال،چې  د دوزخ اور ته وروغورځېږي ....... (۴۱)

***

حضرت امام صادق علیه السلام وویل : یوه ورځ د خدای استازي خپله لور ولیده،چې ځېږې جامې یې پر تن دي او په مېچنه اوړه کوي او په هماغه حال کې خپل ماشوم ته تی هم ورکوي . د رسول الله په سترګو کې اوښکې راټولې شوې او ویې ویل : ((د دنیا تراخه د آخرت د خوږو د سریزې په توګه وزغمه))

د رسول الله لور ځواب ورکړ : ای د خدای استازیه ! له خدایه د نعمتونو په پار یې مننه کوم .

په دې وخت کې خدای آیت راولېږه،چې : (())۴۲ او ۴۳]

***

حضرت امیرالمؤمنین علي علیه السلام او حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها کارونه یو له بل ویشلي ول؛له کوره بهر چارې به حضرت علي تر سره کولې او د کور دنننه چارې به حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها سمبالولې. حضرت امام صادق علیه السلام وايي : ((.... علي علیه السلام به اوبه او خس راوړل او حضرت فاطمې به په مېچنه اوړه کول،اغږل به یې او ډوډۍ به یې ترې پخوله او جامې به یې ګنډلې. هغه بختوره مېرمن خورا ښکلې وه او اننګي یې له خورا ښکلا د ګل په څېر ول، د خدای درود دې پر هغې،پلار یې،مېړه یې او زامنو وي.)) (۴۴)

حضرت علي علیه السلام وايي : ((حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها دومره اوبه راوړې،چې په ټټر یې ورته اغېز وکړ او رنځوره یې کړه،دومره یې په مېچنه اوړه وکړل،چې لاسونه یې تڼاکې شول او په کور کې یې دومره جارو ووهله،چې جامې یې لوغړنې شوې او د خوړو پخولو لپاره یې په نغري کې دومره اور بل کړ،چې جامې یې خیرنې شوې او په دې چارو کې یې خورا زحمتونه وګالل ....)) (۴۵)

***

یوه ورځ د خدای استازی له خپل زوم کره ولاړ،هغه یې ولید،چې له حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها سره یو ځای په مېچنه اوړه کوي او دواړه ښه پوره ستړي ښکارېدل.رسول الله ورته وویل : کوم یو مو ډېر ستړی دی ؟

حضرت علي ورته وویل : ای رسول الله! فاطمه ډېره ستړې ده.

رسول الله د خپلې لور لوري ته ورغی او  ورته یې وویل : لورې پاڅه!

د رسول الله لور پاڅېده او د خدای استازی د هغې پر ځای مېچنې ته کېناست او په اوړو کولو کې یې له حضرت علي سره مرسته وکړه.(۴۶)

***

حضرت امام باقر علیه السلام وویل : حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها له خپل مېړه سره ژمنه وکړه،چې د کور کارونه،د اوړو اغږل او ډوډۍ او د کور جارو کول به هغه ترسره کوي او حضرت علي هم ژمن شو،چې له کوره بهر چارې؛لکه اوبه راوړل او خس راوړل به ترسره کوي او خواړه به چمتو کوي .

یوه ورځ حضرت علي خپله مېرمن وپوښتله : که په کور کې کوم خواړه وي؛نو را یې وړه.

حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها ورته وویل : قسم پر هغه خدای چې ستا حق یې ستر کړی،له درېیو ورځو را پدېخوا په کور کې هېڅ خواړه نه لرو.

حضرت علي ورته وویل : نو ولې دې ما ته نه ول ویلي ؟

فاطمې بي بي :رسول الله له دې منع کړې یم،چې له تا څه وغواړم او راته یې ویلي دي : ته دې له تره زویه څه مه غواړه،که په خپله یې څه راوړل، وا یې خله؛ګنې نو ته څه ترې مه اخله . (۴۷)

***

د خدای زمری؛حضرت علي وايي :  پر خدای قسم،له فاطمې سره په ګډ ژوند کې مې هېڅکله هم غوسه او خپه نه کړه او نه مې کوم کار ته اړ کړه او هغې هم زه هېڅکله خپه او غوسه نه کړم او له ما یې سرغړونه و نه کړه او هر کله به مې ور ولیدل؛نو غمونه او ستړیاوې به پای ته ورسېدې.(۴۸)

***

حضرت امام موسی کاظم علیه السلام وايي : یو ړوند سړي اجازه وغوښته،چې د فاطمې بي بي کور ته ورننوځي؛نو فاطمې بي بي ترې ځان پرده کړ،رسول الله یې خپلې لور ته وویل : ولې دې ځان ترې پرده کړ،حال داچې هغه خو ړوند کړ او تا نشي لیدای ؟

ځواب یې ورکړ:که ما نه ویني،زه خو یې وینم او د هغه پوزه خو سمه ده او زما عطر بوی کولای شي.

رسول الله ورته وویل : ګواهي ورکوم،چې ته مې ځیګرټوټه یې.(۴۹)

حضرت ام المؤمنین عایشه بي بي هم وايي :تر فاطمې بله رښتینه و نه لیده؛خو د هغه پلار،د خدای استازی .(۵۰)

***

هغه مهال یې چې حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها وپوښتله،چې د ښځې لپاره غوره چارکوم یو دی؛نو په ځواب کې یې وویل : د ښځې لپاره غوره چار دادی،چې نارینه یې و نه ویني او هغه هم نارینه و نه ویني.

رسول الله وپوښتل شو :ښځه کله خپل پالونکي تر خورا نږدې ده؛ حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها یې په ځواب کې وویل : ښځه هغه مهال خپل خدای ته نږدې ده،چې په خپل کور کې وي .

رسول الله،چې د فاطمې ځواب واورېد؛ نو و یې ویل : فاطمه مې د ځیګر ټوټه ټوټه ده . (۵۱)

البته دا خو څرګنده خبره ده،چې له کوره د ښځې بهر راوتل که د کوم حرم چار لپاره نه وي؛نو حرمت نه لري او که اړتیا وي؛نو باید راووځي او له پورته روایتونو مراد له کور د ښځې نا اړین راوتل او له نامحرمو نارینه وو سره مخامخېدل دي .

***

حضرت سلمان فارسي وايي : حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها مېچنې ته ناسته وه او او په مېچنه یې وړه کول او د مېچنې لاسکی ددې امله په وینو ککړ و،چې د فاطمة الزهرا لاس ډېرې مېچنې کولو تڼاکې کړی و او امام حسین علیه السلام هم،چې هغه مهال کوچنی و،په کور  کې له لوږې ژړل؛نو ورته مې وویل : ای د خدای د استازي لورې ! په ډېره مېچنه مو خپل لاس ټپي کړی، حال داچې خادمه مو فضه هم په کور کې شته،چې کارونه مو وکړي .

راته یې وویل : د خدای استازي راته حکم کړی دی،چې د کور کارونه به یوه ورځ ته کوې او یوه ورځ فضه او د هغې د کار وار پرون و او نن زما وار دی ..... (۵۲)

باید پام مو وي،چې حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها؛لکه څنګه چې په خپله په یوه روایت کې وايي،له حضرت علي سره د ژوند په  لومړیو کلونو کې په خورا تنګسه کې ژوند کاوه؛خو له هغه مهاله،چې د خدای استازي فدک وروباښه؛نو ژوند یې ښه شوی و. همداراز روایت شوی دی،چې د خدای استازي خپلې لور ته د فضه په نامه وینځه هم وربښلې وه؛نو پام مو وي،چې که په ځینو روایتونو کې د اهلبیتو تنګلاسي ښيي او په ځینو کې د وینځو خاوندان دي؛نو دا یې د ژوند بېلابېل پړاوونه او وختونه دي .

***

حضرت امام باقر علیه السلام وايي : حضرت رسول الله به چې کله کوم سفر ته تله؛نو فاطمه به روستۍ وه،چې خدای په اماني به یې ورسره کوله او چې کله به راستون شو؛ نو لومړی به یې له فاطمې بي بي سره کتل . (۵۳)

***

یوه ورځ رسول الله د خپلې لور کور ته ولاړ او ور یې وواهه . حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها ورته ور پرانست.رسول الله ورننووت او شاوخوا ته یې وکتل او داچې د ماشومانو شور  یې وا نه ورېد او و یې نه لیدل؛ نو په حیرانتیا یې وویل : زامن مې –حسن او حسین – چېرته دي؟

فاطمة الزهرا ځواب ورکړ :نن سهار له خپل پلار علي سره بهر وتلي دي. او چې کله یې رسول الله د لامل پوښتنه وکړه؛نو فاطمې بي بي ورته وویل: موږ بېګا د خوړو لپاره خواړه نه درلودل او ماشومان لوږې راخستي ول، ژړل یې او خواړه یې غوښتل؛نو بېګا مو په یوه طریقه ویده کړل؛ خو سهار،چې علي راپاڅېد؛نو د خوړو چمتو کولو لپاره،چې له کوره بهر وته؛نو حسن او حسین یې هم له ځان سره بوتلل،چې بره به بوخت شي اوخواړه به ترې هېر شي او بې تابي و نه کړي او که په کور کې پاتې شوي ول؛ ژړل به یې او بیا به ما هم چوپ کولای نه شول .

رسول الله خورا غمجن شو او له ډېره غمه یې غږ ټپ شو او د علي او حسن او حسین د پیدا کولو لپاره بهر ووت او په کوڅه کې یې چم ګاونډه د هغوی پوښتنه وکړه؛خو چې په ښار کې دنننه یې و نه موندل؛نو له مدینې بهر ورپسې ووت،چې له ښاره بهر یې ولټوي .

تر څو ساعته پلټنې روسته،رسول الله هغوی له ښاره بهر په یوه پټي کې وموندل.هلته حضرت علي په بوکه له څاه اوبه راایستې او پټی یې پرې اوبه کاوه.حسن او حسین هم په یوه ګوټ کې ناست ول او له اوبو سره یې لوبې کولې او شاوخوا ته یې د کجورو زڼي پراته ول .

رسول الله له خپل زوم سره روغبړ وکړ او و یې پوښت:دلته څه کوې؟

حضرت علي ورته وویل :بېګا مو ټوله شپه په لوږه تېره کړه او ماشومان لوږې راخستي ول او نن سهار د کار موندنې لپاره له کوره راووتم او بالاخره په دې پټي کې مې کار وموند،چې دا پټی اوبه کړم او له څاه د هرې بوکې اوبو راایستو پر وړاندې یوه کجوره لاسباړه او مزدوري راکړي؛نو مهرباني وکړئ دلته کېنئ،چې لږ نور کار وکړم،چې فاطمې ته پرې کجورې یوسم .

حضرت رسول الله هم له علي علیه السلام سره مرسته وکړه او دواړو دومره اوبه راو ایستې،چې ډېرې کجورې یې په لاسباړه کې لاس ته راوړې.بیا دواړه مخ و لاس ووینځه او جامې یې وڅنډلې.حضرت علي کجورې په لمن کې واچولې،ماشومان یې لاسه ونیول او د خدای په پېروز او لورنه خوښ،له رسول الله سره کور روان شو .(۵۴)

***

رسول الله د خپلې لور د واده د شپې لپاره،یو کمیس ورته چمتو کړی و؛ځکه کوم کمیس،چې حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها پر تن درلود،خورا زوړ او پیوندي و.د واده پر شپه یې کور ته یو بېوزله راغی او مرسته یې وغوښته . حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها غوښتل خپل زوړ کمیس ورکړي؛خو ور یاد شول،چې خدای په قرآن کې ویلي دي : ((نېکۍ ته به تر هغه مهاله و نه رسئ،څو هغه څه مو انفاق کړي نه وي،چې خوښ مو وي))(۵۵)؛نو نوی کمیس یې بېوزله ته ورکړ او په خپله د واده په شپه زوړ کمیس واغوست .

***

یوه ورځ حضرت امیرالمؤمنین علي علیه السلام خورا وږی و او خپلې مېرمن ته یې وویل : که په کور کې خواړه  وي؛نو را یې وړه .

حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها ورته وویل : قسم پر هغه خدای چې زما پلار یې نبي او ته یې وصي کړې،په کور کې بیخي خواړه نشته او دوه ورځې کېږي،چې یو مو هم خواړه نه دي خوړلي .روستي خواړه مې دوه ورځې مخکې تاته راوړل،حال داچې زه او دوه زامن مې وږي ول .

حضرت علي ورته وویل :ولې دې مخکې نه خبرولم،چې خواړه مې درته چمتو کړی وای .

حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها ورته وویل :