حضرت عمر فاروق او حضرت علي کرم الله وجهه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

حضرت علي  دحضرت عمر (رض) له نظره[سمول]

٭ له حضرت عمر (رض) نه روايت دى،چې ويې ويل: زه، ابوبكر، ابوعبيده او ځينې نور ناست وو،چې پېغمبر(ص)علي پر شا وواهه او ويې ويل :((علي ! تۀ په ايمان راوړلوكې تر ټولو وړومبى يې او تۀ ما ته داسې يې؛لكه هارون چې موسى ته و. ))

وګورئ : شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة : 239مخ د قم چاپ 1371كال او همداسې : متقي هندي ، كنزالعمال؛ 13ټوك، 122 او 123مخونه.


٭ عمار دهني له سالم بن ابي جعفر نه روايت كوي:حضرت عمر بن خطاب ته وويل شول: تۀ چې له علي سره ښه چلن كوې؛ولې يې د پېغمبر اکرم له نورو اصحابو کرامو سره نكوې؟حضرت عمر ورته وويل:په رښتيا، چې علي زما مولى  دى.

وګورئ : ابن عساكر، شرح حال امام علي  من تاريخ دمشق؛ 2ټوك، 82مخ، 584حديث ( د محمودي شرح )


٭ له حضرت عمر بن خطاب ( رض ) نه روايت دى:د څښتن استازي (ص)، علي (د مسلمانانو) مشر وټاكه او ويې ويل :(( د چا چې زه مولى يم؛ نو علي  يې هم مولى دى؛خدايه! د دښمنانو يې دښمن او د دوستانو يې دوست اوسه او هغه ذليل كړې، چې علي ذليلوي او له هغه سره مرسته وكړې چې له علي  سره مرسته كوي.خدايه! تۀ  پر هغوى زما ګواه  يې.))


٭ حضرت عمر (رض ) وويل : زما په څنګ كې يو خوږبويه او ښايسته ځوان و چې ويې ويل: عمره ! په رښتيا چې د څښتن رسول يو بيعت تر سره كړ، چې بې له منافقه يې څوك نۀ ماتوي.حضرت عمر وويل : رسول الله ته مې وويل: د څښتن استازيه !د حضرت علي په هکله چې دې خبرې كولې؛ نو  يو ښايسته او خوږبويه ځوان مې په څنګ كې ودرېداو داسې او هغسې يې راته يې وويل : حضرت محمد (ص ) وويل:(( هو عمره ! هغه بنيادم نۀ و؛ بلكې حضرت جبرائيل  و او غوښتل يې، چې پر هغه څه ټينګار وکړي چې ما د علي  په هکله  ويلي دي.))

وګورئ : شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة : 297مخ او همداسې : ابن عساكر، شرح حال امام علي  من تاريخ دمشق؛ 2ټوك، 80مخ ( د محمودي شرح ) له بخاري د تاريخ كبېر له لومړى ټوك 370 مخ نه راخېستې دى .


٭ عمار دهني له ابي فاخته روايت كوي:حضرت عمر ناست و، چې حضرت علي  راغى.حضرت عمر چې حضرت علي  وليد؛نو ولړزيد او په تواضع يې حضرت علي ته د ناستې ځاى پرېښود.علي چې پاڅېد؛نو يو سړي حضرت عمر ته وويل:امير المومنينه ! تۀ چې له علي  سره ښه سلوك کوې؛نو ولې يې د پېغمبر له بل كوم صحابي سره نکوې ؟ حضرت عمر ورته وويل: ما له هغه سره څرنګه سلوك كړې؟سړي ورته وويل:ومې ليدل چې حضرت علي  راغى؛ورته دې وكتل،ولړزېدى او په عاجزۍ دې ورته دناستې ځاى  پرېښود.حضرت عمر ورته وويل:كوم كار به ما لدې منع كړي؛ پر څښتن قسم، هغه زما او د ټولو مومنينو مولى دى.

وګورئ : ابن عساكر، شرح حال امام علي من تاريخ دمشق؛ 2ټوك،82 مخ، 585 مخ.


٭ حضرت عمر بن خطاب وايي:حضرت علي ته درې ځانګړنې وركړل شوې؛كه يوه يې هم ما لرلاى؛ نو د سرو ويښتانو د اوښانو تر لرلو به راته ډېر ښه واى.پوښتنه ترې وشوه، چې هغه كومې دي؟  ويې ويل: د پېغمبر اکرم  له لور سره واده. په جومات كې پاتې كېدل،چې بل  چاته روا نۀ وو  او د خېبر  د جګړې پر ورځ د بېرغ اخېستل.

وګورئ :1_ شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة، 3فصل، 343مخ. 2 _ حاكم، المستدرك؛ 3ټوك، 125مخ.3 _ هيثمي، مجمع الزوايد؛ 9ټوك، 120مخ.4 _ ابن عساكر، شرح حال امام علي  من تاريخ دمشق؛ لومړى ټوك، 219مخ، 282حديث. (د محمودي شرح)


٭ له حضرت ابن عباس څخه روايت دى:زه او عمر بن خطاب د مدينې په كوڅه كې روان وو، چې حضرت عمر راته وويل :د عباس زويه ! پر څښتن قسم چې د څښتن له رسوله مې واورېدل، چې علي  بن ابيطالب ته يې وويل: (( چا چې له تا سره دوستي كړې وي؛نو له ما سره به يې كړې وي او چا چې له ما سره دوستي كړې وي؛نو له څښتن سره به يې كړې وي او چا،چې له څښتن سره دوستي كړې وي؛نو څښتن به يې جنتي كړي. ))

وګورئ : شرح حال امام علي  من تاريخ دمشق؛2ټوك، 388مخ.


٭ عبدالله بن ضبيعه عبدي له خپل پلاره روايت كړى:دوه سړي حضرت عمر بن خطاب ته راغلل او ترې يې د مينځې د طلاق پوښتنه وكړه؛نوحضرت عمر ورسره جومات راغى. يوه ډله په جومات كې ناسته وه، چې اصلع ( هغه چا ته وايي چې د تندي ويښتان يې توۍ شوي وي چې حضرت علي همداسې و ) هم پکې ناست و او حضرت عمر ترې پوښتنه وكړه:د مينځې د طلاق په هکله څه نظر لرې؟بيا هغه سړي سر راپورته كړ او دوه ګوتې يې حضرت عمر ته وښوولى(عمر يې پر مطلب پوه شو) او ويې ويل : دوه طلاقه دي . په همدى  وخت كې يو له هغو سړيو و ويل: سبحان الله ! تۀ زموږ خليفه يې او موږ تا ته راغلو او تۀ دې سړي ته راغلې او له هغه دې وپوښتل او دا، چې تاته يي پر اشاره ځواب دركړ؛له هغه راضي يې؟حضرت عمر بن خطاب هغوى ته وويل: نۀ پوهېږئ چې هغه څوك دى ؟ ويې ويل : نۀ ! حضرت عمر ورته وويل: هغه حضرت علي بن ابيطالب دى او زه شهادت وركوم،چې د څښتن له رسوله مې واورېدل چې ويې ويل :(( كه ځمكې او اسمانونه د تلې په يوه خوا كې كيږدئ او د حضرت علي ايمان په بله كې؛نو د حضرت علي ايمان به ترې دروند وي . ))

وګورئ : 1_ ابن عساكر، شرح حال امام علي من تاريخ دمشق؛2ټوك، 365مخ، 872حديث. 2 _ ابن مغازلي؛ مناقب؛ 289مخ، لومړى چاپ. 3 _ خوارزمي، مناقب؛ 13فصل، 78مخ، د تبريز چاپ .4_ګنجي  شافعي، كفاية الطالب؛ 62باب، 258مخ .


٭حضرت عمربن خطاب (رض) وايي:ښځې لدې عاجزې دي،چې د علي  غوندې زوى وزېږوي.

وګورئ : شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة : 65باب، 448مخ.


٭ حضرت عبدالله بن عباس وايي،چې له حضرت عمر بن خطاب نه مې واورېدل چې ويې ويل:په علي پسې له بدو ردو ويلو ډډه وكړئ،چې پخپله مې له پېغمبر (ص) نه د هغه په هکله داسې فضايل اورېدلي،چې كه يو يې هم د خطاب كورنۍ درلوداى؛نو تر ټولو هغه څيزونو به راته ښه واى، چې لمر پرې لږي .

وګورئ : آثار الصادقين؛14ټوك،211مخ، چې د "فضائل الخمسه" له 2ټوك، 239مخ نه يې را اخيستې دي او همداسې : كنزالعمال؛ 6ټوك، 393مخ.


٭ حضرت عمر بن خطاب ( رض ) وايي چې پېغمبر اکرم  وويل : (( چا د علي غوندې فضيلت تر لاس نكړ،چې خپل ملګرى ته لار وښيي او له بې لارۍ يې وژغوري . ))

وګورئ : آثار الصادقين؛ 14ټوك،212مخ،چې د الغدير له 5ټوك، 363مخ نه يي را نقل كړې دى  او همداسې: فضائل الخمسه؛ لومړى ټوك، 167مخ عن مستدرك الصحيحين .


٭ يوه ډله راويان چې حضرت عمربن خطاب هم پکې دى، له پېغمبر اکرم  نه روايت كوي :(( د علي څېرې ته كتل عبادت دى . ))

وګورئ : ابن كثير، البدايه والنهايه؛ 7ټوك، 358مخ.

٭ له سويد بن تحفله روايت دى :عمر يو تن وليد، چې له حضرت علي  سره يې کينه ښوده. عمر ورته وويل:ګومان كوم،چې منافق يې؛ځكه چې له رسول الله مې واورېدل :((علي ما ته داسې دى؛لكه هارون چې موسى ته و؛خو په دومره توپير چې تر ما  وروسته بل پېغمبر نۀ راځي. ))

وګورئ : آثار الصادقين؛ 14ټوك، 286مخ،چې له شرح حال امام علي  من تاريخ دمشق، لومړى ټوك، 360مخ نه يې راخېستى دى.


٭ له حضرت ابوهريره روايت دى،چې عمر بن خطاب وويل:د څښتن استازي (ص) وويل: ((د چا چې زه مولى يم؛نو علي  يې هم مولى دى . )) وګورئ :1_ ابن عساكر،شرح حال امام علي من تاريخ دمشق؛ 2ټوك، 79مخ، 581حديث.2_ابن مغازلي، مناقب؛22مخ، 31ګڼه، لومړى چاپ.


٭ حضرت عمر بن خطاب ( رض ) وايي:علي په قضاوت كې تر موږ ټولو  غوره دى .

وګورئ :1_ حافظ ابي نعيم، حلية الاولياء؛ لومړى ټوك، 65مخ. 2 _ سيوطي، تاريخ الخلفاء؛ 170مخ.3 _ ابن كثير، البديه والنهايه؛ 7ټوك، 260مخ.4 _ بلاذري ، انساب الاشراف؛ 2ټوك، 97مخ، 21حديث، لومړى چاپ.


٭ حضرت عمر بن خطاب له پېغمبر اکرم نه روايت كوي:(( د قيامت پر ورځ هر سبب او نسب شلېږي؛ خو زما له سبب او نسب پرته. دبنيادم د ټولو نسب د هغوى پلار ته رسي؛خو د فاطمې له زامنو پرته، چې زه يې پلار يم. ))

وګورئ : شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة : 57باب، 320مخ.


٭ حضرت عمربن خطاب (رض) وايي:علي چې په جومات كې وي؛نو څوك د فتوى وركولو حق نلري .

وګورئ : آثار الصادقين؛ 14ټوك، 492مخ، چي د "الامام الصادق" د كتاب له 2ټوك، 582 مخه يي راخېستى دى.


٭ حضرت عمر بن خطاب (حضرت علي ته) وويل:د ابوطالب زويه! تۀ د علم بنسټ يې او تل دې شبهې له منځه وړي دي .

وګورئ: آثارالصادقين؛14ټوك،493مخ،چي د"الامام الصادق" د 2ټوك، 582 مخه  يي راخستې دى .


٭ حضرت عمر بن خطاب ( رض ) وايي:د حضرت علي تر مرګ وروسته دې څښتن ما هم ژوندى نۀ پاتې كوي (؛يعنې څښتن مې دې بې علي نكړي ).

وګورئ : آثارالصادقين؛ 14ټوك، 493، چې د "الغدير" د كتاب، 6ټوك، 126مخه يي راخېستى  دى.


٭ حضرت عمر بن خطاب به په بېلابېلو ځايونوكې ويل:كه علي نۀ واى؛ نو عمر به هلاك شوى واى.

وګورئ :1_ شيخ سليمان قندزى حنفي، ينابيع المودة : 14باب، 80 او 249مخونه . 2 _ ګنجي  شافعي، كفاية الطالب؛ 59باب، 227مخ.


٭ حضرت سعيد ابن مسيب وايي:له حضرت عمر نه مې واورېدل:له څښتنه د هغې ستونزې پناه غواړم،چې هوارونکى يې"علي" زما په څنګ كې نۀ وي.

وګورئ :١_ بلاذري، انساب الاشراف؛ 2ټوك، 99مخ، 29حديث . 2 _ ګنجي  شافعي، كفاية الطالب؛ 57باب، 217مخ . 3 _ سيوطي ، تاريخ الخلفاء؛ 171مخ. 4_حاكم،المستدرك؛(د المناسك كتاب)  لومړى ټوك، 457مخ . 5 _ ابن كثير، البدايه والنهايه؛ 7ټوك، 36مخ.


٭ حضرت عمر بن خطاب وويل:خدايه!سخت كارونه راباندې مۀ راږده؛ خو دا چې ابوالحسن (علي ) راسره په څنګ كې وي.

وګورئ : آثارالصادقين؛14ټوك،492مخ،چې د "امام صادق" د كتاب له 2ټوك، 582 مخه يي راخېستى دى.


٭ له حضرت ابن عباس څخه روايت دى :يوه شپه زه  او عمر د سفر انډيوالان وو چې عمر پر غاتره او زه پر اس سپور وم، يو آيت ولوستل شو، چې د علي په هکله  و؛نو حضرت عمر بن خطاب وويل : د عبدالمطلب زامنو ! پردې خبره ځان ښه پوه كړئ،چې علي په تاسو كې غوره دى او هغه تر ما او له ابوبكره هم (د خلافت د چارو سمبالولو ته) غوره دى.پر څښتن قسم چې هېڅ كار، بې اجازې يې نکوم او يوكار مې هم بې له هغه سر ته ندى  رسولاى .

وګورئ : راغب، محاضرات، 7ټوك، 213مخ.


٭ حافظ دارقطني له حضرت عمر بن خطاب نه روايت كوي،چې دوه تنه د شخړې هواري ته هغه (حضرت عمر بن خطاب) ته راغلل؛نو حضرت عمر حضرت علي ته وويل : شخړه يې هواره كړه.يو له هغوى (اعرابي) وويل: دا سړى  به زموږ  په منځ كې قضاوت كوي؟! حضرت عمر سړى له ګرېوانه  ونيو او ويې ويل:غرق شې! تۀ څه پوهېږې،چې هغه څوك دى؟ هغه زما مولى  دى او د  چا چې مولى نۀ  وي؛نو مومن ندى .

وګورئ : شرح حال امام علي  من تاريخ دمشق؛ 2ټوك، 82مخ. ( د محمودي شرح)


٭ حضرت عمير بن بشر وايي:حضرت عمر (بن خطاب) وويل : څښتن چې پر محمد عليه السلام څه نازل كړي؛نو علي  پرې تر ټولو  پوه دى.

وګورئ :"بوستان معرفت"؛ 677مخ، چې هغه هم د حسكاني د شواهد التنزيل له لومړى برخې، 30مخ، 29حديثه يې راخېستى دى.


٭ حضرت عمر (رض) د غدير پر ورځ وويل :مبارك دې شه د ابوطالب زويه ! چې د ټولو مومنو او د مومنو ښځو مولى شوې.

وګورئ : 1 _ ابن عساكر،شرح حال امام علي من تاريخ دمشق؛2ټوك،48 – 52مخونه . 2 _ ابن كثير، البدايه والنهايه؛ 7ټوك، 350مخ . 3 _ ګنجي  شافعي، كفاية الطالب؛ لومړى باب، 62مخ . 4 _ شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة: باب مناقب السبعون؛283مخ،56حديث او همداسې 4باب، 33 – 34مخونه.


٭ حضرت عمر (رض ) وويل :شهادت وركوم، چې د څښتن له استازي مې اورېدلي:(( كه اووه اسمانونه د تلې په يوه پله كې او د علي ايمان په بله كې كېږدئ؛ نو د علي ايمان به ترې دروند وي. ))

وګورئ :1_ ابن عساكر، شرح حال امام علي من تاريخ دمشق؛ 2ټوك، 365مخ، 872حديث . 2 _ ابن مغازلي؛ مناقب؛ 289مخ، 330ګڼه، لومړى چاپ.3 _ خوارزمي، مناقب؛ 13فصل، 78مخ، د تبريز چاپ.


٭ حضرت ابن عباس وايي:له حضرت عمر نه مې واورېدل:د څښتن استازي وويل : ((  علي! تۀ لومړى مسلمان او لومړى مومن يې. ))

وګورئ : 1 _ آثار الصادقين، 14ټوك، 34مخ كې د ابن شهرآشوب د مناقبو دويم ټوك، له 6مخه يې راخېستى دى . 2 _ متقي هندي ، كنزالعمال، 6ټوك، 395مخ.


٭ حضرت عمر بن الخطاب (رض )  په مرفوع حديث كې له رسول الله روايت كړى:(( كه خلك د علي  پر دوستۍ راټول شوي واى؛ نو څښتن به دوزخ نۀ واى پېدا كړى. ))

وګورئ : شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ينابيع المودة،باب الموده السادسه، 299مخ.


٭له عمرو بن سيمون نه روايت دى: عمر چې شپږ تنه خلافت ته معرفي كړل؛نو هغوى پاڅېدل،عمر ورته وكتل او ورته يې وويل: كه دخلافت چارې اجيلح ته وسپارئ؛نو مسلمانان به ښه رهبري كړي .

اجيلح؛يعنى اصلع؛يعنې هغه چې د تندي ويښتان يې توۍ شوي وي، چې حضرت علي  ته اشاره ده.

وګورئ : بلاذري؛ انساب الاشراف : 2ټوك، 103مخ، 35حديث، لومړى چاپ _  بيروت .


٭ ابن ابي الحديد د حضرت ابن عباس او حضرت عمر بن خطاب د خبرو اترو قيصه رانقلوي چې په هغه كې حضرت عمر اعتراف كړى او وايي:(( هو! رسول الله د ناروغۍ پر مهال غوښتل،چې د حضرت علي په نوم ټينګار وكړي ( او ويې ليكي)؛خو ما پرېنښود. ))  بيا ابن ابي الحديد وايي: دا قيصه احمد بن ابي طاهر د د بغداد تاريخ  د ليكوال په سند رانقل كړې ده.

وګورئ : 1 _ سيرى در صحيحين، محمد صادق نجمى، 2ټوك، 273مخ چې د نهج البلاغه له شرحې د 12ټوك، 21مخ نه يې راخېستى دى. همدارز دا روايت، صحيح بخارى، مسند احمد او ابن حجر په صواعق كې هم راخېستى ده.

حضرت عمر بن خطاب وويل:الحمدالله!چې پدې امت كې داسې څوك (حضرت علي  بن ابيطالب) شته، چې كه موږ په كږه ولاړ شو؛نو نېغې ته به مو را سم كړي.

وګورئ : "بيست و پنج سال سكوت علي " فواد فاروقي، 114مخ.


٭ حضرت عمر بن خطاب د خپل خلافت پر مهال حج ته ولاړ، د طواف كولو پر وخت يې سترګې پر يو ځوان ولګېدې،چې د مخ يو اړخ يې تور او سترګه يې سره او له وينې ډكه ده.حضرت عمر ورته غږ كړ او ويې ويل : ځوانه چا وهلې يې؟ ورته يې وويل :علي. حضرت عمر وويل: لږ ودرېږه، چې علي  راشي. په همدې  وخت كې حضرت علي  راورسېد. حضرت عمر ورته وويل: علي!دا ځوان تا وهلى؟علي ورته وويل: هو! عمر ورته وويل:ولې؟ علي وويل:د خلكو ناموس ته يې كتل.عمر وويل :ځوانه! لعنت دې پر تا وي ! پاڅه ولاړ شه! په رښتيا چې تۀ د څښتن سترګې ليدلى يې او د څښتن لاس وهلى يې .

وګورئ : "چرا شيعه شدم"، محمد رازى، 218مخ چې هغه هم د شهرستانى له "ملل و نحل" او د محب طبري له "رياض النضره" او د ابي الحديد د نهج البلاغى له شرحې راخېستى دى.