حضرت علي (ك) په قرآن مجيدكې ستايل شوى

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

حضرت علي (ك) په قرآن مجيدكې ستايل شوى[سمول]

د حضرت علي (ك) په هکله  د نازل شويو آيتونو  په شمېر کې سني او شيعه عالمان يو خوله دي،چې حضرت علي (ك) د پېغمبر اکرم په اصحابو كې يواځينى شخصيت دى،چې څښتن تعالى په قرآن شريف كې ستايلى دى. پدې باب ګڼ شمېر معتبر حديثونه شته، چې بېلګې يې دادي:[سمول]

الف:"حافظ بن عسكري"،" ګنجي شافعي" ، "سيوطي " ، "ابن حجر" او "خطيب بغدادي" د اهلسنتو له هغو عالمانو دي، چې پخپلو كتابونو كې يې د حضرت علي (ك) په هکله د نازل شويو آيتونو شمېر  راښوولى دى :

٭ له حضرت ابن عباس څخه روايت دى، چې د حضرت علي  (ك)  په هکله  300 آيتونه  نازل شوي دي.

وګورئ : 1_ خطيب بغدادي، د بغداد تاريخ ؛ 6 ټوك، 22 مخ، 3275 ګڼه. 2 _ شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة؛ 42 باب ، 148 مخ . 3 _ حافظ بن عساكر، ترجمه اميرالمومنين تاريخ دمشق؛ 2ټوك، 431مخ، 941 حديث ،2 چاپ. 4_ ګنجي شافعي ، كفاية الطالب؛ 62 باب، 231 مخ . 5 _ سيوطي، تاريخ الخلفاء؛ 172 مخ او همداسې؛ اللئالي المصنوعه؛  لومړى ټوك، 192 مخ، لومړى چاپ . 6 _ ابن حجر ، صواعق؛ 76 مخ .


٭ له يزيد بن رومان څخه روايت دى: (( كوم شمېر  آيتونه،چې د حضرت علي په هکله نازل شوي،د بل هيڅ چا په هکله ندي نازل شوي))؛البته پورتنې حديث له حضرت ابن عباس څخه هم روايت شوى دى .


وګورئ : 1_ ابن عساكر ، ترجمه امير المومنين من تاريخ دمشق؛ 2 ټوك،430مخ ، 940 حديث، 2 چاپ. 2 _ ابن حجر ، صواعق؛ 76 مخ .3 _ سيوطي  ، تاريخ الخلفاء؛ 171 مخ . 4 _ حافظ الحسكاني؛ شواهد التنزيل : لومړى ټوك، 39مخ،50 حديث  د پينځم فصل سريزه ،لومړى چاپ او همداسې د همغه  كتاب؛ 41 مخ 55 حديث . 5 _ ګنجي شافعي ، کفاية الطالب؛ 62 باب ، 253 مخ .  6 _ شبلنجي، نورالابصار؛ 73 مخ .


اصبغ بن نباته روايت کوي چې حضرت علي (ك) وويل:(( قرآن په څلورو برخو كې نازل شو؛يو پر څلورمه يې زموږ په هکله (اهلبيت) ده، يوه څلورمه يې زموږ  د دښمنانو په هکله،درېمه يې د سنتونو او مثالونو په هکله او پاتې څلورمه يې واجبات او احكام دي؛نو د قرآن كريم،كرائم زموږ  لپاره دي.))

وګورئ : 1 _ حافظ الحسكاني، شواهد التنزيل ؛ لومړى ټوك ، 43 مخ، 58 حديث، لومړى چاپ. 2 _ شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة : 42 باب، 148 مخ .