حضرت علي کرم الله وجهه د اهلنستو په منظومو ادبیاتو کې- ابن ابی الحدید معتزلي شافعي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


ابن ابي الحديد معتزلي :

كه ابوطالب او زوې يې نۀ واى؛نو د اسلام دين به داسې نۀ واى پېژندل شوې.ابوطالب په مكه كې له هغه (حضرت محمد) ملاتړ وكړ او حضرت علي  په مدينه كې.ابوطالب د خپل پلار "عبدالمطلب" پر امر د "عبد مناف" د زامنو د روزنې دنده ومنله،چې ښه يې تر سره كړه او حضرت علي هغه بشپړه كړه.بيا هغه (ابوطالب) د څښتن په امر لدې دنيا ولاړ او خپل ښه بوى  (حضرت علي ) يي په دنيا كې يادګار پرېښود. ابوطالب د سپېڅلي څښتن د رضا لپاره د څښتن د دين خدمت وكړ او حضرت علي هغه خدمتونه پوره كړل او سرته يې ورسول.

د چټياتو ويوونكي او هغه هوښياران،چې ځانونه يې كاڼه او ړانده كړي، پوه دې شي چې د ابوطالب مقام ته د پيساڼي هومره زيان هم نشي رسولاى. څوك چې شپې ته ورځ او رڼا ته تياره وايي؛نو د ورځې رڼا ته زيان نشي رسولاى. 

وګورئ : ابن ابي الحديد؛ شرح نهج البلاغه : د بېروت چاپ كې، 3ټوك، 321مخ او د مصر چاپ كې 318مخ.

دا شعرونه ابن ابي الحديد د هغو ناپوهو په ځواب كې ويلي،چې وايي: ابوطالب كافر دى.

تر رسول الله وروسته په وياړنو، په شرف او فضيلت كې ستر سيد، د حضرت پېغمبر  وصي، د بتول (زهرا) مېړه " علي  مرتضى" و او له هغه وروسته يې دوه زامن (امام حسن او امام حسين) او بيا حمزه او جعفر (طيار) وو.

وګورئ : د ابن ابي الحديد؛ د نهج البلاغې شرح : 3ټوك، 40مخ د مصر او بيروت چاپ.

ماته وايي :د حضرت علي  صفتونه وكړه.كه زه يې صفت ونكړم، وېره مې ده چې راته ووايي:دښمن يې يم او كه كله مې د هغه په هکله شعر ندى ويلاى؛نو د نفس د کمزورۍ له امله ندى او زه هغه نۀ يم،چې د حق له مذهبه به اوختې يم.كه د نړۍ سمندرونه جوهر (رنګ)،اسمانونه كاغذونه او د نړۍ ونې قلمونه  او ټول خلك دحضرت علي د فضيلتونو په ليكلو پېل وكړي؛نو بيا به  هم د هغه فضيلتونه  له قلمه پاتې وي.

وګورئ : ابن ابي الحديد، "علي  چهره درخشان اسلام" د علي  دوانې ژباړه، 5مخ.

آيا د خېبر پېښه مو نده لوستې؟ چې پکې څومره عجيبه او حېرانونكي ټكي راغلي دي؟هغه دوه (حضرت ابوبكر اوحضرت عمر)،چې د قومندانۍ پر رمز نۀ پوهېدل؛نو د ذلت او خوارۍ جامې يې د اسلام بېرغ ته ورواغوستې او له جګړې راوتښتېدل.سره لدې چې پوهېدل،له جګړې تېښته له كفر سره برابره ده؛ځكه راوتښتېدل،چې لوړ قوي يهودي ځوان له بربنډې تورې سره پر اس سپور واو پر دوى يې بريد وكړ. تۀ به وې؛لكه چې د دوى دواړو پر لاسونو نكريزې وې او د هغه تورې د مرګ له وېرې راوتښتېدل (بيا ابن ابي الحديد وايي) زه له ستاسې بښنه غواړم؛ځكه مرګ تريخ او ژوند خوږ  وي او تاسې هم د هر چا غوندې د مرګ له تريخ خونده بېزاره  وئ؛ خو مرګ هېڅ څوك ندى  پرېښى او په هر چا پسې راځي؛نو د مرګ خوند هله وي، چې انسان يې پخپله انتخاب كړي؟!

توضيح :د خېبر جګړه د يهودو او د مسلمانانو ترمنځ وه،چې د خېبر په کلا كې راپېښه شوه؛ پدې جګړه كې د رسول الله په امر لومړى حضرت ابوبكر او ورپسې حضرت عمر د جنګ قومنداني ومنله،چې د خېبر کلا فتح كړي؛ خو هغوى پدې جګړه كې ماتې وخوړه او راوتښتېدل؛بيا رسول الله حضرت علي له يوې ډلې سره د کلا  فتح ته ولېږه،چې پايله يې د مسلمانانو برى و؛نو "ابن ابي الحديد" دا شعر ويلې دى .

وګورئ : شبهاى پشاور؛ 416مخ .

دا شعرونه د ابن ابي الحديد د اوو ګونو قصيدو له