حضرت علي د اهلسنتو په منظمو ادبياتو كې امام محمد بن ادريس شافعي ( د شافعي مذهب امام)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

حضرت علي[سمول]

 د اهلسنتو په منظمو ادبياتو كې[سمول]

امام محمد بن ادريس شافعي ( د شافعي مذهب امام) :[سمول]

په يوه غونډه كې چې د حضرت علي،حضرت فاطمې ،امام حسن او امام حسين يادونه كېږي؛نو ځينې دښمنان ددې لپاره،چې له يادونې يې د خلكو پام واړوي؛نو د نورو يادونه رامنځ  ته كوي؛نو ډاډ من اوسئ!څوك، چې ددې كورنۍ د ياد مخه نيسي،له بدكارې ښځې به زېږېدلاى وي.هغوى اوږده اوږده روايتونه رانقلوي،چې د حضرت علي د زامنو له صفته مخنيوى وكړي او وايي چې لدې خبرو تېر شئ؛ځكه چې دا د رافضيانو خبرې دي.زه د شافعيانو امام له څښتنه له هغو خلكو پناه غواړم، چې د فاطمې دوستۍ ته رافضي وايي.د څښتن درود دې " د رسول پر آل" وي او لعنت دې  پر داسې جاهليت وي.

وګورئ :١_ شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة: 62باب، 329، چې كې د شافعي له ديوانه يې راخېستى دى . 2 _ شبلنجي، نورالابصار؛ 139مخ، (1290كال) چاپ.

د حضرت علي  دوستي د دوزخ له اوره خلاصون دى، د انسانانو او پيريانو امام دى . د مصطفى حقيقى وصي او د جنت او دوزخ ويشونكى دى.

وګورئ :  حموئي؛ فرائدالسمطين : لومړى ټوك، 326مخ .


ما ته يې وويل: تۀ رافضي يې!ورته مې وويل :زما دين او ګروهه رفض ندى؛ خو پدې كې شك نشته،چې غوره امام او هادي راباندې تر ټولو ګران دى؛ كه د رفض معنا د پېغمبر اکرم  د وصي (حضرت علي ) دوستي وي؛ نو زه تر ټولو ستر رافضي يم .

وګورئ : شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة : 330مخ، د قم لومړى چاپ. 1371كال . شبلنجي ، نورالابصار؛ 139مخ (1290كال ) 

څښتن ته زما د تقرب وسيله نبوي كورنۍ ده . هيله من يم چې لدوى سره د مينې له امله د قيامت پر ورځ را ته کړنليک په ښي لاس كې راكړي.

وګورئ: آثارالصادقين؛ 14ټوك، 185مخ، چې د فضائل الخسمه، 2ټوك له 81 مخه يې راخېستى دى.

اى چې د مکې  په لور روان يې! د "منى" په شګو كې ودرېږه او د "خيف" د جومات حاجيانو ته چې سهر وختي له "منى" راځي، پر چغو چغو ووايه : كه له "آل محمد" سره دوستي رفض وي؛نو ټول انسانان او پيريان دې شاهدان  وي چې زه رافضي يم.

وګورئ : ابن حجر؛ صواعق المحرقه : 9باب، 2فصل، 97مخ د مصر چاپ. ياقوت حمويى؛ معجم الادباء: 6ټوك، 387مخ او فخر رازي، د كبير تفسير :7ټوك، 406مخ.


خلك چې مې د ناپوهۍ او بى لارۍ په سمندر كې ډوب وليدل؛نو د سپېڅلي څښتن په نوم د اهلبيتو په بېړۍ كې سپور شوم او د سپېڅلي څښتن په رسۍ (حبل الله = نبوي كورنۍ) پورې ونښتم؛لكه چې موږ  ته امر شوى، چې په هغه الهي رسۍ پورې ونښلو. چې کله دين پر "٧٢ فرقو" وويشل شو، همغسې چې په بېلابېلو رواياتو كې دا خبره راغلې، چې يوه فرقه پکې پر حق ده؛ نو تۀ چې ځان د عقل او علم خاوند ګڼې؛ ما ته ووايه چې د پېغمبر اکرم  كورنۍ له باطلو فرقو ده؟ يا د حق فرقه ده؟ كه وايې:د حق فرقه ده؛نو زما او ستا خبره يوه ده او كه وايې چې: باطله او بې لارې فرقه ده؛ نو پوه شه، چې بې لارې يې. په پايله كې پوه شه، چې د نبوي كورنۍ فرقه پر حق ده او پر نېغه لار  روانه ده.

زه هم رافضى شوم چې په هغوى پسې ولاړم او څښتن دې تل د هغوى سيورې زموږ  پر سرونو لري. ما د حضرت علي او د هغه د اولاد امامت ومانه ؛ځكه چې پر حقه دي او تۀ هم پخپله باطله فرقه كې اوسه،څو حقيقت درته معلوم شي.

وګورئ : شبهاى  پيشاور؛ 277مخ، چې د علامه فاضل عجيلى "ذخيره المآل" له ليكنې يې راخېستى دى .

د پېغمبر اهل بيتو! پر موږ د څښتن له اړخه ستاسې مينه او دوستي واجبه شوې او په قرآن كې هم دا خبره راغلې ده. ستاسې فضيلت ته هم دومره بس  چې كه څوك په نمونځ كې پر تاسې درود ونۀ وايي؛نو نمونځ يې نۀ قبلېږي او د شعر په پاې كې وايي:كه د " آل محمد" مينه وال نۀ يې؛نو مور دې  سر ته كېنه، چې حرمونى يې.

وګورئ: شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة : 354 او 366 مخونه، لومړى چاپ قم 1371كال او همداسې : ابن حجر، صواعق المحرقه؛ 88 مخ.