حضرت عثمان غني او حضرت علي کرم الله وجهه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

علي(ک) د حضرت عثمان بن عفان (رض) له نظره :[سمول]

٭ حضرت عثمان په حضرت علي  پسې راوګرځېد او ترې و يې غوښتل، چې راوګرځي.حضرت علي هم وروګرځېد. بيا حضرت عثمان علي ته په كتو شو؛حضرت علي ورته وويل:دا پر تا څه شوي؟ ولې راګورې؟ حضرت عثمان ورته وويل: د څښتن له رسوله مې اورېدلي چې:(( علي ته كتل عبادت دى. ))

وګورئ : 1 _ ابن كثير، البدايه والنهايه، 7ټوك، 358مخ. 2 _ ابن عساكر، شرح حال امام علي  من تاريخ دمشق، 2ټوك، 393مخ.3 _ سيوطي ، تاريخ الخلفاء، 172مخ.


٭ درېم خليفه له حضرت علي درې ځلې د سياسي چارو لپاره مرسته وغوښته او بلنه يې وركړه . پر لومړي ځل د هجرت پر 22كال؛ يعنې پر همغه  كال چې خليفه شو،دويم ځل د هجرت پر 27كال او درېم ځل د هجرت پر 32كال؛ خو حضرت علي د خليفه يوه بلنه هم ونۀ  منله او و يې ويل: يو اړين كار چې بايد وشي د قرآن آيتونه د كتاب په بڼه راغونډول دي، چې پدې   كار كې مرستې ته چمتو يم.

وګورئ : فواد فاروقي، بيست و پنج سال سكوت علي، چې هغه هم د رودلف ژايګر له "خداوند علم و شمشير" څخه رانقل كړې دى.