حسین امیر عبداللهیان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

حسین امیرعبداللهیان ( ; 23 اپریل 1964 - 19 می 2024) یو ایرانی سیاستوال او ډیپلومات وو چي له 2021 څخه تر 2024 کال، یعني د هغه تر مړینې پوري یې د ایران د بهرنیو چارو وزیر په توګه دنده ترسره کوله. [۱] [۲] نوموړی له ۲۰۱۱ کال څخه تر ۲۰۱۶ کال پوري په عربي او افریقايي چارو کي د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وو.

حسین امیر په نړیوالو چارو کښي د ایران د پارلمان د استازي، د اسلامی مشورتی جرګې د نړیوالو چارو د عمومی مشر او د علی لاریجانی له صدارت څخه د محمد باقر غلیباف تر صدارت پوري د نړیوال کانفرنس د دایمی دارالانشاء د عمومی منشی ځانګړی مرستیال وو. د فلسطین د انتفاضې په ملاتړ کي نوموړی د فلسطین د ستراتیژیکو خبرو اترو درې میاشتنۍ مدیر هم تېر سوی دی. [۳] [۴] [۵]

حسین امیر د علي اکبر صالحي په وزارت کي د بهرنیو چارو د مرستیال په توګه وټاکل سو. همدارنګه د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو اړیکو په ښوونځي کي پروفیسور هم وو.

د جواد ظریف له نا اعلان شوې استعفا وروسته مختلفو رسنیو داسي ګومان کړی وو چي امیر عبداللهیان د وزارت مقام ته احتمالي نوماند دی، او د هغه وخت د ایران د پارلمان له رییس علي لاریجاني سره یې د نږدې اړیکې یادونه وکړه.

مړینه[سمول]

حسین امیر د 2024 کال د می پر 19 نېټه د یوې چورلکي په پېښه کي د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي سره یوځای ووژل سو.

  1. Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named mfa
  2. . 20 May 2024. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); ورک یا خالي |title= (لارښود); ورک يا خالي|url= (لارښود)
  3. . 24 July 2016. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); ورک یا خالي |title= (لارښود); ورک يا خالي|url= (لارښود)
  4. . 8 October 2018. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); ورک یا خالي |title= (لارښود); ورک يا خالي|url= (لارښود)
  5. . 28 May 2021. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); ورک یا خالي |title= (لارښود); ورک يا خالي|url= (لارښود)