حسین احمد حسان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

استاذ دکتور حسين حامد حسان د اسلام اباد نړيوال اسلامي پوهنتون موسس او لومړى رئيس دى چې په يوه وخت کې يې دوه پوهنڅۍ د حقوقو او شرعياتو ويلي. په وضعي قانون کې ماستري او په اصول الفقه کې يې له ازهر څخه دکتورا ترلاسه کړې. اوسمهال دى په عربي متحده اماراتو کې اوسيږي او د اسلامي مالياتو او په اسلامي بانک کارۍ کې خدمت کوي، چې په مالياتو او بانکدارۍ کې هم د نورو په څېر بريالى دى او ده ته د اسلامي مالياتو د پلار لقب ورکړل شوى. د استاذ حسان د هېواد يادولو ته اړتيا نشته ځکه د ده په څېر علمي او سياسي څېره په عربي نړۍ کې معمولا مصريان وي.

ژوند او زده کړې:[سمول]

استاذ حسين حامد حسان په کال ١٩٣٢ز کې د اوومې مياشتې په پينځه ويشتمه نېټه د مصر په بني سويف ښار کې زېږېدلى.

په کال ١٩٥٩ز کې يې د قاهرې د پوهنتون د حقوقو پوهنځۍ لوستې. بيا يې له همدغه پوهنتون څخه په قانون کې ځانگړې ډيپلومه په کال ١٩٦١ز کې ترلاسه کړې او په کال ١٩٦٣ز کې يې په شريعياتو کې ځانگړې ډيپلومه ترلاسه کړې. همدارنگه په کال ١٩٦٠ز کې يې د ازهر په پوهنتون کې د شرعياتو پوهنځۍ پاى ته رسولې او د دې ترڅنگ يې له همدې پوهنتون څخه د استاذۍ اجازه هم ترلاسه کړې او په همدې پوهنتون کې يې په کال ١٩٦٦ز کې د شرعياتو په پوهنځۍ کې په فقه او اصول الفقه کې دکتورا ترلاسه کړې. د امريکا د نيويارک په پوهنتون کې په مقارن قانون کې يې په کال ١٩٦٣ز کې ډيپلومه ترلاسه کړې او بيا يې په کال ١٩٦٥ز کې په مقارن قانون کې ماستري ترلاسه کړي.

د استاذ حسان له خولې د ده د زده کړې قيصه:[سمول]

الله جل جلاله هېڅ کله هم د انسان هڅه نه ضايع کوي، هرکله چې څوک د څه شي اراده وکړي، که څه هم نورو ته ناممکن هم ښکاري خو د قوي عزم څښتن يې سرته رسولى شي. د استاذ د کتور حسين حامد حسان ژوند هم دا ډول يوه حېرانوونکې قيصه لري. خپله حسين حامد حسان خپله قيصه استاذ دکتور حسام الفيلالي ته ويلې وه او استاذ دکتور عبدالله بن عمر په دغه وخت کې حاضر و. حسين حامد حسان وايي چې تر څوارلس کلنۍ پورې بېسواده وم، نه مې لوستل کولى شول او نه هم ليکل، زه د دې په فکر کې هم نه وم چې زه به ليک او لوست زده کوم، تر هغې چې يوه ورځ زموږ کلي ته شيخ القرا داغى. زموږ کليوالو شيخ القرا ته ښه لوى پروگرام جوړ کړى شوي و کله چې ما د ده دا احترام او قدر وليد، د ده مقام ماته ډېر خوند راکړ، ما هم د دې خوبونه وليدل چې زه به قرآن حفظ کوم، له ځان سره مې وويل چې زه به شيخ القرا ته ورځم. استاد حسان وايي چې خلک د شيخ القرا پروگرام ته ډېر راغلي ول، هغه ته زما ورتلل نا ممکن و، خو بيا مې هم ډېره خواري وکړه، تر دې چې ځان مې هغه ته ورساوه، تر دې چې کولى مې شول هغه ووينم، نور هم نيږدې ورغلم، تردې چې لاس مې هم ورکړ. ما له ځان سره په زړه کې ويلې چې زه به له ده نه پوښنته کوم چې څنگه ټول قرآن حفظ کړم، ورغلم او ورڅخه مې پوښتنه وکړه چې څنگه کولى شم ستا په څېر شيخ القرا شم؟

شېخ القرا په خندا راته وکتل او ويې ويل چې زه ستا په سترگو کې هيله او جزبه وينم او درته وايم چې ته به زما په څېر څه چې له ما نه به هم مخکې کېږې. استاد حسين حامد حسان وايي چې د پروگرام له خلاصېدو وروسته هم زه په همدې فکرکې وم، له دې وروسته بې له ځنډه د کلي جومات کې ملا ته ورغلم او ورته مې وويل چې زه غواړم قرآن حفظ کړم او د شېخ القرا په څېر شم.

د کلي ملا راته په حيرانتيا سره وکتل او ويې ويل: ته؟!!! ته څوک يې؟!!! تر اوسه په ليک او لوست نه پوهېږې او غواړې شېخ القرا شې؟!!! ته دا کار نه شې کولى. استاذ حسان وايي چې د دې امام دې خبرو پرما هېڅ کومه منفي اغېزه ونه کړه او له ده نه پاڅېدم او د بل جومات امام ته ورغلم، هغه ته مې هم همدا خبره وکړه، هغه زه وهڅولم، ما هم ورسره خفظ شروع کړ، ده هم ماته ډېره توجه کوله، ما په درې هفتو کې مې لومړې پاره حفظ کړه، ډېر خوښ شوم، مگر په دې مې اکتفا ونه کړه، ځکه چې زما په وړاندې لوى هدف پروت و او ما بايد دا ترلاسه کړى و. کال لا نه و تېر شوى چې ما ټول قرآن حفظ کړ.

دکتور حسين حامد حسان وايي چې له دې سره مې همت لا هم لوړ شو. له ځان سره مې وويل چې ليک او لوست به هم زده کوم، همدا وه چې مکتب ته ولاړم او ابتدايه مې په درې کالو کې خلاصه کړله، متوسطه او ثانويه مې په پينځو کالو کې وويلې او په ممتازه درجه له لېسې څخه فارغ شوم.

زما اراده وه چې پوهنتون به هم وايم، د دې لپاره مې د مصر او اسلامي نړۍ په مشهور پوهنتون ازهر کې د شرعياتو په پوهنځۍ کې او د قاهرې په پوهنتون کې چې د نړۍ له مشهورو پوهنتونو څخه گڼل کيږي د حقوقو په پوهنځۍ کې مې داخله واخسته. ما هلته او دلته درس ويلې او د خداى په فضل په دواړو کې مې درجې اوچتي وې. استاد حسان قيصه کوي چې له پوهنتون څخه د فراغت په امتحانو کې له يو مشکل سره مخ شوم، هغه دا مشکل و چې يو امتحان په يوه پوهنتون کې و او بل امتحان په بل پوهنتون کې، په داسې حال کې چې د دواړو امتحانو ترمنځ فقط يو ساعت توپير و، چې په دې يو ساعت کې ما نه شو کولى ځان بل پوهنتون او بل امتحان ته ورسوم. امتحانو ته درې هفتې پاتې وې، له ځان سره مې فکر کاوه چې څه وکړم، نه پوهېدم څه وکړم، بيا مې فکر وکړ چې که داسې وکړم چې د ټکسي ډرېور ته ووايم چې سل جنيه درکوم، خو ته مې له ازهر له پوهنتون څخه د قاهرې پوهنتون ته داسې ورسوه چې د لارې له ټولو اشارو نه تېر شې. که دا سې وکړم، د ټکسي ډرېور مې ممکن په پينځه څلوېښت دقيقو کې ورسوي. بيا يوه ملگري راته وويل چې که موټر سايکل واخلې او په زراعتي ځمکو ولاړ شې، په نيم ساعت کې به ورسېږې، دا ماته هم مناسبه ښکاره شوه، د امتحان تر رسېدو مې موټر سايکل زده کړ، بيا به په همدې لاره، په زراعتي ځمکو او بازارونو تلم ترڅو په لاره ښه بلد شم، دا مې ښه تمرين کړ. بالآخره امتحان راورسېده. لومړۍ پارچه مې په نيم ساعت کې حل کړه، استاذ راته ويلې چې زويه يوځل بيا دې پارچه وگوره ممکن چېرته دې غلطي کړې وي، ما ورته ويلې چې نه استاذه ما هرڅه کړي تاسو راته اجازه راکړئ زه وځم، هغه راته وويلې چې اوس پينځه څلوېښت دقيقې پاتې دي او دا قانون نه دى چې زه دومره ژر اجازه در کړم، کېنه ځويه يوځل دې پارچه وگوره مه وارخطا کېږه. ما ورته ويلې چې هيله کوم استاذه اجازه راکړه. هغه وويلې چې پارچه دې کېده او ځه. ما هم زر پارچه کېښوده او په چټکۍ سره د قاهرې د پوهنتون پرلور روان شوم، په موټر سايکل داسې تېز روان وم، ته به وايې چې له چا سره مې مسابقه ده. همدا وه چې په شل دقيقو کې پوهنتون ته ورسېدم، گورم چې امتحان ته لس دقيقې پاتې دي، ما خپله هم باور نه کاوه چې دومره ژر به ورسېږم، ما له ځان سره فکر وکړ چې انسان يوه مخفي قوه لري چې په نامعلوم وخت کې پکار اچول کيږي. دواړه پوهنتونونه مې په لوړه درجه خلاص کړل. نور نو د ماستري او دکتورا نوبت رسېدلى و. د ماستري لپاره د امريکا د متحده آيالاتو ته د نيويارک پوهنتون ته ولاړم، هلته بل مانع پيدا شو، هغه دا چې ما په انگليسي خبرې نه شوى کولى، درس خو پرېږده، مجبور وم ځانته يو ژباړن پيدا کړم. بالآخره د استاذانو په مرسته مې يوه ډکشنري حفظ کړه، ټول استاذان حيران پاتې ول. په دوو مياشتو کې مې ښه انگليسي زده کړ، داسې انگليسي چې د امريکې ټايم مجلې ته به مې ليکنې کولې. دا وه د عزم پايله. څرنگه چې مو مخکې يادونه وکړه، حسين حامد حسان دوه پوهنځۍ لوستي، يوه پوهنځۍ د قانون او بله د شرعياتو او د دې دواړو پوهنځيو پرمټ يې د اسلام او مسلمانانو لپاره ډېر خدمتونه کړي، مثلا هغه هم مشاور پاتې شوى، هم يې د پوهنتون رياست کړې، هم يې اسلامي اقتصاد ته لوى خدمت کړى، مهمه دا چې په دغو ټولو وظيفو کې استاذ حسان د اسلامي شريعت د تطبيق لپاره ډېرې لويې لاسته راوړنې لري.

د استاذ حسان وظيفې:[سمول]

١- په کال ١٩٥٩ز کې د حکومتي چارو لپاره وکيل مدافع وټاکل شو. بيا د قاهرې په پوهنتون کې د حقوقو په پوهنځۍ کې معيد (ليکچرر) مقرر شو، بيا استاذ مساعد (اسسټنټ پروفيسر)، له دې وروسته استاذ (پروفيسر) شو او بيا د شرعياتو د څانگې رئيس وټاکل شو. ٢- په ليبيا کې يې د امام محمد بن علي السنوسي د پوهنتون د لوړو زده کړو رئيس هم تېر شوى. ٣- په مکه مکرمه کې د ملک عبدالعزيز په پوهنتون کې د لوړو زده کړو رئيس او په همدې پوهنتون کې د المرکز البحث العلمي و احياء التراث الاسلامي د مرکز مدير پاتې شوى. بيا په همدې پوهنتون کې د لوړو زده کړو د چارو، د علمي څېړونو او د نورو پوهنتونو سره د اړيکو د رئيس مشاور پاتې شوى او له دې وروسته د ام القرى د پوهنتون او د ملک عبدالعزيز د پوهنتون د الجنة الدائمة لترقية اعضاء هيئة التدريس رئيس شو. ٤- وروسته له دې چې په کال ١٩٧٩ز کې د پاکستان حکومت د اسلامي شريعت د تطبيق اعلان وکړ، استاذ حسين حامد حسان پاکستان ته ولاړ او هلته يې د نړيوال اسلامي پوهنتون اسلام آباد په جوړولو کې لويه برخه واخسته بيا په همدې پوهنتون کې د څوارلسو کلنو لپاره رئيس پاتې شوى او د دغه پوهنتون د مشرانو د شورى غړيتوب يې هم لاره او له رياست څخه وروسته د استاذ احمد العسال چې د نړيوال اسلامي پوهنتون اسلام آباد رئيس و، مشاور شو. ٥- استاذ حسان په قزاقستان کې هم د نور سلطان مبارک اسلامي پوهنتون په تاسيس کې برخه واخسته او د مشرانو شورى غړى يې شو. ٦- اوسمهال په امريکا کې د مجمع فقهاء الشريعة بامريکا رئيس او د دې مجمع د فتوا د برخې دايمي غړى دى

استشاري کارونه:[سمول]

١- استاذ حسين حامد حسان د قزاقستان د جمهور رئيس حقوقي او اقتصادي مشاور پاتې شوى. ٢- د گرجستان د جمهور رئيس اقتصادي مشاور هم ټاکل شوى چې د هغه له لورې استاذ حسان ته د دې هېواد د سرمايه گذارۍ د نقشې د جوړولو مسؤوليت هم ورسپارل شوى، همدارنگه د نړيوال سرمايه گذارۍ کانفرانس ته د تيارۍ لپاره هم ډېرې پروژې استاذ حسان ته سپارل شوې وې. ٣- د نړيوال اسلامي پوهنتون اسلام اباد د چارو لپاره د پاکستان د رئيس جمهور مشاور هم پاتې شوى دى. ٤- په مکه مکرمه کې د رابطه العالم الاسلامي د رئيس مشاور و. ٥- په جده کې د اسلامي کانفرانس (مؤتمر العالم الاسلامي) د موسسې د رئيس مشاور هم پاتې شوى. ٦- په عربي متحده آيالاتو کې د هيئة احياء التراث د موسسې د رئيس مشاور پاتې شوى دى. ٧- د قاهرې د پوهنتون د رئيس مشاور هم ټاکل شوى. د شريعت د تطبيق په اړه: ١- د مصري مدني قانون په اسلامي کولو کې يې برخه اخستې ده او د دغه قانون مادې يې تفسير کړي. ٢- د پاکستان د قانون په اسلامي کولو (اسلامايزېشن آف لاء) کې يې مهمه برخه اخستې ده او د پاکستان د بينکي قانون په شرعي کولو کې يې هم شرکت کړى. ٣- د کويټي قانون د شرعي کولو کې يې ډېرې هڅې کړي او کويټ ته يې د غير اسلامي بيمې پرځاى اسلامي بيمه، چې تکافل بلل کيږي، داخله کړې. ٤- په ليبيا کې يې د شخصي احوالو قانون د مالکي فقهې مطابق جوړ کړى. ٥- د قزاقستان د اساسي قانون په جوړولو کې يې برخه اخستې ده. ٦- د قزاقستان د (پرايويټايزيشن) (الخصخصة) ځانگړې کولو په پروگرام کې يې برخه اخستې ده.

د تعليم په برخه کې:[سمول]

١- په ډېرو نړيوالو کانفرانسو او سيمينارونو کې يې برخه اخستې ده چې د دې سيمينارو او کنفرانسونو موخه د تعليم پرمختيا او وده وه. ٢- د آسيا په جنوب شرق کې، منځني ختيځ کې او د آسيا په شرق کې يې د ډېرو تعليمي ادارو، پوهنتونو او معهدونو په تاسيس کې مهم رول لوبولى.

تاليف او ترجمه کې:[سمول]

استاذ حسين حامد حسان له عربي او انگليسي څخه روسي ته د دوو سوو ٢٠٠ کتابونو د ترجمې د پروژې مشري کړې او د دغو کتابونو په چاپ او د روسيې په داخل کې يې په خپرولو کې يې برخه اخستې ده، دا هغه پروژه وه چې جمعية اقرا الخيرية چې مشر يې شيخ صالح کامل عبدالله و او عمومي مدير يې مشهور عالم محمد عبده يماني و. همدارنگه په نړيوال اسلامي پوهنتون اسلام آباد کې د رياست پر مهال په دعوت اکيډمي کې څلور سوه کتابونه په شلو ژبو تاليف، ترجمه او چاپ کړي دي. خپله استاذ حسين حامد حسان ځينې کتابونه په مختلفو برخو کې په مختلفو ژبو باندې ليکلي، چې په لاندې ډول دي: ١- نظرية المصلحة في الفقه الاسلامي ( د دکتورا رساله) ٢- اصول الفقه الاسلامي. دا کتاب مسلکي کتاب دى چې په ځينو پوهنتونو کې تدريس کيږي هم. ٣- المدخل لدراسة الفقه الاسلامي (مسلکي کتاب) ٤- الوصية في الفقه الاسلامي (مسلکي کتاب) ٥- نظرية التأمين العيني في الفقه الإسلامي (له مدني قانون سره پرتليز کتاب) ٦- الرهن الوارد على غير الأعيان في الشريعة الإسلامية ( له مدني قانون سره پرتليز کتاب) ٧- آثار الإفلاس في شخص المدين وماله في الشريعة الإسلامية (له تجارتي قانون سره پرتليز کتاب) په دوو ژبو عربي او انگليسي ليکل شوى. ٨- حكم الشريعة الإسلامية في عقود التأمين (له مدني قانون سره پرتليز کتاب) ٩- أثر التضخم في الحقوق والديون الآجلة. ١٠- المصلحة وتطبيقاتها المعاصرة في المجال الاقتصادي (بنک الاسلامي للتنمية ته وړاندې شوې څېړنه) ١١- القيود على حرية الإيصاء في الشريعة الإسلامية –په انگليسي- (د شرعي قانون او امريکايي انگليسي قانون ترمنځ پرتليزه څېړنه) د نيويارک په پوهنتون کې د استاذ حسان د ماستري رساله. ١٢- نظام الإرث في الشريعة الإسلامية –انگليسي- (د امريکايي او اسلامي قانون ترمنځ څېړنه) د نيويارک پوهنتون. ١٣- مقاصد الشريعة الإسلامية في الحياة الاقتصادية ( بينک الاسلامي للتنمية ته وړاندې شوې څېړنه. ١٤- الاستثمار الإسلامي وطرق تمويله (په جنوبي افريقا کې بينک اسلامي للتنمية ته وړاندې شوې څېړنه. ١٥- الأوراق المالية (په انگليسې باندې په ماليزيا کې بينک اسلامي للتنمية ته وړاندې شوې څېړنه. ١٦- فقه الأولويات وتطبيقاته المعاصرة (مجلس اعلى لشئون اسلامية بالقاهرة ته وړاندې شوې څېړنه) ١٧- السمسرة وتطبيقاتها المعاصرة ١٨- التأمين التكافلي على الحياة ١٩- التأمين من حوادث السيارات (بينک الاسلامي للتنمية ته وړاندې شوې څېړنه) ٢٠- أثر مكونات الأسهم في تداولها، وحكم القروض والفوائد في معاملاتها ٢١- تداول أسهم البنوك والمؤسسات المالية الإسلامية ٢٢- التصرف في الديون في الشريعة الإسلامية (بينک الاسلامي للتنمية ته وړاندې شوې څېړنه) ٢٣- العلاقة بين الهيئات الشرعية والمراجعين الخارجيين في المؤسسات المالية الإسلامية (په بحرين کې هيئة المراجعة و المحاسبة ته وړاندې شوې څېړنه) ٢٤- دواعي الموقف الدرامي في الشريعة الإسلامية. ٢٥- حكم الغناء والموسيقى في الشريعة الإسلامية. ٢٦- حكم الشريعة في عقود الفنانين وحفلات الموسيقى والغناء داسې نورې ډېر واړه او لوى کتابونه او مختلفې مقالې چې د مقالو شمېر يې له څلور سوو څخه ډېريږي، اوسمهال د استاذ حسان مقالي اکثرا په نړيوالو اقتصادي مجلو او ورځپاڼو کې د اسلامي مالياتو او اسلامي بينکارۍ په اړه خپريږي. د اسلامي بينکارۍ او اقتصاد په برخه کې: استاذ حسين حامد حسان د اسلامي بينکارۍ له پيله له اسلامي بينکارۍ سره مرسته کړې، په اسلامي مالياتو او اسلامي بينکارۍ کې يې ډېر کسان روزلي دي. په دې برخه کې يې د کتابونو، مقالو، ليکچرونو او ويډيو درسونو له لارې خدمات کړي او خپله په ډېرو بانکونو کې د مشر، مشاور او د شورى غړى ټاکل شوى دى. ١- په الاتحاد الدولي للبنوک الاسلاميه کې د کارپوه په صفت کار کوي، همدارنگه د بنک د شرعي فتواوو په برخه کې غړى دى. ٢- په نړيوالو اسلامي اقتصادي کنفرانسونو او سيمينارونو کې يې برخه اخستې او دغو کنفرانسونو ته يې په مختلفو موضوعاتو کې گټورې څېړنې وړاندې کړي دي. ٣- په بنک دبي الاسلامي کې د الفتوى و الرقابة الشرعية (فتوى او شرعي خدمات) رئيس. ٤- په بنک الشارقة الوطني کې د الفتوى و الرقابة الشرعية رئيس او اسلامي اقتصاد ته د بنک د اړولو مسؤول. ٥- په بنک الاسلامي للتنمية کې د فتوى او شرعي خدماتو غړى. ٦- په مرکز ادارة السيولة کې د فتوى او شرعي خدماتو رئيس. ٧- او د ډېرو اسلامي مالياتي مؤسسو مؤسس دى. د ٢٠٠٩ز کال د جون د مياشتې په دولسمه نېټه استاذ حسين حامد حسان ته د ژوند د لاسته راوړنو جايزه د سي پي آي د بانکي او مالياتې مجلې له لورې ورکړل شوه. استاذ حسين حامد حسان اوس ٧٩ نهه اويا کلن دى. په دې عمر کې اکثر سپين ږيري د تقاعد او په کور کېناستو په فکر وي، خو حسين حامد حسان له ځوانانو څخه هم ډېر فعال دى، د ده دفتر په دوبۍ کې د اسلامي بنک ترڅنگ ده، د ده د دفتر له کړکيو څخه ټوله دوبۍ ښکاري. استاذ حسان معمول د ٧.٣٠ ماښام څخه د شپې تر لسو بجو پورې ملاقاتونه لري. دا هره ورځ داسې وي، خو کله بيا له دې هم ډېر ځنډيږي. د استاذ حسان عمر هم ډېر شوى، خو د عمر ډېروالي هغه له اسلامي خدمتونو څخه نه دى غورځولى، هغه اوس هم په شرق او غرب کې په اسلامي خدماتو بوخت دى، لکه څرنگه چې مو يادونه وکړه، هغه له سهاره د شپې تر لسو بجو په خپل دفتر کې مصروف وي او کله هم د خستگۍ احساس نه کوي. الله جل جلاله دې د دکتور استاذ حسين حامد حسان په عمر کې برکت واچوئ ترڅو په اسلامي رقابتونو کې تردې هم ډېر وځليږي.

ماخذونه:[سمول]

١- بفري ډاټ نټ ٢- الموقع العالمي للاقتصاد الاسلامي. ٣- اسلام کانفرنس ډاټ کو. ٤- د استاذ حسين حامد حسان رسمي برېښنا پاڼه. ٥- د الجامعة الاسلامية العالمية په نامه له کتاب څخه، چې په انگليسي او عربي ژبو چاپ شوى دى. ٦- اسلامک فايننس رېسورس، برېښنا پاڼه ٧- هاي بيم ډاټ کام ٨- بي ام بي اسلامک ډاټ کام ٩- مجمع فقهاء الشريعة بامريکا ١٠- اسلام آن لاين ډاټ نټ